خپلواک غوربند

دخپلواک غوربند ویبلاګ ته ښه راغلاست پر خپلو لیکنو رغنده نیوکو او وړاندیزونو مو دغه ویبلاګ ښکلا وروبخښی

خپلواک غوربند

دخپلواک غوربند ویبلاګ ته ښه راغلاست پر خپلو لیکنو رغنده نیوکو او وړاندیزونو مو دغه ویبلاګ ښکلا وروبخښی

افغان تورکښ زړور وزیر فتح خان

افغان تورکښ زړور وزیر فتح خان



وزیرفتح خان( ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ز)



دافغانستان ځواک اوپاچا جوړونکی، وزیرفتح خان

قــرنهــا صبر بباید که تا مام وطن
چون فتح خان وزیرباز بزاید پسری

پیړۍ پیړۍ زغم اوپـېڅ دې وگالل شی چې د هېواد مور دې
د وزیرفتح خان په شان زوی دې نړې ته راوړی

سرېزه:

وزیرفتح خان دهېواد پیاوړې ځواکمنه، پلټونکې، درنده، کارنده، زیارگالې، هېوادپاله، لوی لاسې، باتوره ، تورکښه او بې باکه جنگیالې سیاسی څیره ده چې د سدوزی شاه محمود د واکمنۍ د مهال په کورنیو شخړو او جگړو کې یې په بریالیتوب سر راپورته کړی او له همدې امله هغه ته یې د شاه محمود د پوځی ځواکونو د اتل نوم ورکړی دی. وزیرفتح خان د خپل ژوند د ورپیښ شوې برخلېک په تړاو له ابو مسلم خراسانی او بابـُک خــُرمدین او د سیمې له نورو سترو تأریخی څیرو سره وَرته والی لری.

د بیلگې په توگه، ابومسلم خراسانی، د خپلې ځوانۍ د سباوون په شپو ورځو کې د خپلې تورې په مټ د خلافت د واکمنۍ گډۍ له امویانو واخیستله او عباسیانو ته یې وبخښله او په پای کې د عباسی د بې سپاسه خلیفه (منصور دوانیقی) په لاس په خنجر ټوټه ټوټه شو، وزیرفتح خان هم چې د پیاوړې ژمنې خاوند سړی وو، دوه ځله یې پاچاهی له شاه زمان او شاه شجاع د تورې په زور واخیستله او واکمنی یې د سدوزی شاه محمود په ورغوی کې کښېښودله خو په پای کې د همدغه ناسپاسه پاچا په لارښوونه لومړی په دواړو سترگو ړوند کړای شو او بیا بند پر بند ټوټې ټوټې شو.

هماغسې چې ابومسلم خراسانی په ۱۹ کلنۍ کې خپله پښه د سیاست په ډگر کې کښېښودله او ۱۸ کاله یې د عباسی خلافت د واکمنۍ لپاره یې توره وچلوله او په ۳۷ کلنۍ کې یې د دغو ټولو خدمتونو په هیداد "پاداش" کې خپله ککره له لاسه ورکړه، وزیرفتح خان هم په ۱۹ کلنۍ کې د سیاست پر ډگر پښه کښېښودله او د سدوزیو د واکمنۍ لپاره یې ۱۸ کاله توره وچلوله او د کېنه کښ او ناپوهه شهزادگی کامران له پلوه لومړی ړوند سو او وروسته د کامران د پلار شاه محمود په لارښوونه د گنیو "نیشکر" د لښتې په شان بند په بند ټوټه ټوټه شو. فتح خان پرته له دې چې یوه لنډه آه را پورته کړې او یا چیغې ووهی اویا له چا د زړه سواندۍ غوښتنه وکړی، مړېنه یې پرته له کوکارو په مېړانې و منله.

سره له دې چې د وزیرفتح خان مړېنه د هغه د اوسپنیز او پیاوړی زغم او میړانې له اړخه په دریمې پیړۍ کې د بابـُک خـُرمدین او خداش خراسانی له مړینې سره ورته والی لری خو د هغه مړېنه زموږ د هېواد او د گاونډیو هېوادونو د تأریخ او پیښلېک د پیاوړمخورو څیرو له مړینې څخه لا له پرتمه ډکه ده. د نړۍ په تأریخ کې به داسې سړی ونه موندل شی چې له وزیرفتح خان سره دې د ربړونو او ځورونو په گاللو کې پرتله او یا جوگه شی. هغو کسانو چې دغه پېښه په سترگو لېدلې وایی : کله چې وزیرفتح خان یې واژه، نو د شاه محمود په لارښوونه د لښکر ټولو بولندویانو اومشرانو د هغه د وژنې لپاره کتار جوړ کړ او هر یو یې په خپل وارلومړی د وزیرفتح خان د لاس گوتې بیا لاسونه تر اوږو او بیا یې د پښو گوتې تر زنگنو بند پر بند بیلې کړې او وزیرفتح خان دغه ټولې ځورونې او ربړې داسې په مېړانه وزغملې چې له خولې یې یوه کوشنۍ آه هم را ونه وتله او سره له دې چې ژوندی وو د هغه ککره یې له غاړې را پریک کړه او ژوند یې ورڅخه واخیست. حال دا چې څو مېاشتې مخکې کامران میرزا دوه ځله د هغه په سترگو کې خنجر ورټومبلی وو ترڅو ډاډه شی چې په رښتیا ړوند شوی دی؟!

له شډلتیا او دیو خویۍ د ډکې وژنې انځورونه په ویکو او کلماتو کې آسانه بریښی خو د بند په بند بیلولو او قصابی کولو انځور خورا گران دی. که یوازې د هماغې پیښې د یوې کوشنۍ شېبې څرنگوالی په سترگو کې را انځورکړو ، د ژوندی سړی د بدن د غړو پریکول، او کله چې یو لاس یې ۱۸ ځایه په چړې پریک کیږی او بیا یې وار بل لاس ته را رسیږی او هغه لاس هم ۱۸ ځایه بند په بند له یو بله بیلیږی او بیا وار یې پښو ته را رسیږی او هر پښه یې په پینځلسو ځایونو کې بند په بند پریک کیږی او بیا یې وار د غوږونو او شونډو پریکولو ته رسیږی او هغه هم په ډیرې شډلتیا ورڅخه پریک کیږی او په پای کې د یوې چوغکې په شان یې ککره له تنه ورڅخه بیلیږی او پر ژوند یې د پای ټکی کښېښودل کیږی، نو هلته به ددغه ناتار په تل کې د شاه محمود او شهزادگی کامران په برمانټه گرۍ او شډل خوییۍ ښه پوه سو. شرم دې وی په داسې زړه یخولو او زړه کاڼې کېدلو!

وزیر فتح خان د یوه پیاوړی زړور ، سر لوړی او پرتمین ځواکمن په توگه ژوند وکړ او د خپل د اعدام پر مهال یې بیا هم د یوه ننگیالی او درانده افغان په توگه له ربړو، شډلتیا او ځورونو سره جوگه مړینه د لښکر د هغو مشرانو له لاسه په نه مننونکې مېړانې او سرلوړۍ ومنله چې څومېاشتې مخکې یې دده تر لاس لاندې کار کاوه او په خپلې مړینې یې هغو کسانو ته چې دده د بدن غړی یې بندپر بند په خنجر وربیلول ور څرگنده کړه چې په خپل پیاوړی اوسپنیز زغم کولای شی ټول دردونه او ټپونه د البلو ، کوربلو او زاریو له ویلو پرته وزغمی خو هېڅکله به د شاه محمود او کامران په څیر د یوه ناپوه پلار او زوی ځان مننونکو غوښتنو ته سر تیټ نه کړی. یوه شاعر ویلی دی:

در جهان نتوان اگر مردانه زیست
همچومردان می توان مـردانه مرد
که په نړۍ کې د نارینه وو په څیر ونه شو کولای ژوند وکړو، خو کولای شو د نارینه وو په څیر مړه شو.
په جهان دې نارینه دی دا دوه کاره
یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شی

بابک خرمدین، مازیار طبرستانی، خداش خراسانی، استاد سیس بادغیسی او نور که د عباسی د خلافت د واکمنۍ پروړاندې د خپلو اوږد مهالو جگړو او هڅو په ترڅ کې نیول شوی او د پردیو عربو له پلوه ټوټې ټوتې شوی دی، خو وزیرفتح خان د نیولو، ړندیدلو او د بند په بند بېلېدلو تر ورځې پورې هېڅکله د ځان او کورنۍ لپاره د واکمنۍ او پاچاهۍ د نیولوهڅه ونه کړه او یوازې د شاه محمود د پاچاهۍ او د سدوزیو د پاچاهۍ د ځمکنۍ بشپړتیالپاره یې توره و چلوله خو ددغو ټولو له ځانه تیرېدنو او سرښندنو په بدل کې، پرته له دې چې کوشنی دوکه او خیانت یې کړی وی یوازې د دربار د یوشمیر رَخـَورو "کېنه ناکو" ځانغوښتونکو او بد سترگو درباریانو په ځانگړې توگه د سردار عطا محمد خان بامیزی او شهزادگی کامران د رخی او سخې په کړس کې لومړی ړوند او بیا د خپلې ترورۍ 'عمه' د زوی شاه محمود له پلوه په ډیرې بیرحمۍ بند په بند بیل او ووژل شو.

دشمن اگرمیکشد به دوست توان گفت
با که توان گفت که دوست مرا کشت؟

که دښمن دې وژنی نو خپل ته به ووایې، خو که خپل دې ووژنی، چا ته به ووایـﺊ؟

د سردار پاینده خان په زامنو کې چې لوېدېځو تأریخپوهانو هغوی د بارکزیو وروڼو په نامه بللی دی، وزیر فتح خان د مشرۍ ، پوهې او کار، هوښیارۍ او ځیرکۍ ، میړانې او نارینتوب، زړورتیا او لوی لاسی، په ژبه ولاړ ، د ټینگښت او د غچ اخیستنې (د افغانانو د یوې ځانگړې بېلگې) له اړخه ځانگړې پوهه او وړتیا درلودله او له ټولو برلاسی وو. هغه پیاوړی هوډ درلود، ځیرک وو انقلابی او پېښه پاروونکی وو. دغو ټولو بیلگو چې د هېوادپالنې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د هیواد په کورنیو چارو کې د پردیو د لاسوهنې له منځه وړل ورسره یو ځای نغښتې ول، هغه ته یې داسې ځانگړې بیلگې وربخښلې وې چې انگلیسانو " کینگ میکر" یا پاچا جوړونکی باله او کولای شو وزیرفتح خان " تاج بخښونکی" وبولو او د افغان په دغه ملی سرغندویه سرلاری کې دغه ټولې بیلگې خورا ځلانده وې.

د هلمند د دغه نومیالی بچی چې د خپلواکۍ غوښتنې ، سرلوړۍ او افغانی پرتم وېنه یې د هلمند د څپانده سیند د څپو په شان په هر رگ کې یې خوټېدله او په خټه کې یې میړانه، زړورتیا او لوی لاسی پرته وه او سره له دې چې نومیالیتوب یې هر چیرې په درنښت یادشوی بیا هم موږ هغه په سمه نه دی پیژندلای.

ددغه پولادی هوډ او زغم لرونکی نومیالی د برخلیک بیا پیژندنه به زموږ راتلونکو حق پیژندونکو زوزاتو او نسلونو ته پرته له اړنگ او شکه د سترې زده کړې نوې کړکۍ پرانیزی او پوه به شی چې دهیواد د تأریخ ولسی لارښوونکو په څه میړانې ژوند کړی دی. په دغې شننې کې به هڅه وشی چې د هېواد د تأریخ ددغې ځلاندې نومیالۍ څیرې بیا پیژندنه له ټولو اړخونو وکړو:

د شاه زمان پروړاندې د فتح خان پاڅون

د سردار پاینده خان د وژنې د خبر په خپرېدا، فتح خان سره له خپلو ورونو او د بارکزیو له یو شمیر خانانو لکه: عبدالسلام خان،عبدالواحد خان، امین الملک محمدرحیم خان له دوه تنو نورو سره د اتو ساعتو په اوږدو کې د اسپ په سپرلۍ نادعلی ( د وزیرفتح خان مورنۍ کلا) ته چې د کندهار د لوېدېځ په ۷۳ مایلی واټن کې پرته ده را ورسېدل او د بارکزیو د ټبر نور مشران یې د گرشک په نادعلی کې د زمان شاه له دغه گام څخه خبر کړل او د خپل ټبر ژوره کرکه او قهر یې د زمانشاه په وړاندې را و پاراوه او له زمانشاه څخه یې د غچ اخیستنې لپاره د خپل ټبر مرسته وغوښتله. زمان شاه د فتح خان او د هغه د وروڼو د نیولو لپاره یو شمیر سرتیری سیمې ته ولیږل خو سرتیری د هغوی د هېڅ یوه په نیولو بریالی نه شول او بیرته کندهار ته را ستانه شول. په هلمند کې د بارکزیو میشتو مشرانو، د سردار پاینده خان مشر زوی فتح خان د خپل ټبر د مشرپه توگه غوره کړ او خپل واک او پریکړه یې د هغه په لاس کې ور کښیښودله. فتح خان هم د بارکزیو د ټبر له مشرتابه څخه په آزمیښت بریالی راووت او د غچ اخیستنې لپاره کومه تابیا یې چې په ترڅ کی یې پاچا او د هغه وزیر ووژنی نیولې وه، پلې کړه او ښه پایله یې ترلاسه کړه.

فتح خان پریکړه وکړه چې د شاه زمان ورور شهزادگی محمود ته چې په ۱۷۹۷زکال کې یې د خپل ورور پر وړاندې پاڅون کړی وو او له ماتې وروسته بخارا، خوارزم او ایران ته کډوال شوی وو، اوږه ورکړی. الفنستون لېکی چې : شهزادگی محمود د وخت له غوښتنې سره سم په لومړیو کې د خپل ورور واکمنۍ ته غاړه کښېښودله خو کله چې خپل ورور یې له کندهار لیرې ولېد نو په پاڅون یې لاس پورې کړ او یو پیاوړی لښکر یې د کندهار پر لور وخوځاوه. شاه زمان د فراه د نیولو لپاره یو ځواک ولیږه او په خپله، لومړی کندهار او بیا پښاور ته ستون شو (۱).

شهزادگی محمود په ۱۷۹۷زکال کې یوځل بیا پاڅون وکړ او له ماتې وروسته ایران ته وتښتېد او ځان یې د تهران دربار ته ورساوه چې فتح علیشاه ورته په ډیر ورین تندی ښه راغلاست ووایه. د ۱۷۹۸زکال په پسرلی کې محمود کاشان او له هغه ځایه اصفهان ته ولاړ او د ۱۷۹۹ زکال تر پسرلی پورې په اصفهان کې پاتې شو او بیا یې له هماغه ځایه په هماغه کال کې پر خراسان د تیری لپاره د ایران د پاچا ملاتړ وکړ. کله چې شاه له خراسانه بیرته ستنېده نو محمود په خراسان کې پاتې شو او هلته یې هڅه وکړه چې پرهرات د یرغل لپاره د هغه ځای د مشرانو پام ځانته را واړاوی. په ترشیز او طبس کې بریالی نه شو خو ویې کولای شوای چې د قاین او بـیرجند د واکمن مهرعلیخان ملاتړ ترلاسه کړی او له لس زرو سرتیرو سره یو ځای د هرات پر لور را ودرومی. په سبزوار کې له یوه لښکر سره مخامخ شو. دغه لښکر شهزادگی قیصر د زمان شاه زوی له کندهاره د هغه مخنیوی ته ور لیږلی وو خو دغه لښکر هېڅ ونشو کړای او ماته یې وخوړله او محمود په بریالیتوب پرمخ ولاړ او هرات یې کلابندی کړ. وفادار خان یو چل وکړ چې محمود یې پر مهرعلیخان شکمن کړ. شهزادگی د شپې په ترڅ کې له لښکرکوټه وتښتېده او د بخارا پرلور یې ودرومل او مهرعلیخان هم په نا چاراۍ خپله مخه بیرته ونیوله او خپل هېواد ته ولاړ.

فریر، د وزیرفتح خان په اړه لېکی :" وزیرفتح خان د لوړې وړتیا لرونکی څښتن وو چې د پیاوړی نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگېدلو وړتیا یې هم درلودله... او په کړو وړو کې یې ساری نه درلود... افغانانو فتح خان ته په خورا درنښت کتل، حال دا چې خپل پاچا ته یې په سپکه کتل." (۸۳)

شهزادگی محمود په بخارا کې په توده غیږ کې ومنل شو او د پاچاهۍ په یوې ماڼۍ کې دیره شو. محمود تر هغه مهاله دلته دیره وو چې د بخارا د پاچا، شاه مراد دربارته د زمان شاه سفیر را ورسید، سفیرد شاه زمان نېوکه شاه مراد ته را ورسوله چې ولې یې محمود چې د خپل هېواد د پاچا پر وړاندې یې پاڅون کړی په خپله غیږ کې منلی او ویې غوښتل چې محمود دې هغوی ته ور وسپاری. سفیر ته واک ورکړشوی وو چې د محمود د سپارلو په بدل کې دې د بخارا پاچا ته گران بیه سوغات ورکړی. ډیری کسان دا منی چې نیږدې وو شاه مراد ، محمود سفیر ته ور وسپاری خو محمود وویل چې د حج د سفر تکل یې کړی او په دغې دینی پلمې یې د مذهبی پوهانو ملاتړ تر لاسه کړ، خو یو بل گزارش چې ډیر رښتیا بریښی وایی چې شاه مراد نه غوښتل شاه زمان و ځوروی او هم یې نه غوښتل مېلمه ته د خیانت په تور ځان نوم بدی کړی. نو له دې امله یې په پټه محمود ته د رامنځته شوی گواښ په اړه خبر ورکړ او ورڅخه یې وغوښتل چې په خپل تگ دې د ټولو ستونزو ټغر راټول کړی. شاه محمود له بخارا څخه خوارزم (اورگنج) ته ولاړ او له هغه ځایه بیا یې ایران ته مخه کړه. (۲). او په دغو شپو ورځو کې د ایران د کرمان په زړه بوږنوونکو تودوخې کې سربداله گرځېده.
فتح خان په دې هېلې چې له شهزادگی محمود سره یو ځای شی، د ایران پر لور و خوځېد او د سیستان له لارې یې د سیستان کرمان تر منځ بې اوبو او وښو وچه دښته د اته کروه (فرسخ) په واټن ووهله او کرمان ته چې محمود پکې دیره وو ورسېد او هغه یې د زمان شاه پر وړاندې وهڅاوه چې پاچاهی ورڅخه ونیسی. وروسته دواړو په قران سوگند وکړ چې له یو بل سره به همکارۍ کوی او هېڅ خیانت به یو بل ته ونه کړی. وروسته له پینځوس سپرو سره یو ځای د سیستان پر لور را وخوځېدل. هغوی په لنډه موده کې د هغه وخت د سیستان مرکز ، جلال آباد ته را ورسېدل. د سیستان واکمن، ملک بهرام کیانی افغانانو ته په ورین تندی غیږه پرانیستله او بیا یې د ددوستۍ د لا زیاتیدلو په هېله خپله لور د شاه محمود زوی شهزادگی کامران ته په نکاح ورکړه او لوړه یې و کړه چې د شاه محمود ملا به د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نېولو کې ور وتړی. خو فتح خان سلا ورکړه چې دغه گام د هغوی په گټه نه دی نو له دې امله نوموړی واکمن د محمود له لښکر سره له یوځای کېدنې او هملارۍ څخه لاس پر سر شو خو ملک بهرام کیانی د هغوی ملا په وسلو او پیسو ور وتړله.

د کندهار په سوبه کې د فتح خان ونډه:

فتح خان له ځانه مخکې خپل دوه وروڼه له ۱۸ سپرو سره له سیستانه فراه ته ولیږل چې هلته د درانی سرلارو په ځانگړې توگه د فراه د بارکزیو د ټبر د مشرانو ملاتړ را خپل کړی. وروسته فتح خان له محمود او کامران میرزا سره فراه ته راغی. محمود او فتح خان د شاه زمان او د هغه د ناتار او ځانغوښتـنې په اړه د فراه پرگنو ته کیسې وکړې او په پای کې د درانیو یو شمیر جنگیالیو خپل تیاری څرگند کړ چې د محمود او فتح خان ملگرتیا به کوی.

محمود له دغو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر لور را ودرومل او څرگنده ده چې ددغه ځواک ملا د گرشک او د هلمند د ناوې د سیمې بارکزیو هم ور وتړله. کله چې محمود د بارکزیو له سرلارو سره کندهار ته را نیږدې شو، د کندهار والی مهرعلیخان اسحاقزی چې شاه پسند خان بلل کېده، سره له خپلو څلور زرو سپرو د کندهار دفاع ته ملا را وتړله، خو فتح خان داسې چل وکړ چې د والی ځواکونه یې د هغه پر وړاندې را پاڅول او والی له ویرې له ښاره وتښتېد. فتح خان ښار کلا بند کړاو له ۴۲ یا ۴۳ ورځو کلابندۍ وروسته یې ښار ونیو. شیرازی وایی چې فتح خان لومړی سړې وو چې د ښار پر دیوال په یوې څرمنیزې رسۍ وخوت اود شاهی نغارې، نغاره یې په خپل بوټ و ډنگوله او په لوړ غږ یې وویل چې اوسنی دور، د محمود دور دی! دهغه په دغه غږ د ښار دروازې پرانیستل شوې او محمود سره له خپلو سرتیرو ښار ته ننوت اود ښار ساتونکو(ساخلو : تورکی لغت دی) محمود ته پوځی سلام وکړ. (۳). الفنستون وایی چې فتح خان په یوازې سر ښار ته ننوت او د عبدالله خان په نامه د ښار له یوه تن مشرانو څخه یې مرسته وغوښتله. عبدالله خان د محمود په پلوۍ را پاڅېده او د ښار دروازه یې د محمود پر مخ را پرانسیتله او مهرعلی خان له بلې لارې وتښتېد او زمان شاه په سند هـ کې وو چې د کندهار د پرځېدنې خبرېې تر غوږ ورسېد. (۴).

د یوې بلې وینا له مخې دغه کار د یحیی خان بارکزی له پلوه ( ظاهرأ د قاضی محمد سعید خان بارکزی په سلا) له پلوه وشو چې ځان یې وختی فتح خان ته رسولای وو او د هغه په لارښوونه فتح خان پریمانه زینې را ټولې کړې او بیا یې پرښار یرغل وکړ او ښار یې د تورې په مټ ونیو (۵). په دغه مهال وزیرفتح خان ۱۹ کلن وو. شهزادگی حیدر سره له یارمحمد خان اود زمان شاه نور خانان بندیان شول. فتح خان له شاه محموده وغوښتل چې عبدالرحیم خان سدوزی او د هغه پلار دې اعدام کړی او بیا دې خبرتیا خپره کړی چې د درانیو په کړو وړو هغه مهال ډاډ کېدای شی چې د زمان شاه له ملاتړه لاس واخلی او خپله پالوالی یا وفا دې په خپلو کړو کې را څرگنده کړی، شاه محمود کټ مټ همداسې وکړل (۶).
په دغه وخت کې شاه محمود فتح خان ته د وزیر څوکۍ ورکړه او د " شاه دوست" نوم یې ورکړ اود کندهار قاضی القضات قاضی محمد سعید خان ته یې د " خان علوم" نوم [چې د پوهاندی له رتبې سره برابره ده] ورکړ. (۷) د فتح خان د مُـهـُر په نښه کې لاندینی بیت ویل شوی وو:

طالع محمود را نازم کزوست سرفرازملک ودولت شاهدوست
یا
طالع محمودرا نازم کزوست سرفرازفتح ونصرت شاهدوست

اود قاضی محمدسعید بارکزی مهر ته یې په لاندینۍ بیت :

محمدسعید از فضل حق مشهود شد قاضی القضات شاه محمودشد
رسمیت ورکړ.(۸)

د کابل سوبه :

د کندهار له نیولو وروسته شاه محمود د خپل لښکر د پیاوړی کولو لپاره پیسو ته اړتیا درلودله. ددغه کار ترسره کول یې د وزیرفتح خان پر اوږه واچول. کله چې فتح خان د پاچاهې پانگه په خپلو منگولو کې را خپله کړه، د ښار یو شمیر مشرانو او شتمنو هم یو شیمر پیسې را ټولې کړی چې د لښکر لوموړنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړی او د خپلو جنگیالیو شمیر یې پینځوس زرو ته لوړ کړ. (۹)

په دغه وخت کې شاه زمان سندهـ ته نیږدې دیره وو او پرهندوستان یې د یرغل پریکړه کړې وه خو د مهرعلیخان اسحاقزی (ساکزی) له خولې یې د کندهار د نیولو خبرواورېد. شاه زمان د سترگو په رپ کې خپل ورور شاه شجاع په پیښاور کې پریښود او خپله د کابل پر لور را وخوځېد، خو کابل ته له راخوځېدلو مخکې یې غوښتل چې د کشیمر د والی عبدالله خان الکوزی غوږونه ورتاو کړی. زمان شاه د ډیرو سرونو په بایللو عبدالله خان ونیو او زندۍ یې کړ. د زمانشاه دغه خوځښت د شاه محمود په گټه پای ته ورسید، ځکه د هغه ورور سیدال خان الکوزی په کندهار کې وو او کله چې د زمان شاه له دغه گام څخه خبرشو، نو له خپل ټبر سره یو ځای د شاه محمود په چوپړ ور ننوت (۱۰).

کله چې شاه زمان کابل ته را ورسید ، نو په خپلې تیر وتنې پوه شو او د درانیو د سردارنو په اړه یې له خپلو پخوانیو کړو وړو څخه پښیمانې څرگنده کړه. هغه په ډیرې خوارۍ دوه لښکره را جوړ کړل، یو یې د احمد خان نورزی او خپل زوی شهزادگی ناصرتر مشرۍ لاندې د کندهار پر لور ولیږه او دویم لښکر یې دوه کروه (فرسنگ) لیرې د لومړی لښکر ترشا تر خپلې مشرۍ لاندې واخیست او د غزنی پر خوا وخوځېد. احمد خان نه له وفادار خان څخه او نه له شاه زمان څخه ښه زړه درلود، او په پښېمانۍ او د زړه په درزا د کندهار پر لور یې درومل. خو فتح خان چې انگلیسی " پیرس یې " د " محمود د ځواک نابغه " بولی، د احمد خان په خټه او رخه ښه پوهېده، ځکه فتح خان له پخوا پوهېده چې د جگړې له پېښېدلو مخکې کولای شی نوموړی له ځان سره یو ځای کړی او د شاه زمان لاسونه له شا ور و تړی، هغه پوهېده چې:

به شمیریکی تا صد توان کشت به رأی لشکری را بشکنی پشت
ژباړه : په تورې به له یوې تر سلو ککرو پریک کړی خو په کوشنۍ پوهې او هوښیارۍ به د یوه لښکر ملا ورماته کړې

دغې موخې ته د رسیدلو لپاره فتح خان د احمد خان د ورور عبدالله خان په اړه چې د شاه محمود په لښکر کې وو او په احمد خان ډیر گران وو ، سوچ وکړ او بیا یې له شاه محمود سره سلا وکړه او څرگنده ده چې شاه محمود د فتح خان ددغه سوچ ملاتړ وکړ. فتح خان په بیړه عبدالله خان یې په یوې پلمې بندی کړ او داسې یې څرگنده کړه چې گڼې نوموړی، پاچا ته خیانت کاوه او ښایی اعدام شی او یوازې هغه مهال به له اعدامه وژغورل شی چې ورور یې احمد خان د زمان شاه له لېکو را بیل او له شاه محمود سره یو ځای شی. کله چې احمد خان نورزی د (غرنی او مقر، قلات) ترمنځ د " سر اسپ" سیمې ته را ورسید او د شاه محمود له ځواکونو سره مخامخ او د خپل ورور له برخلېکه خبر شو، نو د سترگو په رپ کې له خپل لښکر سره چې شمیر یې پینځلس زرو سرتیرو ته رسیده د فتح خان له لښکر سره یو ځای شو او شهزادگی ناصر د مورچل له شا دغه خبر خپل پلار زمان شاه ته ورساوو (۱۱).

د فتح خان دغه چل د زمان شاه پر سیاسی او پوځی وړتیا مرگونی گواز وکړ او کله چې د احمد خان نورزی او د هغه د زوی د تسلیمېدلو خبر ورته راورسید، نو زمان شاه او وزیر یې وفادار خان د خپل ځان په ویره کې ولوېدل او ځان د ژغورنې لپاره یې تېښتې ته ملا را وتړله. د زمانشاه لښکر هم خور و ور شو. پا چا او وزیر یې لومړی غزنی او بیا له هغه ځایه کابل ته په شا شول چې له هغه ځایه بل لښکر راجوړ کړی، خو د هغوی نقشې بدلون وموند او د نوی لښکر د راټولولو پرځای چې له وزیرفتح خان سره یې جگړې ته را چمتو کړی، خپل شته او مل لښکر یې هم له لاسه ورکړ. د زمان شاه د دربار چاپیره له وفادارخان او زمان خان پوپلزی (بامیزی) او له لښکره یې له دوه سوه تنو سپرو او څلور سوه پلیو جنگیالیو پرته، نور څوک نه ول پاتې. شاه زمان همدغه شمیره له ځان سره واخیستله او د جلال آباد پر لور وخوځېد.

شاه محمود، وزیرفتح خان یې د دوه زور سپرو سرتیرو په ملتیا د کابل پر خوا ولیږه او وزیر فتح خان په بیړه او گړندۍ توگه د مقر ، غزنی او کابل ترمنځ لاره ووهله. د فتح پرمخ د کابل دروازې د دوه تنو قزلباشانو: میر اصلان خان او جعفرخان جوانشیر له خوا پرانیستل شوې ځکه نوموړی قزلباشان له شاه زمان څخه په دې خوا بدی ول چې د هغوی دوه تنه سرلاری یې ور وژلی ول او له مخکې یې له محمد زیو سره خپلوی کړې وه او شاه محمود د کابل د بالاحصار په ماڼۍ کې د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله- ۱۸۰۱زکال ، جولای. (۱۲)

له شاه زمانه غچ اخیستنه :

وزیر فتح خان ترهغو په کرار کښې نه ناست چې شاه زمان او د هغه بد چاری وزیر وفادار خان یې د خپلو کړو وړو په سزا ونه ورَسول. وروسته له دې چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله، د لښکر یوه برخه یې د زمان شاه د پـَل د نیولو لپاره په شاه زمان پسې ولیږله. د شاه محمود د لښکر د مخکښ او د شاه زمان د ځواک ترمنځ د جگدلک د " وچې پاڼې" په سیمې کې لنډه نښته را پیښ شوه او څرگنده ده چې پایله یې د شاه محمود په گټه وواښتله او د زمان شاه پوځی ځواک هر لور ته خور او وور شو او وتښتېد. زمان شاه له خپلو څو تنو ملگرو سره په لا لهاندې ځانته پټنځای لټاوه. ملا عاشق شینواری له وفادارخان سره له پخوا پیژندگلوی درلودله او د جگدلک په سیمې کې د یوې کلا څښتن وو. بدمرغه پاچا دومره خوار شوی وو چې د لا لهاندۍ په نړۍ کې دې ته اړ شو چې د یوې شپې لپاره د ملاعاشق کلا ته پناه یوسی. ملا عاشق لومړی په ورین تندی خپل میلمه په غیږ کې ونیو، خو کله چې خبرشو چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه لگولې ده نو د شاه زمان نیولو ته یې ملا را وتړله، هغه و بیریده چې سبا ورځ به شاه زمان ته د پناه ورکولو په تور د نوی پاچا د خوابدۍ او قهر تر مـَـتروکو لاندې ونیول شی، نو د کلا دروازه یې د شاه له لورې وتړله او د شپې په اوږدو کې یې د خپلو زامنو له لارې شاه محمود ته پیغام ولیږه چې یو څوک دې ور ولیږی او خپل بندی دې دده له کلا را واخلی. (۱۳).

وزیر فتح خان ۱۹ کلن وو چې د خپل پلار سردار پاینده خان له وژل کېدلو وروسته د سیاست پر نړۍ یې پښه کښېښودله او کله چې وژل کېده، ۳۸ کلن وو. په دغې شمیرنې وزیرفتح خان ۱۹ کاله د هیواد د لیکو د ټینگولو، پرمختگ او پرتم لپاره په سرښندې هلې ځلې وکړې. هغه په ټول هېواد کې ټیکاو (امنیت) رامنځته کړ او د لیرې پرتو ولایتونو لکه : بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات والیان یې مرکزی دولت ته غاړی ټیټونې ته اړ کړل چې له مالیاتی گټو څخه دې د هېواد مرکزته ولایتی ونډه واستوی.

زمان شاه او ملگری یې په لنډ وخت کې پوه شول چې د ملاعاشق په منگولو کې یرغمل دی. که څه هم شاه زمان او ملگرو یې هڅه وکړه چې د خپل ځان د ژغورنې لپاره لاره چاره ولټوی، خو بریالی نه شول. بیا یې ځانونه برخلېک ته وسپارل او د هرډول رامنځته کېدونکې پېښې لپاره یې لارې څارلې. کله چې ددغسې ناببرې پېښې خبر کابل او پیښاور ته ورسید، له یوې خوا شاه محمود د خپل سیال د نیولو لپاره مټې را بډ وهلې وې او له بله اړخه شاه شجاع د خپل ورور د ژغورنې لپاره لاس په کار شو. له کابله د وزیر فتح خان ورور نواب اسد خان له یوه جراح سره راوخوځېد او له پیښاوره عبدالکریم خان د بندی پاچا د ژغورلو لپاره را ودانگل. له دې چې د کابل او جگدلک تر منځ واټن لږ وو، نو نواب اسد خان له ټولو مخکې کلا ته را ورسید. زمانشاه د پاچاهۍ د پانگۍ ټول سره زر چې په هغه کې د کوه نور الماس هم وو د کلا په یوه سوری کې پټ کړل او فخراج [ د یوه یاقوت نوم وو] یې د کلا ترڅنگ یوې ویالې ته غوزار کړ. سپیدې لا نه وې چاودلې چې نواب اسد خان کلا ته را ورسید او پا چا یې ونیو او د شاه محمود په امر یې د زمان شاه سترگې ور ړندې کړې او وروسته یې پاچا د هغه له نورو ملگرو سره کابل ته راووست. شاه زمان د کابل پرزندان ننوت او د هغه وزیر او ورور یې د کابل واکمن محمد خان د سردارپاینده خان په غچ کې اعدام شول او زمان خان پوپلزی د حاضر خان د وژنې په توراعدام شو. حاضر خان د اکرم خان زوی وو چې په هرات کې د زمان خان پوپلزی په امر اعدام شوی وو. (۱۴).

دغه پیښه په تأریخ کې د ۱۸۰۱زکال د جولای په مېاشت کې لېکل شوې. (۱۵).درې کاله وروسته د شاه محمود د پاچاهۍ لومړی پړاو (۱۸۰۳زکال) د زمان شاه د ورور (د میرې زوی) له پلوه پای ته ورسېد، شاه شجاع لومړنی کار چې وکړ ملا عشق شینواری ته یې سزا ورکړه، هغه یې راووست او له ستونی یې و ځړاوه او د کوه نور الماس چې تردغه دمه د ملا عاشق په کلا کې پټ ول د شاه شجاع لاس ته ولوېد او کلا ونړول شوه (۱۶).

ډیر وخت تیر نه شو چې شاه شجاع د لښکر راټولو ته ملا وتړله او د پیسو په ورکړه یې لس زره سرتیری برابر کړل چې کابل ته د خوځېدا لپاره چمتو ول. کله چې شاه محمود له دغې پیښې خبر شو نو وزیر فتح خان او شهزادگی کامران یې د یوه درې زر کسیز لښکر په مشرۍ کې د هغه د مخنیوی لپاره ور ولیږل. دواړه لښکرې جلال آباد ته نیږدې د سُرخرود په سیمه کې له یوه بل سره مخامخ شوې. د شاه شجاع سرتیرو گومان کاوه چې ددوی شمیره د شاه محمود د سرتیرو په پرتله ډیره ده نو مخکې له مخکې یې ځانونه سوبمن بلل او په لومړی سر کې یې د شجاع پر پانگې چې له پیښاوره یې له ځان سره راوړې وه برید وکړ او ویې غوښتل چې لومړی خپل پاچا لوټ کړی. وزیر فتح خان د شاه شاع د لښکر پر دغې په خپل سرۍ او گډوډۍ پوه شو اوله همدغسې شیبې څخه په گټه اخیستنې خپل لښکر ته یې بولنده ورکړه چې د شاه شجاع پر گډو وډو جنگیالیو یرغل ور وړی. د دښمن د لښکر لېکې د سترگو په رپ کې ماتې شوې او شاه شجاع د خپل ځان د بچونې په سوچ کې ولوید او د سیمې نیږدې غرونو ته یې پناه یو وړه، او د هغه وسلې او پانگه د فتح خان د لښکر لاس ته ورغله. وزیر فتح خان د شاه شجاع له پانگې څخه تر لاسه شوې پیسې د خپلو جنگیالیو په منځو کې وویشلې او بیا یې د پیښاور د نیولو لپاره خپل پرمختگ ته دوام ورکړ. په لنډې مودې کې د پیښاور دروازې د لښکر پرمخ پرانیستل شوې او وزیر فتح خان له څیرمو سیمو څخه د مالېې راټولولو ته ملا وتړله.

د وزیر فتح خان همدغه هوښیاری، پوهه او زړورتیا ده چې انگلیسی تأریخپوه نوموړی د " محمودی ځواک نابغه" بولی او د هغه له میړانې، هوښیارۍ، پوخوالی او ننگلیالیتوبه هر چیرې خبرې کوی. (۱۷).

د پرگنو اله گوله:

کله چې وزیر فتح خان په پیښاور کې وو، له کلاته ترزابله او له زابله تر لوگره میشتو غلزیو په اله گولې لاس پورې کړ. لومړی یې عبدالرحیم خان چې یو آرام او بې پرې سړی وو د خپل پاچا په توگه وټاکه او بیا یوې ډلې د شهاب الدین خان توخی تر مشرۍ لاندې پر کندهار برېد وکړ. د وزیر فتح خان د تره زوی عبدالحنان خان بارکزی او سیدالخان الکوزی سره له دې چې د ښار ډیر ساتونکی یې نه درلودل، د ښار د ساتلو لپاره ملا را وتړله او د کندهار د پل سنگی په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ نښته راپیښ شوه او له درانیو څخه دوه سوه تنه او له اله گوله کوونکو څخه زر تنه ووژل شول او اله گوله کوونکی اړشول چې په شای. (۱۸).

یو شمیرنورو چې د عبدالرحیم خان غلزی تر مشرۍ لاندې یې پاڅون کړی وو د غزنی په لور پرمخ ولاړل. د خپلې لارې په اوږدو کې یې کورونه ، بانډې او کلی او کلا گانې لوټ کړې او د غزنی پرښار یې برېد وکړ خو د غزنی ښار له ځانه دفاع وکړه او پاڅونوال اړ شول چې د شلگرې او زرملې له لارې بیرته لوگرته په شا شی. د لارې په اوږدو کې گڼ شمیر غلزی له هغوی سره ځای شول او ویل شوی چې شمیره یې شل زره تنو ته رسیدله. شاه محمود په ډیرو ستونزو درې زره تنه د جگړې لپاره چمتو کړل او بیا یې د (شاه ولیخان بامیزی، د احمدشاه درانی سروزیر) زوی شیرمحمد خان مختارالدوله یې له بند څخه خلاص کړ(۱۹) او نوموړی یې د اله گوله کوونکو د ټکـَونې لپاره ولیږه. دغه پوه سړی وکولای شول اله گوله کوونکی له پښو وغورځوی، دهغوی درې زره تنه یې ور ووژل او د شاه محمود په امر یې د هغوی له ککرو څخه د بلخ غونډۍ ته نیږدې منارونه جوړ کړل. (۲۰).

د ۱۸۰۲ زکال په مارچ کې له کلاته نیولې تر جلال آباده پورې میشتو غلزیو بیا اله گولې ته لاس واچاوه او په پام کې یې نېولی ول له درې خوا خواوو یعنی له لویدېځ، سویل او سویل ختیځه پرکابل یرغل راوړی. د اله گوله چیان شمیر پینځوس زره اټکل شوی وو.(۲۱). وزیر فتح خان او شهزادگی کامران په بیړه له پیښاوره کابل خواته مخه کړه او د وزیرفتح خان د تره زوی عبدالواحد په خپل ټول ځواک د کابل د اله گوله چیانو په شا تمبولو ته را ودانگل. وزیرفتح خان په خپله د غلزیو د توکم د جبارخیلو او احمدزیو د ټبرونو د جنگیالیو په شا تمبولو ته چې مشری یې محمد خان بابکرخیل کوله او شمیر یې لسو زرو ته رسیده راووت، او هغوی ته یې ټینگه ماته ور په برخه کړه او بیا وزیرد عبدالرحیم خان تر مشرۍ لاندې دویمې ډلې ته پام کړ چې غوښتل یې له ختیځه پرکابل یرغل راوړی. عبدالرحیم خان له لسو زرو جنگیالیو سره د وزیر فتح خان مخې ته راودانگل (۱۸۰۲ ز کال د مې دمېاشتې ۱۱). په دغې جگړې کې وزیر بیا پر خپلو مخالفینو لاس بری شو، عبدالرحیم سره له دوه زامنو یې ونیول شو او بیا اعدام شول (۲۲).

دا د ۲۲ کلن ځوان وزیر فتح خان پینځمه بریالۍ جگړه وه. د دریمې ډلې د ټکولو لپاره شیرمحمد خان او احمد خان نورزی گورمال شوی ول چې د کندهار او د هغه د ورڅیرمو سیمو خوندیتوب ژوندی وساتی. د لښکر دغو دوه وو مشرانو د خپلې لارې د اوږدو په دواړو غاړو کې د غلزیو ټولې کلا گانې ویجاړې او له خارو سره یې یو کړې، د غزنی، کلات او کندهار ترمنځ امینت یې راتینگ کړ او بیرته کابل ته راستانه شول (۲۳).

کله چې شاه محمود خپل ټول پام د کابل د څیرمو سیمو امینت ته را اړولی وو، شاه شجاع د خیبر وگړی د پیسو او سوغاتونو په بدل کې را وهڅول او یو ۱۲ زریز لښکر یې جوړ کړ او پر پیښاور یې یرغل ور ووړو خو د پیښاور ساتونکو د هغه گڼ شمیر جنگیالی له پښو ورغورځول او شاه په تیښته ولاړ. په هماغه کال د آمو د سیند د بلې غاړې وزبکو پربلخ برید وکړ خو د بلخ په ورڅیرمو سیمو کې د وزیرفتح خان د لیږل شوی ځواک له پلوه یې ماته وخوړله او دې ته اړ شول چې د آمو د سیند بلې غاړې ته بیرته په شا شی (۲۴).

له کابله د وزیر فتح خان لیرې کېدل او د شاه محمود پرځېدنه :

د وزیرفتح خان پرله پسې بریاوې د شاه محمود د دربار پر یوه نیږدې او مخـَور اکرم خان الکوزی ډیرې درندې پریوتلې او له وزیر فتح خان سره یې تربگنۍ ته ملا وتړله. وروسته پریکړه وشوه چې محمد اکرم خان دې په کابل کې پاتې شی او وزیر فتح خان دې پیښاور ته ولاړشی. وزیر فتح خان بیا پیښاور ته ولاړ او د هغه ځای له پرگنو څخه یې د خپل لښکر د لگښتونو لپاره مالیه را ټوله کړه. د کشمیر واکمن هغه ته پینځوس زره روپۍ ولیږلې او بیا فتح خان د کوهاټ، بنو او دامان په لور ودرومل او له هغو ځایونو څخه یې هم مالیه را ټوله کړه او بیا یې د وزیرستان د نیولو لپاره تکل وکړ. کله چې وزیرستان ونیول شو، د ۱۸۰۳زکال اوړی وو چې کندهار ته راستون شو. (۲۵). وزیر، کندهار ته د راستنیدلو په لار کې خبر شو چې شهزادگی قیصر د ایرانیانو په مرسته پر کندهار د برېد تکل لری او کندهار د کامران میرزا په لاس کې وو. نو له دې امله یې ځان په بیړه کندهار ته را ورساوه او له شهزادگی کامران سره یو ځای یې د شهزادگی قیصر په تمبولو پیل وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ په کوکران کې ډیره کلکه خونړۍ جگړه ونښتله اوپه پای کې قیصر ماته وخوړله. د قیصر د لښکر بولندوی اکرم خان په دغې جگړې کې ووژل شو، قصیر ونیول شو او کابل ته یې را ولیږه. څه موده وروسته وزیرفتح خان له خپل ورور دوست محمد خان سره کابل ته راغی. شاه شجاع کابل ته د فتح خان له ورتگ څخه په گټه اخیستنې چې ډگریې تش گڼلی وو، بیا یې پر کندهار برېد وکړ خو وزیر فتح خان له خپل ورور سره یوځای د کامران ملاتړ ته را ودانگل او یو ځل بیا یې شاه شجاع ته ماته ورکړه او شاه شجاع بیرته پیښاور ته وتښتید. په دغه ځای کې وزیر فتح خان د غفورخان بارکزی، سیدالخان الکوزی او خواجه محمد خان سدوزی پر پالیالۍ او صداقت کې شــَکی شو او هغوی یې زندان ته ولیږل (۲۶). شاه محمود د وزیر فتح خان د تورې او پوهې تر سیوری لاندې د درو کالو لپاره په بالا حصار کې واکمنی وچلوله خو له دې چې نوموړی چړچه مار، آرام خوښی او پرځان بې ډاډه سړی وو، وگړی د وزیر فتح خان په نشتوالی کې د هغه پر وړاندې راپاڅیدل او شاه شجاع یې د پاچۍ پرگدۍ کښېناوه (۱۸۰۳زکال ، جولای)

د میرواعظ ونډه:

د شاه محمود په ماته کې مختارالدوله شیرمحمد چې یوه له مـخـَور روحانی سیداحمد سره یې لاس یو کړی وو او د میرواعظ په نامه پیژندل کیده، پخه ونډه درلودله. میرواعظ څو څو ځله د حج په سفر تللی وو او د کابل په وگړوکې یې د یوه پاک لمنی په توگه دروند نوم درلود او د سنیانو په منځ کې یې ډیره پیاوړې اغیزه درلودله او په رڼا ورځ به یې پر پاچا گوت نیونې کولې او له هغه یې ویره نه درلودله. هغه وگړو ته ویل چې پاچا له قزلباشانو څخه ملاتړ کوی اوله سنیانو څخه نه یوازې کرکه لری بلکه هغوی سپکوی. په دې ډول ورځ په ورځ د پاچا پر وړاندې د ولس کرکه راپارېدله او خبره دې کچې ته را لوړه شوه چې د سنیانو او شیعه گانو ترمنځ نښتې او جگړې وشوې.

د تأریخ سلطانې لېکوال لېکی چې : یوه قزلباش، یو سنی مذهبه تنکی ځوان خپل کورته مېلمه او بیا یې له هغه سره لواطت کړی وو، وروسته له هغه چې دغه تنکی ځوان خپل کورته را ستنیږی، دغه پیښه خپلې کورنۍ ته وایی. د ځوان هلک پلرگنۍ شاه محمود ته د سرټــَکونې لپاره ورځی او پاچا پیښه د ښار قاضی ته ور سپاری. قاضی د جرم د زباد لپاره شاهدان غوښتل او دا کار د مدعی لپاره نا شونی وو، د هلک پلرگنۍ د جمعې په ورځ د پل خشتی جومات ته ور غله، خپل گریوانونه یې وڅیرل او له هغه یې د مرستې غوښتنه وکړ ه. میرواعظ امر وکړ چې د قزلباشانو پر کورنو دې یرغل وروړی او هر یو دې ووژنی. خلک د پل خشتی له جوماته وخوځېدل او پرچنداول چې د قزلباشانو استوگنځای وو ورغلل او د چنداول په لارو او کوڅو کې چې هرڅوک یې مخې ته ورتلل په تورو، چړو او سوټیو وهل او وژل یې او کورونو ته یې اور اچاوه. (۲۷).

خو الفنستون په ۱۸۰۹زکال کې داسې لېکی: د قزلباشانو په لاس په رڼا ورځ د یوه تنکی کابلی ځوان وژنې، د وگړو خوابدۍ ته لا اوږه ورکړه. هغوی د وژل شوی هلک مړی د یوه شیهد په توگه بدرگه کاوه چې د مړی پر بدرگې د قزلباشانو یوې ډلې ډزې وکړې او دغه سپکاوی د وگړو ډیره ترخه کرکه را و پاروله او د پاچا د مرییو (قزلباشانو) په نشتوالی چې د پاچا په چوپړ کې ول، د قزلباشانو پراستوگنځیو یې برېد وکړ او هغوی یې له لږ مقاومت وروسته لوټ کړل. په سبا ورځ یې جگړه لا توده شوه. د کابل له نورو ورڅیرمو سیمو څخه خلک د سنیانو مرستې ته را ودانگل او د همدغو پیرانو له ډلې څخه د یوه تر مشرۍ لاندې د کوهستان گڼ شمیر توپکوال په همدغې موخې پر کابل را مات شول. په دغه اله گوله کې مختارالدوله او د درانیو نورو مشرانو په برالا خلک هڅول چې جگړې ته را ودانگی. میرواعظ خلکو ته د جنت ژمنې کولې او د مشرانو پر مخونو یې سپیڅلې اوبه (زمزم) شیندلې او سنیان یې جگړې ته رابلل. خو د جگړې دواړه خواووې د کابل د تود او سوځوونکی اوړی له امله ستړې ستومانه شوې او لنډ مهاله اوربند ته یې غاړه کښېښودله. دغه خونړۍ نښته د ۱۸۰۳زکال د جون د مېاشتې په ۴ او ۵ نېټه ( د غبرگولې د مېاشتې په نیماییو کې) رامنځ ته شوه. پاچا د وزیر فتح خان را رسیدا ته چې له کندهاره له لښکر سره د کابل پر لور را خوځېدلې وو، ته سترگې په لاره وو او مختارالدوله شاه شجاع ته سترگې څارلې چې هغه یې د پاچاهۍ د گدۍ نیولو ته رابللی وو(۲۸).

د غبرگولی د مېاشتې پر ۱۵ نېټې کابل ته د وزیر فتح خان له رسیدا سره سم د دواړو خواوو ترمنځ سوله وشوه او اور مړ شو. د سراج التواریخ لیکوال گروهن دی چې " کله چې قزلباشان د ورکېدا څنډې ته نیږدې شول، وزیرفتح خان له خپلو ورونو سره د پاچاهۍ د ساتلو او د راپورته شوې سرخوږاوی آو پیلات "فساد " د له منځه وړلولپاره ملا وتړله، او د دواړو ډلو پر وړاندې یې خپلې تورې را وایستلې او د تورې او مټ په زور یې د پیلات اور مړ کړ او قزلباشان یې د گواښ له لومو وژغورل. " (۲۹)

شاه محمود غوښتل مختارالدوله ونیسی خو هغه له ښاره وتښتېد (۱۸۰۳زکال ، جولای) مگر میرواعظ ته یې لارښوونه وکړه چې یو ځل بیا دې اله گوله را وپاروی او میرواعظ همداسې وکړل او همدا چې فتح خان د مالیې د را ټولو لپاره له کابله د بامیان پر لور دباندې ووت، یو ځل بیا کابل د اله گولې په لمبو کې راښکېل شو او پینځه ورځې وروسته (۱۸۰۳زکال د جولای ۱۳) له شاه شجاع سره یو ځای پر کابل را ننوت. (۳۰)

کله چې وزیرفتح خان له بامیان او دایکنډی څخه د کابل پر لور را درومل او د کابل د ښار(څلور مایلی واټن) قلعه قاضی ته را ورسېد، د شاه شجاع له ځواکونو سره مخامخ شو. خونړې او زړه بوږنوونکې جگړه را پیل شوه چې له سهاره تر ماښامه وغځېده اوداسې برېښېدله چې سوبه او بریا د وزیرفتح خان او د هغه د لښکر پر خوا ده، ځکه هغه داسې لښکر ته ماتې ورکړې وه چې پرهغه یې نیغ پر نیغه را دانگلی ول او د کابل پر لور راوخوځېد خو په همدغه شیبه کې د فتح خان د لښکر یوه مشر د شاه شجاع په ملاتړ له خپل مورچله شاه شجاع ته مخه کړه او د وزیر فتح خان تر شا لښکر له سربدالۍ سره مخامخ شو. وزیر هم چې د خپل افسر درغلنی او خیانت ته پام وکړ نو له خپلو وروڼو او یو شمیر هملارو سره دې ته اړ شو چې توره را وباسی او د تورې په زور د دښمن لیکی ورماتې او د کندهار پر لور وخوځېږی. (۳۱).
د وزیر فتح خان په نشتوالی کې په پیښاور او کندهار کې پرگنې دومره له پاچا څخه کرکجنې شوې وې چې د پاچا چاپیره له څو تنو وخت پیژندونکو ځانپالو او له لارې وتلو کسانو پرته، نور هېڅ چا ورڅخه ښه زړه نه درلود. له دې امله وگړو شاه شجاع په شور او زوږ د پاچاهۍ پر گدۍ کښېناوه او مختارالدوله شیر محمد خان یې د هغه د وزیر په توگه غوره کړ. شاه محمود زندانی شو او شاه شجاع پریکړه کړې وه چې شاه محمود د شاه زمان د ړندولو په جرم، ړوند کړی خو شاه محمود قران را مخ ته کړ او له پاچا یې بخښنه وغوښتله. شاه شجاع د مختارالدوله په منځگړیتوب له دغه کاره لاس پرسر شو او د کابل په بالا حصار کې یې د هغه پر بندی کېدلو بسنه وکړه (۳۲).

شاه شجاع ، د کابل د واکمنۍ پر گدۍ :

وروسته له ډیرو کړانوونو، جگړو او ماتو، شاه شجاع د لومړی ځل لپاره د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه ووهله اوتر شپږو کالو له ۱۸۰۳زتر ۱۸۰۹ز کلونو پوری یې پاچاهی وکړه. د هغه لومړنی گام د ملاعاشق شینواری او دهغه د نیږدې خپلوانو او انډیوالانو نیول ول. شاه شجاع ملا عاشق اعدام کړ او بیا د کوه نور د الماسو د تر لاسه کولو لپاره یې د ملا عاشق کلا را ونړوله او الماس یې وموند. د فتح خان ورور نواب اسد خان یې چې د زمانشاه د نیولو دنده یې په غاړه درلودله، بندی کړ. خو د شاه شجاع د وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان لومړنی کار دا وو چې له شاه غوښتنه وکړی چې نواب اسد خان له بنده راخلاص کړی. دهغه غوښتنه ومنل شوه او نواب اسد خان د وزیر له پلوه په ډیر درنښت اودرناوی وپالل شو. وزیر غوښتل د بارکزیو او سدوزیو د دوه وو سترو تبرونو ترمنځ د کېنې پراور د پای تکی کښیږدی او دښمنی ورکه کړی نو په همدې هېلې یې د دوست محمد خان خور (وفا بیگم) د شاه شجاع په نکاح کې راوستله. خپلوی رامنځته شوه او بیا پاچا له نواب اسد خان اود وزیرخان خان له بل ورور گل محمد خان څخه وغوښتل چې کندهار ته ولاړ شی اووزیر فتح خان دې کابل ته راولی او هغه ته دې ووایی چې د خپل پلار په شان به ده ته د شاه شجاع په دربار کې په درنښت کتل کیږی.
په دغې ډلې کې شهزادگی حیدر، احمدخان نورزی او عطامحمد خان بارکزی هم گډون درلود او د وزیرفتح خان د ډاډینې لپاره شاه شجاع یو ژمنلېک هم ولېکله او د پلاوی په لاس یې ور ولیږه.
کله چې پلاوی په کندهار کې فتح خان ته ورسید او د شاه شجاع د درنښت او هیلوسلامونه یې فتح خان ته وړاندې کړل نو هغه هم کابل ته مخه کړه او د کابل پر لور راوخوځېد خو کامران میراز د وزیر فتح خان دغه گام د اړیکو د پریکون په تو گه وگاڼه او د هرات پر لور وتښتېد او د هغه پرځای د زمانشاه زوی قیصر د کندهار د واکمن په توگه وتاکل شو(۳۳).

کله چې وزیر شیر محمد خان واورېدل چې وزیرفتح خان د کابل په تکل را خوځېدلی نو ترغزنی د هغه مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او په ډیر تود هرکلی یې وزیر فتح خان کابل ته ، د پاچا دربار ته راووست. خو شاه شجاع له خپلې کړې ژمنې پښېمانه او له ژبې واوښت. شاه شجاع هغه مهال له خپلې ژبې اوړی کله چې گوری فتح خان له وزیر شیرمحمد خان سره په یوه کور کې ژوند کوی. د شاه شجاع بل وزیر اکرم خان پاچا ته وړاندېزکوی چې پیښاور ته ولاړ شی او شیر محمد خان او فتح خان دې هم له ځان سره بوزی او هلته دې بندیان کړی چې له سرخوږاوی څخه یې خلاص شی. شاه شجاع دغه وړاندیز ومانه او لارښوونه یې ورکړه چې د پیښاور د تگ تابیا دې ونیول شی. خو شیرمحمد له هر سوری چې خبر شوی وو، خبر وو چې پاچا ورته څه په پام کې نیولی دی او دغه خبره یې له فتح خان سره گډه کړه او بیاپریکړه وشوه چې فتح خان دې پلمه جوړه کړی او په کابل کې دې پاتې شی او ددې لپاره چې پاچا شکمن نه شی نو شیرمحمد خان به له شاه شجاع سره پیښاور ته ولاړ شی. شیر محمد خان له فتح خان سره ژمنه وکړه چې د وزیر فتح خان دوست دده دوست او دښمن یې دده دښمن دی او هر کله به په هر چاره کې له یو بل څخه سلا اخلی او د دښمنانو په وړاندې به په گډه جنگیږیږی. بیا یې وزیر فتح خان ته اویا زره روپۍ ورکړې چې د خپلو موخو د پلی کولو په لاره کې یې د اړتیا پر مهال خرڅې کړی. خو کله چې شاه شجاع تیزین ته ورسید او د خپل وزیر له دروهې "دسیسې" څخه خبر شو چې ښایی د وزیر فتح خان له پلوه پلی شی نو شاه په بیړه د خپلو سرتیرو یوه ډله کابل ته را ولیږله چې فتح خان دې سره له نورو سردارانو په بندی توگه پیښاور ته راولی. کله چې فتح خان د پاچا له دغه گام څخه خبر شو نو د سترگو په رپ کې یې بندی سرداران له زندانه راخلاص کړل او له هغوی سره یو ځای د لوگر له لارې د کندهار پر لور وخوځېد. (۳۴).

نوموړی وزیر دشپې په نیماییو کې کندهار ته ورسید او کله چې د ښار دروازې یې تړلې ولېدلې، د دروازې ساتکونو ته یې بډې ورکړې اوهغوی ورسره ومنله چې د شهزاده قصیر له خواجه سرای ' آغا ادراک" سره وگوری. خواجه سرای په بیړه قیصر ته ورغی او له خپلې کتنې څخه یې قیصر ته کیسه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نیولو کې ورسره مرسته وکړی. شهزادگی ددغه په زړه پورې خبرپه اورېدلو د فتح خان مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او له هغه سره یې ولېدل. وزیر فتح خان له قیصر سره په دې آړ یا شرط ژمنه وکړه چې له احمد خان نورزی څخه دې لاس پر سی او ژمنه دې و سپارې چې د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې به د شهزادگی په گټه جگړه وکړی او که شهزادگی د مرستې له ورکړې ډه ډه وکړی نو دی به له کامران میرزا سره یوځای شی. شهزادگی قیصر له دغې ژمنې ډیر خوښ شو. بیا فتح خان امر وکړچې د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې دې دوه زره سرتیری چمتوکړی او احمد خان دې ونیسی. احمدخان د خوب پرتلتک تر بړستنې لاندې بیده وو چې کور یې لکلا بند شو اولاس اوپښې تړلی او په څښېدلو څښېدلو یې قیصر ته راووست. کله چې د احمد خان سترگې پر وزیر فتح خان ولگېدلې پوه شو چې له وزیر سره د ماتې کړل شوې ژمنې اوژبې په سزا له هغه څخه غچ اخیستل کیږی. احمد خان د قیصر زندان ته ولوید او په سبا سهار چې سرلارانو او خانانو د قیصر تر څنگ له ټولو نیږدې فتح خان ولید نو په خپلو ځانونو وډار شول او له هرې لارې چې ورته شونې ول قیصر یې له وزیر فتح خان سره له یو ځای کیدنې وډار کړ او هغه یې و هڅاوه چې وزیر فتح خان ونیسی. قیصر هم خپله کړې ژمنه هیره کړه او پلان یې جوړ کړ او فتح خان ته یې وویل چې خانان غواړی په یوه بڼ کې ستا مېلمانه شی خو تر څنگ یې د هغو د نیولو تابیا ونېوله. فتح خان چې د قیصر په کړو وړو شکمن شوی وو د میلمستیا د چمتووالی لپاره یې دوه ورځې وغوښتلې او له دغه ځنډ څخه د هغه موخه دا وه چې د ځان او د خپلو وروڼو د ژغورنې لپاره لاره وپلټی. له دې امله سردار دوست محمد خان ته یې دنده وسپارله چې ښه تکړه ساتونکی دې برابر کړی او د هغه ترڅنگ د میلمستیا چارې دې په خپل لاس کې واخلی. دوست محمدخان هم د ښه خرپ او درب میلمستیا تابیا په لاس کې ونېوله او ځان یې له سره تر پښو په وسلوسمبال کړ او د پینځه سوه وسله والو په سر کې ودرید او د شهزادگی قیصر تر سترگو لاندې یې مېلمنو ته ښه راغلاست وویل. د هغه همدغه هوښیاری او ویښتوب بس وو چې شهزادگی قیصر پوه کړی چې هغوی د هر ډول پیښې د رامنځته کېدلو لپار بشپړ چمتووالی لری. له دې امله شهزادگی او د هغه ملگرو وزیر فتح خان ته داسې څرگنده کړه چې د احمد خان نورزی د خلاصون په بدل کې دې ورته سل زره روپۍ ورکړی. فتح خان دغه وړاندیز ومانه او بیا د خانانو د یوه وړاندیز پر بنسټ د بندی احمد خان یوه لور قیصر ته ور په نکاح کړه او احمد خان له زندانه را خلاص شو او یو ځل بیا د کندهار د ښار د ساتنې پر دندې و گومارل شو.

له هغه وروسته شهزادگی قیصر، فتح خان ، دوست محمد خان، خواجه محمد خان او عطا محمد خان نورزی له خپلو لښکرو سره د کابل پر لور را وخوځېدل، خو کله چې کلات غلزاﺋـی ته را ورسیدل، عطا محمد خان نورزی له یو شمیر نورو خانانو سره بیرته کندهار ته را ستانه شول خو فتح خان له دغه بیلتون او ژمنې ماتېدنې څخه ونه بیرېده او د کابل پر لور خپل پرمختگ ته یې دوام ورکړ. پر دغه مهال شاه شجاع له پیښاوره بیرته راستون شوی وو او د کابل په قلعه قاضی کې یې د کندهار د لښکر لاره څارله. کله چې فتح خان د توپ کلا ته راورسید د شپې په نیمایی کې د فیض الله خان پوپلزی په نامه یو بل ځمکوال سره له خپلو پینځه زره تنو جنگیالیو د فتح خان له لښکره جلا او له شاه شجاع سره یو ځای شو. دغې پیښې د فتح خان پر را دیره شوی لښکر بده اغیزه وکړه او د خپل ورور دوست محمد خان په سلا یې پریکړه وکړه چې بیرته کندهار ته ستون شی. خو کله چې ښار ته نیږدې شو، ورته خبر راورسید چې کامران میرزا پرښار منگولې ښخې کړی او ښارېې په لاس کې دی، له دې امله فتح خان بیرته کامران ته ورغی. کامران یا دلیونتوب یا د ناپوهې او یا د کینې له مخې د فتح خان او د هغه د وروڼو په سپکاوی پیل وکړ. دغه چال چلند فتح خان خوا بدی کړ او فتح خان د قیصر په گټه له خپلې وړتیا څخه کار واخیست او دوې مېاشتې وروسته ، فتح خان ، کامران میراز دې ته اړ کړ چې له ښاره وتښتی او د هغه پر ځای یې قیصر د ښار واکمن کړ.

لږ وخت وروسته شاه شجاع د یوه ځواک په مشرۍ د کندهار پر لور را وخوځېد او کله چې د چشمه شادی کلی ته را ورسید، فتح خان او وروڼه یې فراه ته وتښتېدل، قیصر لومړی په ډ َهلې ( ډاله) کې او له هغه ځایه په مرکزی غرونو کې پټ شو. شاه شجاع د کندهار ښار ته راغی او ډیره هڅه یې وکړه چې قیصر ونیسی، خو گوتو ته ورنغی. په پای کې شاه شجاع له بارکزیو وروڼو سره سوله غوره وبلله او فتح خان او وروڼو ته یې پیغام ولیږه چې له هغه سره یوځای شی. فتح خان او دوست محمد خان بیرته کندهار ته را ستانه شول اوله هغه ځایه یې د پیښاور د یاغیانو د ټکولو په موخه د پیښاور په لور په خوځېدا پیل وکړ. د ۱۸۰۵زکال په اپریل کې پاچا پیښاور ته را ورسید او په دیره غازی خان کې یې میرعلم خان له واکمنۍ لاندې را غوځار کړ او د هغه پر ځای یې عطا محمد خان نورزی وټاکه. فتح خان د پاچا مخه ونیوله چې دغه کار دې ونه کړی خو پاچا ونه منله. د پاچا دغه کار بارکزی وروڼه خوا بدی کړل او هغوی د هرات پر لور را وخوځېدل. د هرات والی حاجی فیروزالدین دومره خېټه نه درلودله چې د کابل د پاچاهۍ د گدۍ لپاره ملا را وتړی، له دې امله فتح خان او ورور یې دوست محمد خان یو ځل بیا کندهار ته ، قیصر ته ورغلل. (۳۵).

د شاه زمان په دروهې ، د فتح خان بندی کېدل:

دا ځل وزیر فتح خان او دوست محمد خان د قیصر په دربار کې د خواجه محمد او میرعلم خان له پلوه سپک شول.لامل یې دا وو چې قیصر ته د خپل پلار زمانشاه له پلوه دنده ورسپارل شوې وه چې فتح خان او وروڼه یې له منځه یوسی. د زمانشاه موخه دا وه چې یو پلمه را منځ ته شی او په ترڅ کې یې فتح خان منگولو ته ورسی. وروسته زمانشاه میرعلم خان او شهنواز اڅکزی ته دنده وسپارله چې فتح خان ته دې ووایی چې پاچا او شهزادگی غواړی د هغه مېلمانه شی، خو دوست محمد له هغوی هم چابک وو او د پاچا په پلان خبرشوی وو. دواړه ورڼه په دې بریالی شول چې ددغې له چل او درغلنې ډکې میلمستیا د بدگومانۍ اړخونه پټ کړی او څرگنده یې کړه چې هغوی به د پاچا له دغې پاملرنې خورا زیات خوښ شی. بیا نو دغو وروڼو درې اړخیزه تیاری ونیو.یو اړخ دواړو (فتح خان او دوست محمد خان) ته سپارل کېده. دویم اړخ نواب اسد خان ته ، دریم اړخ محمد عظیم خان ته وسپارل شو. فتح خان د ملېمستیا تیاری د مرجان په ښایسته بڼ کې ونېو. دوست محمد د فتح خان د سانتې دنده په خپله غاړه واخیستله. له دې امله د گارد او د ځواک د را ټولولو په لټه کې شو او په همدې حالت کې د نابلل شویو میلمنو هرخوځښت یې تر څارلاندې ونیو. هغه په دغې میلمستیا کې له دومره ځیروالی او احتیاط څخه کارواخیست چې د شهزادگی قیصر او زمانشاه زړه ډاډه اوپوړه شو چې گڼې ددوی راز چا بربنډ کړی دی. له دې امله له هرې هغې هڅې څخه لاس پر سر شول چې ددغو دواړو ورڼو لپاره په پام کې نېول شوې وې او داسې یې وښودله چې د هغوی په دوستۍ او ملگرتوب کې د یو بڅرکی په اندازه چاوده نشته. له دې امله گوښه شوی پاچا هغوی ته د پاچاهۍ سوغاتونه ورکړل اوناکامه او په زړه خوړین بیرته ستانه شول، خو زمانشاه او قیصر د بلې لارې په لټه کې راووتل.

د هماغې ورځی پر بل سهار امر وشو چې هېڅ څوک ماڼۍ ته له پینځو تنو زیات نه شی راوستلای، خو له دې سره سره فتح خان د امر پروا ونکړه او تر شلو ورځو پورې له سلو تنو ساتونکو سره یوځای ماڼۍ ته ننوت. د زمانشاه اوبه له ترخځه وواښتلې او د بلې دروهې په لټه کې شو. هغه خپل ساتونکی د ماڼۍ د ونو په یوې گوښې کې ځای پرځای کړل او بیا یې امر وکړ چې د ټبرونو او توکمونو مشران دې د پاچاهۍ درنښت او سلام لپاره د هغه لېدنې ته ورشی. کله چې د فتح خان وار را ورسید او د ماڼۍ دننه یې پښه کښېښودله، سیف الدوله میرعالم خان د شا له لوری پر فتح خان را ودانگل او پرځمکه یې راوویشت. هغه کسان چې د ونو تر شا پټ ول د سترگو په رپ کې راغلل، خو فتح خان په میړانه د ځان دفاع وکړه او مقاومت یې کاوه. په دغه اخ وډب کې د فتح خان غاښ مات شو. نواب اسد خان او د فتح خان ملگری میرزا محمد رضا او آقا مهدی چې له فتح خان وروسته ماڼۍ ته ننوتلی ول هم د فتح خان په برخلېک راگیر او ټول زندان ته ولویدل.

د فتح خان د ژغورنې لپاره د دوست محمد خان زړورتیا:

دوست محمد خان چې پوه او هوښیار ویښ زلمی وو، له خپل مشر ورور سره یې یوځای د پاچا لېدنه لږ شاته وغوځوروله او د هغه دغه لیرلېد د هغه د ځان او د پینځه سوه نورو هملارو ملگرو د ژوند د ژغورنې لامل شو. کله چې دوست محمد خان د خپل ورور د نیولو له دروهې خبرشو، خپل ملگری او هملاری یې د فتح خان ژغورنې ته را وهڅول او د یو زړوراو بې باکه برېد په ترڅ کې یې چې د ماڼۍ له هرلوړې څنډې پرې پرله پسې ډزې کېدلې وکولای شول د ماڼۍ لومړۍ دروازې ته دننه لاره وموی، فتح خان خان د زندان په دیوالونو کې د ډیرو ساتکونکو تر څار لاندې وو او ساتونکو په پرله پسې ډول د دوست محمد خان پر لور ډزې کولې، نو دوست خان اړ شو چې کرار کرار شا ته شی. خو ماڼۍ یې کلابنده کړه او په همدغې شیبې کې قیصر، خواجه محمد خان او خپلو نورو کسانو ته دنده وسپارله چې د ښار ټولې دروازې دې وتړی او ساتونکی دې په کلکه د ټولو دروازو ساتنه او څارنه وکړی او بیا دې د دوست محمد خان او دهغه هملاری ملگری ونیسی.

محمد عظیم د خپلو ملگرو له لارې خپل ورور دوست محمد خان ته د قیصر له دغه گامه خبر ورکړ.دغه خبر د دوست محمد خان په زړورې پریکړې هېڅ اغیزه ونه کړه او په دغسې له گواښه ډکې شېبې کې یې خپله زړورتیا له لاسه ورنه کړه.هغه خپل وروڼه او ملگری را وبلل او ورته یې وویل: اوس موږ په خپله کلابند شوی یو، د ماڼۍ کلا بندی نه زموږ په گټه ده او نه زموږ د ورور د ژغورنې لپاره گټه لری. ځکه چې قیصر زموږ د خاوری په سرکولو او یا یرغمل نیولو په لټه کې دی، یوازینې کار چې کولای شو دا ده چې د خپل ځان د خلاصون لپاره له سرښندنې ډک یوه کار ته لاس واچوو او هغه دا ده چې په ډله ییزه توگه د ښار پر دروازې یرغل وروړو او باید د ساتونکو د تورو او چړو له خولو څخه له ځانه په تیرېدنې را تیر شو او له هغه وروسته باید د گرشک په لور ولاړ شو. د دوست محمد ملگرو د هغه خبره ومنله او بیا دوست محمد خان توره له تیکی را وایستله او په خپل ټول زور ، زړورتیا او میړانې د خپلو انډیولانو په سر کې ودرید او د ښار پریوې دروازې یې برید وکړ. د هغه انډیوالانو هم د هغه په پـَل ، پـَل کښېښود او له ساتونکو سره یې د لاس او گریوان جگړه پیل کړه. دوست محمد خان چې د ۱۵ � ۱۶ کلونو ځوان وو،د ښار د دروازې څو تنه ساتونکی یې له چړو تیر کړل او په پای کې په دې بریالی شو چې دروازې پرانیزی او له هماغې دروازې یې د گرشک پرلور تېښته وکړه. (۳۶)

زمانشاه چې د فتح خان او د هغه د وروڼو د نیولو پلان نیمگړی ولېد، نو قیصر ته یې امر وکړ چې فتح خان دې دهغه د پاچاهې د ړنگولو او د سترگو د ړندولو په غچ کې ووژنی، خو د هغه وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان ددغه کار مخه ونیوله او قیصر یې ددغه بې باکه گام له پایلو څخه خبر کړاو ورته یې وویل چې ښایی په راتلونکی کې د فتح خان د وروڼو له ورته غچ سره به مخامخ شی او هغه یې اړ کړ چې له دغسې کار څخه لاس پر سر شی.

دوست محمد او وروڼه یې په گرشک کې د خپل ورور د ژغورنی په لټه کې ول خو د لښکر د برابرولو لپاره یې پیسې نه درلودلې. د هغوی له بخته یو کاروان له کندهاره د ایران پر لور د خوځېدا په حال کې وو او باید له گرشکه تیر شوی وای. دوست محمد خان له خپل ورور محمد عظیم خان سره سلا وکړه چې په داسې یوې تنگسه کې داسې ناببره غیبی پانگه یوازې خدای دوی ته ورکړې او باید هغه را خپله کړی، له همدې امله دواړه ورونه په یوې سیمې کې په پټه کابو کښینستل او ناڅاپه یې پرکتار چاپه ووهله او له هغه څخه یې څلورلکه روپۍ تر لاسه کړې.(۳۷)

دوست محمد خان په همدغو پیسو یو لښکر را جوړ کړ او د کندهار پر لور را وخوځېد او ښار یې کلابندی کړ. کلابندی درې مېاشتې وغځېدله او د ښاریانو او سرتیرو ټولې زیرمې پای ته ورسیدلې. شهزادگی قیصر له دغه اکروکرڅخه لالهانده وو او نه پوهېده چې څه وکړی؟ وزیر شیر محمد خان هغه ته سلا ورکړه چې که فتح خان له بنده خلاص کړی نو ښار به هم له کلابندۍ وژغورل شوی پرته له هغه به دوست محمد خان ټول ښار دړې وړې کړی. همدا ډول شیرمحمد شاه شجاع ته خبر ورکړ چې قیصر ته دې امر ورکړی چې فتح خان خوشې کړی. شاه شجاع آړ یا شرط کښېښود چې دغه کار به کابل ته د محمد عظیم خان او غلامخان د رالیږلو په ژمنې وکړی، چې په پای کې فتح خان یې خوشې کړ. (۳۸). خو الفنستون گروهن دی چې فتح خان قیصر په یوې غونډې کې ولېد او د خپلو پخوانیو خدمتونو په یادونې او په راتلونکې کې د نورو ژمنو په کولو، قیصر یې دومره تر خپلې اغیزې لاندې راووست چې نه یوازې هغه یې له زندانه خوشې کړ بلکه خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې یې له سره ورسره ژوندۍ کړې. د فتح خان په خلاصېدلو د کندهار ښار هم له کلابندۍ وژغورل شو او فتح خان له خپلووروڼو سره یو ځای گرشک ته ولاړ چې له شاه شجاع سره د یوې بلې جگړې لپاره چمتووالی ونیسی او پر کابل یرغل وروړی. کله چې هر څه سم شول، فتح خان د کندهار پر خوا را وخوځېد، خو کله چې کندهار ته را ورسید پوه شو چې (سیف الدوله) میرعلم خان پرکابل د برید کولو لپاره د قیصر سوچ او دریځ اړولی دی. فتح خان د قیصر له دغې ژبې اوښتنگ څخه خوابدی شو او پریکړه یې وکړه چې کامران له فراه را وغواړی د قیصر ځای ناستی یې کړی.

فتح خان، کامران د کندهار د نیولو لپاره را وپاراوه او د کندهار پر خوا را وخوځېد. په دې ترڅ کې یوه شپه یوه هېښ پېښ کوونکې پیښه رامنځته شوه چې راتلونکو پیښو ته یې بل رنگ ورکړ. قیصرد کندهار په لور د کامران له خوځېدا او له فتح خان سره په یوځای کېدلوخبر شوی وو نو و یې غوښتل چې وتښتی. د شپې په تیاره کې قیصر د یوې شهلیت (مشال) له څنگه په پټه تښتېده او په همدغې شېبې کې ناببره فتح خان هم له همدغه ځایه تیرېده. په لومړیو کې یې یوبل وپیژندل او د ښکنځلو په کولو یې یو بل ته ښه راغلاست وویل خو کله چې د ژبې او سپکو ویلو اورونه ساړه شول، خبرې یې تودې شوې او په گیلو یې یو بل ته پیل وکړ.

قیصرفتح خان ته وویل چې د ځان د ژغورنې په بدل کې چې ده ورسره کړې وه آیا ښه به دا وی چې له کامرانه ملاتړ وکړی او یا هغه تېښتې ته اړکړی؟ فتح خان د قیصر ژمنه ماتول او ویره، د قیصر پرمخ را وایستله. قیصریوځل بیا سوگند او لوړه وکړه چې نوربه د فتح خان له نظر او سلا څخه پرته بل هېڅ کار ونه کړی. په دې توگه دښمنی او کېنه په سولې او پخلاینې را واووښتله او قیصر ته یې ډاډ ورکړ چې هغه به د کندهار پر واکمنۍ پریږدی. ډیره موده نه وه تیره شوې چې کامران میرزا د ښار د دروازو شا ته لښکرکوټ دیره کړ. فتح خان کامران ته خبر ورکړ چې له خپلې پخوانې پریکړې لاس پر سر شوې او باید بیرته فراه ته ولاړ شی، خو کامران ونه منله او فتح خان اړ شو چې پرهغه داسې برېد وکړی چې لاره ورڅخه ورکه شی، کامران لاره ورکه کړه او په ډیرې سختۍ او لالهاندۍ یې ځان فراه ورساوه. (۳۹)

فتح خان پرکابل د یوې بلې هڅې په لټه کې:

وزیرفتح خان څو ځله له شاه شجاع سره یو ځای شو او بیا یې ورڅخه پریکون وکړ. هېڅ اړنگ نشته چې له دغو یوځای کېدنو او پریکونونو څخه د وزیر موخه دا وه چې د سدوزیو په کورنیو کې یو وړ او پوه سړی ومومی چې د احمد شاه دُرانی په څیر د هېواد د چارو د پرمخ بیولو لپاره پیاوړی وړتیا ولری. او دا هغه بیلگې وې چې نه په شاه شجاع ، نه په کامران ، قیصر او نه د حاجی فیروزالدین خان په چال چلند او ژوند کې لېدل کېدلې. نو د دغسې یوې تشې د ډکولو لپاره یوازېنې لاره یې دا ولوېدله چې که د خپلو هلو ځلو په ترڅ کې وکولای شی شاه محمود د شاه شجاع له زندانه را خلاص او بیا یې د کابل د واکمنۍ پر گدۍ کښېنوی.

وزیرفتح خان داسې یو سړی وو چې ستړیا یې نه منله او د خپلې موخې د رسیدلو په لاره کې د هرراز گواښ منلو ته چمتو وو اوویره یې نه درلودله او له همدې امله وه چې د شاه محمود د واکمنۍ له نړېدلو وروسته په یو ځای کې نه تم کېده. کله به کابل، کله کندهار، کله فراه او هرات او کله پیښاور، سندهـ او شکارپور ته د آس پرشا د خوځښت او دروملو په حال کې وو او دهمدغه خوځښت په ترڅ کې به کله له لښکر سره او کله به یې له خپلو څو تنو وروڼو سره د کابل او فراه ترمنځ خنډونه د خپلې لارې له سره لېرې کول او د خپلو وروڼو په هملاسۍ یې محمود له زندانه خلاص کړ او د کابل پر تخت یې کښېناوه. فتح خان پرته له دې چې خپلې ټولې هڅې د ځان لپاره وکړی او واکمنی په خپلو منگولو کې ونیسی، تـل یې د سدوزیو د پاچاهۍ د ټینگښت لپاره هلې ځلې کولې او په همدغې لاره کې یې خپل سر هم له لاسه ورکړ.

په همدې ترڅ کې وزیرفتح خان د خپل لښکر له څارنې او غمخورۍ یوه شیبه بې خبره نه وو او د همدغې څارنې او غمخورۍ له امله ول چې له کورنیو او بهرنیو غلیمانو سره په جگړو کې بریا ، تـل دده تر څنگ وه.

د فتح خان په مرسته د شاه محمود دویمه پاچاهی:

په هغو شپوورځو کې چې مختارالدوله شیر محمد له واکمنۍ گوښه او میرواعظ د شاه شجاع د پرځېدنې لپاره لاس او پښې اچولې، فتح خان خپل ورور شیردل خان ته دنده سپارلې وه چې په کابل کې د قزلباشانو له ډلې څخه د یوتن په مرسته د کابل د بالاحصار له زندانه د شاه محمود د راخلاصیدلو هلې ځلې وکړی. څرگنده چې د بالاحصارله زندانه د پاچا ژغورل اسانه نه ول او ډیرې پوهې او ځیرکوالی ته یې اړتیا درلودله چې تر سره شی. د بارکزیو وروڼو په منځ کې شیردلخان له وزیرفتح خانه وروسته په پوهه ، پوخوالی او ځیرکتوب کې ډیر نوم درلود، هغه وکولای شول د ۸ ساعتو په اوږدو کې د کارپوهو ورهڼگرو "کاسب" په مرسته تر بالاحصار لاندې یو کیندوی یا نقب ووهی او بندی پاچا له هغه ځایه را وژغوری. شاه محمود تر یوې مودې په شهدای صالحین کې د یوې مقبرې تر څنگ پټ وو او د ښارگزمه د هغه له لټون څخه لاس په سراو نومېده شوه. شاه محمود د شپې په تیارې کې پر اسپ کښېناست او له څو تنو سره یې د هرات پر لور په تیښته ودانگل. شاه محمود ته په هرات کې د هغه ورور فیروزالدین په خوښۍ ښه راغلاست ووایه، خو ورور یې په لنډ وخت کې په خپل چال چلند کې بدلون راووست ، ښایی له دې بیرېدلی وی چې هرات دده له منگولو راخپل نه کړی. شاه محمود د خپل ورور په چلند کې د بدلون په لېدلو له هراته فراه ته راغی او په کندهار کې د فتح خان او د هغه د وروڼو د لارو چارو جوړولو ته سترگې په لار کښیناست. کله چې بارکزیو وروڼو په کندهار کې ځواک را جوړ کړ نو شاه محمود ته یې پیغام ولیږه او هغه یې کندهار ته را وباله او بیا د کابل پر خوا وخوځېدل. په کلات کې د شاه محمود د هملارانو په منځ کې بیلتون او دوه ډلې توب رامنځته شو، نورمحمد خان او عطامحمد خان بامیزی د شاه محمود له لښکره بیل شول او یوازې فتح خان او دوست محمد خان سره له خپلو وروڼو ورسره پاتې شول، له دې چې کوم کار یې له لاسه نه تر سره کېده نو دوی هم بیرته د گرشک خواته مخه تاو کړه.

شاه شجاع تر کلاته مخته راغلی وو، له هماغه ځایه بیرته پیښاور ته ولاړ چې د الفنستون تر مشرۍ لاندې انگلیسی پلاوی ته ښه راغلاست ووایی. انگریزې پلاوی د ۱۸۰۹زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۲۵ نېټه پیښاور ته را ورسید او د شاه شجاع له پلوه ورته په ډیرو ولولو ښه راغلاست وویل شو، ځکه چې دغه پلاوی د روسیې او فرانسې له ټلوالې څخه پاچا ته خبر ورکړی وو او له همدې امله د بریتانوی هند او د کابل د پاچا تر منځ لومړنی گډ دفاعی تړون لاسلېک شو او د تړون تر ټولو مهمه موخه دا وه چې د کابل له لارې دې هند ته د فرانسویانو مخه ونیول شی. (۴۰).

په ۱۸۰۹زکال کې شاه محمود یو ځل بیا د وزیرفتح خان د زړورتیا، پالیالۍ او کارپوهۍ او د هغه د وروڼو دوست محمد خان او شیردلخان په میړانه اووړتیا په دې بریالی شو چې ددویم ځل لپاره د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوی. لومړنی گام دا وو چې فتح خان او د هغه ورور محمد عظیم خان دې د کابل پرلور د شاه شجاع مخه ونیسی. د محمد عظیم خان د لښکر شمیره لږ وه، د جلال آباد په بالاباغ کې د شاه شجاع له ځواک سره مخامخ شو، مقاومت یې ونه شو کړای او بیرته په شا شو.

دوست محمد خان په کابل کې د شاه محمود د پوځی ځواک د لوی بولندوی په توگه وټاکل شو. د شاه محمود سرتیری هم لږ ول چې شمیره یې له درو زرو نه زیاتیدله، او د شاه شجاع د سرتیرو شمیره ۲۵ زرو ته رسیدله چې یو پیاوړی توپچی ځواک هم ورسره وو. د دوست محمد خان ځواکونو گندمک ته نیږدې د شاه شجاع پرځواکونو د شپې له پلوه غلچکی بریدونه وکړل او ښه درانده تاوانونه یې دښمن ته ور ورسول.

موهن لال وایی چې " هغه کسان چې د جگړې په ډگر کې ول، را ته وویل چې په دغسې سترې جگړې کې ددوست محمد خان د پوځی پوهې ستاینه لکه چابکی، هوښیاری، زړورتیا، ټینگوالی او مقاومت، لارښوونه او سرمشری دومره ډیره ده چې څوک یې نه شی ستایلای. سرتیرو لېدل چې دوست محمد به ددښمن پریوه کتار ور ننوت، د هغوی ملابه یې ورماته کړه او بیا به په شا شو او خپل ملگری یې یرغل او جگړې ته هڅول. بله شېبه به مو ولېدل چې هغه به د یو شمیر بې دسپلینو سرتیرو د بیا سمبالولو لپاره د یوه لارښود دریځ را خپل کړ. مدد خان او اعظم خان چې د لسو زرو سرتیرو مشری یې په غاړه درلودله د خپل لښکر د پوځی دریځ سستوالی ته پام کوی او له دې چې دوست محمد خان د هغوی د لښکر ډیر سرتیری وژلی ول، لاره او گودر ورڅخه ورک اوپه ویره کې ډوبیږی. په پای کې دوست محمد خان په دې بریالی شو چې د دښمن سرلښکرې او مخکښه برخه ور دړې وړې کړی او هغوی شاتگ ته اړباسی او هغوی ته یې د پوځی توکو د شمیر له درکه درانده تاوانونه ورسول." (۴۱).

بله جگړه په نملې کې رامنځته شوه او فتح خان په خپله په دغې جگړې دومره زړورتیا او میړانه وښودله چې شاه شجاع ماته وخوړله او وتښتېد، د هغه وزیر اکرم خان ووژل شو او د شاه شجاع ټول پوځی توکی د فتح خان د لښکر لاس ته ورغلل، هغه سره زر او د گرانبیو کاڼو پانگه چې د فتح خان د ځواک لاس ته ورغلې وه دوه میلیونه پــَونده اټکل شوېده. (۴۲)

له هغه وروسته فتح خان جلال آباد ته ولاړ او خپل ورور محمد عظیم خان ته یې چې لومړۍ دنده وسپارله دا وه چې له شهزادگی کامران سره پیښاور ته ولاړ سی او هغه ښار دې هم د شاه شجاع له منگولو راخپل کړی او مالیه دې راټوله کړی. محمد عظیم خان او شهزادگی کامران د پیښاور پر لور ولاړل او هغه ښار یې ونیو. محمد عظیم خان د پیښاور د چارواکی واکمن په توگه هلته پاتې شو اوشهزادگی کامران کابل ته راستون شو.

وروسته له دې چې شاه شجاع په نملې کې ماته وخوړله د خیبر پرلور وتښتېد او څه موده وروسته یې پریکړه وکړه چې یو بل لښکر راټول کړی او پرکندهار برېد وکړی. هغه همداسې وکړل او د نورزیو له خانانو سره یو ځای یې پرکندهار برېد وکړ چې په دغو خانانو کې د میرعلم خان پلار، عبدالله خان هم وو چې د شاه محمود له پلوه زندانی او بیا وژل شوی وو. سره له دې چې پردل خان د کندهار له ښاره په زړورتیا دفاع وکړه خو ښار بیا هم د شاه شجاع لاس ته ورغی، یو لښکر د وزیر فتح خان په امر د شهزادگی کامران په ملتیا په لنډ وخت کې د کندهار پرلور وخوځېد او د دواړو لورو ترمنځ ټینگه جگړه ونښتله خو شاه شجاع بیا د وزیرفتح خان له لاسه ماته وخوړله او شجاع راولپنډۍ ته ولاړ. وروسته شاه شجاع د کشمیر د واکمن عطا محمد خان په ژمنو چې د کوه نور الماسو ته یې سترگې غلې کړې وې، پیښاور ته ولاړ او یو ځل یې وکولای شوای چې ان د محمد عظیم خان له منگولو څخه پیښاور د لنډې مودې لپاره را خپل کړی خو نوموړی سرلاری بیرته پیښاور د شاه شجاع له گوتو خلاص او راخپل یې کړ.

شک نشته چې که د کابل د واکمنۍ پرگدۍ مین شاه شجاع چې د هغه لپاره یې بې شمیره لالهاندۍ او سربدلاۍ ولېدلې ، د شاه محمود له بندی کولو اوله وزیر فتح خان سره په یوځای کېدنې وروسته، وزیر فتح خان یې له ځانه نه وای خوا بدی کړای او نه وای یې پرې ایښای چې وزیر فتح خان د هغه له دښمنانو او سیالانو سره یو ځای شی، شاه شجاع به د کابل د پاچاهۍ او واکمنۍ واگې تر ډیرې اوږدې مودې پورې په لاس کې درلودلای. خو شاه شجاع گومان کاوه چې هغه کولای شی په ساده گۍ فتح خان وغولوی او ددې پرځای چې هغه ته پاملرنه وکړی، بارکزی خانان یې له ځانه خوابدی کړل او ددغه سیاست بیه په خپله د شاه شجاع لپاره گرانه را پریوتله.

خو شاه محمود چې د خپلې پاچاهۍ دویم پړاو د فتح خان او د هغه د وروڼو د هڅو په مټ راخپل کړی وو، د هیواد د ادارې ټولې چارې یې وزیر فتح خان او دهغه وروڼو ته چې د شاه محمود د ډیر ډاډ وړ کسان ول، وسپارلې. شاه محمود، وزیرفتح خان یې د سر وزیر په توگه وټاکه او له درنښت ډک د (اشرف الوزراء) نوم یې ورکړ. د پاچا د همدغه ډاډ له امله بارکزیو وروڼو تر وسې وسې هڅه وکړو چې د افغانستان د ځواک هغه برم او پرتم چې د ستر احمد شاه بابا په وخت کې وو راژوندی کړی. وزیر فتح خان دغې موخې ته درسیدلو لپاره د افغانستان د گڼ شمیر ولایتونو واکمنی یې د خپلو وروڼو په منځ کې چې خپل ټول ژوند یې د شاه محمود د پاچاهۍ د بیا ترلاسه کولو په لاره کې په سرښندۍ ډالۍ کړی وو وسپارله او هغوی هم په نه ستړې کېدونکې توگه د هېواد اړوندې چارې د هېواد د پرمخ بیولو په لاره کې په لاس کې واخیستلې او خپل کارونه یې پیل کړل.

پردلخان د کندهار د ولایت والی، سلطان محمد خان د پیښاور والی، شیردلخان او کهندل خان د بامیانو او غزنی والیان، رحمدل خان چې گڼ شمیروختونه په شکارپور کې اوسیده د بلوڅستان د ولایت د والی په توگه وټاکل شول. نور وروڼه یا د نوموړو والیانو تر لاس لاندې او یا د مشرانو وروڼو لکه فتح خان ته د مرستې د لاس ورکولو لپاره په کابل کې په کارونو بوخت شول. دوست محمد خان چې د زړورتیا او مېړانې نوم یې خپور وو او د خپلووروڼو په منځ کې په کارپوهنې او د پیښو د لیرلېد اوپه سیاست کې له تر نورو ډیر ځلانده بریښېده، له وزیره وروسته رتبه یې درلودله او په کابل کې د وزارت د چارو د سمبالونې او د سردار محمد عظیم خان، نواب اسد خان او نواب جبارخان د کورنیو پالنه ورته سپارل شوې وه؟ [سیستانی صاحب! ماته دغه جمله لږ څه پیچلې ښکاری! آیا همداسې سمه ده که رغښت پکې غواړﺉ؟ دلته زه د کورنیو وییکی شکمن کړی یم]

هرات یوازینی ولایت وو چې سدوزیو له کورنۍ څخه د شهزادگی فیروزالدین په لاس کې پاتې وو او هغه هم لدې امله وو چې د فتح خان ځواک په ختیځو ولایتونو کې د ټیکاو او امنیت او د چارو په بیا سمبالولو بوخت وو ځکه تل د شاه شجاع او رنجیت سنگهـ له پلوه پکې خنډونه رامنځته کېدل.

د پېښاور او کشمیر د نیولو لپاره د وزیر فتح خان لښکری خوځښت:

شاه محمود د وزیرفتح خان د سرښندنو او هڅو له امله په (۱۸۰۹ ز /۱۲۲۴ ق) کې د نملې په جگړه کې د شاه شجاع له ماتې وروسته د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه ولگوله. د واکمنۍ پرگدۍ د چړچه مار پاچا د ډډې لگولو له امله چې ناوړیتا او نا کارپوهیزه اړخ یې د واکمنۍ په لومړی پړاو کې راڅرگند شوی وو، یو شمیرخوابدۍ ، اله گولې او پاڅونونه را وپارول. د هغه سیال شاه شجاع چې د نملې له ماتې وروسته د خټکو غرنیو سیمو ته تښتېدلی وو د کابل د راخپلولو په موخه د کندهار له لارې را وړاندې شو (۱۸۱۰ ز- ۱۲۲۵ ق)، خو بیا یې د وزیر فتح خان له توری ماته وخوړله او هند ته ولاړ او له هغه ځایه یې پرپیښاور برېد وکړ او پېښاور یې د څو مېاشتو لپاره په منگولو کې راټینگ کړ، د وزیر فتح خان ورور، سردار محمد عظیم خان د پیښاور ښار د شجاع له لاسه را خلاص کړ. شاه شجاع دا ځل د ملتان، راولپنډۍ او لاهور پر خوا ولاړ او شاه محمود یو ځل بیا چړچه مارۍ ته مټې را بډوهلې او فتح خان دې ته اړ ووچې د هېواد ټولې چارې هم له اداری او هم له پوځی اړخه پر مخ یوسی.

وزیرفتح خان هم په ډیرې پوهې او ځیرکوالی د افغانستان د چارو په سم پرمخ بیولو بوخت شو او د هېواد نیو چارو په پرمخ بېولو کې ډیر ښه وځلېد. د وزیرفتح خان د بریا اړخ د هغه په پوهه ، سیاست، لیرلېد او په خپلو وروڼو د ډاډ او په دوه اړخیزه درناوی پورې تړلی وو او نورو وروڼو ورته د مشر ورور په سترگه ډیر درناوی کاوه او د هغه خبرو ته یې غاړه اېښودله. هېوادنۍ چارې په دې ډول پرمخ تللې خوعطا محمد خان بامیزی چې په کشمیر کې د خپلې څو کلنې واکمنۍ له شامـِـته یې ځان د یوه پیاوړی واکمن په هېنداره کې لېده او خبره یې دې ځای ته ورسیدله چې شاه محمود ته یې د درناوی سر نه ټیټاوه نو کابل ته یې د مالېې له رالېږلو ډه ډه وکړه ان په دې سوچ کې هم ولولېد چې پیښاور د شاه محمود له واکمنۍ څخه بیل او ځان خپلواکه کړی. له دې امله فتح خان خپل وروڼه سمندرخان او جهانداد خان د یوه درې زره کسیزلښکر په مشرۍ کې پیښاور ته ولیږل چې پیښاور ونیسی، د هغې جگړې په ترڅ کې چې رامنځته شوه ، عطا محمد خان ماته وخوړله او پیښاور د سمندرخان او جهانداد خان په لاسونو کې راپریوت .

د یادونې وړ ده چې عطا محمد خان بامیزی د کشمیر د څوکلن حکومت واگې د شاه شجاع د فرمان له امله ترلاسه کړې وې مگر سره له دې چې شاه شجاع خپله پاچاهی له لاسه ورکړې وه او په بې نوم اوبې پرتمه توگه په لاهور کې سربداله گرځېده بیا هم عطا محمد خان د کشمیر واکمن چارواکی وو. دغه دوه تنه کېدای شوای له یو بل سره نیږدې شی خو د دواړو ترمنځ د پلاروژنې تربگنی پرته وه او هغه د مختارالدوله شیرمحمدخان وژنه وه چې د عطا محمد خان پلار کېده او د عطا محمد خان تره محمد خان چې د قصیر د اله گولې پر مهال په پیښاور کې وژل شوې. دوی دواړه د شاه شجاع په لاس وژل شوی ول.

هر گوره، له دغې تربگنۍ سره سره عطامحمد خان شجاع الملک ته لېک ولېږه او هغه یې له لاهوره وتلو، پېښاور ته په تللو او د واکمنۍ د گډۍ د نیولو لپاره و هڅاوه. شاه شجاع د پاچاهۍ د نیولو په هېله پیښاور ته راغی، خو عطا محمد ، سمندرخان او جهانداد خان ته په پټه خبر ورکړ چې د هغه د پلار وژونکی شاه شجاع دې بندی او کشمیر ته دې ور واستوی. له همدې امله هغوی شاه شجاع د یوې مېلمستیا په ترڅ کې ونیو او عطا محمد خان ته یې ولېږه او عطا محمد، شاه شجاع د کشمېر په بالاحصار کې بندی کړ. (۱۸۱۲ز)

له همدې امله وو چې عطا محمد خان د بارکزیو وروڼو اوشاه محمود په وړاندې دریم پیاوړی لاس گڼل کېده او له همدغه دریځه په گټې اخیستنې یې کابل ته د مالیې له رالیږلو ډه ډه کوله. وزیر فتح خان د هیواد د والیانو په چارو کې ډیر حساسه وو په ځانگړې توگه هغه ولایتونه چې د پردیو تر اغیزو لاندې ول، نو د شاه شجاع د نیول کېدلو خبره یې پاچا ته وویله او په پای کې پاچا هم ملا وتړله چې له وزیر فتح خان سره یوځای د یوه ستراو پیاوړی لښکر په ملتیا په هغه لور ور وخوځېږی.

جهانداد خان او سمندرخان ددغه خبر په اوریدلو وتښتېدل او شاه محمود پیښاور ته راغی. کله چې د کشمیر والی د شاه محمود له پریکړې خبر شو، پاچا ته یې پیغام را ولیږه چې په کال کې یو لک روپۍ مالیه به ورکړی خو په دې آړ چې دی د هغه ځای د والی په توگه پاتې شی. پاچا او وزیر دواړو دغه وړاندیز ته غاړه کښېښودله او خپل کسان یې کشمیر ته د مالیې د راوړلو لپاره ولیږل. د پاچا لیږل شوی کسان بیرته په تشولاسونو راغلل او د عطا محمد خان له ناوړه چال چلند څخه یې وزیر فتح خان ته سرټکونه وکړه. په دغه وخت کې پاچا په ملتان کې وو او کله چې د عطا محمد خان چال چلند یې د خپلو کسانو له خولې واورېد، د پاچا بڼه به بله واوښتله او پریکړه وشوه چې کشمیر ته ولاړ شی او د عطا محمد غوږونه کلک ور تاو کړی. (۴۳).

په هغه شیبه کې چې لښکر د اټک په لور د خوځښت په حال کې وو، ناببره هر څه سرنسکوره شول، ځکه خبر راورسید چې شید اشرف اوسید عطا د کوهستان له یو شمیروگړو سره د شاه محمود د ورور شهزادگی عباس گرد چاپیره را تاو شوی دی او د هغه د پاچاهۍ غوښتونکی دی، ددغه خبر په رسیدلو څرگنده ده چې د کشیمر پر لور د تللو په وړاندې خنډ را منځته کړ. د هغه ترڅنگ د شاه محمود د سرتیرو په منځ کې گنگوسې خپرې شوې وې چې د شیعه گانو او سنیانو ترمنځ جگړې رامنځته شوی ، د لښکر د قزلباشو سرتیرو برخه ددغه خبر په اوریدلو سخت په ویره کې لوېدلی ول او له پاچا یې وغوښتل چې بیرته کابل ته ستون شی چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړی.

په پای کې پریکړه وشوه چې پاچا او وزیر دې پیښاور ته ولاړشی او دوست محمد خان او محمد عظیم خان دې د اله گولې د غلې کولولپاره کابل ته ولاړ شی. هغوی د لسو ورځو په اوږدو کې اله گوله غلې کړه، شهزاد گی عباس یې په زندان کې واچاوه. سید اشرف او سید عطا چې د اله گولې پاروونکی پیژندل شول ونیول شول او د فیل تر پښو لاندې ووژل شول.

دا دویم ځل دی چې یو پاچا د کشمیر دوالی د را پرځولواو له هغه سره د حساب او کتاب کولو لپاره له کابله خوځیږی او تر پیښاوره رسیږی خو د هیواد په پلازمېنه کې د ناببره پیښود رامنځته کېدلو له امله بیرته دې ته اړ کیږی چې پلازمېنې ته را ستون شی. لومړی ځل کشمیر ته د ستنیدلو خبره شاه شجاع او امین الملک محمد اکرم هغه مهال و ځنډوله کله چې کابل د فتح خان په لاس را وپرځېد او شاه محمود پاچا شو، او دا دې دا ځل شاه محمود او وزیر فتح خان د شهزادگی عباس د ستونزې له امله اړ شول چې د عطا محمد خان خبره په کشمیر کې پر خپل حال پریږدی او د هېواد پلازمېنې ته بیرته راستانه شی. (۴۴)
په بل کال یې (۱۸۱۲ز) وزیرفتح خان او دوست محمد خان د یوه ۸ زره کسیز لښکر په مشرۍ کې د کشمیر د ستونزې د هوارې لپاره له کابله د کشمیر پر لور وخوځېدل. د ۱۸۱۲زکال د نوامبرپه وروستیو کې افغانی سرتیری د ا ندوس له سینده تیر شول. وزیر له هرڅه لومړی له رنجیت سینگهـ سره د خپلو اړیکو ښه کول اړین وبلل. له دې امله له خپلو وروڼوسره چې په دغه خوځښت کې شمیر یې ۱۸ تنو وروڼو ته رسیده د سلا او مشورو پر ټغرکښیناست. د وزیر یوه ورور وړاندیز وکړ چې په لومړی گام کې دی د رنجیت سینگهـ ټغر ورټول کړی خو وزیر ددغه وړاندیزپه وړاندې ودرید او ویې نه مانه او هغه یې یو ناسمه او بې سنجشه گام وباله او د کشمیر پر لور د خپلې نقشې په وړاندې یې یو سترگواښ وباله. وروسته یې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی رنجیت سینگهـ ته ولیږه. رنجیت سینگهـ د افغان لورې وړاندی شوی خبرې ومنلی او ویې ویل چې خبرو ته چمتو دی او باید د پام وړ پایلې ته ورسیږی. خبرې پیل شوې او رنجیت سینگهـ ومنله چې د سیکهانو تر ولکې لاندې سیموکې به د افغان پوځ لپاره د تیرېدلو اسانتیاوې برابرې کړی او د هغه ترڅنگ به د خپل پوځ یوه برخه د افغانانو د مرستې لپاره په افغان لښکر کې ورگډه کړی خو شرط یې دا دی چې د کشمیر د مالیې یوه پر دریمه برخه سیکهانو ته ورکړل شی. پوه او ځیرک وزیر د لنډ مهال لپاره دغه وړاندیز ومانه او بیا یې د کشمیر د نیول لپاره، د لښکر مخه کشمیر ته را تاو کړه. (۴۵)

وزیر فتح خان د سیکهانو لښکر ته سترگې په لار پاتې نه شو او د ۱۸۱۳ز کال په فبرورۍ کې کشمیر ته ورسید. د دواړو خواوو تر منځ خونړۍ جگړه ونښتله، په پای کې عطا محمد خان " د بامیزیو د خانانو په سلا، د سپیڅلی قرآن صحیفې یې د ځان ژغورنې لپاره پرځان را تاو کړې، په لوڅ او بربنډ سر ، رسۍ په غاړه او توره په لاس د (شاه شجاع) مخ ته وړاندې شو او د یوه سپیڅلی مشر په گڼلو یې هغه ته د قران سپیڅلتیا را مخته کړه او هغه ته یې د عالم او عالمیانو د قبلې د نوم په ورکولو له هغه څخه بخښنه وغوښتله او ورڅخه ویې غوښتل چې د هغه دغه پښه ښوییدنه دې ور وبخښی. " (۴۶)

هر گوره، عطا محمد خان ځان وسپاره او وزیر فتح خان د عطا محمد خان د پلار مختارالدوله شیرمحمد د مرستو په بدل کې چې په کندهار کې یې د قیصر په لاس د ده د وژلو مخه نېولې وه، وبخښه او تاوان یې ور ونه رساوه او هم د توکم د مشرانو او مختورتوب په مخ یې شاه شجاع هم آزاده پریښود او ورته ویې ویل چې هرچیرته چې ځی، ولاړ دې شی. عطا محمد خان له کشمیره ووت او د دیره جات له لارې په کندهار کې کامران ته ورغی او د هغه په زړه کې یې د نومیالی وزیر پر وړاندې د رخې او سخې اور دوه ځله نور زیات کړ او د هغه راتلونکې کړه وړه څرگندوی چې د یوه هېواد په چارو کې د ځانگړو کسانو د ځانغوښتونې او له رخو او سخو ډکې لاسوهنې تر کومې کچې هغه ته په خپله او د هیواد گټو ته څومره تاوان رسولای شی.

اشرف الوزراء فتح خان د کشمیر د چارو له سمبالولو وروسته، محمد عظیم خان چې په جگړو کې د وزیر ترڅنگ ولاړ وو، د کشمیر واکمن وټاکه او د سیکهـ سرتیری چې په سره ژمی کې د کشمیر په واورو پوښلو غرونو کې دیره ول او هېڅ کار یې ونه شوای کولای، د سوغاتونو په ورکولو رخصت کړل. څرگنده ده چې رنجیت سینگهـ د خپلې شوې ژمنې ونډې ته سترگې په لار وو او له دې چې ونډه یې ترلاسه نه کړه نو د یوه لک روپیو په بدل کې یې د اټک کلا د عطا محمد خان بامیزی له ورور جهانداد خان څخه را وپیرودله او د سیکهـ سرتیری یې هلته دیره او ځای پرځای کړل. (۴۷)

وزیرفتح خان، شاه شجاع ته وړاندېز وکړ چې شاه محمود ته غاړه کښیږدی او له هغه سره دې کابل ته ولاړ شی، خو بد مرغه پاچا د افغان وزیر دغه وړاندیزو نه مانه او د سیکهانو له سرتیرو سره لاهور ته ولاړ. کله چې شاه شجاع لاهور ته ورسید، نو د رنجیت سینگهـ منگولو ته ورغی او ښه یې وزبیښه چې د عطا محمد خان له زندانه د هغه د ژغورنې په بدل کې دې د کوه نور الماس دې ده ته د سوغات په توگه وروسپاری چې تر دغه دمه د هغه د میرمن په ولکه کې وو. خو پاچا د کوه نور د الماسو له ورکړې ډه ډه وکړه. رنجیت سینگهـ شاه شجاع ته د مرگ د گواښونو له ورکړې او د شهزادگی تیمور له وهلو او ټکولو وروسته له شاه شجاع څخه ژمنه واخیستله چې دی دې د کشمیر د والی په توگه ومنی او د کابل د واکمنۍ په لاس ته راوړلو کې یې ورسره د مرستې ژمنه وکړه او په دې توگه یې د کوه نور الماس هم ورڅخه واخیست. په دې ډول شاه شجاع په لاهور کې د یوه نېمه یرغمل په توگه ژوند کاوه او رنجیت سینگهـ هڅه کوله چې له شاه شجاع څخه پاتې د سرو زرو پانگه او پیسې چې له سوداگرو سره وې، راخپله کړی. په پای کې شاه شجاع وکولای شول خپله میرمن له لاهوره، لودهېانې ته ولیږی او په خپله د یو هندی جوگی په جامو کې له لاهوره ووت او د کشمیر او تبت له لارې لودهیانې ته ولاړ. (۱۸۱۶زکال). (۴۸)

د اټک د کلا د بیرته نیولولپاره د وزیر فتح خان لښکری خوځښت:

د کشمیر له سوبې وروسته ، په هغو شپو ورځو کې چې د سیکهانو د لښکر سرلاری مشر ملکهم له وزیر فتح خانه بیلېده هېله وکړه چې د عطا محمد خان ورور، غلام محمد خان پوپلزی ته دې اجازه ورکړی چې له هغه سره لاهور ته ولاړ شی. فتح خان د سیکهانو د سرلښکر دغه غوښتنه و منله او هغه یې خوشې کړ چې لاهور ته ولاړ شی، خو دوست محمد خان د غلام محمد خان په خوشې کولو خوښ نه وو او ددغه کار پایلې یې له سترگواښ سره نغښتی گڼلې. د دوست محمد خان دغه اټکل پر ځای وو، ځکه، کله چې غلام محمد خان د اټک د کلا واکوال خپل ورور جهان داد خان ته ورسیده، نو خپل ورور یې و هڅاوه چې د اټک کلا دې د ځای او ځمکې په بدل کې پر سیکهانو و پلوری. هغه هم کټ مټ همدغسې وکړل او رنجیت سینگهـ د اټک کلا د یوه لک روپیو په بدل کې خپلو منگولو ته راوستله. د اټک د کلا د بیا را نیولو لپاره د وزیر فتح خان د لښکری خوځښت په تړاو د تأریخې سرچینو خبرې تر یوه برېده له یو بله توپیر لری. پیرس، د " بارکزیو لوړېدا / عروج بارکزاﺋـی" په کتاب کې وایی چې فتح خان د کشمیر له سوبې وروسته، پیښاور ته د راستنیدلو پر مهال، کله چې د رنجیت سینگهـ له دغې معاملې خبر شو، گواښ یې وکړ چې سیکهان دې مخکې لدې چې توری یې پرمخ را وایستل شی، د اټک کلا دې بیرته وروسپاری، خو سیکهانو ستر او پیاوړی لښکر را ټول کړ او جگړې ته یې ملا وتړله. افغان لښکر د اټک کلا ته نیږدې دیره شو او کلا یې تر ټینگ گواښ او کلابندۍ لاندې ونېوله. رنجیت سینگهـ د اټک د کلا بولندوی ته لارښوونه ورکړه چې له کلا دې ووځی. د جولای پر ۱۲ نېټه سیکهان د اټک له کلا ووتل او د اټک د سیند د غاړی په څنډو کې یې خپل خوځښت ته دوام ورکړ.

وزیر فتح خان خپل ورور دوست محمد خان ته دنده وسپارله چې د دوه زرو افغان اربـَکیو تر مشرۍ لاندې دې د سیکهـ د لښکر پر مخکښې ډلې یرغل ور وړی. حیدر آباد ته نیږدې دوست محمد خان د سیکهانو پر لښکر پیاوړی یرغل ور ووړ چې له ټینگې ماتې وروسته یې دښمن تیښتې ته اړ کړ. یو شمیر وسلې د دوست محمد خان لاس ته ورغلې. افغانان په دې گومان چې بشپړه سوبه یې ورپه برخه شوې، نو د ولجو په را ټولولو بوخت شول. په همدغې شېبې کې د سیکهانو د لښکر سرلاری چې دوه توپک یې په لاس او پر فیل سپور وو، برید وکړ او د افغانانو لور ته یې په ډزو پیل وکړ. د توپک د ډزو له امله، د دوست محمد ځواک هرې خواته خور او وور شو.

وزیر فتح خان د هیواد د ملی او ولسی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې او هر کله چې د هیواد پر سپیڅلې خاورې د پردیو د لاسوهنو خبره را پورته شوې نو د هغوی په له منځه وړلو کې د هیواد اود هیواد د ناموس او د ولس د نام او ننگ د ساتنې لپاره یې د مورنۍ خاورې د دښمنانو په وړاندې تور له تیکی را ایستلې او د یاغیانو او سرغاړو په وړاندې یې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نیولې د هرات تروروستیو کرښو پورې په میړانې سرښندنې کړی او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی گټې یې د ولس په گټه خوندی ساتلې دی.

دوست محمد خان خپل ورور ته چې اټک ته نیږدې دیره وو پیغام ولیږه او د مرستې غوښتنه یې وکړه. پیغام وړونکی لاره ورکه کړه او خبر هېڅکله وزیر ته ونه رسید. له بلې خوا وزیر ته خبر راغی چې افغانی لښکر دړې وړې او دوست محمد خان وژل شوی دی. وزیر د پیښاور د هاغو ورځو د بوږنوونکی تودوخې او د دښمن د ناببره برید له امله په شا شو. له بلې خوا دوست محمد خان ته خبر را ورسید چې وزیر وژل شوی. هغه هم په لنډ وخت کې ځان لښکرکوټ ته را ورساوه. له دې چې د افغان لښکر پیټی او بارونه د اور د لمبو او لوگیو په منځ کې له منځه تللی ول، دوست محمد خان هم د یو شمیر وسلو له را اخیستلو ورسته کابل ته مخه کړه. د لارې په اوږدو کې دواړه وروڼه د رنجیت سینگهـ له چل او درغلنې خبر شول او له دې چې دواړه ژوندی ول، خوښ ول او له رنجیت سینگهـ څخه د غچ اخیستنې چاره یې بل وخت ته په شا وغورځوله او کله چې کابل ته را ورسیدل ، شاه محمود هغوی ته په توده غیږ ښه راغلاست وویل. (۴۹)

په راتلونکی کال رنجیت سینگهـ د کشمیر نیولو ته سترگې غړولې، نوموړی د مالیې د یوې برخې راخپلول پلمه کړل او د ۱۸۱۴زکال د جولای (۱۲۳۰ ل) په مېاشت کې یې د سردار محمد عظیم خان پروړاندې لښکری خوځښت وکړ. په لومړی یرغل کې چې په همدې مېاشت کې وشو، شپږ زره سیکهان ووژل شول او د هغوی دوه نور برېدونه په شا و تمبول شول او په کشمیر کې د محمد عظیم خان واکمنی پیاوړۍ شوه. وزیر فتح خان د رنجیت سینگهـ د پراختیا غوښتنې له نقشې څخه خبر وو او د اټک د کلا نیونه یې د افغانستان په خاوره کې د یوې لاسوهنې په توگه گڼله.

فتح خان د یوه ملی ولسی مشر په توگه د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې تـل د ډیرو کلکو گامونو د پورته کولو غوښتونکی وو او د پردیو کوشنۍ لاسوهنه یې نه شوای زغملای. د سیکهانو په لاس د اټک د کلا نیونې د هغه تر پښو لاندې سور اور بل کړی وو او همدغسې یو شیبې ته سترگه په لار وو چې پرکشمیر د رنجیت سینگهـ خبر یې تر غوږونو شو.

په ۱۸۱۴ز کال کې، وزیرفتح خان یو ځل بیا له رنجیت سینگهـ سره د جگړې په موخې لښکر را چمتو کړ او تر ملتانه وړاندې ولاړ او هلته یې وروسته له دې چې شاه شجاع ته ماته ورکړه او د هغه ورور نواب جبار خان یې د هغه ځای د واکوال په توگه وټاکه، د اټک کلا ته یې مخ را تاو کړ. خو له دې چې سیند ډیر زیات څپانده وو، د افغانی سرتیرو تیریدا له سینده نا شونې وه او پرته له دې چې د رنجیت سینگهـ له لښکر سره مخامخ شی، بیرته کابل ته راستون شو. (۵۰).

په ۱۸۱۶ زکال کې وزیر فتح خان د افغانستان په خاوره کې د رنجیت سینگهـ لاسوهنه د اغیزمنو توکمیزو مشرانو له غوږونو تیره کړه او سترپیاوړی لښکر یې را جوړ کړ. وزیرفتح خان او دوست محمد خان دواړو دغه لښکر له ځان سره را واخیست او د پیښاور پر لور وخوځېدل. وزیر فتح خان د پښاور له ټینگولو وروسته د خپل د لښکر د لا چمتو کولو لپاره دوست محمد خان ته دنده و سپارله چې له کشمیر څخه مالیه را ټوله کړی. نوموړی کشمیر ته ولاړ او له خپل ورور محمد عظیم خان څخه یې ۱۳ لکه روپۍ ترلاسه کړی او بیرته پیښاور ته راغی. وزیر فتح خان د خپل لښکر له رغښت او پیاوړی کولو وروسته بولنده ورکړه چې د اټک کلا دې په هره بیه چې وی د سیکهانو له منگولو ونیسی. ډیره پیاوړې خونړۍ جگړه ونښتله او سیکهانو ته یې درانده تاوانونه ورسول، په پای کې سیکهان اړ شول چې د اټک کلا تشه کړی او له هغې څخه په شا شی. له همدغې جگړې وروسته رنجیت سینگهـ تر څو چې وزیر فتح خان ژوندی وو، بیا زړه ونه کړ چې بل خوځښت وکړی او پراټک یا کشمیر یرغل وروړی، همدا چې په ۱۸۱۸زکال کال کې یې خبر ترلاسه کړ چې وزیرفتح خان د شاه محمود له پلوه ووژل شو نو د سترگو په رپ کې یې پر کشمیر برېد وکړ او هغه یې د محمد عظیم خان د ورور سردار نواب خان له منگولو راخپل او ویې ونیو(۱۸۱۹ز/۱۲۳۵ ل).(۵۱) او پر دغه ښکلی ټاټوبی یې د وروستنی افغان واکمن دواکمنۍ لاس رالنډ کړ.

له ایرانیانو سره د وزیر فتح خان وروستنۍ جگړه:

کله چې وزیرفتح خان د هیواد ( ختیځه دروازه) د سیکهانو له منگولو را خپله کړه، ایرانیانو د هېواد پر (لویدېځې دروازې) هرات یرغل راووړ چې ویې نیسی. وزیرفتح خان په بیړه له خیتځو لېکو ځان دهیواد لویدېځو څنډو ته ورساوه، د هرات والی حاجی فیروزالدین یې له کاره گوښه اوهرات یې له کابل سره ونښلاوه او په غوریانو کې یې د ایرانیانو مخه ونیوله.

ددې پیښې لنډیز داسې دی چې پرکال ۱۸۱۸ز/۱۲۳۳ل کې ایرانیانو یوځل بیا هرات کلابندی کړ. د شاه محمود ورور حاجی فیروزالدین د هرات والی وو . هغه له ایرانیانو سره ژمنه وکړه چې ایرانیان دې د هرات له کلابندۍ څخه په دغو شرطونو لاس پر سر شی چې والی به ایرانیانو ته د غوریانو د کلا په ور پریږدی ، یوشمیر ماتــنـۍ (غرامات) پیسې به ورکوی اوپه هرات کې به خطبه او سکه دواړه د ایران د پاچا (فتح علیشاه قاجار) په نامه را واړوی. له دې چې حاجی فیروزالدین د ایرانی لښکر د مقاومت زور نه درلود نو د غوریانو د کلا د بیرته راستنولو لپاره یې خپل ورور شاه محمود ته مخه کړه. شاه محمود وزیرفتح خان هرات ته د مرستې لپاره ور ولیږه.

وزیر په بیړه یو ۱۲ زره کسیز لښکر له ځان سره را واخیست او د هرات پر لور وخوځېد او په کندهار کې له لنډې تم کېدنې او له شهزادگی کامران سره له اړیکې نیولو وروسته خپل خوځښت ته یې د هرات پر خوا دوام ورکړ او کله چې هرات ته ورسید، د ښار په دوه مایلی واټن کې یې کیږدۍ ووهله. حاجی فیروزالدین چې له وزیرڅخه په ویره کې وو، په بیړه د هغه مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او وزیر او د هغه هملارو ملگرو ته یې تود هرکلی وکړ. د وزیر لس ورځې له ښاره د باندې د هرات له مشرانو او خانانو او له ایرانیانو سره د جگړې د څرنگوالی په اړه په خبرو اترو تیرې شوې.

وزیر چې لا مخکې یې پرهرات ددغسې لښکری خوځښت موخه ټاکلې وه، یوه شپه د حاجی فیروزالدین ټول پــَـلــَوی خانان خپلې کېږدۍ ته را وبلل. کله چې دغه مشران ځانگړو ټاکل شویو کیږدیو ته یوړل شول، وزیر ، دوست محمد خان او نورو وروڼو یې له یو شمیر سرتیرو سره د ښار پر لور ودانگل او ساتونکو ته یې داسې څرگنده کړه چې گڼې له حاجی فیروزالدین سره د لیدنې او د هغه د میلمستیا په اړه هغه ته د مننې ویلو لپاره راغلی دی. کله چې وزیر او د هغه هملارو ملگرو ته د میلمنو ماڼۍ ته د ننوتلو لارښوونه وشوه، حاجی فیروزالدین یرغمل او ماڼۍ د وزیر په ولکه کې را پریوتله.

دوست محمد خان او د هغه څو تنه چوپړیان چې "جایی سنگ" هم ورسره ملگری وو، د حاجی فیروزالدین حرمسرای ته ورننوتل او د حرمسرای ښځې یې لوټ کړې. (۵۲). او وروسته، پرته له دې چې له خپلو دغو عملیاتو څخه وزیر ته خبرورکړی، د وزیر له ویرې له خپلو څو تنو چوپړیانو او له هغه څه سره یو ځای چې له حرمسرای څخه یې ترلاسه کړی ول د کشمیر پر لور وتښتېد. کله چې وزیر د خپل ورور له دغسې لیونتوبه ډک کار څخه خبر شو، ډیر سخت په قهر شو او خپل ورور سردار محمد عظیم ته یې لېک ولیږه چې دوست محمد ونیسی او زندان ته یې وغورځوی. سردارمحمد عظیم هم همدغسې وکړل او دوست محمد خان یې د کشمیر د ماران په زندان کې بندی کړ (۵۳).

د حاجی فیروزالدین په نیولو او کابل ته د هغه په رالیږلو، د وزیر فتح خان لومړنۍ هېله چې د هرات نښلول له کابل سره ول، تر سره شوه. وروسته وزیر له ایرانیانوسره د جگړې لپاره تیاری ونیو او بیا یې په بیړه په ترخه افغانی ژبه ایرانیانو ته خبر ورکړ چې شاه محمود هغه یوازینی پاچا دی چې په هرات کې به سکه په خپل نامه ووهی او مالیه به راټوله کړی او خطبه به د هغه په نوم وویل شی، نه د ایران د پاچا او یا د بل چا په نامه !

د مشهد والی، شجاع السطنه حسن علی میرزا، دغه خبر د جگړې د رابلنې په توگه وگاڼه او له مشهده د یوه ۱۴ زریز لښکر په مشرۍ کې د هرات د غوریانو پر لور راوخوځېد. له دې خوا وزیر فتح خان له خپل دیرش زره کسیز لښکر سره یو ځای د غوریانو په خوا ور وخوځېد (۵۴). کله چې شهزاد گی حسن علی د هرات لېکو ته را ورسید، وزیر فتح خان ته یې چې لا وختی غوریانو ته رسیدلی ووخپل یو خبررسوونکی ولیږه او له وزیر فتح خان څخه یې وغوښتل چې کوم هغه آړونه یا شرایط چې مخکې حاجی فیروزالدین منلی ول، دی دې هم ومنی چې وزیر په کلکه وغندل. وروسته، دواړه لښکر رامخته شول او د کهسان د کلی په څنډوکې یې مورچلونه ونیول.

وزیرفتح خان چې تورې جامې یې اغوستې او پر یوه مست غښتلی آس ناست وو، د لښکر په زړه کې و درید او له هاغه لوری شهزادگی حسن علی د پاچاهۍ په جامو کې د خپل لښکر په منځ کې ځای پرځای شو. مخکې له دې چې جگړه پیل شی، وزیر سیاسی نوښت په لاس کې واخیست او حسن علی میرزا ته یې خپل خبر رسوونکی ولیږه او ورته یې وویل چې که د غوریانو له کلا څخه په کراره په شا شی، نو دی به ورسره جگړه ونه کړی. له ذوالفقار خان پرته ، ټولو ایرانی مشرانودغه وړاندیز ومانه او د هغو له منځه یوتن د عبدالوهاب په نامه وویل موږ ټول یې منو. وزیر ته یې د ایرانی لوری ځواب راووړ، وروسته وزیر فتح خان ایرانی لوری ته بل پیغام ولیږه او هېله یې وکړه چې ایرانی سرتیری دې له مورچلونوڅخه په شا شی. بیا هم میرزا عبدالوهاب ځواب ورکړ چې دوی به همداسې وکړی. خو ذوالفقار خان له دغو خبر په تنگ راغی او په ترخه ژبه یې وویل چې دا د ایران پرتم او نوم ته سپکاوی دی او بیا یې، افغانانو ته له سپکو او ښکنځلو وروسته، ایرانی توپچی ځواک ته بولنده ورکړه چې د افغانانو پر لور ډزې وکړی. څلورو توپونو په ډزو پیل وکړ او خبررسوونکی په بیړه افغانانو ته راغی. څرگنده ده چې افغانی لوری هم ایرانی لوری ته په ډزو ځواب ورکړ او د سترگو په رپ کې جگړه پیل شوه. سردار شیردلخان، سردار کهندلخان، او سردار پردلخان له سرداریارمحمد خان الکوزی سره یو ځای، هر یو یې د افغان لښکر په مشرۍ کې د تالندې او بریښنا په څیر او په ځلاندو تورو د ایرانی لښکر په کیڼه خوا چې ذوالفقار خان یې مشری کوله برید وکړ او د وژنې یوه ویرونکې ننداره یې رامنځته کړه. ایرانی توپچی ځواک په دفاع لاس پورې کړ او یوشمیر افغانان یې له پښو وغورځول. خو د ایرانی توپچی ځواک مردکی خلاص شول او له دښمن څخه لاره ورکه شوه. د نوای معارک په وینا، شیردلخان د یوه غړمبېدونکی زمری په شان د دښمن پر لیکو برید وکړ او دهغوی څو توپونه یې ونیول. (۵۵)

د ایرانی ځواک ښی اړخ د افغانی ځواکونو د سپاره ځواک د برید له امله خوراو وور شو او په تېښته یې لاس پورې کړ. د شهزادگی حسن علی اس ټپی شوی وو او ژغورنه یې تر بوږنوونکی گواښ لاندې راغلې وه او ډیره هڅه یې وکړه چې د خپلو سرتیرو د تیښتې مخه ونیسی،خو هېڅ یې له لاسه ونه شول. په پای کې یو ایرانی سرتیری د هغه د ژغورنې لپاره را ورسید او خپل آس یې ورته ورکړ او شهزادگی هم په تیښته لاس پورې کړ او ځان یې مشهد ته ورساوه.

افغانی سپاره ځواک د ایران د تښتېدونکی لښکر شا ونیوله،د جگړې په دغې غاړې کې هېڅ بوږنوونکې پیښه رامنځته نه شوه، خو ناڅاپه یو ناپیژندونکی مردکی یا له خپله اړخه یا د دښمن له پلوه راغی او د وزیر په ژامه ولگیده او وزیر بې هوښه شو او د آس د زین له سره لاندې پرځمکه را پریوت. افغانی جنگیالیو گومان کاوه چې ددوی مشر ووژل شو، د هغوی جرﺋـت لږ شو او ددښمن له تعقیب او جگړې څخه یې لاس واخیست، مخه یې تاو او د هرات په لور وتښتېدل.
په دی توگه د افغانانو د سوبې څرگند او ځلانده چاپیریال د ماتې او تیښتې په تورو وریځو کې را ونغاړل شو. وزیر فتح خان څو شیبې وروسته بیرته په هوښ راغی او د خپلې تورې په ښورولو یې خپل جنگلیالی او سرتیری جگړې او مقاومت ته را وبلل خو هېڅ چا هغه ته پام ونه کړ او هغه هم په نا هیلیو کې ښار ته راغی او د ایرانیانو د ماتې او د افغانانو د سوبې خبر یې هراتیانو ته راووړ. له ایرانی لښکر څخه لس زره مړی د جگړې په ډگر کې راپاتې شول او نور یې مشهد ته ورسیدل او خپله بریایې ولمانځله او په هرات کې هم بیرې او وحشت خپل ځای، خوښیو او خوشالیو ته پریښود، اوښار یې د سوبې د لمانځنې په څراغونو روښانه کړ.(۵۶). ددغې بریا خبر د شاه محمود تر غوږو ورسید او هغه له کابله د هرات په لور د خوځېدلو تکل وکړ. وزیر فتح خان پوه شو چې ایرانیان نور پر هرات د برېد زړه نه لری او له ایران سره د هرات په رانښلولو کې یې نور خپل دریځ ته بدلون ورکړی، له دې امله یې د ښار د استحکاماتو په ټینگولو ، د اداری چارو سمبالولو او د مالیې راټولو ته ملا وتړله.

افغان څیړونکی باری جهانی په خپل کتاب کې په دې اړه داسې لېکی :" فریر چې ایرانیانو سره له جگړې څو کاله وروسته هرات ته تللی وو ددغې جگړې او د وزیر فتح خان په اړه له یو شمیر کسانو سره چې پیښې او وزیر یې په خپلو سترگو لیدلی وو، د وزیر د شخصیت په اړه داسې وویل : هغه یو ځلانده، ورمنډگر(عادل) واکمن وو او په لنډه موده کې یې د هرات د وگړو زړونه لاس ته راوړل. ما له هغو هراتیانو سره چې وزیر یې له نیږدې پیژانده، خبرې اترې وکړې، هغوی د وزیر نوم په ډیر درنښت یاداوه. وزیر هماغومره چې زړه ور وو، هماغومره سپیڅلی، پاک لاسی او پاک لمنی هم وو. هغه خپل ټول ژوند د هېواد د گټو، پرتم او سرلوړی لپاره ځار کړی وو. پر ایرانیانو د هغه وروستۍ بریا د وزیر نومیالیتوب تر آسمانونو لوړ کړ او ځان یې د خراسان د سوبې او راخپلولو لپاره چمتو کاوه. خو په خواشینۍ په افغانستان یوې بوږنوونکې پیښې او گواښ، د هېواد د مور غیږ له یوه پوه ، ځیرک او د زړه ورانسان له شتون څخه بې برخې کړه او هغه ښکلې نقشه چې ده د هیواد لپاره په پام کې درلودله، له منځه ولاړه. که د هغه نقشه پلې شوې وه نو افغانستان به یو ځل بیا د احمد شاه بابا د دور پرتم اوځلانده پولو ته رسیدلی وای." (۵۷)

انگلیسی څیړونکی پیرس وایی : د هرات له وگړو سره د وزیر فتح خان ښه چال چلند او د هغه د
ادارې او واکمنۍ د چـَلـَولو بڼه چې له ټینگ هوډ او ځلانده پرتم سره ملگرې وه، په ډیر لنډ وخت کې یې د هرات د قدرپیژندونکو وگړو زړونه لاس ته راوړل او د هغه امرونو ته یې په سر او سترگو غاړه ایښودله. وزیر په هرات کې له ایرانیانو سره د بلې جگړې په فکر کې ولوید چې له لارې یې د خراسان په بیرته نیولو او را خپلولو کې خپله توره وازمیی، ددغې موخې د ترسره کولو لپاره یې یو لښکر را ټول کړ او پریکړه یې کړې وه چې په لنډ وخت کې به د خراسان او مشهد پر لور یو لښکری خوځښت کوی. (۵۸)، خو په خواشینۍ چې برخلېک له افغانانو سره ملگرتیا ونه کړه، شاه محمود د حاجی فیروزالدین له خولې د هغې پیښې په اړه خبر شو چې د دوست محمد خان له پلوه د هغه کورنۍ ته ورپېښه شوې وه او څرگنده شوه چې د فتح خان ورور د ښځېنه سرو زرو او نغدو شیانود تر لاسه کولو لپاره د فیروزالدین د حرم ښځې چې په هغو کې رقیه بیگم د شاه محمود لور هم وه، بربنډې کړې دی. ددغه خبر په اوریدلود پاچا تر پښو لاندې اور بل شو او شهزادگی کامران ته یې امر ورکړ چې هرات ته ولاړ شی او د وزیر غوږونه دې ورتاو کړی (۵۹).

د اشرف الوزراء فتح خان د ړندیدلو څرنگوالی:

کامران میرزا چې له پخوا د وزیرفتح خان په اړه یې په زړه کې ترخه کېنه درلودله، او هغه یې د خپل پرمختگ او ځانمننې په وړاندې یو خنډ گاڼه په بیړه د هرات په لور وخوځېد او کله چې هرات ته ورسید له شاهی ارگ دباندې ، باغ شاه (شاه لمار) یې ډیره ځای غوره کړ او وزیر فتح خان هغه ته د ښه راغلاست، درناوی اود لارښوونو د اخیستلو لپاره د هغه لېدلو ته هره ورځ ورتلو. که څه هم وزیر ته د خپلو ملگرو له پلوه لارښوونه شوې وه چې شهزادگی کامران څخه دې ځان لیرې وساتی، خو وزیر د خپلو ملگرو خبرو ته غوږ نه نیوه او هره ورځ به د خپل د درناوی د وړاندې کولو او د لارښوونو د اخیستلو لپاره د کامران لیدلو ته په ورتلنگ بوخت وو او د خپلو لیدنو او کتنو له لارې یې غوښتل چې شهزادگی ته ډاډینه ورکړی چې د خپلو سپیڅلو کارونو او خولې تویولو په ترڅ کې دې د سدوزیو د کورنۍ او د هغوی د واکمنی له پیاوړی پرته بله موخه نه لری، خو په بل اړخ کې وزیر لیدل چې د هغه په وړاندې د کامران درنښت ورځ په ورځ لیږېده. (۶۰)

په همدې ترڅ کې کامران له شجاع السطنه (حسن علی میرزا) سره د لیکونو د راکړې ورکړې کړکۍ پرانیستله او د منصور خان په نامه یو تن یې حسن علی میرزا ته واستاوه او ورته څرگنده یې کړه چې د ایران له دولت سره وروستنۍ جگړه یوازې د وزیر په نوښت او د شاه محمود له رضاﺋـیته پرته تر سره شوی. اوس پاچا چمتو دی چې نه یوازې د جگړې تاوان ورکړی بلکه دایران له دولته به بخښنه هم وغواړی. په دغه وخت کې چې فتح علیشاه قاجار په مشهد کې وو او د کامران خبررسوونکی یې کتلو ته ومانه او په ځواب کې یې کامران ته پیغام ورکړ چې ددښمنۍ د پای ته رسولو لپاره دې وزیر فتح خان چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جگړې پازوالی په غاړه لری، لاس او پښې تړلی د ایران دربار ته را ولیږی او یا دې هماغلته په افغانستان کې په دواړو سترگو ړوند شی. (۶۱)

کامران ته دغې غوښتنې د یوې پلمې لاره پرانیستله او په هرات کې له درو میاشتو دیره کېدلو وروسته، یوه ورځ چې وزیر فتح خان چې دده لېدلو ته را روان وو، په بې خبرۍ کې ونیو او د (ایران د پاچا په غوښتنه او لارښوونه) یې د هغه دواړه سترگې وړندې کړی. (۶۲)

وزیرفتح خان چې پاچاهۍ ته د شاه محمود په رسولو کې پخه ، کره او هراړخیزه ونډه لوبولې وه، په واکمنۍ کې یې د وزارت دریځ د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره څرگند او پریکنده حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډیر کارَنده ، ځیرک او اغیزمن ولسی مشر وو، د پاچا له چړچه مارۍ او نا ولسیزه دریځ څخه په گټه اخیستنې، د پاچاهۍ د واکمنۍ پوخ واک یې له پاچاهۍ څخه وزارت ته را ولیږداوو. (۷۸). او له خپل واک ، د تورې ځواک اومخـَورتوب څخه په گټه اخیستې یې هڅه کوله چې د هیواد نوم او پرتم د احمدشاه بابا د دَورشپو ورځو ته بېرته را وگرځوی (۷۹)

پیرس د (بارکزیو د لوړیدا/ عروج بارکزاﺋـی) د کتاب لېکوال لیکی : " وزیر فتح خان له خپل ورځنی مهال ویش سره سم د پخوا په شان د خپل درناوی د وړاندې کولولپاره د کامران لیدلو ته راغلی وو، په هاغه شېبه کې عطا محمد خان ( د کشمیرپخوانی واکمن چې د وزیر فتح خان په لاس د کشمیر د واکمنې له گډۍ بېواکه شوې وو) هم هلته وو. خبرې اترې پیل شوې او په ترڅ کې له ایرانیانوسره د جگړې خبره رامنځته شوه. د سردارانو له ډلې څخه یو تن په سپکه ژبه د جگړې له ډگر څخه د وزیرفتح خان د تیښتې خبره د پرمخ ورویشتله او هغه ته یې پیغور ورکړ، بل سردار هم د لومړی سردار خبره ومنله او نورو په خندا او مسخرو خپله چوپړ ماری کامران ته څرگنده کړه.

وزیر چې هره شېبه یې ویاړ او نوم ترپښولاندې کېده هرسرلاری ته یې په ډیرو توندو او ترخو کتلو ددغه سپکاوی زغم کاوه. په دغې شېبې کې کامران پښه را وړاندې کړه او وزیر ته یې په پیغور وویل: څنگه دې یو بیریدونکی لښکر ته چې ستا تر لښکر کم زوری هم وو، ماته ورنه کړه او د افغانانو نوم دې پر ځمکه وواهه؟ وزیرد شهزادگی ځواب په ډیرې ترخې ژبې ورکړ او ورته څرگنده یې کړه چې هغه هېڅکله د افغانانو نوم پر ځمکه نه دې ویشتلی او د افغانانو د تیښتې او هغوی ته د رسیدلی تاوان پازوالی یا مسوؤلیت هم نه لری. وزیر شهزاد گی ته ورپه یاد کړه چې له قیصر سره په کورنیو جگړو کې د کامران په وړاندې کله کله جنگېدلی خو په ډیری وختونو کې یې خپله توره دده او د هغه د پلار په ساتنه کې چلولې ده. دغو پیغورونو کامران را وپاراوه او بولنده یې ورکړه چې وزیر دې ونیسی. ټول سرداران په یوه غږ راپورته شول ، پر وزیر یې برېد وکړ او وزیر یې ونیو. عطا محمد خان د کامران په نغوته را وړاندې شو او خپل نښتر یې را وایست او نښتر یې د وزیر په سترگو کې دننه کښیښود. (۶۳) ( یو کال وروسته د عطا محمد خان سترگې په کابل کې د دوست محمد خان په امر د وزیر فتح خان د سترگو په غچ کې له گاټې را وایستل شوې)(۶۴). بیا، کامران وزیر د هرات ارگ ته واستاوه او دهغه پخوانی ملگری حسین خان یې د هغه د ساتندوی په توگه وټاکه. (۶۵). د کامران د جنایت دغه نېټه، تاریخ په ۱۲۳۳ ل/ ۱۸۱۸ ز کال کې لیکلې ده.(۵۶). کامران میرزا د خپل ژوند په ورستیو شپو ورځو کې د خپل وزیر یارمحمد خان له لاسه ډیرې بدې ورځې، ځورونې، وهل او ټکول ولېدل اوپه یوې بوږنوونکې نندارې کې د هغه په ژوندانه ، د هغه ترمخه پر ځوانو لوڼو او ښځو یې ددولت د چارواکو له پلوه تیری وشول او وویشل شوې ، او خپله یې له ډیرو وهلو، ټکولو ،زبیښنو او ربړوونکو ځورونو او وزیر یارمحمد خان الکوزی ته د خپلې پټې شوې پانگې له ورښودلو وروسته د ارگ په زندان کې د ستونی د مرۍ په تاوولو ووژل شو، او په دې ډول د شاه محمود د کورنۍ ټغر د تـل لپاره ورټول شو(۶۷).

د وزیر فتح خان د ړندولو په وخت کې، پردلخان او شیردلخان د هرات د شاهی ماڼۍ په چارباغ کې د شطرنج په لوبه بوخت ول چې د یو ه تن چوپړیانو له پلوه د دوی پر ورورد راپریوتلی ناتارپه اړه خبر راغی. دوی ته له دغه خبرڅخه بشپړه ډاډیینه نه وه رارسیدلی چې د کامران ساتونکو د هغوی د نیولو لپاره د چارباغ او شاهی ماڼۍ چاپیره سیمې کلابندی کړی. وروڼو چې په لاسونو کې یې یوازې یوه توره او سیلاوې وې په یو موټی توگه پرهغو ساتونکو برېد وکړچې ددوی د نیولو تکل یې کړی وو او په دې ډول ځانته یې د ماڼۍ تر یوه کوره پورې د تیښتې لاره پرانیستله او بیا د سترگو په رپ کې یې ځانونه په وسلو سمبال کړل او پر گړندیو آسونو کښیناستل او د ښار د دروازې پر لور یې ودانگل خو هلته د کامران میرزا له یوې دوسوه کسیزې پوځی لیوا سره مخامخ شول چې دوی ته یې مخکې له مخکې مورچل نیولی وو. پرته له دې چې د درې واړو سپرو جنگلیالیو زړونو ته خرخښنه او ویره را پریوځی د کامران میرزا پرسرتیرو یې یرغل ور ووړ، یوازې پردلخان چې لږشانته ناروغ وو د دغه اخ وډب په دوړو کې یې اس د توپک په مردکی ټپی کیږی او آس یې پرځمکه را پریوت او په خپله یې ژوند د یرغمل په توگه ونیول شو خو دوه تنو نورو وروڼو د توریالیتوب او میړانې په څرگندونې ځانونه وژغورل او خپل مورنی ټاټوبی ، د گرشک لویدیځ د ناد علی کلا ته په تېښته ولاړل.

پردلخان د کامران مخې ته راوستل شو، لومړی بندی او بیا خوشې کړای شو خو خوشې کېدل یې د کامران د ځانگړو آړونو یا شرطونو تر سیوری لاندې ول، خو پردلخان چې د خپل ورور وزیر فتح خان د نومیالیتوب او میړانې سپکاوی یې نه شوای زغملای و کولای شول چې له هراته وتښتی او له خپلو وروڼو سره په هلمند کې یو ځای شی.

له بلې خوا کله چې کامران د پردلخان له تیښتې خبر شو، بیا یې اور یې تر پښو لاندې بل شو او ددې لپاره چې دغه اورمړ کړی نو امر یې وکړ چې د وزیر فتح خان په سترگو کې دې چې ټپونه یې لږ مخ په ښه کېدلو ول د دویم ځل لپاره نښتر ور ننه باسی او هغه غوښې چې دده د سترگو په گاټو کې ور پاتې دې راوباسی. د قاسم په نامه یوه تن ته ددغه جنایت دنده وسپارل شوه او هغه خپل خنجر د وزیر په ټپی سترگو کې بیا دننه ور ووړ او د سترگو له گاټو څخه یې پاتې غوښتې را وایستلې.

پیرس لیکی : " پرتمین ، ننگیالی او پیڅیالی "صبور" وزیر فتح خان، پرته له چې آه له خولې را وباسی او یا یې یو وییکی یا کلمه له خولې را ووځی، په چوپه خوله د خپل برخلیک دغه ناتار وزغمه." (۶۸)

له دغه جنایت وروسته، کامران وزیر فتح خان او د هغه وراره امین الملک له ځانه سره کندهار ته راووستل. د تأریخ سلطانی د لېکوال په وینا، په کندهار کې نامتو او سترورمنډ گر (قاضی القضات) (ملا محمد سعید خان بارکزی) په کلکه د هغه ملاتړ وکړ.

له بله اړخه شاه محمود پوه شو چې د وزیر وروڼه په کابل کې د هغه د پاچاهۍ او حکومت د نسکورولو لپاره پریکړه کړې ده نو له دې امله یې له کندهاره د کابل پر لور د خوځېدلو تکل وکړ. همدا چې شاه محمود له خپل لښکر سره له ښاره را ووت بارکزیو وروڼو له خپلو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر ښار برېد وکړ. د کندهار والی گل محمد خان پوپلزی وړاندېز وکړ چې د کابل د برخلیک تر څرگندیدلو پورې دی هغه ته وخت ورکړل شی او که پاچا کوم بریالیتوب تر لاسه نه کړی نو ښار به دوی ته پرته له جگړې وسپاری. د وزیر وروڼو دغه وړاندیز ظاهرأ ومانه او تریوې مودې پورې سترگې په لاره پاتې شول خو پر کلا باندې د برېد په هڅه کې پاتې شول. د وزیر وروڼو وروسته له دې چې د ښار پر دیوالونو او د مورچلونو د کلاگانو پرلوړو ځایونو د پورته کېدلو لپاره پریمانه پوړۍ او زینۍ کښېښودلې، یوه شپه یې پر کلا برېد وکړ او د سترگو په رپ کې یې د ښار دیوالونه ونیول. لومړنی تن چې د کلا پرسر وخوت میرداد خان نومېده، دی د بارکزیو لوی ملا وو چې د نورزیو پر شاه برج وخوت او د کلا منځته ننوت او نورو هم د هغه پر پل ، پل کښیښود. کله چې والی گل محمد خان له رامنځته شوې پیښې خبر شو پرته له دې چې مقاومت وکړی ، وتښتېد او ځان یې په غزنی کې شاه محمود ته ورساوه او هغه یې د کندهار له پیښې خبر کړ.

شیردلخان د کندهار د چارو پازوالی په غاړه واخیستله او میرداد خان ته چې له ځانه یې میړانه او سرښندنه څرگنده کړې وه، د ایشیک اقاسی ستاین نوم ورکړ (۶۹). دغه سړی وروسته له امیر دوست محمد خان سره بخارا ته ولاړ او هیواد ته د راستنیدلو پرمهال د بخارا د پاچا له سرتیرو سره په یوې نښتې کې ووژل شو. (۷۰)

د فتح خان ویرجنه وژنه :

کله چې شاه محمود د وزیر د وروڼو له پاڅون او په کابل او کندهار کې د هغوی له بریاوو څخه خبر شو د کابل او غزنی د لارې په اوږدو کې یې هڅه وکړه چې له وزیر فتح خان سره روغه جوړه وکړی. بیا، پاچا او شهزادگی دواړو وزیر ښه وزبیښه او هغه ته یې وویل چې په کابل او کندهار کې دې خپلو وروڼو ته لارښوونه وکړی چې له جگړې او پاڅون څخه لاس واخلی، خو ننگلیالی او تورکښ وزیر د هغوی دغه ز بیښنه وزغمله او ځواب یې ورکړ چې دی نور ددنیا او سیاست له چارو سره کوم تړاو نه لری او نه ورته زړه ښه کوی او د خپلې وژنې له پایلو څخه هم نه ویریږی.

کله چې پاچا او لښکریې د ودرگو سعید اباد ته راورسیدل یو ځل بیا یې وزیرفتح خان تر ربړوونکو ځورونو او زبیښنو لاندې ونیو چې خپلو وروڼو ته لېک ولیکې او له جگړې او پاڅون څخه دې د هغوی مخ ونیسی او پاچا به ده ته او د هغه وروڼو ته هماغه پخوانی دریځونه او درناوی ورکړی او هغوی به په پخوانیو حکومتونو د واکمنو په توگه واستوی. وزیر د پاچا په ځواب کې وویل :" ته هغوی ته هغه څه ورکوﺉ چې ستا په لاس کې نه دی ، او نه ستا شتمنی ده، او په دوه وو سترگو ټپ یو ړوند سړی کولای شی هغه ټوله شتمنی او واک راخپل کړی. مخکې له دې دې چې د وزیر فتح خان سترگې ړندې دې کړې وای تا باید د هغه پایلې څیړلې او سنجولې وای، او هغه څه چې اوس کوﺉ ، د را پاڅېدلی توپان د غلی کولو لپاره به گټور وی؟ خو ما له هرڅه او له هرې پایلی چې را ډگر ته کیږی لاس پریمینځلی او هغه څه چې زما په برخلیک کې لېکل شوی منم." (۷۱)

له هغه وروسته پاچا امر وکړ چې د هغه د لښکر ټول سرلښکر او مشران دې د وزیر فتح خان په وژنه کې برخه واخلی او هریو دې په خپل وار د وزیر فتح خان یو یو غړی له هر بند څخه ور بیل او پریک کړی. پاچا په دغه کار غوښتل چې د خپل لښکر هر سرلښکرله بارکزیو وروڼو سره له هر ډول نیږدې والی څخه لیرې وساتی د هغوی او بارکزیو وروڼو ترمنځ د دښمنی تلپاتې زړی او تخمونه وکری. د لښکر یو شمیر سرلارو ښایی له وزیر څخه څه ناڅه خوابدی درلودله او یو شمیر نورو یې د وزیر په وړاندې هېڅ ډول کېنه ، خوابدی یا زړه بد والی نه درلود او یوازې د ځان ساتنې او ځانغوښتـنې تر سیوری لاندې یې په دغسې بې ساری تأریخی ناورین ځپلی جنایت کې برخه واخیستله. (۷۲)
د سلطانی د تأریخ لېکوال لېکی: " کله چې شاه محمود خبرشو چې دوست محمد خان کابل نیولی، ډیر نهیلی شو او له ځان سره یې سوچ وکړ چې له دوست محمد خان سره د مخامخ کېدلو په وخت کې ښایی د لښکر یو شمیر سرلاری او مشران وزیر فتح خان وژغوری او دوست محمد خان ته به یې وروسپاری او ددښمن اړخ ته به ور واړی. نو ددې لپاره چې د خپل لښکر د مشرانو او د بارکزیو ترمنځ یې یوه تلپاتې دښمنی رامنځته کړې وی، د لښکر ټول مشران یې را ټول او هغوی یې اړ کړل چې هرو مرو به د وزیرفتح خان په وژنه کې برخه اخلی. هغوی، دغه بې ساری وزیر د گنیو (نیشکر) د لښتې په شان بند پر بند پریک کړ او دغرونو او ځنگلونو د مورچلونودغه زړَوُر زمری په همدغسې یوه حالت کې ان یوه آه له خولې را ونه ایستله او د شهادت او طیبې کلمه یې په خوله جاری وساتله او هماغلته سپیڅلی شهادت ور په برخه شو. (۷۳)

انگلیسی پیرس وایی : " فتح خان په میړانې او زړورتیا او زغم او ټینگې درېدنې دغو ځورونو ته ځان وسپاره او ترڅو چې وژل کېده، یوه کوشنۍ آه یې له خولې ونه وتله او نه یې له چا بخښنه وغوښتله او نه یې په خپلې سزا کې د کمښت غوښتنه وکړه او له سره تر پایه یې په برم او پرتم خپل درنښت له لاسه ورنه کړ او د خدای له نامه پرته بل څه یې ونه ویل او پرتمینې مړینې ته یې ځان وسپاره. " (۷۴)

د " امیردوست محمد خان د ژوند/حیات امیردوست محمد خان" د کتاب لېکوال موهن لال لیکی چې : " زموږ په دور کې له شډلتیا او وحشت څخه ډکه هېڅ داسې یوه پیښه نه موندل کیږی چې د وزیرفتح خان له وژنې سره دې پرتله شی. ړوند او بې وسه وزیر یې په تړلو لاسونو، ځنځیرونو کې پیچلی اوغرب او غـُراب تړلی د شاه محمود دربار ته راووست- دا هغه وزیر وو چې همدغه پاچا یې د واکمنۍ پرگدۍ کښېنولی وو- پاچا وزیر ته امر وکړ چې خپلو سرغاړو او باغی وروڼو ته دې ولیکی چې پاچا ته غاړه کښیږدی. وزیر په میړانې د پاچا غوښتنه وغندله او ویې ویل: زه اوس ړوند یم او پر خپلو وروڼوهم وسه او کنترول نه لرم. شاه محمود قهرجن شو او امر یې وکړ چې ودې وژل شی. بیا د [ پاچا او شهزادگی په مخکې ویل شوې نغوتې او اشارې] د پاچا درباریانو، وزیر خان په ډیرې شډلتیا او وحشت په داسې بڼه قصابی کړ چې لومړی یې د لاس گوتې، بیا یې لاسونه او پښې بند له بند ور جلا کړې ، بیا یې غوږونه، پوزه او شونډې ور پریک کړې. د وزیر میړانه او زورتیا دومره لوړه وه چې ددغې بلېگدې " زجر" په ترڅ کې یې نه د درد او خوږ چیغې وکړې او نه یې له قصابانوڅخه د زړه سواندۍ غوښتنه وکړه، او بیا یې له ټوټی تن څخه د هغه ککره ور پریک کړه " (۷۵)

په دې توگه یې بې وسه او ناورین ځپلی وزیر بند پر بند جلا کړ او له دې چې وزیر په دغو سپـیتـتو (شکنجه) کې مړ نه سو، نو د ټول بدن غړی یې د یوه پسه په شان له یو بل څخه بیل کړل او ټوټې یې په یوې لویې کڅوړې کې واچولې. د وزیر ټوټی ټوټې شوی مړی د (خان علوم) د نېکه قاضی محمد سعید له پلوره (۸۷) غزنی ته یووړ شو او د شیخ رضی الدین علی لالا د زیارت ترڅنگ خاوروته وسپارل شو. (۷۶)

د وزیرفتح خان د شخصیت پرتم:

وزیر فتح خان ۱۹ کلن وو چې د خپل پلار سردار پاینده خان له وژل کېدلو وروسته د سیاست پر نړۍ یې پښه کښېښودله او کله چې وژل کېده، ۳۸ کلن وو. په دغې شمیرنې وزیرفتح خان ۱۹ کاله د هیواد د لیکو د ټینگولو، پرمختگ او پرتم لپاره په سرښندې هلې ځلې وکړې. هغه په ټول هېواد کې ټیکاو (امنیت) رامنځته کړ او د لیرې پرتو ولایتونو لکه : بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات والیان یې مرکزی دولت ته غاړی ټیټونې ته اړ کړل چې له مالیاتی گټو څخه دې د هېواد مرکزته ولایتی ونډه واستوی.
وزیر فتح خان د هیواد د ملی او ولسی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې او هر کله چې د هیواد پر سپیڅلې خاورې د پردیو د لاسوهنو خبره را پورته شوې نو د هغوی په له منځه وړلو کې د هیواد اود هیواد د ناموس او د ولس د نام او ننگ د ساتنې لپاره یې د مورنۍ خاورې د دښمنانو په وړاندې تور له تیکی را ایستلې او د یاغیانو او سرغاړو په وړاندې یې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نیولې د هرات تروروستیو کرښو پورې په میړانې سرښندنې کړی او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی گټې یې د ولس په گټه خوندی ساتلې دی.

په وزیرفتح خان کې د میړانې او لوی لاسۍ یا سخاوت دوې ځانگړتیاوې را ټولې وې، ولس د هغه گرد چاپیره راټول شو او نوم او پرتم یې دومره لوړ وو چې د پاچا او د هغه د کورنۍ نومیالیتوب، پرتم او دریځ یې خړپړ کړی وو. د " فریه" په وینا د فتح خان نوم په منځنۍ آسیا کې د هر چا په ژبه چلېده ، او افغانانو هغه ته ځانگړې لیوالتیا درلودله، په بل اړخ کې هغوی پاچا ته په سپکه سترگه کتلې. (۷۷)

وزیر فتح خان هېڅکله د پاچا هې د نیولو لپاره هڅه ونه کړه خو دومره واک او ځواک یې درلود چې پاچا هان یې د واکمنۍ پرگدۍ کښینول او یا یې را کوزول. هېڅ شک او شوپیان نشته چې د هغه د ټولنیزو بریاوو یوه برخه د هغه له توکمیز درېځه سرچینه اخیستله چې دی د بارکزیو د ټبر مشروو او دغه ټبر د خپلې شمیرې او پاملرنې له اړخه د درانیو د ټبر یو ډیر مهم ټـبر وو. د وزیر فتح خان ځانگړو کړو وړو او چال چلند هم د هغه په بریاوو او ولسیز نومیالیتوب کې کره ونډه لوبولې ده.

وزیرفتح خان چې پاچاهۍ ته د شاه محمود په رسولو کې پخه ، کره او هراړخیزه ونډه لوبولې وه، په واکمنۍ کې یې د وزارت دریځ د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره څرگند او پریکنده حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډیر کارَنده ، ځیرک او اغیزمن ولسی مشر وو، د پاچا له چړچه مارۍ او نا ولسیزه دریځ څخه په گټه اخیستنې، د پاچاهۍ د واکمنۍ پوخ واک یې له پاچاهۍ څخه وزارت ته را ولیږداوو. (۷۸). او له خپل واک ، د تورې ځواک اومخـَورتوب څخه په گټه اخیستې یې هڅه کوله چې د هیواد نوم او پرتم د احمدشاه بابا د دَورشپو ورځو ته بېرته را وگرځوی (۷۹)

نومیالی پوه ارواښاد علامه حبیبی د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لیکی :" فتح خان یو غښتلی ، پوه ، ولسی او اغیزمن شخصیت وو چې د دُرانی د توکم په منځ کې له فراه تا کندهاره یوازینی د ډگر نومیالی او د ولسی ځواک لرونکی بلل کېده. فتح خان، د هغه گڼ شمیر وروڼه او د هغه اغیزمن جنگیالی میړونه او کورنۍ ، د پاچا له کورنۍ وروسته، د افغانی ځواک یوازینۍ ځواکمنه او پیاوړې سرچینه وه" (۸۰)

انگلیسی الفنستون چې د وزیرفتح خان په دورکې یې ژوند کاوه، د هغه په اړه داسې لېکی : وزیر فتح خان د لوړ افغانی پرتم او ننگیالیتوب خاوند دی او تر دغې شېبې پورې د دُرانیو په ټولو وزیرانو کې نومیالی او مخَــَـوَرسړی دی. له دې چې وزیر په هرې چارې له ناکامۍ نه نهیلی کېږی، نو تل د لوړ معنوی ځواک لرونکی دی او په خپلو کړو وړو او خوځښت کې ستره پیاوړتیا او غښتـلتوب لری. د ټولو په ژبه د هغه کارپوهنه ، هوښیارۍ او زړورتیا جاری ده او پــَلـَویان او هملاری یې وزیر ته د حاتم طاﺋـی په سترگو گوری او له دې د خپلې ډلې په وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کوی نو دغه ځانگړتیا هغوی له وزیر سره په اړیکو او پالیالۍ کې ټینگ تړی. هېڅکله د خپلې ډلې په گـټو کې بې پروایی نه کوی او که داسې پیښ شی نو په بیړه د هغه په بیا رغښت کې ډیره هڅه کوی. څرنگه چې وویل شول وزیرفتح خان ډنگر ، د لوړې ونې خاوند او خورا زیاته ښکلې میړنۍ څیره لری، د هغه په کړو وړو او چال چلند کې نرمښت او خاکساری پرته ده چې دغه ځانگړتیا د هغه له اصلی طبیت اوخټې څخه چې له ویرې، وچ سترگۍ ، کلک سترگۍ او بې حیایۍ څخه پردیتوب کوی ، توپیر لری. (۸۱).
د سلطانی د تأریخ د کتاب لېکوال چې له امیردوست محمد خان سره یې په یوه وخت کې ژوند کاوه، د وزیرفتح خان د لوی لاسۍ او سخاوت په اړه داسې لېکلی دی : " نیک مرغه او نیک چاری وزیر فتح خان په میړانه کې ساری نه درلود، د جگړې د ډگر په توره او ډال کې کټ مټ لکه رستم زال وو، په توره چـَلـَونه ، مېړانه او د میرڅمن په وژنه کې د زال په شان وو، که د لوی لاسۍ لاس یې پرانیسته، نو ښکارنده وه چې د حاتم او دهغه د زوی معن نوم به دې هیرشوی وای، څرگنده شوې او په زباد رسیدلې چې هرات ته د هغه سفر، نهه سپوږمکینې میاشتې ونیولې، د سرتیرو د باړې اوټاکلې مېاشتنۍ تنخوا پر شمیرې سربیره د هغه د لوی لاسۍ شمیره چې شمیرونکو یا محاسبانو د وزیرفتح خان له بندی کېدلو وروسته شهزادگی کامران ته گزارش کړې، ۹۹ لکه روپۍ او دوې مثقاله شوې." (۸۲)

فریر، د وزیرفتح خان په اړه لېکی :" وزیرفتح خان د لوړې وړتیا لرونکی څښتن وو چې د پیاوړی نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگېدلو وړتیا یې هم درلودله... او په کړو وړو کې یې ساری نه درلود... افغانانو فتح خان ته په خورا درنښت کتل، حال دا چې خپل پاچا ته یې په سپکه کتل." (۸۳)

باری جهانی د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لیکی : " فتح خان په افغانستان کې د هوښیارترینو ولسی مشرانو په ډله کې یو هوښیار مشر وو. هغه یو زړور جنرال وو او له هغې ورځې وروسته چې د هېواد د تأریخ پرپاڼې یې گام کښیښود، یوه ورځ یې په کراره ډه ډه ونه لگوله. هغه د خپل پلار (پاینده خان) ټولې بیلگې او ځانگړتیاوې درلودلې او د خپل پلار په شان د هوښیارۍ ، زړورتیا او وړتیا په گناه ووژل شو. فتح خان د یوه افغان هېواد پال په توگه ، ښه پوهېده چې د هېواد پوخ او کره دښمن یې ایران دی. او ایران هم د شاه محمود په ناوړه، بېوړه او بې کفایته دربار کې خپل دښمن ښه پیژندلی وو او له همدې امله وو چې په لومړۍ شونې شېبه کې یې له شهزادگی کامران څخه وغوښتل چې سترگې یې وړندې کړی او یا دې په بندی ډول مشهد ته ور واستوی. کامران دغسې یوه پلمه له لوی څښتنه غوښتله او پرته له ځنډه یې د فتح خان پر ړندولو، افغانستان له هغو دوه ځلاندو سترگو بې برخې کړ چې ځلا یې د ډیرو لږو افغانانو په سترگو کې ځلېدله. فریر لیکی : " شاه محمود پوهېده چې د وزیر فتح خان د تورې په زور دوه ځله یې د پاچاهۍ پر گډۍ ډه ډه لگولې ده، له دې امله له پاچا کېدلو سره سم یې د دولت پوځی او اداری واگې د هغه په لاس کې ورکړې او په خپله د چړچه ماریو او بنډارونو په چوتره کښیناست او ځان یې د هیواد له نورو اړوندو چارو څخه بې غمه کړ. شاه محمود په چړچه ماریو کې څومره چې وسه یې کېدله، یوه شیبه بسنه ونه کړه. سره له دې چې د هېواد د پوځ او سیاست چارې د فتح خان په لاس کې راغونډې شوې وې، خو هېڅکله یې له دغې ځواکمنې واکمنۍ څخه د ځان په گټه ناوړه گټه پورته نه کړه. هغه په لنډ وخت کې هېواد د احمدشاه بابا د دَور پرتمېنې ځواکمنۍ ته چې د تیمورشاه له وخته مخ په کښته روان وو، ورساوه. د فتح خان نومیالیتوب په ډیر لږ وخت کې په ټولې منځنۍ آسیا کې خپور شو او هر افغان د هغه نوم په ډیر درنښت په خولې راووړاو پاچاته یې په سپکه کتل. خو په هغو شپو ورځو کې سدوزیو ته دومره په درنښت کتل کېدل چې هېڅ چا د پاچا گوښه کېدنه او د هغه پرځای د پاچا د کارپوه درستیزوال د ځای ناستې په اړه سوچ نه کاوه. ځینې وایی چې فتح خان یو واک غوښتونکی او ځانمنونکی سړی وو، خو کله چې فتح خان د پاچا په وړاندې غاړه ایښودنه کوله، هغه په دغه کار کې رښتونی وو اوپه ټولې گروهنې او ایمان یې غاړه ایښودله او په هغه دریځ چې پاچا ورکړی وو، بسنه یې کوله. که د پاچاهۍ پرگډۍ یې ډه ډه لگولې وه نو د پاچاهې له نومه پرته بل څه نه ور په برخه کېدل او په بدل کې به یې نورې سختۍ ځانته را کټولې وای. او هر څومره چې واک یې ډیرېده نو په هماغه کچه دښمنان یې هم ډیرېدل." (۸۴)

جهانی په خپلې دغې شننې کې زیاتوی " .... که شاه محمود حق درلود چې د افغانستان پاچا شی، نو فتح خان چې له پاچا سره په پرتله کې سل ځله په پوهې ، لیرلېد او تورې کې لوړ وو، ولې نه شوای کولای دغه حق ولری؟ په افغانستان ولسواکی نه وه چې فتح خان دې ټاکنو ته سترگه په لاره کښېنی. په افغانستان کې واکمنی د تورې په شرنگ اخیستل کېدله، او فتح خان پوهېده چې توره یې له هر بل تورزن څخه تیره او په کارپوهنه او تدبیر کې له بل هرچا پوه او مدبر دی. د هغه د وروڼو په کتار کې لږ تر لږه شیږ تنو یې د جگړې په ډگر او ژبه ورتوب کې خپله وړتیا او پوهه په زباد رسولې وه . فتح خان د امن او ټیکاو په ټینگولو، د مالی چارو په سبمالښت، او د مخالفو اله گوله کوونکو په ټکولو کې په هره لویشت کې خپله وړتیا او پوهه په زباد رسولې وه او په پای کې د خپلې وړتیا ، پوهې او رښتونولې په جرم ووژل شو. " (۸۵)

وزیرفتح خان د هیواد د ملی واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره له کشمیره تر سندهـ او بلوڅستانه او له هغه ځایه د هرات تر وروستیو څنډو پورې خپل ځان ، وروڼه او هملاری ملگری ډال گرځولی ول چې هیواد د پوپناه کېدنې او د ویشنې له گواښ څخه وژغوری او د سدوزیو د دولت سرغاړو او دښمنانو ته یې دا شېبه په لاس نه ورکوله چې سرراپورته کړی او ان د هغه پخوانی میرڅمن رنجیت سینهگـ د فتح خان د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې بیا زړه ونه کړ چې د درانیو د واکمنۍ پر خاورې سترگې نیغې یا ښخې کړی. په خواشینۍ چې د هېواد دغسې یو ولسی، ملی او تأریخی شخصیت د یوه ناپوهه شهزادگی د رخې او سخې او کینې له امله په ډیره بیړه ړوند او بیا د هغه د پلار په لاس ووژل شو او په دې توگه د سدوزیو د اتیا کلنې پاچاهۍ ټغر د هیواد له سیاسی چاپیریال څخه راټول شو.

پای

اخځونه او سرچینې :
مآخذ ورویکردها::

۱- الفنستون ، افغانان، د آصف فکرت ژباړه ، پ ۵۰۴
۲- الفنستون ،افغانان، پ ۵۱۱
۳- تأریخ سلطانی، سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطانی ،چاپ۱۲۸۹هجری=۱۸۸۱ز، بمبئی، پ١٢٣، پیرس، د بارکزیو لوړیدا/ عروج بارکزائی، د پژواک اوصدقی ژباړه ، پ۲۴،ټ۳
۴- الفنستون،افغانان،د فکرت ژباړه ، پ ۵۱۴، پښتوژباړه لومړی ټوک، د حسن کاکړ،د افغانستان د علومو د اکاډیمۍ چاپ ، ۱۳۶۱ل پ۲۹۴
۵- موهن لال ، د امیردوست محمد خان ژوند/حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ ۲۷
۶-پیرس،د بارکزیو لوړېدا /عروج بارکزائی، پ ۲۴
۷- عزیزالدین وکیلی پوپلزائی،تیمورشاه درانی،ټ۲، پ ۳۲۶- ۳۲۷، تاریخ سلطانی، له۲۰۱پاڼې وروسته
۸- پوپلزائی، همدغه اثر، پ۶۶۵- ۶۶۷
۹- پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی ، پ ۲۴- ۲۵
۱۰- الفنستن، د کابل د پاچاهۍ څېړنه / بیان سلطنت کابل، ټ۲،پ۲۹۴،پښتو ژباړه ،نصرالله سوبمن، پاړسی ژباړه د فکرت، چاپ : مشهد ایران، پ ۵۱۴
۱۱- الفنستون، هماغه اثر، پ ۵۱۵
۱۲- تاریخ سلطانی،پ ۱۷۳، الفنستون،هماغه، پ۲۹۶
۱۳- پوپلزائی، دره الزمان فی التاریخ شاه زمان، طبع ۱۳۳۷ل، پ۱۸۲
۱۴- تاریخ سلطانی،پپ ۱۷۲- ۱۷۳، کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی، پ ۱۳
۱۵-پیرس،هماغه اثر، پپ ۲۶- ۲۸
۱۶- کهزاد،رجال ورویدادهای تاریخی، پ ۱۵،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان،دعلیقلی میرزا، پ۶۱، چاپ۱۳۷۶تهران
۱۷- کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی، پپ۲۴- ۲۸
۱۸- کهزاد،هماغه اثر،پ ۳۱
۱۹- داسې ښکاری چې ظاهرأ له شاه شجاع سره د پټو اړیکو د لرلو په تور نیول اوبندی شوی وو (الفنستن، ټ۲، پ ۳۰۱- ۳۰۴)
۲۰- پیرس، هماغه اثر،پ ۳۱، الفنستن،ټ۲، پ ۳۰۴- ۳۰۵
۲۱- پیرس، ههماغلته، پوپلزائی،درة الزمان، پ ۲۰۲
۲۲- پیرس، هماغه اثر، پ ۳۲- ۳۳، الفنستن،ټ۲، ۳۰۵
۲۳-هماغه آثار هموغو ځایونو کې
۲۴-پیرس ،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۳۴
۲۵- الفنستون،د آصف فکرت ژباړه ، پ ۵۲۲
۲۶- موهن لال،د امیردوست محمد خان ژوند/ حیات امیر دوست محمدخان، ټ۱،پ۸۱
۲۷- تاریخ سلطانی،پ ۱۸۲- ۱۸۳،د شاه شجاع پیښې/ واقعات شاه شجاع، چاپ ۱۳۳۳ل، پپ ۹- ۱۱
۲۸- الفنستون، د فکرت ژباړه ، پ ۵۲۴
۲۹- بحواله درة الزمان، پ ۲۱۴
۳۰- الفنستون،د فکرت ژباړه ، پ ۵۰۷
۳۱- الفنستون، افغانان (بیان سلطنت کابل) د فکرت ژباړه، پ۵۲۵ ، د شاه شجاع پیښې/ واقعات شاه شجاع، پ۱۱
۳۲- تاریخ سلطانی،پ ۱۸۴،کهزاد،د کابل بالاحصار/ بالاحصارکابل، ټ۲،پ ۱۴۲
۳۳- الفنستون،هماغه، پ ۵۲۷، پیرس، د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ۴۷
۳۴-موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند/ زندگی امیردوست محمدخان، ټ۱،پ ۸۷
۳۵-۳۶- موهن لال،د امیر دوست محمد خان ژوند /حیات امیردوست محمدخان،د ډاکټرهاشمیان ژباړه ،ټ۱، پپ ۹۰- ۹۳
۳۷- پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۴۸
۳۸- الفنستون، د فکرت ژباړه، پ ۵۲۹
۳۹- موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند /حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ ۵۷- ۵۸
۴۰- الفنستون،افغانان، د فکرت ژباړه، پ ۵۳۴
۴۱-موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند /زندگی امیردوست محمدخان ،ټ۱، پ۱۰۱
۴۲-پیرس، هماغه اثر، پ ۶۱- ۶۲
۴۳- هماغه اثر، پپ ۶۶- ۶۷
۴۴- پیرس ، هماغه اثر، پ ۷۴- ۷۵
۴۵-موهن لال،هماغه اثر، پ ۵۷- ۵۸
۴۶- تاریخ سلطانی،پپ ۱۹۳- ۱۹۵
۴۷- د شاه شجاع پیښې / واقعات شاه شجاع،پ ۴۲،کهزاد،د افغاستان د اوسنی تأریخ په گوټونو کې / در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، پ۴۰
۴۸- پیرس، هماغه اثر، پ۷۹
۴۹- فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،پ ۱۴۹،نوای معارک، پپ ۱۰- ۱۱
۵۰-پیرس،دبارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی،۸۶
۵۱- کهزاد، د افغاستان د اوسنی تأریخ په گوټونو کې / در زوایای تاریخ معاصر افغانستا، چاپ ۱۳۳۱ل، پ ۴۷
۵۲- پیرس، د بارکزیو لوړېدا / عروج بارکزائی،پ ۸۸
۵۳- ویل شوی دی چې دوست محمد خان ټول هغه سره زر او گرانبیه غمی چې د حاجی فیروزالدین له ښځو او لوڼو او د هغه له ناوی رقیه بیگم څخه چې د شهزادگی کامران خور (دملک قاسم ماندینه) وو اخیستی دی او ان له غمیو ډک یو ملاتړونی چې بیه یې پینځوس زرو تومانو ته رسیدله د رقیې له ملا را خلاص کړ او جامې ور وڅیرلې او هغه یې سپکه کړه. د دوست محمد خان دغه تیروتنه او خطا د وزیر فتح خان په ړندیدلو او په ډیرې بوږنوونکې توگه د هغه د وژل کېدلو په بیه وه .
۵۴- میرمحمدصدیق فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر، د امریکا چاپ ، پ ۱۴۹
۵۵- کله چې وزیرفتح خان د جگړې په تکل د هرات له ښاره دباند ووت ،دښار کونجی" کیلی" یېد حیدرآباد د امیرانو استازی میراسماعیل وکیل او د سندهـ د خیرپور د امیرانو استازی حاجی شیر محمد خان ته وسپارله. (نوای معارک، پ۶۵)
۵۶-نوای معارک، پ۲۰-پیرس، پپ۹۶- ۹۷، تاریخ سلطانی(پ۱۹۹) د جگړې د پیل نېټه یې د ذی الحجې ۲۸ د ۱۲۳۳هجری قمری لیکلې ده چې د ۱۸۱۸ زکال د اکتور له ۲۹ سره سمون خوری.
۵۷- عبدالباری جهانی، هرات، پښتانه او ستره لوبه ،پ ۲۲۷
۵۸- پیرس، هماغه اثر، پ ۹۸
۵۹- تاریخ سلطانی، پ۲۰۰
۶۰-تاریخ سلطانی، هماغلته، او هم د بارکزیو لوړېدا/ روج بارکزائی، پ ۹۸
۶۱- فیض محمدکاتب، سراج التواریخ، ټ۱، پ۹۷
۶۲- فرهنگ، هماغه اثر،پ ۱۴۷،سراج التواریخ،ټ۱، پ۹۷
۶۳- پیرس،هماغه اثر، پپ ۹۹- ۱۱۰
۶۴-۶۵- پیرس، هماغه،پپ ۱۰۱- ۱۱۰
۶۶- حبیبی،د افغانستان لنډ تأریخ/ تاریخ مختصرافغانستان،ټ۲، پ۱۰۷
۶۷- پیرس، هماغه، پ ۹۹- ۱۰۰
۶۸-فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان در پنج قرن اخیر، ټ۱، پ ۱۹۸
۶۹- فیض محمد،سراج التواریخ،ټ۱، پ۱۰۲
۷۰- حمید کشمیری،اکبرنامه،۱۳۳۰، له۱۶۵ پ وروسته
۷۱-پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۱۰۹
۷۲-سراج التواریخ،ټ۱، پ۱۰۰
۷۳- سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطانی،چاپ۱۲۸۹هجری=۱۸۸۱م، بمبئی، پ۲۰۳
۷۴-پیرس،هماغه اثر، پ۱۰۹
۷۵-موهن لال،د امیردوست محمد خان ژوند/ حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ۱۲۶
۷۶- د وزیر فتح خان د پلار مړی هم همدغه قاضی محمد سعید خان بارکزی د زمانشاه په اجازې د کندهار ذاکر ته ولیږدوه او خاورو ته یې وسپاره. (فرهنگ، پ۱۳۳)- د وزیر فتح خان قبر د کاڼو پرسر هغه شعرونه چې کېندل شوی دی د هغه د ژوند دلوړو ژورو څرگندونه کوی او هغه یې د لوړ دریځ لرونکی ستر شهید بللی دی. .(رک: د افغانستان دوه سیاسی او پوځی نوابغ / دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان، پ ۱۱۵)
۷۷- ۷۸ فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،چاپ ایران۱۳۷۱،ټ۱، پ۲۱۰
۷۹-پیرس، پ ۶۶
۸۰-حبیبی، د افغانستان لنډ تأریخ/ تاریخ مختصرافغانستان،۱۳۴۹کابل،ټ۲، پ۱۰۴
۸۱-الفنستون،بیان سلطنت کابل،ټ۲،پ ۲۹۹
۸۲-تاریخ سلطانی،پ ۲۰۳، سراج التواریخ،ټ۱،پ ۹۲،دغه شمیره ۹۶ لک روپۍ قید کړی دی.
۸۳-پیرس، د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۶۶
۸۴-باری جهانی،هماغه اثر، پ ۲۳۱- ۲۳۲
۸۵-باری جهانی ، هماغه، پ ۲۳۳


نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد