خپلواک غوربند

دخپلواک غوربند ویبلاګ ته ښه راغلاست پر خپلو لیکنو رغنده نیوکو او وړاندیزونو مو دغه ویبلاګ ښکلا وروبخښی

خپلواک غوربند

دخپلواک غوربند ویبلاګ ته ښه راغلاست پر خپلو لیکنو رغنده نیوکو او وړاندیزونو مو دغه ویبلاګ ښکلا وروبخښی

داؤود خان په کوم نامه یاد کړو؟

داؤود خان په کوم نامه یاد کړو؟



داؤود خان (July 18, 1909 – April 28, 1978)



شهید اتل یا د جهاد اتل؟


عجیبه شپې ورځې راغلې دی ، بډی خور د نیاو "عدل" پرڅوکۍ ناست دﺉ ، جنایتکار د وزیر او ولسی جرگې پرڅوکۍ ډډه لگولې ، غل ، کوټوال او ساتنوال شو، گیدړ " ملی اتل " او د کرزی په دولت کې د نظار د شوری هر ناوړه ، لټ او کم لوستی د وزیر او سفیر په څوکۍ بـَسنه نه کوی ، نه باید هیښ پیښ شو چې دوی په لوټه غواړی د زرو له عیاره " داؤود" دې ځانته زرکاڼی (محک) جوړکړی او یا " د زرو زومانو لرونکې " بوډۍ دې د ستر سیاه سنگ د ارزښتناک کار سپکاوی وکړی.
چاچې په ژوند کې خپل سر د کره کتنې پر کتاب نه دﺉ ټیټ کړﺉ او نه پوهیږی چې کره کتنه څه ده ،کره کتنه په څه بڼه ده او کره کتنه له څیړنیزو سکالو څه توپیر لری؟ تأریخ او تأریخی پیښې څنگه څیړل او ارزَول کیږی ، په ټولې خړسرۍ اوسر ټمبه گۍ یې پوندې په ډنډه پنج ټینگې لگولې او د بل چا څیړنې او پلټنې تر کره کتنې لاندې نیسی او ته به وایې چې گڼې که دغه لیکوال د سیمې یو اوسنی لیکوال نه وی نو شک نشته چې د وروستیو دریو لسیزو د پخو لیکوالانو له منځه یو پوخ لیکوال یا کره کتونکی دﺉ.

پرته له دې چې د سیاه سنگ ستاینه وشی باید ټینگار وکړم هغه څیړنه چې سیاه سنگ د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وحشیانه وژنې په اړه تر لاس لاندې نیولې د هغې ساری په تیرو دریو لسیزو کې زموږ د هیواد د څیړونکو، تأریخ لیکونکو او کره کتونکو په منځ کې نه ده لېدل شوې.
هغه ځیروالی او د علمی اندیښنو په څادر کې رانغـښتې حوصله ، انرژی او وخت چې ښاغلی ډاکټر سیاه سنگ د ولسمشر داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې په تړاو د [پسرلنی سباوون د گولېو د باران / و آن گلوله باران بامداد بهار] په لیکنه کې په کار اچولې او د بشپړ ناپـېـېـلتوب په رڼا کې د تأریخی لاسوندونو د راټولو لپاره ددغې سکالو ټول اړخونه، تأریخی خواووې، د اروا پوهنې څنډې ، سیاسی لمنې ، وینا واله ډول او د اوریدونکی لپاره د اوریدا وړتیا په داسې بڼه راسپړلې او په پام کې نیولې چې د هیڅ کارپوه تأریخ لیکونکی په وَس کې نه لېدل کیږی .

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُرانی احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شی.

ددغه کار په ارزښت یوازې هغه کسان پوهیږی چې په پلټـنیزو او څیړنیزو څانگو کې ورهڼه او پوهه ولری نه هغه کسان چې شپې او ورځې په بانډارانو تیروی. په تأریخ او تأریخی برخو کې څیـړنه ، عملی پیاوړتیا، زړه غـَټـاوی ، پراخ زغم ، زور او د رښتیا او حقیقت موندنې لپاره په تأریخی لاسوندونو کې بشپړ ځیروالی ته اړتیا لری. هغه کسان چې د خپلو ماغزو د ویلی کولو او د خپل فکری ځواک په کار اچولو لپاره وخت او وسه ونه لری نو د یوه بشپړ او د منلو وړ څیـړنیز کار د تر سره کولو وسه هم نه لری. د میخانو غیږو ته پناه وړنکی نه شی کولای د سترو تأریخی پـلټـنیزو هڅو په ارزښت پوه شی.

زما په گروهنې د ښاغلی سیاه سنگ کاری بڼه دا ډول ده چې هغه په جناﺋـی او تأریخی څیړنو کې د لویدیځې نړۍ د پوهانو او پلټونکو تگلاره په پام کې نیولې او له دغه اړخه د سیاه سنگ کار د افغان د کلاسیکو تأریخ لیکونکو له کاری تگلارې څخه ډیرتوپیر مومی چې کولای شو د تأریخی پلټنو په ډگر کې یې د پام وړ یو نوښت وگڼو.
ټول لوستونکی د کودتاچیانو د بمباریو پر وړاندې د داؤود خان له زړورتیا ، ننگیالیتوب ، له سرښندنې ډکې خو د زړه بوږنوونکې پیښې د لوستلو لپاره د دوه وو اونیو هره شېبه شماری چې د کابل ناتهـ او بینوا ویب پاڼې را پرانیزی او د " پسرلنی سباوون د گولیو د باران / وآن گلوله باران بامداد بهار / " تر نامه لاندې د نومیالی افغان واکمن د ننگیالی مقاومت او له میـړانې ډک د مرگ داستان پاتې برخه چې د ډاکټرسیاه سنگ په پیاوړی قلم لیکل شوی ولولی.

ښاغلی سیاه سنگ د داؤود خان د غیرتی مرگ داستان په دومره ورهڼه لیکلی چې د لوستونکی فکر او ارواح په وَزَونو کې له ځان سره اخلی او تر هغې پولې پورې یې له ځان سره بیایی چې د داؤود خان دغم لړلی خو ویاړلی مرگ داستان د پاتې برخې لوستولو ته یې تـنده لا زیاتیږی.

په بشپړ ډاډ ویلای شو چې د افغان انقلابیونو ، سیاسی لارښودو مشرانو او د جهادی بولندویانو په منځ کې به هېڅ داسې څوک ونه مومو چې د یوه گام په واټن کې دې ددښمن سیوری ووینی او ځان ور ونه سپاری. خو همدا داؤود خان وو چې د ۲۰ ساعتو لپاره د غوایی د میاشتې د اوومې د غرمی له ۱۲ او د هغې ورځې د سهار تر ۸ بجو پورې د کودتاچیانو د میک ۲۱ الوتکو د زړه چـَوونکو او غوږ بوږنوونکو الوتکو په وړاندې په میړانه په پښو ودَرید او خپل لوړ میـړنی سر یې چا ته ټیټ نه کړ ان د ژوند په وروستیو شېبو کې ورته وویل شول چې که غواړﺉ چې ژوندی پاتې شې نو تسلیم شه ، خو هغه په خپل بې ساری افغانی میړنتوب او زړورتیا وویل چې : " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم". او د جنرال امام الدین د منښتې پربنسټ ، کله چې داؤود خان ته وویل شول چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلی دﺉ ، تسلیم شـﺊ! داؤود خان پرته له دې چې بله خبره په خولې راوړی خپله تومانچه را اخلی او امام الدین په ډزو وُلی. د یوه کودتاچی افسر (امام الدین) په وړاندې د داؤود خان دغه چوپتیا څه مانا را ښندی؟ آیا دا په دې مانا نه ده چې داؤود خان یو ټیټ پوړی افسر د ځان سیال نه بولی؟ داؤوخان ښه پوهیده چې د هغه د تومانچې ډزې څه خطرناکې پایلی هغه او د هغه کورنۍ ته له ځان سره لری خو بیا هم ډزې کوی. رښتیا دا ده چې داؤود خان ددې په ویلو چې " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم" ، د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتی د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوی چې د ایمان او گروهنی (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوی کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمی ومنـﺊ.

دا لومړی ځل نه وو چې داؤود خان د ځواکمنو زورپالو د دیکتې پر وړاندې خپل ملی میړنتوب څرگند کړی وو بلکه نوموړی هغه هیوادپال ، خپلواک او مغرور شخصیت وو چې د خپل هیواد په چارو کې یې د شوروی اتحاد د ځانمنونکی مشر(برژنیف) دیکته ونه منله. د عبدالصمد غوث د وینا له مخې چې د ماسکو په وروستی سفر کې ور سره په بدرگه پلاوی کې وو یو ځل د خبرو په ترڅ کې برژنیف د افغانستان د حکومت پرچال چلند او په افغانستان کې د ناتو د غړو هیوادونو د کارپوهانو په ډیریدا گوتنیونې وکړی او ټینگار یې وکړ چې هغوی دې له افغانستانه وشړی. خو سردار محمد داؤود برژنیف ته په ځواب کې وویل : " هغه څه چې همدا اوس د شوروی اتحاد لارښود مشر وویل ، هیڅکله به افغانانو ته د منلو وړ و نه گرځی. دا د افغانانو له انده د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده. موږ به هېڅکله تاسو ته اجازه در نه کړو چې موږ ته دیکته وکړی چې په څه ډول خپل هیواد اداره کړو او څوک په افغانستان کې وگومارو. دا حق چې بهرنی کارپوهان څنگه او چیرې په کار و گومارو په بشپړ ډول د افغانستان حق دﺉ. که اړینه وگڼل شی نو افغانستان به بې وزلی غوره وبولی خو په خپلو کړنو او پریکړو کې به خپله بشپړه خپلواکی ولری." ( د غوایی کودتا او په افغانستان کې د هغې پایلې. د لیکوال لیکنه، څلورمه څپرکۍ، چاپ ۱۹۹۶) .
د داؤود خان وینا د شاهنامې دغه بیت زما په یاد راولی چې :

مرا مرگ بهتر از آن زندگی = که سالار باشم کنم بندگی
ژباړه :ماته مرگ تر هغه ژوند غوره دﺉ چې په مریـیـتوب کې سر لښکر اوسم



هر گوره ، د ماسکو خبرې ددوستې په چاپیریال کې پای ته ونه رسیدلې او داؤود له مسکوه خوابدی راستون شو او له هغه وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ. داؤود غوښتل افغانستان د شوروی له پـیټی او اغیزو وژغوری او د هیواد د پرمختگ په لار کې د گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان او هم د عربستان او مصر مرستې راخپلې کړی. خو په خواشینۍ چې د شوروی لاسپوڅی چې په دغو سفرونو کې له داؤود خان سره بدرگه ول د سیمې اسلامی هیوادونو ته د داؤود خان د سفراو خبر اترو د ټولو جزﺋـیاتو گزارش شوروی چار واکو ته ورکاوه او همدا لامـِل وو چې شورویانو د هغه پروړاندې خپلې ټولې دروهې په کار واچولې او د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی د مېاشتې (اپریل ۱۹۷۸ز) د خونړۍ کودتا له لارې یې سردار داؤود د هغه د کورنۍ له ۱۷ تـنو غړو سره یوځای له منځه یوووړ.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی د مېاشتې په اوومې د کودتا چیانو په وړاندې د داؤود خان میړانه ، لوی زړه ، ټینگیدا او دغوایی د بښکولې (فاجعی) د درڼه مارو (جلادانو) په وړاندې د هغه نه تسلیمیدونکې باتوری د افغانستان په تأریخ کې بې سارې ده او کولای شو په زغرده ووایو چې داؤود خان هغه سر په لاس لومړنی افغان شهید دﺉ چې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې دې خبرې ته یې غاړه کښینښودله چې خپل ویاړلی سر د هیواد دښمنانو ته را ټیټ کړی. داؤود خان، پرتمین او ویاړلی مرگ ، ترهغه غوره وباله چې پاتې ژوند د پردیو او پردیو ته د لاسپوڅومشرانو په منگولو کې د یرغمل مریی په توگه تیر کړی او په لوړ سر یې مرگ ومانه ، خپل او د خپلې کورنۍ نوم یې د هیواد د بی سارو میـړَنیو په کتار کې د تل لپاره په خپلو وینو ولیکه.

داؤود خان ددې په ویلو چې " پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم" او د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتی د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوی چې د ایمان او گروهنی (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوی کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمی ومنـﺊ.

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُرانی احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شی.
د هیواد د پرمختگ لپاره د سروزیرې په پـَیر او په افغانستان کې د لومړنۍ ولسواکۍ د بنسټ له ایښودلو وروسته د هغه په هیواد پالو هڅو کې د هېڅ شک ځای نه پاتې کیږی ، په ۱۹۵۹ ز کال کې د چادرۍ له زندان څخه د ښځو د ژغورنې لپاره د هغه زړورې او انقلابی هلې ځلې یو له هغو گامونو څخه دی چې زموږ د هیواد ښځمنې دې باید له هغه ډیرې منندویه وی او هغه دې د ښځو د حقونو او مدنی آزادیو مخکښ لارښود وگڼی.

د لویو لارو جوړول ، د اوبو د بندونو، روغتونونو او د روغتیایی آسانتیاوو د مرکزونو، پوهنتونونو او پولیتخنیکونو، د کابل او کندهار د نړیوالو او د شینډنډ او هرات د هوایی ډگرونو، د نغلو او ماهی پـَر او په ننگر هار کې د درونټې د بریښنا کوټونو ، په ننگرهار کې د هډې او غازی آباد د اوبولگولو او د کرهڼی د پرمختیایی پروژو جوړول، د هلمند او د غزنی د سردې ، د پروان ، خان آباد او د کوکچې د بریښنا د بندونو، په بغلان کې د قـند د شرکت او په کندزکې د سپین زرو د غوړیو فابریکې، په گلبهار او بگرامیو کې د نساجی فابریکې، په مزارشریف کې د کیمیاوی سرې او بریښنا کارخانې، په کابل کې د کور جوړولو ، په لښکرگاه کې د رُخام د کاڼو فابریکې جوړول او له ټولو اړینه د ملی پوځ پیاوړتیا او په ټول هیواد کې د امن ټینگښت ټول ددغه هیواد پال او میړنی مشر د حکومت تـلپاتی کارونه دی چې ټول یې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ او د پاکستان د (آی ایس ای) د پوځی څارگرې ادارې په لارښوونې د جهادی بولندویانو په لاس له بنسټه ونړل شول او پاتې توکی او سامانونه یې د مجاهد صاحبانو له پلوه پاکستان ته ولیږدول شول او د وښو په بیه و پلورل شول.

د داؤود خان د واکمنۍ په وخت کې د ټولنیزو بې عدالتیو اوکمښتونو له شته والی سره سره بیا هم ټول وگړی له مالی او ځانی امن څخه برخمن ول. د خلکو پت او عزت له تیری خوندی وو. زور واکو نشوای کولای د هغوی پر ناموس او پت تیری وکړی. د خلکو کورونه او شتمنۍ خوندی وه. که چا غوښتی وای چې له کابله مزار ، هرات ، کندهار او جلال آباد ته له سرو زرو او له پیسو ډکو کڅوړو سره سفر وکړﺉ داسې څوک به نه ول چې له چا و پوښتی چې چیرې ځـﺊ او یا دې ورته لاره ونیسی چې څه شی له ځان سره وړې او یا ولې ایخوا دیخوا ځـﺊ؟ لنډه دا چې که ولس هېڅ شی نه درلودل خو امنیت یې درلود اوپه یوه هیواد کې امنیت د یوه دولت له ارزښته ډکه ډالۍ ده. لنډه دا چې د غوایی له کودتا سره ولس د ژوند دغه یوازینی شته نعمت یعنی امن له لاسه ورکړ.

په ځای گڼم چې د افغانستان لومړنی ولسمشر شهید داؤود خان ته دې د " ملی اتل " نوم ورکړل شی نه هغو کسانو ته چې ان له جهاد مخکې او جهاد وروسته کلونو کې د پردیو گټو په چوپړکې پریوتل او د خپل مرگ تر ورځې د امریکا، روسیې ، ایران ، پاکستان ، هند ، انگلیس او فرانسې په څارگرو ټولنو پورې تړلې پاتې شول او اوس د هماغو جاسوسی چوپړونو د خیراتونو له شامته د ملی اتل تر نامه لاندې د افغان سپیڅلی ولس پر اوږو سپاره او په پرله پسې ډول د ولس له بیت المال څخه د هغه لپاره تبلیغ کیږی. خو شهید داؤود خان دغه نه تسلیمیدونکی ملی اتل د چا تبلیغاتو ته اړتیا نه لری. هیواد پالو افغانانو ته ښایی چې د هیواد ددغه شهید د ویاړلی نامه لپاره دداسې نوم د پلټنې او وړاندیز په لټه کې شی چې د هغه له شخصیت ، میړنتوب او زړورتوب سره جوگه وی. زه د افغانستان د لومړنی ولسمشر د سل کلنۍ دلمانځنې په ویاړ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې شهید داؤود خان ته د " ملی اتل" د نامه وړاندیز کوم. داؤود خان د ۱۹۰۸ ز کال د جولای په ۸ نیټې په کابل کې وزیږېد او د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې د ۲۷ په سبا له ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو. ددغه شهید اتل نوم او یاد دې د تل لپاره ژوندی وی!


اعلیحضرت شاه امان الله غازی

اعلیحضرت شاه امان الله غازی



اعلیحضرت شاه امان الله خان غازی (۱۸۹۲- ۱۹۶۰)




شاه امان الله غازی هغه لارښود چې پر هېواد ، خپلواکۍ او وگړو مَـین وو!


دهېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په لمانځورځوکې هغه نوم چې له خپلواکې سره نه بېلېدونکې تړاو لری د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازی نوم دی. کله چې د هېواد له خپلواکۍ څخه نوم اخیستل کېږی نوپه هېواد کې به په څه پوه، په خپلواکۍ مین، آزادېپال او هېوادپال و نه موندل شی چې له هغه سره جوخت د خپلواکۍ د گټونکی سروال، هېوادپال اوسرښندویه نومیالی غازی اعلیحضرت امان الله خان په یاد ونه لویږی اود هغه ارواښاد نوم په درنښت یاد نه کړی.

د افغانستان په تاریخ کې د هېواد د پاچایانو، شهزادگیو، امیرانو او ولسمشرانو په کتار کې (په دریو لسیزو کې بنسټپالو کیڼ او ښی اړخوډلومشران) له احمدشاه بابا وروسته هېڅ یویې له غازی پاچا امان الله خان سره په هېوادپالنۍ، له خلکو سره مینې او د خپل سرلوړی هېواد له خپلواکۍ سره په مینې او هم د هیواد په کورنېوچاروکې د پردیوله لاسوهنوسره په دښمنۍ کې برابری نشی کولای.

تر اوسه د افغانستان حق پالونکی او حق پـَلـَوی ولس د غازی اعلیحضرت امان الله خان نوم دغه سترملی ولسی اوسرښندونکی شخصیت په ژوردرنښت یادوی او د زړه له کومې ورته درناوی لری. دغازی امان الله خان نوم د هېواد له خپلواکۍ سره نه شلېدونکې تړاو لری او دهغه دروند شخصیت ته سپکاوی کټ مټ د هېواد آزادۍ او خپلواکې ته سپکاوی دی. ځکه چې د هېواد وگړو د خپلواکې د بیرته ترلاسه کولو لپاره ددغه غازی هېوادپال ترمشرۍ او د سروالې پوهې ترسیوری لاندې خپلې سپیڅلې وینې توی کړې او خپله خپلواکی یې د زبېښاک له ستونی را وایستله. څه ناڅه د نهو لسیزو په تیریدا بیا هم کولای شو دسپین روبوهیوادوالو او مشرانود یادونو د اورېدلو په وخت کې پوه شو چې د ولس دزړونو په منځ کې ددغه ستراو له پرتمه ډک لارښود مشر د دریزاو معنوی گرانښت ځای ځایگی چیرې دی.

اعلیحضرت شاه امان الله خان غازی، یو ژور روڼ اندی، متواضع اوسپیڅلې ، له وگړو سره د ښه چلند خاوند اودهیواد پر خپلواکۍ اوپرمختگ مین پاچا وو. د هېواد له وگړو سره دهغه کړنه او چال چلند له پاچاهۍ او ان د پرمختگ غوښتونکوله غورځنگه مخکې د خلکو پرژبه وواو د هغوی په زړونو کې یې ځانگړی ځای درلود.د امیرحبیب الله په دربارکې د هېواد دیو شمیرپوهانو،ځمکوالواو اغېزمنو مشرانو زامن د ((غلام بچه گانو)) ترنامه لاندې راټول او د دربار له رموزه ښه خبر خو د امیرله چال چلنده زړه تورن ول؛ نو د امان الله خان د دغوځانگړتیاوو اوسپیڅلی کرکترله امله ول چې دغه روڼ اندی د امان الله خان گردچاپیره یوه سیاسی کړۍ راتاووی او هغه یې د یوې سیاسی ټولنې د مشرپه توگه چې د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم)پرنامه یادېدله وټاکه. لدې امله د شاه امان الله غازی نوم د (جوانان افغان/افغان ځوانان) یا (مشروط خواهان دوم) له نوم سره نه شلېدونکی تړاو لری او هرڅوک که وغواړی د شلمی پیړۍ د لومړیو درو لسېزو د مبارزو په تأریخ کې شننه او څېړنه وکړی ، نو هرو مرو به د لومړیو او دویمومشروطه غوښتونکو نومونه او په سرکې دهېواد د خپلواکۍ د گټونکی، هېوادپال او پرمختگ پالونکی پاچا امان الله خان نوم ورسره جوخت اخلی.

شاه امان الله خان د(امیرحبیب الله خان زوی، دامیرعبدالرحمن خان لسمی، دامیر محمد افضل خان کړوسی دامیردوست محمدخان کوسـَی، د سردار پاینده خان کـَودی چې پاینده خان د حاجی جمال خان بارکزی زوی وو او د ستراحمدشاه بابا په وخت کې ژوندی وو) د ۱۲۷۱ل کال (۱۸۹۲زکال)د جون دمېاشتې په لومړۍ دپغمان په دره زرگرکې د(طاق ظفر) په سېمه کې دملکې سرورسلطان له لمنۍ چې لقب یې (سراج الخواتین)وو سترگې پرنړۍ وغړولې. دامان الله خان مور سرورسلطان دشاغاسی شیردلخان لور چې(د امیرشیرعلیخان د دربارشاغاسی وو) او د خوشدل خان بارکزی خور وه چې دغه کورنۍ د هغه د پـَیر یا دورله سترو خانانو څخه وه.

افغانی پوه ډاکټر اسدالله حبیب د (دوره ِ امانی) دلېکنې په سرېزه کې لېکی :( په داسې حال کې چې د هېڅ ډول ستروای او د پـېښود انځورونې موخه نه لرم ، نه سم کولای هېره کړم چې د امیرامان الله خان پروړاندې د زورزیاتی ، ناتار او له انگریزسره د معاملې بېلگې ډیرې وې او زموږد هېواد په تأریخ کې د هوساینې د لارې پرځای ، له کـَندَوُنو،غوچوړو اوپیچوموډ کې لارې هم ډیرې وې او هغه دغه له اغزو او ننگونو ډکه لاره غوره کړه چې دخپلې پاچاهۍ بنسټ یې پرې کښېښود) ډاکټرحبیب زیاتوی :(نوموړی امیرخپلې ټولې هڅې د خپلومخکنیو په څېرد سیالوډلو دراپرځولو په لاره کې ونه لگولې بلکه د واکمنۍ له کړۍ دباندې راووت او لویوکارونو لکه دخپلواکۍ بیرته ترلاسه کول، د هېواد پرمختگ، د پوهنۍ او فرهنگ لوړتیا او دگړولپاره د مدنی معاصرۍ ښیرارۍ او برابرولو ته یې ملا وتړله. د هغه گامونه د ختیزوټولنو له لرغونوخویونو سره سمون نه خوړاولویدېځو دولتونو هغه ته د یو غیرعادی او زیږمشرپه توگه کتل اوپرته له شکه چې هغوی ته د امان الله خان مېړانه او هېلو ته د رسېدلو سپیڅلې توده مېنه له بدسترگۍ او رخې سخې تشه نه وه). (۱)

د افغانستان د حق پالونکی ولس پرغاړه د اعلیحضرت شاه امان الله خان کوشنی حق، دهېواد دبشپړۍ خپلواکې ترلاسه کول دی. شک نسته چې کــه هغه دخپل هېواد دخپلواکۍ لپاره د انگریزپه وړاندې وگړی جهادته نه وای رابللی او د خپلو مخکنیو په شان یې له انگریزسره جوړجاړی کړی وای اود هېواد په چاروکې یې د هغوی لارښوونو ته غاړه ایښودلې وای، ښایی د ژوند ترپایه د افغانستان دپاچاپه توگه پاتې شوی وای اوترهغو چې انگریزانونه وای غوښتی ، هېڅ چابه د هغه دځای ناستۍ لپاره سرونه نه وای پورته کړی. خو هغه چې پرخپلواکۍ او دخپل هېواد د وگړوپرسرلوړۍ مین وود پاچاهۍ دغه تخت اوتاج یې د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې کښېښود اود تاج په سرکولو په لومړۍ اونۍ کې د عیدگاه په لوی جومات کې د کابل سپېڅلوښاریانواو ددولت مأمورینو ته په خپلې لومړۍ څوساعته وینا کې د افغانستان د بشپړۍ خپلواکۍ غږپورته کړ او خپله پاچاهۍ یې د هیواد دبشپړۍ خپلواکۍ په آړ یا شرط اعلان کړه او ویې ویل:(لومړی خپل سپیڅلی ولس ته اعلان کوم او زیری ورکوم چې زه د افغانستان د پاچاهۍ تاج د افغانستان د کورنۍ اوبهرنۍ خپلواکۍ په سپیڅلی نوم پرسر ږدم)(۲).وروسته یې د افغان له آزادیپال ولس څخه وغوښتل چې ددغې ملی هېلې په ترسره کولو کې هغه ته لاس ورکړی.اعلیحضرت امان الله خان د کابل ښاریانو ، سرتیرواومأمورینو ته دخپلې یوې بلې وینا په ترڅ کې چې د سفربری جامې یې په ځان کې وې د عیدگاه په جومات کې وویل:
(گرانه ولسه! زه به د سرتیرۍ دغه جامې ترهغو له ځانه ونه باسم چې دهېواد د سپیڅلې مورپرځان مې د خپلواکۍ جامې نه وی ورپه ځان کړی. زه به دغه توره په تیکی کې کښـېـنـږدم چې د ولس د حقونو لوټونکی مې پرځای یې نه وی کښېنولی! اې زما سپیڅلیه ولسه او اې زما سرښندویو سرتیرو! دهېواد دژغورنې لپاره خپله وروستنۍ شتمنی راډګرته کړﺉ، راځـﺊ چې خپل میړنی سرونه دهېوادپه سپیڅلې لاره کې بلهاری کړو!)(۳)

شاه امان الله د سفربری په جامو کې (۱۹۱۹)

شاه امان الله خان ولېدل چې انگریزانود افغانستان د په رسمېت پېژندلو په اړه دهغه لېک ته چې له نورو خپلواکو هېوادونو سره د یوه خپلواک او کورواک هېواد په توگه برابرحقونه ولری، ځواب ندی ورکړی ، نو د ۱۹۱۹ کال داپریل د مېاشتې پر ۱۳ نېټې چې دانگلیس سفیر هم په هغې غونډې کې ناست وو د یوې ویناپرمهال وویل :
(زه ځان اوخپل هېواد له کورنی او بهرنی اړخه په بشپړډول خپلواک اعلانوم. وروسته لدې زموږهېواد د نړۍ د نورودولتنواوځواکونوپه څیریو خپلواک هېواد دی او د سرد یوه ویښته په اندازه هېڅ ځواک ته اجازه نه ورکول کېږی چې د افغانستان په کورنیواوبهرنیوچاروکې لاسوهنه وکړی او که څوک دغسې یوگام پورته پورته کړی نو پردغه توره به یې غاړه ور غوڅه کړم) او بیا یې مخ دانگریزسفیرته ور واړاوه او وېې پوښتل :(څه مې چې وویل پوه سوﺉ!) د انگلیس سفیر په ډیردرناوی ځواب ورکړ:(هو پوه سوم.) (۴)

وروسته ځوان پاچا د خپل برخلېک د ټاکلولپاره له انگریزسره د جهاد ملا وتړله. د ځوان پاچا دغه نوښتگرغږته پر خپلواکۍ مېن افغان مسلمان ولس په خوښۍ ځواب ورکړ اود خپلواکې د ترلاسه کولوپه لاره کې یې د سراومال په بلهاری کولو او سرښندوینې دهغه وخت د نړۍ له لوی ځواک یعنې انگلیس سره د جگړې چمتوالی ونیو.
په دغه وخت کې په هنگری کې د انقلاب دبریالیتوب خبرونه رارسېدل. په آلمان کې د ۱۹۱۸ز کال د انقلاب له ماتې سره سره انقلابی اکریاحالت واک چلاوه. په ترکېه کې دخپلواکې جنگیالی لارویان د جنرال کمال اتاترک ترڅنگ کړۍ جوړولې. دهند هېواد هم په څپڅپانده اکر کې وو. د۱۹۹۱ز کال داپریل په لومړیوکې دهغه هېوادپه هرگوټ کې ټولیزه کاربندی پیل شوې وه : په بمـیی ، لاهور، ډیلی او د هندپه نوروښارونوکې د ناکراریوڅپې خورې وې او له پولیس اونېواک گروسرتېروسره دلاس اوگریوان کېدلو لړۍ خپره وه. داپریل پر۱۳ ورځ دامرتسرپه ښارکې دوه زره ووژل او په زرگونو نورټپیان شول چې دا ډیره بوږنونکې وه. دهندپه میلونونو لوږې ځپلی ولس د ورهڼگرو یاکسبگرو اود کارگرانو له غوښتنو څخه ملاتړ کاوه (۵)
په دغسې یوه اکریاحالت کې ووچې شاه امان الله په پرله پسې ټوگه د انگریزپه وړاندې دکابل د وگړو اوگڼ شمیرټولنیزو پاړکویا طبقاتو ترمخ ویناوې کولې او دولس له سرښندویه هرکلی سره مخامخ کېدلې. د عېدگاه په جومات کې په یوې ویناکې یې وویل: (دافغان زړه وره اوپه لوی څښتن مـَیـنـه ولسه! اې زمریو!د بریتانیې حکومت په درغلنې او بې شرمۍ دوه ځله زموږپرهېواد یرغل وکړ اوغوښتل یې خپلې ککړې منگولې په سیمی کې ښخې کړی، اوس غواړی چې زموږټاټوبی چې پلرونه مو پکې ښخ دی لوټ کړی، زموږپرتم،ننگ او هم زموږشخصیت او افغانی ځانگړتیا له منځه یوسی ، غواړی زموږخپلواکی اوښیرازی له منځه یوسی ....)(۶).
دپانگوالۍ پروړاندۍ د پاچا زیږو اوشدیدو ویناوو د وگړوپه منځ کې دهغه منښت اوگرانښت لا پراخه کړ. یوه ورځ وروسته د کابل ښارپه زرگونوښاریانو د حبیبې د ښوونځی له زده کوونکوسره یوځای د انگلیس د سفارت ترمخ لاریون وکړ اودانگلیس په وړاندې یې غږونه پورته کړل. شاه امان الله د ضدانگلیسی خپلواک سیاست اوتگلارې په راخپلولوورځ په ورځ دوگړوپه زړونو کې دروندځای موند او ددغه گرانښت له امله ده چې هغه دهېواد دسیاسی خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په لاره کې دافغان ولس دسترې جگړې اعلان وکړ اود افغانستان زړه ورولس یې له پیژندل شوی دښمن یعنی انگلیس سره دخپلواکۍ دژغورنې دریمې جگړې ته راوباله.

دافغانستان هېوادپالوخلکو د ځوان پاچا دغې غوښتنې ته ځواب ووایه او د ۱۹۱۹ کال د مې د مېاشتې تر ۳ نېټې پورې یو ۶۰ زریز ځواک جوړسو.دغه ځواک دهېواد له گڼ شمیرتوکمونوڅخه جوړ وو هغوی د ورورۍ او خپلواکۍ غوښتنې په گډواحساساتو له خپلو زَړو وسلوسره چې دانگلیس په دویمې جگړې کې یې ترلاسه کړې وې جگړې ته ملا وتړله. نا روزل شوی ۴۰۰۰ یز توپچی ځواک له خپلو زَړو وسلواو ډیرو لږو تجهیزاتو سره له دغه کوشنی پوځ سره ملگری وو. خو دښمن څه وکړل؟ دښمن ددغه کوشنی ناروزل شوی پوځ پروړاندې لومړی ۳۲۰ زره او وروسته یې ۷۵۰ زره روزل شوی سرتیری او افسران چې له  ۱۸۵ تر۴۵۰ زرو باروړنکی څاروی هم ورسره وو اوپرهغوی یې خپلې وسلې ایښودلې وې او له سلگونو جنگی الوتکوسره له افغانستان سره دجگړې په موخه دافغانستان سویلی اود سویل لوېدیځو کرښو پرمخ یې راوخوځول.(۷) دافغانستان پوځی اوزار او د پوځ جنگی مهماتو د بریتانېې له وسلو سره چې په پرمختللو وسلو اوجنگی الوتکوسمبال وو په هېڅ راز برابروالی نه درلود خو له دغه څرگندپوځی کمښت او نابرابروالی سره سره د افغانستان پوځ د ناتارگرو تیری کوونکو په وړاندې له ځانه اتلواله مقاومت څرگند کړ.

دانگلیس له نېواک سره دافغانستان دولس او د خپلواکۍ لپاره اتلواله پاڅون چې له لومړۍ نړېوالې جگړې څخه په هسکه غاړه راغلی وو د ولس ملی هېوادپالو احساساتوته نوې ساوبخښله او د هېواد د خپلواکۍ د لړۍ د پاڅون لمنه په بې سارې توگه پراخه شوه. له پښتنوتوکمونو څخه خپلخوښو جنگیالیو د خیبرله غاښی تربلوچستانه د بریتانوی نېواک گروپه وسله والوځپلو اوشاتمبولو کې ستره ونډه ولوبوله. د خپلواکۍ دغه پاڅون ته د بریتانوی هند وگړوښه راغلاست ووایه. په توکمېزوسیموکې پراته د بریتانیی په لښکرکوټونوکې هندی سرتیری د افغانستان پوځ ته راواوښتل. په همدې وخت کې دبمبیی، لاهور،امرتسراود نېمې وچې په نوروښارونو کې د نیواک گرود ځان غټاوی پروړاندې د هند د وگړو نا آرامی او کاربندی دانگلیس د تیری کوونکود روحیې په تضعیف اود چال چلند په بدلون کې بې اغیزې نه ول.دلته ده چې د انگیس د نېواک په وړاندې د وگړو دَرېدنه اومقاومت، انگریزان اړکړل چې په راولپنډۍ کې د سولۍ د خبرو اترو لپاره اوربند ته غاړه کیږدی(۳جون ۱۹۱۹)

په دغسې یوه اکرکې ول چې د افغانانو د جگړود اهمیت په اړه د بلشویکانو یوه مشر وویل: (د پانگوالی د زبېښاک په اکریاحالت کې د ولسی پاڅون د انقلابی مورچل اړېنه آړیا شرط دا ندې چې په غورځنگ کې دې هرومرو پرولتاری جنگیالی گډون ولری اوگڼې غورځنگ دې یا ولسپاله یاانقلابی تگلاره ولری اویا دې پردموکراسۍ ډه ډه لگولې وی. له څرگند اړخه که ورته وکتل شی نو د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د افغان امیر جگړه سره لدې چې دی او ده ته نیږدې دوستان اوملگری یې د پاچاهۍ غوښتونکی دی، بیا هم یوه انقلابی جگړه ده، ځکه دغه جگړه پانگوالی شاړې واړې کوی،ځواک یې له ویشاک سره مخاموی اوسټه یې ورباسی )(۸).

هرگوره د غازی اعلیحضرت شاه امان الله خان د سپیڅلې هېوادپالنې اویوژبې مشرۍ ترسیوری لاندې دافغانستان سیاسی خپلواکی ترلاسه شوه او یوځل بیاافغانستان خپل له لاسه تللی نوم او پرتم ترلاسه کړاو د نړۍ د خپلواکوهېوادونو په کتارکې ودرېد(د ۱۲۹۸ل کال د زمری د مېاشتې ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اگست د مېاشتې له اتلسمې سرسمون خوری)، او له دغې ورځې وروسته افغانانو داگست ۱۸ چې د زمری د مېاشتې ۲۸ کیږی دهېواد د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ولسی ورځ وبلله.

ملی یووالی ، د شاه امان الله خان ستره هېله

امان الله خان په ۱۲ کلنۍ کې په عین الدوله ونومول شواو په ۱۹۱۳ز کال کې یې د محمودطرزی له لور ثریا سره د شهرآراء په ماڼۍ کې واده وکړ او په ۲۷کلنۍ د ۱۲۹۷ل کال (د۱۹۱۹ کال دفبروری ۲۸) د جمعې په ورځ د افغانستان پاچاهۍ ته غوره شو. هغه له لس کلنۍ پاچاهۍ وروسته د۱۹۲۹زکال د مې دمېاشتې په ۲۴ نېټې دې ته اړایستل شو چې هېواد پریږدی او ایتالیا ته ولاړ او وروسته له ۳۱ کالود بې وزلۍ ژوند له تیرولو د۱۹۶۰زکال د اپریل دمیاشتې په ۲۵ چې د ۱۳۳۹ل کال د غوایی د مېاشتې له ۵ سره سمون خوری دسویس په هېواد کې دسترگې دسرطان دناروغۍ له امله سترگې له نړۍ وتړلې او دهغه دوصیت پربنسټ، جنازه یې افغانستان ته راولېږدول شوه او په جلال آباد کې دپلار ترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه

روڼ اندی اوپرمختگپال پاچا له ټولوسکالو مخکې د افغانستان د ملی یووالی د بنسټ ټینگولو ته پام را واړاوه اودغه ولسی یووالی یې په ډیرې پوهې د وگړو د برابروحقونوپربنسټ د قانون په هېنداره کې په خوځښت راوست. له دغو بدلونونوڅخه یواړین بدلون د دولت د ټولنیزوسماونو د لومړۍ لړۍ،د اساسی قانون یا دافغانستان د دولت د اساسی نظام لېک د اډانې وړاندیز او منل ول چې په ۱۳۱۰ ل کال کې په ننگرهارکې په ۸۷۲ کسیزې لویې جرگې کې چې په خپله پاچا یې مشری کوله تر خبرواترولاندې ونېول او بیا ومنل شو او د افغانستان په څو زره کلن تأریخ کې افغانستان د لومړی ځل لپاره د انسانی حقونوپربنسټ ولاړ د یوه اساسی قانون څښتن شو. دغه قانون چې په ۷۳ مادوکې سمبال او منل شوی وو په خپلې ټولیزې څپرکۍ کې یې د : برابرۍ پربنسټ شخصی آزادی، د مرییتوپ پرړنگونې، درَسَنیو،کار، ورهنگړتوب(کسب) اوزده کړې پرآزادۍ ،د استوگنې پرخوندیتوب، د شتمنیو د مصادرې پرمنع کولو،د بیگاراوغیرقانونی ځورونوپه له منځه وړلو اونورو کې غبرگون موندلی وو. (۹، ۱۰، ۲۲، ۲۴ مادې) ددغوښېگڼوترڅنگ په شپاړلسمې مادې کې راغلی ول چې : (دافغانستان ټول وگړی دشریعت اوقانون له مخې له برابروحقونو او پازوالی یا'مسوؤلیت' څخه برخمن دی). داساسی قانون ۱۱ مادې حکم کاوه :(په افغانستان کې دمرییتوب ټول بنسټونه بند دی) دهمدغې مادی پربنسټ دکابل په ښارکې څه ناڅه اوه سوه هزاره مرییان او کنېزانې دهغوی دخانواکو له منگولو اوکورونو څخه خپلواک شول. له دغه ځایه ده چې هزاره وگړی دهربل توکم په پرتله دشاه امان الله په ملاتړراپورته سول او ترهرچا زیات د سقاوی درژیم دتورو اوبلونسې 'غضب' په تورتم کې وزبېښل شول.

د هېواد نامتو تأریخ لېکونکی ارواښاد غبارمنی چې ددغو قانونی موادو روح دا وه چې په عملی ډول پلی کېدل او د درغلنې له ککړوالی، ځان ښودنی او چل څخه پاک ول.د بېلگې په ډول مذهبی لمانځنې اودودونه او د امامېه مذهب دلارویانو تکېه گاه گانې آزاده شولې. د کندهار، غزنی ، جلال آباد او د کابل د پوهنې په ټولنه کې دافغانستان د هندوانو یویو ټاکل شوی استازی ته ځای ورکړل شو چې په اداری چاروکې د برخې څښتنان شول اود هندوانو له پگړیو د ژیړرنگ خنډ اود هغوی د جزیې د پاتې پیسو برخه (د شاه امان الله خان د ۱۲۹۹ ل کال =۱۹۲۰ز کال د فرمان له مخې) لېرې شو. (۹) او د هندوانوماشومان په ملکی اوپوځی ښوونځیو (د حبیې او حربیې لیسې) کې ومنل شول او نورد توکم، ژبې، مذهب، ټبراو ډلې له مخې، نژادپالنې اوتوپیرپالنې ته ځای نه وو،دمحمدزیوپرپله پسې (مستمری) اوټبرنی وړیا تنخوا اود خانانواوملایانومخواکۍ (امتیاز) ته د پای ټکې کښېښودل شو او ولس په حقونوکې له یو بل سره برابروگڼل شو(۱۰). د دنمارکی پوه استااولسن په وینا: د افغانستان په اساسی قانون کې د افغانستان وگړوته هغه حقونه ورکړل شوی ول چې کټ مټ د لوېدېځو لیبرالو هېوادونو په قانونوکې ول. د(افغان) ولسی اوملی پیژاند یاهویت د برابروحقونود خوندوی کولوله لارې د هېواد ټولووگړو ته ورکول کېده.د افغانستان په ټولنه کې اساسی قانون یو انقلاب وو، او دغه قانون نه یوازې د هېوادوالو پرمدنی حقونود منښتې گوته ایښودله، د دولت چلونکی ځواک یې سمبالاوه او د کابینې پازوالی یې روښانوله بلکه د پاچا واک یې رالنډواوه اود(۷) مادې پربنسټ دپاچاواک یې د قانون ترسیوری لاندې راوست او په افغانستان کې دیواړخیزې دودیزې شخصی ناتارگرې واکمنی پرځواک یې د پای ټکی کښېښود. (۱۱)
کله چې شاه امان الله په دندوکې د قانون پلی کولو ته ملاوتړله دهغه پروړاندې د دښمنیواودمخالفت د ټغر لمنه پراخه شوه. هغه څه چې پاچا نه منل د خپلوانواو نورومخورو اغیزمنوکسانو د ملاتړ اومکلفیت بنسټ وو.دلته ده چې کله پاچا د محمدزیود کورنۍ اونوروخانانواواغیزمنوروحانیونو وړیا تنخوا یا مستمری له منځه یووړه، یاکله چې د خپلومورَنیو خپلوانو د زندانی کولو امربه یې ورکاوه معنی یې داه وه چې خلکو ته څرگنده کړی چې ټول وگړی د قانون په وړاندې یوبرابردی اوهېڅ چاته تربل لومړیتوب نه ورکول کیږی اوهرڅوک چې د قانون له اډانې پښه وغځوی نود قانون پربنسټ به جزاء وینی خو د پاچا دغه چال چلند لږترلږه د ستاینې اودرناوی وړ یوغبرگون را ونه پاراوه او له ټبرنیو- توکمیزو دودونوڅخه په وتلومحکوم وگڼل شو.
شاه امان الله خان دولس یاملت ملی یووالی ته لومړیتوب ورکاوه اوکله به یې چې دملی یووالی خبرې کولې نوهېڅکله به یې خپلې ولولې اواساسات نشوای پټولای. په ۱۳۴۰ ل کال کې د کندهار د سفرپه ترڅ کې د لړم د میاشتې اوومه د جمعی په ورځ د جمعی له لمانځه وروسته چې پرخپل امامت یې لمونځ اداء کړ د خرقې مبارکې په جومات کې د لمانځه د خطبې په ترڅ کې د ملت د یووالی په اړه یې ډیرې خبرې وکړې اود خبرو په یوې برخه کې وویل(هرڅوک چې په افغانستان کې ژوند کوی ،پرته له توپیره ورته افغان ویل کیږی. بیا نو درانی ، غلجی اواڅکزی او اوپره څه معنی لری؟). پاچا د (اوپره)د وییکی کارونه دهغو توکمونو اوټبرونولپاره چې گڼې بې خوځښته او بې سره دی ناجایزه اوسپکاوی وگاڼه او کارَونه یې په ټېنگه منع کړه او دغه ټول توپیرونه اوتوپیرپالنه یې د دښمن په لاس کې ترټوله ښه وسله وبلله او ویې ویل:(زم&

مېوندی اتله ملاله

مېوندی اتله ملاله


خال به د یار له وېنو کښېـږدم     چې شېنکی باغ کې ګل گلاب وشرموېنه
که په مېوند کې شهېد نه سوې     خداېږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتېنه


هو! موږ دلته دملی اتلی ملالی خبره کوو، هغه ملاله چی دغازیانودلاری سره ځلانده اوبله ډیوه شوه اودخپلواکی پرځلیدونکی لمر ئی خپل نوم پخپلوسپیڅلووینوولیکه اوپښتنی لنډیوئی دهیواد په هر رود اوهرگودر، سیمه اوغرپیاوړی ازانگی خپری کړی.
د (۱۸۸۰) زیږدیز کال دجولای د میاشتی (۲۷) نیټه چی د (۱۲۵۹) کال دزمری دمیاشتی له (۴) سره سمون خوری دسه شنبی ورځ وه اودمیوند په وچی دښته کې دغازی محمد ایوب خان ترمشری لاندی دهیواد له هرگوټ څخه زلمیان راټول شوی ؤ له پرهنگیانوسره دهیواد دبچیانودوهمه جگړه وه. انگر یزی سرچینی وائی چی په برتانیی کې دمیوندملالـــــۍ داتلولی ونډی په اړه څوک نه پوهیدل اودوی وائی چی عجیبه خولاداده چی ولی دمیوندۍ ملالۍ نوم زموږدجگړوپه پیشلیک کې ندی لیکل شوی: دمیوندپه بریالی جگړه کی دغازی محمدایوب خان نوم ځلانده ښکاری. ملالـــــۍ دمیوندولسوالی په څنډه کی دپردی سیمی (خیگ)څخه دیوه شپانه لوروه ملالـــــۍ اودهغی پلاردغازی ایوب خان له لښکرو سره د (١٨٨٠) کال دجولای دمیاشتی په (٢٧) نیټه یوځای شول ملالـــــۍ دنوروکیلودښځوپه څیردخپلوغازیانووروڼوملا ور وتړله. دملالـــــۍ کورنی اوس هم ومیوندپه خوگیانیوکاریز کی سته، ملالـــــۍ هم خوگیانی او په دغه کاریز کی وه، هغه دشهادت په وخت کی پیغله وه، په ونه دنگه او لوړه ډیره ښکلی اوقهرمانه وه. دهغی قبر (قبره) اوس هم په میوند کی سته. خلگ ئی زیارت ته ورځی ،اودا قبردمانده پرشمالی غاړه واقع دی،
(1)
دمیوند په جگړه کی ملالـــــۍ دنورو نجونوپه شان غازیانو ته اوبه رسولی دا هغه جگړه وه چی دفرنگی دښکیلاک جړی ئی په لندن کی ولړزولی هغه جگړه چی له نږدی در یو زرو انگریزانو اود هغه دملاتړهندی پیاوړی ځواک گورگه گانو څخه یوازی پنځه سوه تنه دافغانانودغچ اخیستونکوتورو له ویری ژوندی پاتی شول او هغه هم ټپی او په تیښته بریالی شول. برتاننوی ځواکونو مرچلونه نیولی وو اودسهارپر (٩) بجوجگړه پیل شوه خودغرمی په مهال افغان ځواکونه دخوریدو په حال کی شول برتیانویانودخپل وروستی یرغل لپاره دخپل ټول ځواک څخه کار واخیست. ایوب خان له لیری جگړه ځارله ، داسی ښکاریدله چی برتیانویان دجگړی گټونکی دی دایوب خان له څنگه څلور زره سپاره سرتیری په دریوخواووکی خواره واره شول، انگر یزانو دافغان غازیانودآس سپرو دوړی ولیدی اوگمان یی کاوه چی افغانان په تیښته شول او ټول ځواک یی دجگړی ډگر ته راودانگل، دغازیانو وینودښته په سرووینوښکلی کړی وه، ملالی له لیری ولیدچی بیرغ وړونکی دجگړی په ډگرکی‎‎ ‎‎‎‎راپر یوت ملالی ډگر ته راودانگل او دا لنډی یی وویل:

 دکرزی صاحــــــــــــــــب دحکومت په اوایلو کې د (نیپال) هیواد څخه ښځی راغلی وی میــــــــــوندته اودملالـــــــــــــــــۍ قبرچې دمیږیانو ښورهم هلته وو، قبرجوړسوی نه وُ، نوهغوښځوددی قهرمانــــــــــــی پرقبرافسوس وکړ،هغوی وویل داستاسو ویاړدی مگرمتاسفانه چی هسی ویجاړپروت دی ؟

که په میوندکی شــــــــــــــــــهیدنشوی + خدایږولالیه بی ننگی ته دی ساتینه
خال به له یارله وینوکښیږدم + چی شینکی باغ کی گل گلاب وشرموینه
ددی لنډی په اوریدلو دغازیاووینی په راغلی اوهرغازی له تورو اوډالونوسره په فرنگ مخ راواړاوه،بریتانویان د ایوب خان په هوښیاری نه پوهیدل افغان آس سپاره له در یوخواونه انگر یزان راچارپیرکړل اود ملالی د لنډی ازانگو دجگړی معاد یی اوبرخلیک ته بدلون ورکړاوغازیانو جگړی ته مخه کړل همدارنگه جگړه لاس او گریوان شوه، دانگریزانو او هندی گوډاگانومړی هری خواته خواره واره پریوتل او له میرڅی څخه لاره ورکه شوه.په دغی جگړی کی ملالـــــۍ هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او جگړه پا ی ته ورسیده او دسوبمنو افغانانوسوبی دلندن دولسی جرگی بنسټونه وښورول. د ملالـــــۍ مړی په ډیر درنښت په خبک کی ښخ شو چی غازی ایوب خان له نورو غازیانو سره یو ځای وو.
(۲)

ملاله څوک وه:



استاد بسم الله خان وائې چی  پیغله ملالــــــــــــــــــــــــــۍ دکندهار دمیوند دخیگ له کــــــــــــلی څخه وه اوپه اغلب گمان دخوگیاڼیو دکلی اوسیدونکی وه ! اوپه پښتوکې هم دخیگ په هکله یو متل سته چې وایی .
شــــــــــــپه پربټ بیابان ښــــــــــــه ده ، نه دخیگ پرخـــــــــــوگیاڼو .
په جګړه کی دهغې ونډه په هغه ګروپ کی وه چې دجگړی میدان ته یی غازیانوته اوبه رسولی ، اوددی گروف مشرانی دوی تنی وی یوه سردارو غازی اوبله ملالـــــــــــــــۍ د ملالۍ نوم ځکه یادیږی چې هغه په جنگ کی شهیده سوه ؟
اوســــــــــــردارو بیاڅوکاله وروسته وفات شـــــــــــــــــــــــــــوه .
استاد بسم الله خان وائې چی په میوند کی دملالی په نوم دوه قبرونه موجود دی چی دملالی پیغلی په نامه یادیږدیچی یو د میوند دڅلی ته په لاره کی دی چی اصلا د دمیوند داتلی ملالی پیغلی ندی
دملالـــۍقبردمیوند دشهیدانو څخه لږڅه لیری دجنوب غرب خواته په لږ څه لوړه هواره مځکه کی واقع دی.
دی وائی: چې استادشهیدمحمدداودخان ښوونکی ماته راښوولی دی،دشهید محمدداودخان ښوونکی له قوله چې دا قبرماته آغا خان چې دداودخان پلاردی اصلی نوم ئی عبدالعزیزخان نورزی اودعبدالعریزخان پلارمحمداقبال خان نومیدی چې داستادمحمدداودخان نیکه کیدی، هغه خپل زوی عریزخان ته دا قبرښوولی وو ځکه اقبال خان دمیوندپه جنگ کی شراکت اوگډون درلود.
بســـــم الله خان وایی چې دملالـــــــــــــــۍ پراصلی قبردگمبدی دجوړیدوکارشروع سو ولی نیمگړی پاته دی؟
(3)

دمیوند جګوه څنکه ونښته؟



دامیر(محمدیعقوب خان) دبندی توب خبره چې سردار (محمدایوب خان) ته ورسیده ، چې دهرات واکمن والی اودلوړدرشل امیرشیرعلی خان زوی اویوباناموس ټولواکځی (شهزاده) اودوطن فداکار،دوطن دغزااونجات په عزم دهرات څخه د (۱۱۰۰) یوولس سووپیاده ، (۸۰۰) اته سوه نظامی سپرواو (۲۳) دورویش توپونو سره مخ په کندهار رارهی شوه .
اوپه لیاره کی له هری خوا غازیان ورسره گډاوملگری شول چې ستایلی سردارترهلمندراپوری ووت اود (میوند) حدته راورسید، انگلیس (میجربروز) دخپل لښکر سره دقابلی دپاره مخی ته ورغی ، په (۱۲۵۹) کال په (۴) داسدکښی یی سردارمحمدایوب خان جنگ ته اړایست.
که څه هم دگرمۍ شدت اودښمن مردک اورولو ، پښتانه خوراپه عذاب کړل، په داسی حال کې چې دجنگ دمیدان دابو (کوهی) هم انگریزانودلښکرپه لاس کښی وو، ولی سره له دی هم پښتانه ورته ټینگ شول اوزړه یی وانه چاوه، او په خورامیړانه وجنگیدل !!! چې دهغه جملی څخه ....یوه پیغله (ملالــــــــــــــــــــــۍ) هم وه چې دخپلی فداکاری په سبب یی خپل لوړ نوم تل ترتله ژوندی پریښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــود. !!

ویل کیږی د۲۰۰۵ میلادی کال کی دناټو دځواکونویو پوځی دلګۍ چی دانګلستان له پوځیانو څخه وه دمیوند هدیرې ته راغلی وچی په لیدوئې یوانگریزی افســــــــرخپله خولۍ داحــــــــــترام په نیت له سرهیسته کړه اوبیایی وپوښتل ؟ چې دلته خوانگریزان هم مړه شویدی هغه څه شــــــــــول خلگوورته وویل هغه شاهدشرموښانوخوړلی وی، ولی دجنک حالت و.زموږپلرونووکړای شوای یوازی دجگړی ددگرجسدونه دلته ښخ کړی، انگریزی افسرزیاته کړه چې که هغه موهم ښخ کړی وای ستاسودتاریخ پرویاړبه نورهم اضافه توب راغلی وای.

داجنگ ددی پیړۍ داسی وروستنی جنگ وُچې شرقی ملت یوداسی غربی دولت پرلښکر بری ومیند چې ددنیا څلرمه برخه یی نیولی ده، اوبهترینه وسله یی هم درلوده، اوداعقیده یی ماته کړه چې دشرقی لښکر په دی پیړۍ کې دغرب پرمسلح لښکرباندی بری نشی موندلای. او(۲۵) کاله پس دمیونددغزاڅخه جاپان هم دروس پردولت بری وموند.
کله چې انگریزی لښکرمات اومخ په تښتیدوشول، دانگریزانودلښکرمشردوی ته مخ ورواړاوه اوویی ویل : ( ایاڅوک شته چې دمیړانی اولورینی دبریتانی له مخه دسترټولواکی په نامه ځان راجارکړی؟)
ددی غږپه اوریدلودماتی خوړلی پوځ څخه دوه کنډکه ستانه شول اودیوی باغچی دیوال یی ځانوته سنگروگرځاوه. ډیرزیاریی ویست،ترڅودغازیانومخه یی ونیول،اوانگریزی لښکریی وژغوره، ولی دوی پخپله دپښتنودلاسه پوه پناشول.
په دی کی شک نشته چې انگریزان په دی جنگ کښی په ډیره زړه ورتیا وجنگیدل،.ولی دهیواد دزړه وروپښتنوپه مخامخ جگړه کی اجزپاتی شول. غازی سردارمحمدایوب خان کنړهار قلابندکړاوپرانگریزانویی دنجات لاره وتړله .دغه وخت ووچې انگریزانودکابل حکومت ( امیرعبدالرحمن خان ته ) وروسپاره. اوپه خورا چابوکی کندهار ته رارهی شول. (راپټ) چې کندهارته ورغلی دسردار محمدایوب خان غازی سره مخامخ شولاکن دپښتنو جنیلانو: (دجرنیل حفیظ الله خان) مخالیفت دجرنیل تاج محمد خان سره ) دنفاق په سبب سایلی سرداردهرات خواته پرشاشو.
انگریزان چې اوس دپښتنوغازیانوپه مخالفت ښه پوه شوی وواوهم په دی پوهیدلی ووچې دافغانستان نیول څه اسانه کارنه دی کندهاریی هم ایله کړاوچټک هندوستان ولاړل
(4)


دملالـی په باب نوی تحقیق:



 لیکوال احــــ-مد صمیم دښکلا دوی میاشتی ناپییلی خپرونی، ددریم کال په  شپږمه گڼه کی چی پرله پسی اتلسمه گڼه (۱۳۸۴) کال (چنگاښ، زمری)کیږی په یوه مقاله کی  د ملی اتلی پیغلی (ملالــــــــــۍ زیارت)په هکله په زړه پوری مقاله لیکې چی لیکی

په میوند کې دحسن آباد ملک محمد، خوگاڼی قصه راته کول، چې په سنه: (۳۴) (۳۵) یا (۳۷) کې کبیراحمدخان پنجشیری دمیوند ولسوال وو، هغه حال راواستاوه چې راسه یوه امریکایی مورخ دیوه کابلی ډاکترسره راغلی دی دوی دملالۍ په باب تحقیق کوی نوکه ته څه معلومات ورکړی هغوی ماحاجی مریم اکاته بوتله، حاجی مریم اکاد (۱۲۰) کالوسړی وو.په موشک کاریزکې اوسیده،حاجی مریم اکاپه قوم خوگیاڼی وو.
حاجی مریم اکا راته وویل چې زه دمیوندپه غزاکې داسی کوچنی هلک وم چې پرتوگ می لانه اغوستی . تاسی که دملالۍ په باب معلومات غواړی نودحاجی لالی اڅکزی څخه پوښتنه وکړی،هغه د (۱۳۰) کالودی،هغه دمیوند په غزاکې دملالۍ سره برخه اخیستی ده .حاجی لالی هم دموشک په کاریزکې اوسیدی،بیاموږحاجی الالی ته ورغلو.
حاجی لالی اڅکزی داسی بیان شروع کړ! ویل یی: ملالۍ داغامحمدلوروه، په قوم خوگیاڼی مالداره وه ددوی کږدی دخیگ دکاریزپربارانه باندی ولاړه وه.
موږڅوخلگ پریوه دوکانچه سره ناست ووچې یوه دنگه چټه ښکلی پیغله راغله سورټیکری یی ترسرتړلی وو،سپین ټکری یی دیوی لښتی پرسرغوټه کړی ووویل یی: (ماخوب لیدلی دی چې ایوب خان راځی زه دهغه سره په مجردلیدوشهیده کیږم. ) انگریزانو وختی لا اوبه نیولی وی.نودخیگ کاریزک – منډآباد اودمیونددلوی کاریزخلگ سره راوپاریدل،راټول سول،ددی خوا دهلمندخلگ راورسیدل چې ټول شمیر یی (۵۰۰۰) نفروته ورسید.دجنگ اسباب دپسونوخرخول، چاړه اوکوتک وو.دانگریزانوڅخه موبیرته اوبه ونیولی،هرانگریزچې به موونیوی پرغاړه به موچاړه ورکښیښودله،یواربه مونسوارپروکړه،
دنسواروکډوبه موبیرته دلنگوټی په (ول) کې کښیناوه،بیابه مونوانگریزپه ډیرډاډه حالت اوډاډه زړه حلال کړ.ددی خواغازی ایوب خان دخپلوملگروسره دهرات څخه راورسید.دمنډآبادد مانده پرغاړه یی خیمی ودرولی.
حاجی مریم اکاهم هلک ووچې زموږسره یی وغروته اوبه خیږولی، کله چې ملالۍ ایوب خان ولیدی ملالۍ بیرغ ورته ونیوی ایوب خان ورته وویل: (چې بیرغ دی ستاسره وی)،ملالۍ ورته وویل: (چې نه ماخوب لیدلی دی چې زه ستاله لیدو وروسته شهیده کیږم اوانگریزماته خوری).
ایوب خان ته یی بیرغ تسلیم کړ،.جنگ زورواخیستی، حاجی لالی وویل:چې څوواره دتندی دسلاسه څخه مات سوو،بیابه پرانگریزانو غالب سوو.زه به همیشه دملالۍ ترڅنگ روان وم.دحاجی اغابادارپه کاریزکې انگریزان پټ وه،دکاریز په دغه ایصه کې موپرانگریزانوپاڼ اودیوال راونړاوه کاریز زمږپه ولکه کې راغی،.ډیرانگریزان له تندی څخه دپاڼو یا دیوالووسایی ته پراته وه،دمنډآباد په غوړه شیله کې دسری غرمی په سره گرمی کې دوینوشیلی بهیدلی حاجی لالی وویل:چې په دغه وخت کې ملالۍ راڅخه ورکه شوه،.وروسته معلومه سوه چې نوری ښځی هم په دغه غزاکې شهیدانی شوی دی.کله چې مو نورشهیدان په شامی کې ښخ کړه نوملالۍ مو یوازی په یوه قبرکې کښیښوده.دملالۍ قبرپه منډآبادکې دی.
حاجی لالی وویل: هرسهارچې به جگړه شروع کیدله: په هواکې به سپین مرغان پیداسوه، پخوسپین ږیروبه راته وویل: (هغه دی چې دخدای دوستان ستاسی کومک ته راغلی دی.) ددغی ډاډنی په روحیه به موږټوله ورځ جنگیدلو.
ملک عبدال محمد وژړل اووه یی ویل: (چې بیا به زه او دغه میلمانه دوکیل عزیزجان محمدزی ومورته ورغلوهغه هم د (۱۲۰) کالووه،هغه موهم وپوښتله هغی وویل: چې موږښځی،کوچنیان اوبوډاگان دمیونددچینی وغره ته وختلو،ملالۍ غره ته راوختل (۱۵) نفره ورسره وه.ملالۍ موږته وویل:تاسی دورځی ډوډی پخوی دشپی یی مه پخوی،.ځکه چې دشپی له خوابیادښمن ته ستاسی پته لگیږی.کله چې غازی ایوب خان انگریزان لوی مانده ته راشوه کړل،له کندهاره هم خلگ راورسیدل.مړه انگریزان اکثره ښرموښانو وخوړل، اوځینو یی په تیښته ځانونه ترسپین بولدکه ورسول.)
ملک عبدال محمد وویل:چې دملالۍ خپلوان دهرات په ( سینگران ) کې پراته دی.
ځینونورو سپین ږیرو وویل: چې ملالۍ اصلً نورزی وه،حینوبیا وویل چې دملالۍ قوم نه دی معلوم،چې ایاداتره کی وه،سلیمان خیله وه،خروټی وه،که ناصره !؟
وماته داسوال پیدادی چې ولی دهغه وخت شاهانوددی دخپلوانوغم ونکړ،ولی یی ددوی سره کومه مرسته ونه کړه،ولی یی په خپلویاداشتونوکې ذکرندی کړی،ولی یی تراوسه تاریخ ورک دی،ولی یی تراوسه پر قبر اختلاف دی !؟
که چیری (علامه حبیبی صاحب) ددی په باب شفاهی روایت دخلگودخولی څخه نه وای رانقل کړی،ایا دا موضوع به تر اوسه مجهوله نوای پاته !!؟
لکه ددی ملک نوربرحق شهیدان اوشهیدانی،قهرمانی ښځی چې خپلوان یی ندی معلوم، (ولی دایوب خان،عبالرحمــــٌن خان،حبیب الله خان،امان الله خان او نادرخان په وختونوکې دپیغلی ملالۍ په باب تحقیق ونسو!!؟)
نوزه خپله ودی نتیجی ته ورسیدم چې په وطن کې همیشه غریبان قربانی کیږی،افتخارات اوثمره یی دواک لرونکوپه گټه تمامیږی.
(5)


دملالۍ اتلولی



دمیوند دفتحى دننگ اوجنگ په معرکه کی ددغی نومیالۍ پیغلی کرداراونقش لکه دلمر په څیرڅرگنددی. ملى ولسی روایت اوهم تار یخی آ ثارپه دی هکله تقر یباً په یوه خوله دی اوپه ډیرلږتوپیر اوبدلون دمیوند په فتحه کی دهغی غوڅ اوټاکونکی نقش تائیده وی.
د((پښتنی میرمنی)) کتاب لیکوال عبدالرًوف (بینوا) لیکی چی:
((ددوشنبى په ورځ دبرات دمیاشتی په (١٧) ، (١٩٢٧) هجرى قمرى کال چی افغانى زلمیانو میړونو اوښځو دخپل وطن دساتنى په نیت سرونه پرمیدان ایښى اودمیوند ډگرته دقربانى له پاره حاضرشوی وو، ټکنده غرمه وه، غازیان تږی اوستړی ستومانه وه... دمیوند پر دښت هیڅ اوبه نه وی ، نږدی وو چی افغانى لښکرله تنتدی څخه ماتی وکړی.)) په داسى حال کی چی دلښکرو بیرغچى هم سخت زخمی سو اوبیرغ ئی له لاسه ولوید، یوه پیغله راغله بیرغ ئی په سرومنگولو واخیست، ناره ئی وکړه:
خــــــــــــال به دیاردوینوکښیږدم+چی شینکی باغ کی گل گلاب وشومه وینه
که په میوندکی شـــهیدنشوی+خدایږولالـــــــــــــــــیه بــــــی ننگـــــــــــــــــــی ته دی ساتینه
ددی پیغلی دا ږغ یواسمانى ږغ ؤچی دافغانى زلمیانو وینی ئی په جوش راوستلى، اوټولو دالله اکبر په ناره پرغلیم یرغل وکړ اودښمنان ئی تار په تار، خپله پاکه خاوره ئی دهغوی له قدمونو څخه وږغورله... داپیغله ملاله نومیدله . په ځینوروایتونوکی هم دغه پورتنى مفهم دالفاظوپه لږاو ډیر بدلون سره داسى راغلی دی:
((یوه خوارفرنگی پوځونه دمیوند پردښته پراته، په هرډول وسلواو وسیلو سمبال وه، بله خوا افغانان په تش لاس، خودایمان او عقیدى په وسله سمبال دهغوی مقابلی ته راوتلی وو په دی نیت اوتکل ووچی دغه کفری لښکری له خپلی خاوری څخه وباسى او هیواد ددوی دناولو منگلو څخه آزاد کړی. له افغانی غازیانو سره په دغه جگړه کی افغانی پیغلی اومیرمنی هم شامیلی وی، چی ځینوئی غازیانوته خواړه، اوبه اوبارود رسول ځینی له خپلو پلرونو،وروڼو اومیړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلی ته ولاړی وی. یوه له دغو نومیالیوڅخه ملالــــــه وه. ))
ټکنده غرمه وه ملالۍ ولیدل چی له یوی خواددښمن دپوځونو شمیر زیات اوپه ډول ډول وسلو او وسیلو سمبال دی، او له بلی خوادهغوی په وړاندی دافغانی غازیانو شمیر لږ، تش لاسی اونږدی ؤچی له ډیری گرمۍ ، تندی اوستړ یا څخه له ماتی سره مخامخ شوی وای. نو یو هسک ځای ته وختله اودزړه له جوشه ئی افغانی غازیانو ته دا لنډی وویل:
که په میوندکی شــــــهیدنشوی+خدایږولالیه بی ننگی ته دی ساتینه
دملالۍ د لنډۍ هرتوری ، لکه غشى دغازیانو په زړونو ولگید، وینی ئی په جوش راغلى ، مات زړونه ئی راژوندی شول اود (الله اکبر) دناری په ویلو ئی په کفر ځپونکی ږغ پر دښمن ورغلل ،سره ورځ ئی پری جوړه کړه. څه شیبه وروسته ملاله یوځل بیا پر لوړځای ودریده اودا دجذبی ډکه ناره ئی وکړه :
خال به د یار له وینو کشیږدم+ چی شیتکی باغ کی گل گلاب وشرموینه
ددښمن په پوځونو ماته گډه او ډیره زیاته مرگ او ژوبله پکی وشوه.
(افغانشتان دروسیل تاریخ) لیکوال دهغه وخت دیو نومیالى موُرخ میرزا یعقوب على خوافى دکتاب په حواله لیکی چی په دغه جگړه کی له (١٢٠٠٠)زره انگر یزی پوځ ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازی (٢٥) تنه ژوندی دجگړی له ډگر څخه په تیښته بر یالى شول.
میوند فتح شو، چا فتح کړ؟ ننگیالۍ او توریالۍ ملالۍ ! د (زموږ غازیان) کتاب لیکوال محمد ځلمى د (نفتولاخالفین ) دکتاب (شیپورهاى فیروزی میوند) د (٤٥٣) مخ په حواله لیکى :
(کله چی دزیاتى مرگ ژوبلی په نتیجه کی میوند فتح او افغانی غازیان دخپلو شهیدانو دښخولو په تکل کی وو، غازی سردار محمد ایوب خان پوښتنه وکړه چی دغه نجلی څوک ده چی په داسى نازک حالت کی ئی په خپلو ملى لنډیو افغانى لښکر په نگ او غورځنگ راوست. ځواب ورکړل شو چی دا (ملالــــــــــــــــه) دیوچوپان لور اودمیوند(کشکى نخود) اوسیدونکی ده. بل ورته وویل دا ډ یره زړه وره، دغاریانو ترڅنگ ئی باید ښخه کړو.ایوب خان وویل: ښه وایاست . ملایانو اوملى مجاهیدینودبخښنی دعا ورته وکړه او هلته ئی خاوروته وسپارله . )
همدارنگه میرغلام محمد غبار په (افغانستان در مسیر تاریخ) او لویس دوپری پخپل اثر (افغانستان) کی دملالۍ سرښندنه او ننگیالى توب ستایی او تائیده وى ئی له دی پورته ځرگندونوڅخه دا ښکاری چی (ملاله) دهمدغه میوند په تاریخی جگړه کی دشهادت مقام ته رسیدلی او تل پاتی نوم ئی په برخه شویدی . دغه ستره ویړلی کارنامه ئی زموږدهیواد په تاریخ کی په زرینو کرښو لیک اوترهغه چی افغان او افغانستان وی ، له چا به هیر یږی نه او په ډیر درناوی به لمانځل کیږی ددى نومیالى او ننگیالی پیغلی قبر دمیوند دشهیدانوپه هدیره کی معلوم اوډیرخلگ ئی زیارت ته ورځی روح دی ښاد او یاد ئی همیشه !
(6)



په (١٨٨٠) م کال دمیوند په جگړه کی انگلیسی لښکر ماتی



دځوانی پیغلی ملالۍ دغه ملى لنډی په ویلو سره چی دښمن ئی دماتی سره مخامخ کړاوافغان غازیانو ته ئی دمقاومت زیری ورکاوه ، اوملى بیرغ یی په لاس کی وو ، افغانی جنگیالی ئی په غیرت راوستل، دهغوی په رگونو کی دغیرت وینه داسی په خوټیدو راغله چی بیله دمرگ دډاره دخپلو مر چلونو څخه راووتل او ددښمن پر لښکرو یی هجوم وروړ، په داسی حال کی چی افغانی غازیان چی ددښمن دتوپونو په شلیک سره دجګړی په ډکرکی لکه دونی پاڼی داسی رژیدل، بیا یی هم ددښمن پرسنګرونو وروځغستل، ترڅوچی افغانی غازیانو ددښمن تیری کوونکی قواوی له خپلو مرچوڅخه وتیشتی ته اړایستلی ، اوبری دافغانانو په نصیب شو.
دمیوند په دغه بر یالی جګړه کی ددښمن (۱۲۰۰۰) عسکردافغانان له تیغ څخه تیرشول . په دی ترتیب پیغله ملاله میوندی ، دجګړی دمیدان محرکه ، دهیواد شمال غرب لورته په (۵۰) کیلومتری کی خپل نوم دافغانستان دمباریز ینوپه تاریخ کی په زرین لیک ولیکه . روح دی ښاد وی.

مرحوم استاد رشاد صاحب په هغه مجله کی چی میوند مجلی سره یی له مرګ څخه مخ کی مرکه کړی وه، ویلې وه چې دمیوندی ملالۍ کورنی تراوسه دمیوند په خوګاڼیو (کار یز) کی ژوند کوی. خپله ملالۍ دخوګاڼیودقوم څخه وه، ددغی اتلی قبر تراوسه په میوند کی موجود دی . دیادونی وړده چی دملالۍ دنیک نامه په اساس ډیری افغانی کورنی دخپلو لوڼو نومونه په ښځینه نوی ماشوم باندی ایږدی، اودنوی پیداشوی ماشوم څخه (نجلی)دمور او پلار هیله دا وی چی دملالۍ په څیر زړه وره او دلاوره نجلی واوسی . چی دا ددوی له پاره دعزت خبره ده .لنډه داچی د ملالۍ نوم د افغانې سوبمنې اتلې په کتار کې د هیواد په تأریخ کې ولېکل شو. راتلونکو زوزاتونو د ملالۍ نوم په ویاړ وساته ، ښوونځی ، مجلې ، روغتونونه د میوندی ملالۍ په ویاړلی نوم و نومول شول.


دملالۍ سره په میوند جګړه کی یوه بله افغانه تورزنه سردارو غازی



که څه هم دمیوند په غزا کی که دملالۍ کارنامه دپښتنو ښځودغیرت اوایثارڅلی دی، ددی څلی په څنګ کی دسرداری غازی میړانه اوهمت هم دثبت حق لری،
سرداره دامیرشیرعلی خان (۱۲۹۶ه.ق مړ) دوزیرسردارمحمدرفیق خان لودین (۱۲۸۳ه،ق مړ) خور وه، دسرداری پلار ملا عبیدالله نومیده اودکندهار په احمدشاهی ښارکی اوسیدی دبرودبازار دلودینانو په کوڅه کی دسرداری پلرګنی میشته ده ، دسرداری میړه سردارمقصود خان محمدزی ؤ چی دامیر دوست محمدخان (۱۲۹۷ه.ق مړ) د ورورسردار جمعه خان لمسی کیدی ، دسردار رحمت خان زوی ؤ ، دسرداری خوسرګنی دکندهار په میوند کی اوسیدله کلا یې وه کاریز یې ؤ، دسردارجمعه خان کورنی تر (۱۱) کالو دمخه پوری لا په میوند کی وه اوسردار جمعه خان کاریز یې په لاس کی ؤ، دغه کاریز د (کاریزک) په نامه شهرت لری .
د(۱۲۹۷ ه. ق ) کال پنځلسی پښتنو غازیانو دمیوند په دښت کی تیر کړ، پښتانه وایې : دپنځلسی په شپه دهرسړی دټول کال د روزی براتونه مهریږی ، ځکه نو ټوله شپه دهرغازی په زهن کی دا پوښتنه کښته پورته کیدله چی دڅوګړ یو روزی به می حواله سوی وی؟
غازیان دبری یا شهادت په ارمان دجنګ ډاګ ته راغلی ؤ، دوی دایو شعاردرلود:
یا به پرنګ له ملکه باسو
یا به ایږدوپرخپل وطن باندی سرونه
دبرات (۱۷می) ورځی لمرلاڅرک نه ؤ وهلی چی غازیانو دخدای (ج) دمرستی په هیله دجنګ صفونه برابرکړل اود الله اکبر په اذانګو یی دجنت حوری دآسمانو څنډوته دنندارود پاره راوستلی، غازیانو دلوی خدای (ج) په توکل دخپل دین ، آزادی او وطن دژغورنی اه پاره ملا تړلی وه چی دا ددوی حق ؤ، خوپرنګیانو دملکونودنیولو حرص دخپل حق دمدافعینو وژنی ته لمسولی ؤ، دوی پرخپلودرنو توپو، عصری توپکو، جنګی مهارت اوعلی انتظام تکیه درلوده، دغرور په نشه مستوپرنګیانو چی دغازیانو دالله اکبر اذانګی واوریدلی ، دوی هم دجنګ دډاګ لورته خپل پوځونه په ډیر تلوار وخوڅول.
دبرات (۱۷) مه دمیوند په ډاګ کی دځوانانو دصبر اوثبات دازمویښت ورځ وه، دباروتو په لوګیو اودجنګیالویو دهلوڅلو په دوړو دمیوند آسمان ترغونی ښکاریده ، ځوانان په خاوروکی رغښتل او وینی یې هری خواته بهیدلی، دمرګ ملوکو په خورابیړه دوری هوری څغستل، له یوی خوا که دتوپو اوتوپکو ګولیو وژوندونومراندی غوڅولی ، له بلی خوا داسد د (۵) می ورځی لمرهم دځوانانو دټینګاراواثارامتحان اخیست اوڅرنګه چی یې دحتیځ په څنډوکی خپل سورمخ ښکاره کړ دسانتی ګراډ د(۴۰) درجوپه تودوخه یې دمیوند ډاګ په تودولو پیل وکړ،دمیوندډاګ دورځی د(۱۰) بحو په شااوخواکی سورتبخی سو اودانسانانودژونددانی پکښی وریتیدلی، دسږوتوښ (تفت) دخولوناړی وچیکړی وی اوغازیانو دالله اکبردویلو توان هم ندرلود، ځوانان په خولوکی غرک ؤ اوترآسونو دخولوچینی روانی وی.
دغه داوراووینوپه ډکرکی ځینی پښتنی هم لیدلی کیدلی ،چابه تــــژوغازیانوته اوبه ورکولی چابه ګولی اوبارود ور رسول اوځینوبه دسرتیروغازیانو دتشجیع لپاره حماسی لنډی ویلی.
سرداره پخپله کلا کی وه، لس ښځی یې ګمارلی وی چی دغازیانو لپاره ډوډی پخه کړی، لمرلاسرته نه وراغلی چی دکال برج ته وختله اوغوښته یې چی دجنګ دډاګ ننداره وکړی ، که ګوری غازیان دپرنګیانو دتوپو اوتوپکو ډزودی ته اړایستلی دی چی شاسنګرونوته راترشاسی سرداری چی دغازیانو دابده ورځ ولیدله ترتوان یې ووتل، دکلا غولی ته راغله وسله یی واخیسته، پوړنی یی په غاړه واړاوه په ځغاسته یی ځان دجنګ میدان ته ورساوه اوله باتوره غازیانو سره یی په مرسته پیل وکړ. لمر چی ترسرواوښت دپرنګیانودبخت کاسه نسکوره سول، اودکندهاردښار وخواته یی په تیښته پیل وکړ، مازدیګرچی سرداره غازی خپلی کلا ته ستنیدل دیوه پرنګی افسر یو توپک اویو آس یی دغلیمت په توګه ورسره ؤ، دسرداری په ولجه کی راوړی توپک تر ډیره وخته پوری دسردارجمعه خان په کورنی کی دیو مقدس یادوګارپه توګه ساتل کیده اودیوی غازی پښتنی دغیرته ډکه کارنامه یی شوله.
ددغی حماسی راوی حاجی محمد ابراحیم خان لودین دی چی تقر یباً په بغلان کی مړسویدی حاجی محمدابراهیم دسردارمحمدرفیق خان دکورنی یودروند سپیږری ؤ،ده ماته وویل دسرداری غازی دغه حماسه دخاکر یز(۲) دمالا شکوراخند دکلی اوسیدونکی ملامیر یحی نظم کړی ده، دحاجی محمدابراهیم اکا ټونظم نه وپه یاد، دری بنده چی یی په حافظه ؤ، ماځینی ولیکل هغه دادی:
راووته سرداره له کلاپه نیت دجنګ
نازیږه په میونده!
دی وویل: ماولیدی ګولی دپرنګیانو
مرګی دی دغازیانو
ځوانان دی چی رژیږی دوطن پرنام وننګ
ویداع اخلی له ژونده
دی وویل: ماولیدی سری وینی دی بهیږی
ځوانان دی قتل کیږی
لښکردپرنګی راځی میدان ته په غورځنګ
بیلیږی هارله قنده
دې وویل: ماولیده غازیان دکندهار
تپیږی وارپه وار
ځوانان رغړی په وینوکی له لاسه دپرنګ
پرنګ تپ کی خاونده !


تاسی وینی ددغی ملی حماسې له غاړه ګی څخه څومرغلری لویدلی دی، که له چاسره خوندی وی هیله ده چی ددی له ویاړه ډکی په بشپړه ولوکی خپله پیرزوینه له موږونه سپموی.
(۱) دکندهار دښاره چی کومه لویه لار دهلمند غاړی ته ځی، کشک رخد یاکشک رخج یی (چی اوس په عامیانه تلفظ کشک نخود بلل کیږی) دکشک رخد څخه (۱۲) کیلومتره لیری دشمال شرق خواته دمیوند دغزاتاریخی ډاک پروت دی، ددغه ډاګ په یوه ګوښه کی دمیونددسپیځلو شهیدانو له برم اوبرکته ډکه هدره واقع ده ،ددغی هدیری ختیځ لورته د(۱۰۰) متروپه اندازه لیری دخواجه احمد میوندی (۴۲۴ ه.ق مړ) ګمبته ولاړه ده ،خواجه بزرګ شمس الکفات احمد بن حسن میوندی (میمندی) (رح) (۱۸)کاله دیمین الدوله سلطان محمود غزنوی (رح) (۳۸۷-۴۲۱ ه ق) وزیر اودری کاله یی دنوم وړی سلطان محمود غازی دزوی لومړی سلطان مصعود (۴۲۱-۴۳۲ ه.ق) وزارت کړیدی.
(۲) دخاکر یزدره دکندهارشمال غرب خواته واقع ده، دغه دره دشمال شرق څخه جنوب غرب خواته غځیدلی ده ،دخاکر یز ددری جونوبی جوله دمیوند دری ته وزی، دکشک نخود روددخاکر یزپه دره کی تیرسویدی.


ماخذونه (سرچینی)



دښوونی او روزنی ریاست (رڼا) مجله (۱۳۸۷) کال پرله پسی (۲۱) گڼه مخونه ۳۵—۳۶ مخ -
 دملالۍ علۍ لیسی داتم الف ټولگی دزده کونکی مقاله چې نوم یی نه دی لیکلی ولی چې هغی ته خپل پلاردامضمون لیکــــــــــــــــــــــــلی دی. مخ -
دملالۍ میوند په هکله داستادبســم الله خان سره دعبدالاحد (نهضتمــل) مرکه د ســــــوال اوجـــــــــواب په ډول: مخ -
 ښوونځی لمړی کال پنځمه گڼه ـــــــ د(۱۳۸۷) لمریز کال سلواغه او کب ــ (۶۰) مخ مخ-
- بینوا،عبدالروف،پښتنی مرمنی ، کابل،١٣٢٢کال١٥٩-١٦٠مخونه
-معصومه عصمتى (محقق):موقف ونکش زبان افغان ازاواخرقرن هژده الى اخیر قرن نوزده دافغانستان د علومو اکاډمى ، داجتماعى علومو مرکز، ١٣٦٥ه .ش -٩٣-٩٥مخونه.
-زلمى، محمدولى، زموږ غازیان، دافغانستان دعلومواکاډمى، ١٣٦٨ه . ش کال ١٣٦ مخ
- غبار، میرغلام محمد، افغانستان درمسیرتاریخ ، موسسه چاپ قــــتب ، کابل، ١٣٤٦ ه . ش ، ٦٣٨ مخ.

-دملالـــــۍ په باب نوی تحقیق: لیکوال احــــ-مد صمیم
دبینوافرهنگې ټولنی دوی میاشتی ناپییلی خپرونه، دریم کال شپږمه گڼه، پرله پسی اتلسمه گڼه (۱۳۸۴) کال (چنگاښ، زمری) ښکلا (۳۲)-(۳۳) -مخ
-
ماخذ: د (١١) لسم ټولگى پښتودرسى کتاب (١٣٨٦) لمر یزکال وپوهنى وزارت دتالف ریاست له خوا:
مخ (٣١)
 داکاډمیسن کاندیدښاغلی سیستانی، دمیوند جګړه ؛ ملالۍ اوغازی سرداره .


افغان تورکښ زړور وزیر فتح خان

افغان تورکښ زړور وزیر فتح خان



وزیرفتح خان( ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ز)



دافغانستان ځواک اوپاچا جوړونکی، وزیرفتح خان

قــرنهــا صبر بباید که تا مام وطن
چون فتح خان وزیرباز بزاید پسری

پیړۍ پیړۍ زغم اوپـېڅ دې وگالل شی چې د هېواد مور دې
د وزیرفتح خان په شان زوی دې نړې ته راوړی

سرېزه:

وزیرفتح خان دهېواد پیاوړې ځواکمنه، پلټونکې، درنده، کارنده، زیارگالې، هېوادپاله، لوی لاسې، باتوره ، تورکښه او بې باکه جنگیالې سیاسی څیره ده چې د سدوزی شاه محمود د واکمنۍ د مهال په کورنیو شخړو او جگړو کې یې په بریالیتوب سر راپورته کړی او له همدې امله هغه ته یې د شاه محمود د پوځی ځواکونو د اتل نوم ورکړی دی. وزیرفتح خان د خپل ژوند د ورپیښ شوې برخلېک په تړاو له ابو مسلم خراسانی او بابـُک خــُرمدین او د سیمې له نورو سترو تأریخی څیرو سره وَرته والی لری.

د بیلگې په توگه، ابومسلم خراسانی، د خپلې ځوانۍ د سباوون په شپو ورځو کې د خپلې تورې په مټ د خلافت د واکمنۍ گډۍ له امویانو واخیستله او عباسیانو ته یې وبخښله او په پای کې د عباسی د بې سپاسه خلیفه (منصور دوانیقی) په لاس په خنجر ټوټه ټوټه شو، وزیرفتح خان هم چې د پیاوړې ژمنې خاوند سړی وو، دوه ځله یې پاچاهی له شاه زمان او شاه شجاع د تورې په زور واخیستله او واکمنی یې د سدوزی شاه محمود په ورغوی کې کښېښودله خو په پای کې د همدغه ناسپاسه پاچا په لارښوونه لومړی په دواړو سترگو ړوند کړای شو او بیا بند پر بند ټوټې ټوټې شو.

هماغسې چې ابومسلم خراسانی په ۱۹ کلنۍ کې خپله پښه د سیاست په ډگر کې کښېښودله او ۱۸ کاله یې د عباسی خلافت د واکمنۍ لپاره یې توره وچلوله او په ۳۷ کلنۍ کې یې د دغو ټولو خدمتونو په هیداد "پاداش" کې خپله ککره له لاسه ورکړه، وزیرفتح خان هم په ۱۹ کلنۍ کې د سیاست پر ډگر پښه کښېښودله او د سدوزیو د واکمنۍ لپاره یې ۱۸ کاله توره وچلوله او د کېنه کښ او ناپوهه شهزادگی کامران له پلوه لومړی ړوند سو او وروسته د کامران د پلار شاه محمود په لارښوونه د گنیو "نیشکر" د لښتې په شان بند په بند ټوټه ټوټه شو. فتح خان پرته له دې چې یوه لنډه آه را پورته کړې او یا چیغې ووهی اویا له چا د زړه سواندۍ غوښتنه وکړی، مړېنه یې پرته له کوکارو په مېړانې و منله.

سره له دې چې د وزیرفتح خان مړېنه د هغه د اوسپنیز او پیاوړی زغم او میړانې له اړخه په دریمې پیړۍ کې د بابـُک خـُرمدین او خداش خراسانی له مړینې سره ورته والی لری خو د هغه مړېنه زموږ د هېواد او د گاونډیو هېوادونو د تأریخ او پیښلېک د پیاوړمخورو څیرو له مړینې څخه لا له پرتمه ډکه ده. د نړۍ په تأریخ کې به داسې سړی ونه موندل شی چې له وزیرفتح خان سره دې د ربړونو او ځورونو په گاللو کې پرتله او یا جوگه شی. هغو کسانو چې دغه پېښه په سترگو لېدلې وایی : کله چې وزیرفتح خان یې واژه، نو د شاه محمود په لارښوونه د لښکر ټولو بولندویانو اومشرانو د هغه د وژنې لپاره کتار جوړ کړ او هر یو یې په خپل وارلومړی د وزیرفتح خان د لاس گوتې بیا لاسونه تر اوږو او بیا یې د پښو گوتې تر زنگنو بند پر بند بیلې کړې او وزیرفتح خان دغه ټولې ځورونې او ربړې داسې په مېړانه وزغملې چې له خولې یې یوه کوشنۍ آه هم را ونه وتله او سره له دې چې ژوندی وو د هغه ککره یې له غاړې را پریک کړه او ژوند یې ورڅخه واخیست. حال دا چې څو مېاشتې مخکې کامران میرزا دوه ځله د هغه په سترگو کې خنجر ورټومبلی وو ترڅو ډاډه شی چې په رښتیا ړوند شوی دی؟!

له شډلتیا او دیو خویۍ د ډکې وژنې انځورونه په ویکو او کلماتو کې آسانه بریښی خو د بند په بند بیلولو او قصابی کولو انځور خورا گران دی. که یوازې د هماغې پیښې د یوې کوشنۍ شېبې څرنگوالی په سترگو کې را انځورکړو ، د ژوندی سړی د بدن د غړو پریکول، او کله چې یو لاس یې ۱۸ ځایه په چړې پریک کیږی او بیا یې وار بل لاس ته را رسیږی او هغه لاس هم ۱۸ ځایه بند په بند له یو بله بیلیږی او بیا وار یې پښو ته را رسیږی او هر پښه یې په پینځلسو ځایونو کې بند په بند پریک کیږی او بیا یې وار د غوږونو او شونډو پریکولو ته رسیږی او هغه هم په ډیرې شډلتیا ورڅخه پریک کیږی او په پای کې د یوې چوغکې په شان یې ککره له تنه ورڅخه بیلیږی او پر ژوند یې د پای ټکی کښېښودل کیږی، نو هلته به ددغه ناتار په تل کې د شاه محمود او شهزادگی کامران په برمانټه گرۍ او شډل خوییۍ ښه پوه سو. شرم دې وی په داسې زړه یخولو او زړه کاڼې کېدلو!

وزیر فتح خان د یوه پیاوړی زړور ، سر لوړی او پرتمین ځواکمن په توگه ژوند وکړ او د خپل د اعدام پر مهال یې بیا هم د یوه ننگیالی او درانده افغان په توگه له ربړو، شډلتیا او ځورونو سره جوگه مړینه د لښکر د هغو مشرانو له لاسه په نه مننونکې مېړانې او سرلوړۍ ومنله چې څومېاشتې مخکې یې دده تر لاس لاندې کار کاوه او په خپلې مړینې یې هغو کسانو ته چې دده د بدن غړی یې بندپر بند په خنجر وربیلول ور څرگنده کړه چې په خپل پیاوړی اوسپنیز زغم کولای شی ټول دردونه او ټپونه د البلو ، کوربلو او زاریو له ویلو پرته وزغمی خو هېڅکله به د شاه محمود او کامران په څیر د یوه ناپوه پلار او زوی ځان مننونکو غوښتنو ته سر تیټ نه کړی. یوه شاعر ویلی دی:

در جهان نتوان اگر مردانه زیست
همچومردان می توان مـردانه مرد
که په نړۍ کې د نارینه وو په څیر ونه شو کولای ژوند وکړو، خو کولای شو د نارینه وو په څیر مړه شو.
په جهان دې نارینه دی دا دوه کاره
یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شی

بابک خرمدین، مازیار طبرستانی، خداش خراسانی، استاد سیس بادغیسی او نور که د عباسی د خلافت د واکمنۍ پروړاندې د خپلو اوږد مهالو جگړو او هڅو په ترڅ کې نیول شوی او د پردیو عربو له پلوه ټوټې ټوتې شوی دی، خو وزیرفتح خان د نیولو، ړندیدلو او د بند په بند بېلېدلو تر ورځې پورې هېڅکله د ځان او کورنۍ لپاره د واکمنۍ او پاچاهۍ د نیولوهڅه ونه کړه او یوازې د شاه محمود د پاچاهۍ او د سدوزیو د پاچاهۍ د ځمکنۍ بشپړتیالپاره یې توره و چلوله خو ددغو ټولو له ځانه تیرېدنو او سرښندنو په بدل کې، پرته له دې چې کوشنی دوکه او خیانت یې کړی وی یوازې د دربار د یوشمیر رَخـَورو "کېنه ناکو" ځانغوښتونکو او بد سترگو درباریانو په ځانگړې توگه د سردار عطا محمد خان بامیزی او شهزادگی کامران د رخی او سخې په کړس کې لومړی ړوند او بیا د خپلې ترورۍ 'عمه' د زوی شاه محمود له پلوه په ډیرې بیرحمۍ بند په بند بیل او ووژل شو.

دشمن اگرمیکشد به دوست توان گفت
با که توان گفت که دوست مرا کشت؟

که دښمن دې وژنی نو خپل ته به ووایې، خو که خپل دې ووژنی، چا ته به ووایـﺊ؟

د سردار پاینده خان په زامنو کې چې لوېدېځو تأریخپوهانو هغوی د بارکزیو وروڼو په نامه بللی دی، وزیر فتح خان د مشرۍ ، پوهې او کار، هوښیارۍ او ځیرکۍ ، میړانې او نارینتوب، زړورتیا او لوی لاسی، په ژبه ولاړ ، د ټینگښت او د غچ اخیستنې (د افغانانو د یوې ځانگړې بېلگې) له اړخه ځانگړې پوهه او وړتیا درلودله او له ټولو برلاسی وو. هغه پیاوړی هوډ درلود، ځیرک وو انقلابی او پېښه پاروونکی وو. دغو ټولو بیلگو چې د هېوادپالنې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د هیواد په کورنیو چارو کې د پردیو د لاسوهنې له منځه وړل ورسره یو ځای نغښتې ول، هغه ته یې داسې ځانگړې بیلگې وربخښلې وې چې انگلیسانو " کینگ میکر" یا پاچا جوړونکی باله او کولای شو وزیرفتح خان " تاج بخښونکی" وبولو او د افغان په دغه ملی سرغندویه سرلاری کې دغه ټولې بیلگې خورا ځلانده وې.

د هلمند د دغه نومیالی بچی چې د خپلواکۍ غوښتنې ، سرلوړۍ او افغانی پرتم وېنه یې د هلمند د څپانده سیند د څپو په شان په هر رگ کې یې خوټېدله او په خټه کې یې میړانه، زړورتیا او لوی لاسی پرته وه او سره له دې چې نومیالیتوب یې هر چیرې په درنښت یادشوی بیا هم موږ هغه په سمه نه دی پیژندلای.

ددغه پولادی هوډ او زغم لرونکی نومیالی د برخلیک بیا پیژندنه به زموږ راتلونکو حق پیژندونکو زوزاتو او نسلونو ته پرته له اړنگ او شکه د سترې زده کړې نوې کړکۍ پرانیزی او پوه به شی چې دهیواد د تأریخ ولسی لارښوونکو په څه میړانې ژوند کړی دی. په دغې شننې کې به هڅه وشی چې د هېواد د تأریخ ددغې ځلاندې نومیالۍ څیرې بیا پیژندنه له ټولو اړخونو وکړو:

د شاه زمان پروړاندې د فتح خان پاڅون

د سردار پاینده خان د وژنې د خبر په خپرېدا، فتح خان سره له خپلو ورونو او د بارکزیو له یو شمیر خانانو لکه: عبدالسلام خان،عبدالواحد خان، امین الملک محمدرحیم خان له دوه تنو نورو سره د اتو ساعتو په اوږدو کې د اسپ په سپرلۍ نادعلی ( د وزیرفتح خان مورنۍ کلا) ته چې د کندهار د لوېدېځ په ۷۳ مایلی واټن کې پرته ده را ورسېدل او د بارکزیو د ټبر نور مشران یې د گرشک په نادعلی کې د زمان شاه له دغه گام څخه خبر کړل او د خپل ټبر ژوره کرکه او قهر یې د زمانشاه په وړاندې را و پاراوه او له زمانشاه څخه یې د غچ اخیستنې لپاره د خپل ټبر مرسته وغوښتله. زمان شاه د فتح خان او د هغه د وروڼو د نیولو لپاره یو شمیر سرتیری سیمې ته ولیږل خو سرتیری د هغوی د هېڅ یوه په نیولو بریالی نه شول او بیرته کندهار ته را ستانه شول. په هلمند کې د بارکزیو میشتو مشرانو، د سردار پاینده خان مشر زوی فتح خان د خپل ټبر د مشرپه توگه غوره کړ او خپل واک او پریکړه یې د هغه په لاس کې ور کښیښودله. فتح خان هم د بارکزیو د ټبر له مشرتابه څخه په آزمیښت بریالی راووت او د غچ اخیستنې لپاره کومه تابیا یې چې په ترڅ کی یې پاچا او د هغه وزیر ووژنی نیولې وه، پلې کړه او ښه پایله یې ترلاسه کړه.

فتح خان پریکړه وکړه چې د شاه زمان ورور شهزادگی محمود ته چې په ۱۷۹۷زکال کې یې د خپل ورور پر وړاندې پاڅون کړی وو او له ماتې وروسته بخارا، خوارزم او ایران ته کډوال شوی وو، اوږه ورکړی. الفنستون لېکی چې : شهزادگی محمود د وخت له غوښتنې سره سم په لومړیو کې د خپل ورور واکمنۍ ته غاړه کښېښودله خو کله چې خپل ورور یې له کندهار لیرې ولېد نو په پاڅون یې لاس پورې کړ او یو پیاوړی لښکر یې د کندهار پر لور وخوځاوه. شاه زمان د فراه د نیولو لپاره یو ځواک ولیږه او په خپله، لومړی کندهار او بیا پښاور ته ستون شو (۱).

شهزادگی محمود په ۱۷۹۷زکال کې یوځل بیا پاڅون وکړ او له ماتې وروسته ایران ته وتښتېد او ځان یې د تهران دربار ته ورساوه چې فتح علیشاه ورته په ډیر ورین تندی ښه راغلاست ووایه. د ۱۷۹۸زکال په پسرلی کې محمود کاشان او له هغه ځایه اصفهان ته ولاړ او د ۱۷۹۹ زکال تر پسرلی پورې په اصفهان کې پاتې شو او بیا یې له هماغه ځایه په هماغه کال کې پر خراسان د تیری لپاره د ایران د پاچا ملاتړ وکړ. کله چې شاه له خراسانه بیرته ستنېده نو محمود په خراسان کې پاتې شو او هلته یې هڅه وکړه چې پرهرات د یرغل لپاره د هغه ځای د مشرانو پام ځانته را واړاوی. په ترشیز او طبس کې بریالی نه شو خو ویې کولای شوای چې د قاین او بـیرجند د واکمن مهرعلیخان ملاتړ ترلاسه کړی او له لس زرو سرتیرو سره یو ځای د هرات پر لور را ودرومی. په سبزوار کې له یوه لښکر سره مخامخ شو. دغه لښکر شهزادگی قیصر د زمان شاه زوی له کندهاره د هغه مخنیوی ته ور لیږلی وو خو دغه لښکر هېڅ ونشو کړای او ماته یې وخوړله او محمود په بریالیتوب پرمخ ولاړ او هرات یې کلابندی کړ. وفادار خان یو چل وکړ چې محمود یې پر مهرعلیخان شکمن کړ. شهزادگی د شپې په ترڅ کې له لښکرکوټه وتښتېده او د بخارا پرلور یې ودرومل او مهرعلیخان هم په نا چاراۍ خپله مخه بیرته ونیوله او خپل هېواد ته ولاړ.

فریر، د وزیرفتح خان په اړه لېکی :" وزیرفتح خان د لوړې وړتیا لرونکی څښتن وو چې د پیاوړی نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگېدلو وړتیا یې هم درلودله... او په کړو وړو کې یې ساری نه درلود... افغانانو فتح خان ته په خورا درنښت کتل، حال دا چې خپل پاچا ته یې په سپکه کتل." (۸۳)

شهزادگی محمود په بخارا کې په توده غیږ کې ومنل شو او د پاچاهۍ په یوې ماڼۍ کې دیره شو. محمود تر هغه مهاله دلته دیره وو چې د بخارا د پاچا، شاه مراد دربارته د زمان شاه سفیر را ورسید، سفیرد شاه زمان نېوکه شاه مراد ته را ورسوله چې ولې یې محمود چې د خپل هېواد د پاچا پر وړاندې یې پاڅون کړی په خپله غیږ کې منلی او ویې غوښتل چې محمود دې هغوی ته ور وسپاری. سفیر ته واک ورکړشوی وو چې د محمود د سپارلو په بدل کې دې د بخارا پاچا ته گران بیه سوغات ورکړی. ډیری کسان دا منی چې نیږدې وو شاه مراد ، محمود سفیر ته ور وسپاری خو محمود وویل چې د حج د سفر تکل یې کړی او په دغې دینی پلمې یې د مذهبی پوهانو ملاتړ تر لاسه کړ، خو یو بل گزارش چې ډیر رښتیا بریښی وایی چې شاه مراد نه غوښتل شاه زمان و ځوروی او هم یې نه غوښتل مېلمه ته د خیانت په تور ځان نوم بدی کړی. نو له دې امله یې په پټه محمود ته د رامنځته شوی گواښ په اړه خبر ورکړ او ورڅخه یې وغوښتل چې په خپل تگ دې د ټولو ستونزو ټغر راټول کړی. شاه محمود له بخارا څخه خوارزم (اورگنج) ته ولاړ او له هغه ځایه بیا یې ایران ته مخه کړه. (۲). او په دغو شپو ورځو کې د ایران د کرمان په زړه بوږنوونکو تودوخې کې سربداله گرځېده.
فتح خان په دې هېلې چې له شهزادگی محمود سره یو ځای شی، د ایران پر لور و خوځېد او د سیستان له لارې یې د سیستان کرمان تر منځ بې اوبو او وښو وچه دښته د اته کروه (فرسخ) په واټن ووهله او کرمان ته چې محمود پکې دیره وو ورسېد او هغه یې د زمان شاه پر وړاندې وهڅاوه چې پاچاهی ورڅخه ونیسی. وروسته دواړو په قران سوگند وکړ چې له یو بل سره به همکارۍ کوی او هېڅ خیانت به یو بل ته ونه کړی. وروسته له پینځوس سپرو سره یو ځای د سیستان پر لور را وخوځېدل. هغوی په لنډه موده کې د هغه وخت د سیستان مرکز ، جلال آباد ته را ورسېدل. د سیستان واکمن، ملک بهرام کیانی افغانانو ته په ورین تندی غیږه پرانیستله او بیا یې د ددوستۍ د لا زیاتیدلو په هېله خپله لور د شاه محمود زوی شهزادگی کامران ته په نکاح ورکړه او لوړه یې و کړه چې د شاه محمود ملا به د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نېولو کې ور وتړی. خو فتح خان سلا ورکړه چې دغه گام د هغوی په گټه نه دی نو له دې امله نوموړی واکمن د محمود له لښکر سره له یوځای کېدنې او هملارۍ څخه لاس پر سر شو خو ملک بهرام کیانی د هغوی ملا په وسلو او پیسو ور وتړله.

د کندهار په سوبه کې د فتح خان ونډه:

فتح خان له ځانه مخکې خپل دوه وروڼه له ۱۸ سپرو سره له سیستانه فراه ته ولیږل چې هلته د درانی سرلارو په ځانگړې توگه د فراه د بارکزیو د ټبر د مشرانو ملاتړ را خپل کړی. وروسته فتح خان له محمود او کامران میرزا سره فراه ته راغی. محمود او فتح خان د شاه زمان او د هغه د ناتار او ځانغوښتـنې په اړه د فراه پرگنو ته کیسې وکړې او په پای کې د درانیو یو شمیر جنگیالیو خپل تیاری څرگند کړ چې د محمود او فتح خان ملگرتیا به کوی.

محمود له دغو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر لور را ودرومل او څرگنده ده چې ددغه ځواک ملا د گرشک او د هلمند د ناوې د سیمې بارکزیو هم ور وتړله. کله چې محمود د بارکزیو له سرلارو سره کندهار ته را نیږدې شو، د کندهار والی مهرعلیخان اسحاقزی چې شاه پسند خان بلل کېده، سره له خپلو څلور زرو سپرو د کندهار دفاع ته ملا را وتړله، خو فتح خان داسې چل وکړ چې د والی ځواکونه یې د هغه پر وړاندې را پاڅول او والی له ویرې له ښاره وتښتېد. فتح خان ښار کلا بند کړاو له ۴۲ یا ۴۳ ورځو کلابندۍ وروسته یې ښار ونیو. شیرازی وایی چې فتح خان لومړی سړې وو چې د ښار پر دیوال په یوې څرمنیزې رسۍ وخوت اود شاهی نغارې، نغاره یې په خپل بوټ و ډنگوله او په لوړ غږ یې وویل چې اوسنی دور، د محمود دور دی! دهغه په دغه غږ د ښار دروازې پرانیستل شوې او محمود سره له خپلو سرتیرو ښار ته ننوت اود ښار ساتونکو(ساخلو : تورکی لغت دی) محمود ته پوځی سلام وکړ. (۳). الفنستون وایی چې فتح خان په یوازې سر ښار ته ننوت او د عبدالله خان په نامه د ښار له یوه تن مشرانو څخه یې مرسته وغوښتله. عبدالله خان د محمود په پلوۍ را پاڅېده او د ښار دروازه یې د محمود پر مخ را پرانسیتله او مهرعلی خان له بلې لارې وتښتېد او زمان شاه په سند هـ کې وو چې د کندهار د پرځېدنې خبرېې تر غوږ ورسېد. (۴).

د یوې بلې وینا له مخې دغه کار د یحیی خان بارکزی له پلوه ( ظاهرأ د قاضی محمد سعید خان بارکزی په سلا) له پلوه وشو چې ځان یې وختی فتح خان ته رسولای وو او د هغه په لارښوونه فتح خان پریمانه زینې را ټولې کړې او بیا یې پرښار یرغل وکړ او ښار یې د تورې په مټ ونیو (۵). په دغه مهال وزیرفتح خان ۱۹ کلن وو. شهزادگی حیدر سره له یارمحمد خان اود زمان شاه نور خانان بندیان شول. فتح خان له شاه محموده وغوښتل چې عبدالرحیم خان سدوزی او د هغه پلار دې اعدام کړی او بیا دې خبرتیا خپره کړی چې د درانیو په کړو وړو هغه مهال ډاډ کېدای شی چې د زمان شاه له ملاتړه لاس واخلی او خپله پالوالی یا وفا دې په خپلو کړو کې را څرگنده کړی، شاه محمود کټ مټ همداسې وکړل (۶).
په دغه وخت کې شاه محمود فتح خان ته د وزیر څوکۍ ورکړه او د " شاه دوست" نوم یې ورکړ اود کندهار قاضی القضات قاضی محمد سعید خان ته یې د " خان علوم" نوم [چې د پوهاندی له رتبې سره برابره ده] ورکړ. (۷) د فتح خان د مُـهـُر په نښه کې لاندینی بیت ویل شوی وو:

طالع محمود را نازم کزوست سرفرازملک ودولت شاهدوست
یا
طالع محمودرا نازم کزوست سرفرازفتح ونصرت شاهدوست

اود قاضی محمدسعید بارکزی مهر ته یې په لاندینۍ بیت :

محمدسعید از فضل حق مشهود شد قاضی القضات شاه محمودشد
رسمیت ورکړ.(۸)

د کابل سوبه :

د کندهار له نیولو وروسته شاه محمود د خپل لښکر د پیاوړی کولو لپاره پیسو ته اړتیا درلودله. ددغه کار ترسره کول یې د وزیرفتح خان پر اوږه واچول. کله چې فتح خان د پاچاهې پانگه په خپلو منگولو کې را خپله کړه، د ښار یو شمیر مشرانو او شتمنو هم یو شیمر پیسې را ټولې کړی چې د لښکر لوموړنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړی او د خپلو جنگیالیو شمیر یې پینځوس زرو ته لوړ کړ. (۹)

په دغه وخت کې شاه زمان سندهـ ته نیږدې دیره وو او پرهندوستان یې د یرغل پریکړه کړې وه خو د مهرعلیخان اسحاقزی (ساکزی) له خولې یې د کندهار د نیولو خبرواورېد. شاه زمان د سترگو په رپ کې خپل ورور شاه شجاع په پیښاور کې پریښود او خپله د کابل پر لور را وخوځېد، خو کابل ته له راخوځېدلو مخکې یې غوښتل چې د کشیمر د والی عبدالله خان الکوزی غوږونه ورتاو کړی. زمان شاه د ډیرو سرونو په بایللو عبدالله خان ونیو او زندۍ یې کړ. د زمانشاه دغه خوځښت د شاه محمود په گټه پای ته ورسید، ځکه د هغه ورور سیدال خان الکوزی په کندهار کې وو او کله چې د زمان شاه له دغه گام څخه خبرشو، نو له خپل ټبر سره یو ځای د شاه محمود په چوپړ ور ننوت (۱۰).

کله چې شاه زمان کابل ته را ورسید ، نو په خپلې تیر وتنې پوه شو او د درانیو د سردارنو په اړه یې له خپلو پخوانیو کړو وړو څخه پښیمانې څرگنده کړه. هغه په ډیرې خوارۍ دوه لښکره را جوړ کړل، یو یې د احمد خان نورزی او خپل زوی شهزادگی ناصرتر مشرۍ لاندې د کندهار پر لور ولیږه او دویم لښکر یې دوه کروه (فرسنگ) لیرې د لومړی لښکر ترشا تر خپلې مشرۍ لاندې واخیست او د غزنی پر خوا وخوځېد. احمد خان نه له وفادار خان څخه او نه له شاه زمان څخه ښه زړه درلود، او په پښېمانۍ او د زړه په درزا د کندهار پر لور یې درومل. خو فتح خان چې انگلیسی " پیرس یې " د " محمود د ځواک نابغه " بولی، د احمد خان په خټه او رخه ښه پوهېده، ځکه فتح خان له پخوا پوهېده چې د جگړې له پېښېدلو مخکې کولای شی نوموړی له ځان سره یو ځای کړی او د شاه زمان لاسونه له شا ور و تړی، هغه پوهېده چې:

به شمیریکی تا صد توان کشت به رأی لشکری را بشکنی پشت
ژباړه : په تورې به له یوې تر سلو ککرو پریک کړی خو په کوشنۍ پوهې او هوښیارۍ به د یوه لښکر ملا ورماته کړې

دغې موخې ته د رسیدلو لپاره فتح خان د احمد خان د ورور عبدالله خان په اړه چې د شاه محمود په لښکر کې وو او په احمد خان ډیر گران وو ، سوچ وکړ او بیا یې له شاه محمود سره سلا وکړه او څرگنده ده چې شاه محمود د فتح خان ددغه سوچ ملاتړ وکړ. فتح خان په بیړه عبدالله خان یې په یوې پلمې بندی کړ او داسې یې څرگنده کړه چې گڼې نوموړی، پاچا ته خیانت کاوه او ښایی اعدام شی او یوازې هغه مهال به له اعدامه وژغورل شی چې ورور یې احمد خان د زمان شاه له لېکو را بیل او له شاه محمود سره یو ځای شی. کله چې احمد خان نورزی د (غرنی او مقر، قلات) ترمنځ د " سر اسپ" سیمې ته را ورسید او د شاه محمود له ځواکونو سره مخامخ او د خپل ورور له برخلېکه خبر شو، نو د سترگو په رپ کې له خپل لښکر سره چې شمیر یې پینځلس زرو سرتیرو ته رسیده د فتح خان له لښکر سره یو ځای شو او شهزادگی ناصر د مورچل له شا دغه خبر خپل پلار زمان شاه ته ورساوو (۱۱).

د فتح خان دغه چل د زمان شاه پر سیاسی او پوځی وړتیا مرگونی گواز وکړ او کله چې د احمد خان نورزی او د هغه د زوی د تسلیمېدلو خبر ورته راورسید، نو زمان شاه او وزیر یې وفادار خان د خپل ځان په ویره کې ولوېدل او ځان د ژغورنې لپاره یې تېښتې ته ملا را وتړله. د زمانشاه لښکر هم خور و ور شو. پا چا او وزیر یې لومړی غزنی او بیا له هغه ځایه کابل ته په شا شول چې له هغه ځایه بل لښکر راجوړ کړی، خو د هغوی نقشې بدلون وموند او د نوی لښکر د راټولولو پرځای چې له وزیرفتح خان سره یې جگړې ته را چمتو کړی، خپل شته او مل لښکر یې هم له لاسه ورکړ. د زمان شاه د دربار چاپیره له وفادارخان او زمان خان پوپلزی (بامیزی) او له لښکره یې له دوه سوه تنو سپرو او څلور سوه پلیو جنگیالیو پرته، نور څوک نه ول پاتې. شاه زمان همدغه شمیره له ځان سره واخیستله او د جلال آباد پر لور وخوځېد.

شاه محمود، وزیرفتح خان یې د دوه زور سپرو سرتیرو په ملتیا د کابل پر خوا ولیږه او وزیر فتح خان په بیړه او گړندۍ توگه د مقر ، غزنی او کابل ترمنځ لاره ووهله. د فتح پرمخ د کابل دروازې د دوه تنو قزلباشانو: میر اصلان خان او جعفرخان جوانشیر له خوا پرانیستل شوې ځکه نوموړی قزلباشان له شاه زمان څخه په دې خوا بدی ول چې د هغوی دوه تنه سرلاری یې ور وژلی ول او له مخکې یې له محمد زیو سره خپلوی کړې وه او شاه محمود د کابل د بالاحصار په ماڼۍ کې د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله- ۱۸۰۱زکال ، جولای. (۱۲)

له شاه زمانه غچ اخیستنه :

وزیر فتح خان ترهغو په کرار کښې نه ناست چې شاه زمان او د هغه بد چاری وزیر وفادار خان یې د خپلو کړو وړو په سزا ونه ورَسول. وروسته له دې چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله، د لښکر یوه برخه یې د زمان شاه د پـَل د نیولو لپاره په شاه زمان پسې ولیږله. د شاه محمود د لښکر د مخکښ او د شاه زمان د ځواک ترمنځ د جگدلک د " وچې پاڼې" په سیمې کې لنډه نښته را پیښ شوه او څرگنده ده چې پایله یې د شاه محمود په گټه وواښتله او د زمان شاه پوځی ځواک هر لور ته خور او وور شو او وتښتېد. زمان شاه له خپلو څو تنو ملگرو سره په لا لهاندې ځانته پټنځای لټاوه. ملا عاشق شینواری له وفادارخان سره له پخوا پیژندگلوی درلودله او د جگدلک په سیمې کې د یوې کلا څښتن وو. بدمرغه پاچا دومره خوار شوی وو چې د لا لهاندۍ په نړۍ کې دې ته اړ شو چې د یوې شپې لپاره د ملاعاشق کلا ته پناه یوسی. ملا عاشق لومړی په ورین تندی خپل میلمه په غیږ کې ونیو، خو کله چې خبرشو چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه لگولې ده نو د شاه زمان نیولو ته یې ملا را وتړله، هغه و بیریده چې سبا ورځ به شاه زمان ته د پناه ورکولو په تور د نوی پاچا د خوابدۍ او قهر تر مـَـتروکو لاندې ونیول شی، نو د کلا دروازه یې د شاه له لورې وتړله او د شپې په اوږدو کې یې د خپلو زامنو له لارې شاه محمود ته پیغام ولیږه چې یو څوک دې ور ولیږی او خپل بندی دې دده له کلا را واخلی. (۱۳).

وزیر فتح خان ۱۹ کلن وو چې د خپل پلار سردار پاینده خان له وژل کېدلو وروسته د سیاست پر نړۍ یې پښه کښېښودله او کله چې وژل کېده، ۳۸ کلن وو. په دغې شمیرنې وزیرفتح خان ۱۹ کاله د هیواد د لیکو د ټینگولو، پرمختگ او پرتم لپاره په سرښندې هلې ځلې وکړې. هغه په ټول هېواد کې ټیکاو (امنیت) رامنځته کړ او د لیرې پرتو ولایتونو لکه : بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات والیان یې مرکزی دولت ته غاړی ټیټونې ته اړ کړل چې له مالیاتی گټو څخه دې د هېواد مرکزته ولایتی ونډه واستوی.

زمان شاه او ملگری یې په لنډ وخت کې پوه شول چې د ملاعاشق په منگولو کې یرغمل دی. که څه هم شاه زمان او ملگرو یې هڅه وکړه چې د خپل ځان د ژغورنې لپاره لاره چاره ولټوی، خو بریالی نه شول. بیا یې ځانونه برخلېک ته وسپارل او د هرډول رامنځته کېدونکې پېښې لپاره یې لارې څارلې. کله چې ددغسې ناببرې پېښې خبر کابل او پیښاور ته ورسید، له یوې خوا شاه محمود د خپل سیال د نیولو لپاره مټې را بډ وهلې وې او له بله اړخه شاه شجاع د خپل ورور د ژغورنې لپاره لاس په کار شو. له کابله د وزیر فتح خان ورور نواب اسد خان له یوه جراح سره راوخوځېد او له پیښاوره عبدالکریم خان د بندی پاچا د ژغورلو لپاره را ودانگل. له دې چې د کابل او جگدلک تر منځ واټن لږ وو، نو نواب اسد خان له ټولو مخکې کلا ته را ورسید. زمانشاه د پاچاهۍ د پانگۍ ټول سره زر چې په هغه کې د کوه نور الماس هم وو د کلا په یوه سوری کې پټ کړل او فخراج [ د یوه یاقوت نوم وو] یې د کلا ترڅنگ یوې ویالې ته غوزار کړ. سپیدې لا نه وې چاودلې چې نواب اسد خان کلا ته را ورسید او پا چا یې ونیو او د شاه محمود په امر یې د زمان شاه سترگې ور ړندې کړې او وروسته یې پاچا د هغه له نورو ملگرو سره کابل ته راووست. شاه زمان د کابل پرزندان ننوت او د هغه وزیر او ورور یې د کابل واکمن محمد خان د سردارپاینده خان په غچ کې اعدام شول او زمان خان پوپلزی د حاضر خان د وژنې په توراعدام شو. حاضر خان د اکرم خان زوی وو چې په هرات کې د زمان خان پوپلزی په امر اعدام شوی وو. (۱۴).

دغه پیښه په تأریخ کې د ۱۸۰۱زکال د جولای په مېاشت کې لېکل شوې. (۱۵).درې کاله وروسته د شاه محمود د پاچاهۍ لومړی پړاو (۱۸۰۳زکال) د زمان شاه د ورور (د میرې زوی) له پلوه پای ته ورسېد، شاه شجاع لومړنی کار چې وکړ ملا عشق شینواری ته یې سزا ورکړه، هغه یې راووست او له ستونی یې و ځړاوه او د کوه نور الماس چې تردغه دمه د ملا عاشق په کلا کې پټ ول د شاه شجاع لاس ته ولوېد او کلا ونړول شوه (۱۶).

ډیر وخت تیر نه شو چې شاه شجاع د لښکر راټولو ته ملا وتړله او د پیسو په ورکړه یې لس زره سرتیری برابر کړل چې کابل ته د خوځېدا لپاره چمتو ول. کله چې شاه محمود له دغې پیښې خبر شو نو وزیر فتح خان او شهزادگی کامران یې د یوه درې زر کسیز لښکر په مشرۍ کې د هغه د مخنیوی لپاره ور ولیږل. دواړه لښکرې جلال آباد ته نیږدې د سُرخرود په سیمه کې له یوه بل سره مخامخ شوې. د شاه شجاع سرتیرو گومان کاوه چې ددوی شمیره د شاه محمود د سرتیرو په پرتله ډیره ده نو مخکې له مخکې یې ځانونه سوبمن بلل او په لومړی سر کې یې د شجاع پر پانگې چې له پیښاوره یې له ځان سره راوړې وه برید وکړ او ویې غوښتل چې لومړی خپل پاچا لوټ کړی. وزیر فتح خان د شاه شاع د لښکر پر دغې په خپل سرۍ او گډوډۍ پوه شو اوله همدغسې شیبې څخه په گټه اخیستنې خپل لښکر ته یې بولنده ورکړه چې د شاه شجاع پر گډو وډو جنگیالیو یرغل ور وړی. د دښمن د لښکر لېکې د سترگو په رپ کې ماتې شوې او شاه شجاع د خپل ځان د بچونې په سوچ کې ولوید او د سیمې نیږدې غرونو ته یې پناه یو وړه، او د هغه وسلې او پانگه د فتح خان د لښکر لاس ته ورغله. وزیر فتح خان د شاه شجاع له پانگې څخه تر لاسه شوې پیسې د خپلو جنگیالیو په منځو کې وویشلې او بیا یې د پیښاور د نیولو لپاره خپل پرمختگ ته دوام ورکړ. په لنډې مودې کې د پیښاور دروازې د لښکر پرمخ پرانیستل شوې او وزیر فتح خان له څیرمو سیمو څخه د مالېې راټولولو ته ملا وتړله.

د وزیر فتح خان همدغه هوښیاری، پوهه او زړورتیا ده چې انگلیسی تأریخپوه نوموړی د " محمودی ځواک نابغه" بولی او د هغه له میړانې، هوښیارۍ، پوخوالی او ننگلیالیتوبه هر چیرې خبرې کوی. (۱۷).

د پرگنو اله گوله:

کله چې وزیر فتح خان په پیښاور کې وو، له کلاته ترزابله او له زابله تر لوگره میشتو غلزیو په اله گولې لاس پورې کړ. لومړی یې عبدالرحیم خان چې یو آرام او بې پرې سړی وو د خپل پاچا په توگه وټاکه او بیا یوې ډلې د شهاب الدین خان توخی تر مشرۍ لاندې پر کندهار برېد وکړ. د وزیر فتح خان د تره زوی عبدالحنان خان بارکزی او سیدالخان الکوزی سره له دې چې د ښار ډیر ساتونکی یې نه درلودل، د ښار د ساتلو لپاره ملا را وتړله او د کندهار د پل سنگی په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ نښته راپیښ شوه او له درانیو څخه دوه سوه تنه او له اله گوله کوونکو څخه زر تنه ووژل شول او اله گوله کوونکی اړشول چې په شای. (۱۸).

یو شمیرنورو چې د عبدالرحیم خان غلزی تر مشرۍ لاندې یې پاڅون کړی وو د غزنی په لور پرمخ ولاړل. د خپلې لارې په اوږدو کې یې کورونه ، بانډې او کلی او کلا گانې لوټ کړې او د غزنی پرښار یې برېد وکړ خو د غزنی ښار له ځانه دفاع وکړه او پاڅونوال اړ شول چې د شلگرې او زرملې له لارې بیرته لوگرته په شا شی. د لارې په اوږدو کې گڼ شمیر غلزی له هغوی سره ځای شول او ویل شوی چې شمیره یې شل زره تنو ته رسیدله. شاه محمود په ډیرو ستونزو درې زره تنه د جگړې لپاره چمتو کړل او بیا یې د (شاه ولیخان بامیزی، د احمدشاه درانی سروزیر) زوی شیرمحمد خان مختارالدوله یې له بند څخه خلاص کړ(۱۹) او نوموړی یې د اله گوله کوونکو د ټکـَونې لپاره ولیږه. دغه پوه سړی وکولای شول اله گوله کوونکی له پښو وغورځوی، دهغوی درې زره تنه یې ور ووژل او د شاه محمود په امر یې د هغوی له ککرو څخه د بلخ غونډۍ ته نیږدې منارونه جوړ کړل. (۲۰).

د ۱۸۰۲ زکال په مارچ کې له کلاته نیولې تر جلال آباده پورې میشتو غلزیو بیا اله گولې ته لاس واچاوه او په پام کې یې نېولی ول له درې خوا خواوو یعنی له لویدېځ، سویل او سویل ختیځه پرکابل یرغل راوړی. د اله گوله چیان شمیر پینځوس زره اټکل شوی وو.(۲۱). وزیر فتح خان او شهزادگی کامران په بیړه له پیښاوره کابل خواته مخه کړه او د وزیرفتح خان د تره زوی عبدالواحد په خپل ټول ځواک د کابل د اله گوله چیانو په شا تمبولو ته را ودانگل. وزیرفتح خان په خپله د غلزیو د توکم د جبارخیلو او احمدزیو د ټبرونو د جنگیالیو په شا تمبولو ته چې مشری یې محمد خان بابکرخیل کوله او شمیر یې لسو زرو ته رسیده راووت، او هغوی ته یې ټینگه ماته ور په برخه کړه او بیا وزیرد عبدالرحیم خان تر مشرۍ لاندې دویمې ډلې ته پام کړ چې غوښتل یې له ختیځه پرکابل یرغل راوړی. عبدالرحیم خان له لسو زرو جنگیالیو سره د وزیر فتح خان مخې ته راودانگل (۱۸۰۲ ز کال د مې دمېاشتې ۱۱). په دغې جگړې کې وزیر بیا پر خپلو مخالفینو لاس بری شو، عبدالرحیم سره له دوه زامنو یې ونیول شو او بیا اعدام شول (۲۲).

دا د ۲۲ کلن ځوان وزیر فتح خان پینځمه بریالۍ جگړه وه. د دریمې ډلې د ټکولو لپاره شیرمحمد خان او احمد خان نورزی گورمال شوی ول چې د کندهار او د هغه د ورڅیرمو سیمو خوندیتوب ژوندی وساتی. د لښکر دغو دوه وو مشرانو د خپلې لارې د اوږدو په دواړو غاړو کې د غلزیو ټولې کلا گانې ویجاړې او له خارو سره یې یو کړې، د غزنی، کلات او کندهار ترمنځ امینت یې راتینگ کړ او بیرته کابل ته راستانه شول (۲۳).

کله چې شاه محمود خپل ټول پام د کابل د څیرمو سیمو امینت ته را اړولی وو، شاه شجاع د خیبر وگړی د پیسو او سوغاتونو په بدل کې را وهڅول او یو ۱۲ زریز لښکر یې جوړ کړ او پر پیښاور یې یرغل ور ووړو خو د پیښاور ساتونکو د هغه گڼ شمیر جنگیالی له پښو ورغورځول او شاه په تیښته ولاړ. په هماغه کال د آمو د سیند د بلې غاړې وزبکو پربلخ برید وکړ خو د بلخ په ورڅیرمو سیمو کې د وزیرفتح خان د لیږل شوی ځواک له پلوه یې ماته وخوړله او دې ته اړ شول چې د آمو د سیند بلې غاړې ته بیرته په شا شی (۲۴).

له کابله د وزیر فتح خان لیرې کېدل او د شاه محمود پرځېدنه :

د وزیرفتح خان پرله پسې بریاوې د شاه محمود د دربار پر یوه نیږدې او مخـَور اکرم خان الکوزی ډیرې درندې پریوتلې او له وزیر فتح خان سره یې تربگنۍ ته ملا وتړله. وروسته پریکړه وشوه چې محمد اکرم خان دې په کابل کې پاتې شی او وزیر فتح خان دې پیښاور ته ولاړشی. وزیر فتح خان بیا پیښاور ته ولاړ او د هغه ځای له پرگنو څخه یې د خپل لښکر د لگښتونو لپاره مالیه را ټوله کړه. د کشمیر واکمن هغه ته پینځوس زره روپۍ ولیږلې او بیا فتح خان د کوهاټ، بنو او دامان په لور ودرومل او له هغو ځایونو څخه یې هم مالیه را ټوله کړه او بیا یې د وزیرستان د نیولو لپاره تکل وکړ. کله چې وزیرستان ونیول شو، د ۱۸۰۳زکال اوړی وو چې کندهار ته راستون شو. (۲۵). وزیر، کندهار ته د راستنیدلو په لار کې خبر شو چې شهزادگی قیصر د ایرانیانو په مرسته پر کندهار د برېد تکل لری او کندهار د کامران میرزا په لاس کې وو. نو له دې امله یې ځان په بیړه کندهار ته را ورساوه او له شهزادگی کامران سره یو ځای یې د شهزادگی قیصر په تمبولو پیل وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ په کوکران کې ډیره کلکه خونړۍ جگړه ونښتله اوپه پای کې قیصر ماته وخوړله. د قیصر د لښکر بولندوی اکرم خان په دغې جگړې کې ووژل شو، قصیر ونیول شو او کابل ته یې را ولیږه. څه موده وروسته وزیرفتح خان له خپل ورور دوست محمد خان سره کابل ته راغی. شاه شجاع کابل ته د فتح خان له ورتگ څخه په گټه اخیستنې چې ډگریې تش گڼلی وو، بیا یې پر کندهار برېد وکړ خو وزیر فتح خان له خپل ورور سره یوځای د کامران ملاتړ ته را ودانگل او یو ځل بیا یې شاه شجاع ته ماته ورکړه او شاه شجاع بیرته پیښاور ته وتښتید. په دغه ځای کې وزیر فتح خان د غفورخان بارکزی، سیدالخان الکوزی او خواجه محمد خان سدوزی پر پالیالۍ او صداقت کې شــَکی شو او هغوی یې زندان ته ولیږل (۲۶). شاه محمود د وزیر فتح خان د تورې او پوهې تر سیوری لاندې د درو کالو لپاره په بالا حصار کې واکمنی وچلوله خو له دې چې نوموړی چړچه مار، آرام خوښی او پرځان بې ډاډه سړی وو، وگړی د وزیر فتح خان په نشتوالی کې د هغه پر وړاندې راپاڅیدل او شاه شجاع یې د پاچۍ پرگدۍ کښېناوه (۱۸۰۳زکال ، جولای)

د میرواعظ ونډه:

د شاه محمود په ماته کې مختارالدوله شیرمحمد چې یوه له مـخـَور روحانی سیداحمد سره یې لاس یو کړی وو او د میرواعظ په نامه پیژندل کیده، پخه ونډه درلودله. میرواعظ څو څو ځله د حج په سفر تللی وو او د کابل په وگړوکې یې د یوه پاک لمنی په توگه دروند نوم درلود او د سنیانو په منځ کې یې ډیره پیاوړې اغیزه درلودله او په رڼا ورځ به یې پر پاچا گوت نیونې کولې او له هغه یې ویره نه درلودله. هغه وگړو ته ویل چې پاچا له قزلباشانو څخه ملاتړ کوی اوله سنیانو څخه نه یوازې کرکه لری بلکه هغوی سپکوی. په دې ډول ورځ په ورځ د پاچا پر وړاندې د ولس کرکه راپارېدله او خبره دې کچې ته را لوړه شوه چې د سنیانو او شیعه گانو ترمنځ نښتې او جگړې وشوې.

د تأریخ سلطانې لېکوال لېکی چې : یوه قزلباش، یو سنی مذهبه تنکی ځوان خپل کورته مېلمه او بیا یې له هغه سره لواطت کړی وو، وروسته له هغه چې دغه تنکی ځوان خپل کورته را ستنیږی، دغه پیښه خپلې کورنۍ ته وایی. د ځوان هلک پلرگنۍ شاه محمود ته د سرټــَکونې لپاره ورځی او پاچا پیښه د ښار قاضی ته ور سپاری. قاضی د جرم د زباد لپاره شاهدان غوښتل او دا کار د مدعی لپاره نا شونی وو، د هلک پلرگنۍ د جمعې په ورځ د پل خشتی جومات ته ور غله، خپل گریوانونه یې وڅیرل او له هغه یې د مرستې غوښتنه وکړ ه. میرواعظ امر وکړ چې د قزلباشانو پر کورنو دې یرغل وروړی او هر یو دې ووژنی. خلک د پل خشتی له جوماته وخوځېدل او پرچنداول چې د قزلباشانو استوگنځای وو ورغلل او د چنداول په لارو او کوڅو کې چې هرڅوک یې مخې ته ورتلل په تورو، چړو او سوټیو وهل او وژل یې او کورونو ته یې اور اچاوه. (۲۷).

خو الفنستون په ۱۸۰۹زکال کې داسې لېکی: د قزلباشانو په لاس په رڼا ورځ د یوه تنکی کابلی ځوان وژنې، د وگړو خوابدۍ ته لا اوږه ورکړه. هغوی د وژل شوی هلک مړی د یوه شیهد په توگه بدرگه کاوه چې د مړی پر بدرگې د قزلباشانو یوې ډلې ډزې وکړې او دغه سپکاوی د وگړو ډیره ترخه کرکه را و پاروله او د پاچا د مرییو (قزلباشانو) په نشتوالی چې د پاچا په چوپړ کې ول، د قزلباشانو پراستوگنځیو یې برېد وکړ او هغوی یې له لږ مقاومت وروسته لوټ کړل. په سبا ورځ یې جگړه لا توده شوه. د کابل له نورو ورڅیرمو سیمو څخه خلک د سنیانو مرستې ته را ودانگل او د همدغو پیرانو له ډلې څخه د یوه تر مشرۍ لاندې د کوهستان گڼ شمیر توپکوال په همدغې موخې پر کابل را مات شول. په دغه اله گوله کې مختارالدوله او د درانیو نورو مشرانو په برالا خلک هڅول چې جگړې ته را ودانگی. میرواعظ خلکو ته د جنت ژمنې کولې او د مشرانو پر مخونو یې سپیڅلې اوبه (زمزم) شیندلې او سنیان یې جگړې ته رابلل. خو د جگړې دواړه خواووې د کابل د تود او سوځوونکی اوړی له امله ستړې ستومانه شوې او لنډ مهاله اوربند ته یې غاړه کښېښودله. دغه خونړۍ نښته د ۱۸۰۳زکال د جون د مېاشتې په ۴ او ۵ نېټه ( د غبرگولې د مېاشتې په نیماییو کې) رامنځ ته شوه. پاچا د وزیر فتح خان را رسیدا ته چې له کندهاره له لښکر سره د کابل پر لور را خوځېدلې وو، ته سترگې په لاره وو او مختارالدوله شاه شجاع ته سترگې څارلې چې هغه یې د پاچاهۍ د گدۍ نیولو ته رابللی وو(۲۸).

د غبرگولی د مېاشتې پر ۱۵ نېټې کابل ته د وزیر فتح خان له رسیدا سره سم د دواړو خواوو ترمنځ سوله وشوه او اور مړ شو. د سراج التواریخ لیکوال گروهن دی چې " کله چې قزلباشان د ورکېدا څنډې ته نیږدې شول، وزیرفتح خان له خپلو ورونو سره د پاچاهۍ د ساتلو او د راپورته شوې سرخوږاوی آو پیلات "فساد " د له منځه وړلولپاره ملا وتړله، او د دواړو ډلو پر وړاندې یې خپلې تورې را وایستلې او د تورې او مټ په زور یې د پیلات اور مړ کړ او قزلباشان یې د گواښ له لومو وژغورل. " (۲۹)

شاه محمود غوښتل مختارالدوله ونیسی خو هغه له ښاره وتښتېد (۱۸۰۳زکال ، جولای) مگر میرواعظ ته یې لارښوونه وکړه چې یو ځل بیا دې اله گوله را وپاروی او میرواعظ همداسې وکړل او همدا چې فتح خان د مالیې د را ټولو لپاره له کابله د بامیان پر لور دباندې ووت، یو ځل بیا کابل د اله گولې په لمبو کې راښکېل شو او پینځه ورځې وروسته (۱۸۰۳زکال د جولای ۱۳) له شاه شجاع سره یو ځای پر کابل را ننوت. (۳۰)

کله چې وزیرفتح خان له بامیان او دایکنډی څخه د کابل پر لور را درومل او د کابل د ښار(څلور مایلی واټن) قلعه قاضی ته را ورسېد، د شاه شجاع له ځواکونو سره مخامخ شو. خونړې او زړه بوږنوونکې جگړه را پیل شوه چې له سهاره تر ماښامه وغځېده اوداسې برېښېدله چې سوبه او بریا د وزیرفتح خان او د هغه د لښکر پر خوا ده، ځکه هغه داسې لښکر ته ماتې ورکړې وه چې پرهغه یې نیغ پر نیغه را دانگلی ول او د کابل پر لور راوخوځېد خو په همدغه شیبه کې د فتح خان د لښکر یوه مشر د شاه شجاع په ملاتړ له خپل مورچله شاه شجاع ته مخه کړه او د وزیر فتح خان تر شا لښکر له سربدالۍ سره مخامخ شو. وزیر هم چې د خپل افسر درغلنی او خیانت ته پام وکړ نو له خپلو وروڼو او یو شمیر هملارو سره دې ته اړ شو چې توره را وباسی او د تورې په زور د دښمن لیکی ورماتې او د کندهار پر لور وخوځېږی. (۳۱).
د وزیر فتح خان په نشتوالی کې په پیښاور او کندهار کې پرگنې دومره له پاچا څخه کرکجنې شوې وې چې د پاچا چاپیره له څو تنو وخت پیژندونکو ځانپالو او له لارې وتلو کسانو پرته، نور هېڅ چا ورڅخه ښه زړه نه درلود. له دې امله وگړو شاه شجاع په شور او زوږ د پاچاهۍ پر گدۍ کښېناوه او مختارالدوله شیر محمد خان یې د هغه د وزیر په توگه غوره کړ. شاه محمود زندانی شو او شاه شجاع پریکړه کړې وه چې شاه محمود د شاه زمان د ړندولو په جرم، ړوند کړی خو شاه محمود قران را مخ ته کړ او له پاچا یې بخښنه وغوښتله. شاه شجاع د مختارالدوله په منځگړیتوب له دغه کاره لاس پرسر شو او د کابل په بالا حصار کې یې د هغه پر بندی کېدلو بسنه وکړه (۳۲).

شاه شجاع ، د کابل د واکمنۍ پر گدۍ :

وروسته له ډیرو کړانوونو، جگړو او ماتو، شاه شجاع د لومړی ځل لپاره د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه ووهله اوتر شپږو کالو له ۱۸۰۳زتر ۱۸۰۹ز کلونو پوری یې پاچاهی وکړه. د هغه لومړنی گام د ملاعاشق شینواری او دهغه د نیږدې خپلوانو او انډیوالانو نیول ول. شاه شجاع ملا عاشق اعدام کړ او بیا د کوه نور د الماسو د تر لاسه کولو لپاره یې د ملا عاشق کلا را ونړوله او الماس یې وموند. د فتح خان ورور نواب اسد خان یې چې د زمانشاه د نیولو دنده یې په غاړه درلودله، بندی کړ. خو د شاه شجاع د وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان لومړنی کار دا وو چې له شاه غوښتنه وکړی چې نواب اسد خان له بنده راخلاص کړی. دهغه غوښتنه ومنل شوه او نواب اسد خان د وزیر له پلوه په ډیر درنښت اودرناوی وپالل شو. وزیر غوښتل د بارکزیو او سدوزیو د دوه وو سترو تبرونو ترمنځ د کېنې پراور د پای تکی کښیږدی او دښمنی ورکه کړی نو په همدې هېلې یې د دوست محمد خان خور (وفا بیگم) د شاه شجاع په نکاح کې راوستله. خپلوی رامنځته شوه او بیا پاچا له نواب اسد خان اود وزیرخان خان له بل ورور گل محمد خان څخه وغوښتل چې کندهار ته ولاړ شی اووزیر فتح خان دې کابل ته راولی او هغه ته دې ووایی چې د خپل پلار په شان به ده ته د شاه شجاع په دربار کې په درنښت کتل کیږی.
په دغې ډلې کې شهزادگی حیدر، احمدخان نورزی او عطامحمد خان بارکزی هم گډون درلود او د وزیرفتح خان د ډاډینې لپاره شاه شجاع یو ژمنلېک هم ولېکله او د پلاوی په لاس یې ور ولیږه.
کله چې پلاوی په کندهار کې فتح خان ته ورسید او د شاه شجاع د درنښت او هیلوسلامونه یې فتح خان ته وړاندې کړل نو هغه هم کابل ته مخه کړه او د کابل پر لور راوخوځېد خو کامران میراز د وزیر فتح خان دغه گام د اړیکو د پریکون په تو گه وگاڼه او د هرات پر لور وتښتېد او د هغه پرځای د زمانشاه زوی قیصر د کندهار د واکمن په توگه وتاکل شو(۳۳).

کله چې وزیر شیر محمد خان واورېدل چې وزیرفتح خان د کابل په تکل را خوځېدلی نو ترغزنی د هغه مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او په ډیر تود هرکلی یې وزیر فتح خان کابل ته ، د پاچا دربار ته راووست. خو شاه شجاع له خپلې کړې ژمنې پښېمانه او له ژبې واوښت. شاه شجاع هغه مهال له خپلې ژبې اوړی کله چې گوری فتح خان له وزیر شیرمحمد خان سره په یوه کور کې ژوند کوی. د شاه شجاع بل وزیر اکرم خان پاچا ته وړاندېزکوی چې پیښاور ته ولاړ شی او شیر محمد خان او فتح خان دې هم له ځان سره بوزی او هلته دې بندیان کړی چې له سرخوږاوی څخه یې خلاص شی. شاه شجاع دغه وړاندیز ومانه او لارښوونه یې ورکړه چې د پیښاور د تگ تابیا دې ونیول شی. خو شیرمحمد له هر سوری چې خبر شوی وو، خبر وو چې پاچا ورته څه په پام کې نیولی دی او دغه خبره یې له فتح خان سره گډه کړه او بیاپریکړه وشوه چې فتح خان دې پلمه جوړه کړی او په کابل کې دې پاتې شی او ددې لپاره چې پاچا شکمن نه شی نو شیرمحمد خان به له شاه شجاع سره پیښاور ته ولاړ شی. شیر محمد خان له فتح خان سره ژمنه وکړه چې د وزیر فتح خان دوست دده دوست او دښمن یې دده دښمن دی او هر کله به په هر چاره کې له یو بل څخه سلا اخلی او د دښمنانو په وړاندې به په گډه جنگیږیږی. بیا یې وزیر فتح خان ته اویا زره روپۍ ورکړې چې د خپلو موخو د پلی کولو په لاره کې یې د اړتیا پر مهال خرڅې کړی. خو کله چې شاه شجاع تیزین ته ورسید او د خپل وزیر له دروهې "دسیسې" څخه خبر شو چې ښایی د وزیر فتح خان له پلوه پلی شی نو شاه په بیړه د خپلو سرتیرو یوه ډله کابل ته را ولیږله چې فتح خان دې سره له نورو سردارانو په بندی توگه پیښاور ته راولی. کله چې فتح خان د پاچا له دغه گام څخه خبر شو نو د سترگو په رپ کې یې بندی سرداران له زندانه راخلاص کړل او له هغوی سره یو ځای د لوگر له لارې د کندهار پر لور وخوځېد. (۳۴).

نوموړی وزیر دشپې په نیماییو کې کندهار ته ورسید او کله چې د ښار دروازې یې تړلې ولېدلې، د دروازې ساتکونو ته یې بډې ورکړې اوهغوی ورسره ومنله چې د شهزاده قصیر له خواجه سرای ' آغا ادراک" سره وگوری. خواجه سرای په بیړه قیصر ته ورغی او له خپلې کتنې څخه یې قیصر ته کیسه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نیولو کې ورسره مرسته وکړی. شهزادگی ددغه په زړه پورې خبرپه اورېدلو د فتح خان مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او له هغه سره یې ولېدل. وزیر فتح خان له قیصر سره په دې آړ یا شرط ژمنه وکړه چې له احمد خان نورزی څخه دې لاس پر سی او ژمنه دې و سپارې چې د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې به د شهزادگی په گټه جگړه وکړی او که شهزادگی د مرستې له ورکړې ډه ډه وکړی نو دی به له کامران میرزا سره یوځای شی. شهزادگی قیصر له دغې ژمنې ډیر خوښ شو. بیا فتح خان امر وکړچې د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې دې دوه زره سرتیری چمتوکړی او احمد خان دې ونیسی. احمدخان د خوب پرتلتک تر بړستنې لاندې بیده وو چې کور یې لکلا بند شو اولاس اوپښې تړلی او په څښېدلو څښېدلو یې قیصر ته راووست. کله چې د احمد خان سترگې پر وزیر فتح خان ولگېدلې پوه شو چې له وزیر سره د ماتې کړل شوې ژمنې اوژبې په سزا له هغه څخه غچ اخیستل کیږی. احمد خان د قیصر زندان ته ولوید او په سبا سهار چې سرلارانو او خانانو د قیصر تر څنگ له ټولو نیږدې فتح خان ولید نو په خپلو ځانونو وډار شول او له هرې لارې چې ورته شونې ول قیصر یې له وزیر فتح خان سره له یو ځای کیدنې وډار کړ او هغه یې و هڅاوه چې وزیر فتح خان ونیسی. قیصر هم خپله کړې ژمنه هیره کړه او پلان یې جوړ کړ او فتح خان ته یې وویل چې خانان غواړی په یوه بڼ کې ستا مېلمانه شی خو تر څنگ یې د هغو د نیولو تابیا ونېوله. فتح خان چې د قیصر په کړو وړو شکمن شوی وو د میلمستیا د چمتووالی لپاره یې دوه ورځې وغوښتلې او له دغه ځنډ څخه د هغه موخه دا وه چې د ځان او د خپلو وروڼو د ژغورنې لپاره لاره وپلټی. له دې امله سردار دوست محمد خان ته یې دنده وسپارله چې ښه تکړه ساتونکی دې برابر کړی او د هغه ترڅنگ د میلمستیا چارې دې په خپل لاس کې واخلی. دوست محمدخان هم د ښه خرپ او درب میلمستیا تابیا په لاس کې ونېوله او ځان یې له سره تر پښو په وسلوسمبال کړ او د پینځه سوه وسله والو په سر کې ودرید او د شهزادگی قیصر تر سترگو لاندې یې مېلمنو ته ښه راغلاست وویل. د هغه همدغه هوښیاری او ویښتوب بس وو چې شهزادگی قیصر پوه کړی چې هغوی د هر ډول پیښې د رامنځته کېدلو لپار بشپړ چمتووالی لری. له دې امله شهزادگی او د هغه ملگرو وزیر فتح خان ته داسې څرگنده کړه چې د احمد خان نورزی د خلاصون په بدل کې دې ورته سل زره روپۍ ورکړی. فتح خان دغه وړاندیز ومانه او بیا د خانانو د یوه وړاندیز پر بنسټ د بندی احمد خان یوه لور قیصر ته ور په نکاح کړه او احمد خان له زندانه را خلاص شو او یو ځل بیا د کندهار د ښار د ساتنې پر دندې و گومارل شو.

له هغه وروسته شهزادگی قیصر، فتح خان ، دوست محمد خان، خواجه محمد خان او عطا محمد خان نورزی له خپلو لښکرو سره د کابل پر لور را وخوځېدل، خو کله چې کلات غلزاﺋـی ته را ورسیدل، عطا محمد خان نورزی له یو شمیر نورو خانانو سره بیرته کندهار ته را ستانه شول خو فتح خان له دغه بیلتون او ژمنې ماتېدنې څخه ونه بیرېده او د کابل پر لور خپل پرمختگ ته یې دوام ورکړ. پر دغه مهال شاه شجاع له پیښاوره بیرته راستون شوی وو او د کابل په قلعه قاضی کې یې د کندهار د لښکر لاره څارله. کله چې فتح خان د توپ کلا ته راورسید د شپې په نیمایی کې د فیض الله خان پوپلزی په نامه یو بل ځمکوال سره له خپلو پینځه زره تنو جنگیالیو د فتح خان له لښکره جلا او له شاه شجاع سره یو ځای شو. دغې پیښې د فتح خان پر را دیره شوی لښکر بده اغیزه وکړه او د خپل ورور دوست محمد خان په سلا یې پریکړه وکړه چې بیرته کندهار ته ستون شی. خو کله چې ښار ته نیږدې شو، ورته خبر راورسید چې کامران میرزا پرښار منگولې ښخې کړی او ښارېې په لاس کې دی، له دې امله فتح خان بیرته کامران ته ورغی. کامران یا دلیونتوب یا د ناپوهې او یا د کینې له مخې د فتح خان او د هغه د وروڼو په سپکاوی پیل وکړ. دغه چال چلند فتح خان خوا بدی کړ او فتح خان د قیصر په گټه له خپلې وړتیا څخه کار واخیست او دوې مېاشتې وروسته ، فتح خان ، کامران میراز دې ته اړ کړ چې له ښاره وتښتی او د هغه پر ځای یې قیصر د ښار واکمن کړ.

لږ وخت وروسته شاه شجاع د یوه ځواک په مشرۍ د کندهار پر لور را وخوځېد او کله چې د چشمه شادی کلی ته را ورسید، فتح خان او وروڼه یې فراه ته وتښتېدل، قیصر لومړی په ډ َهلې ( ډاله) کې او له هغه ځایه په مرکزی غرونو کې پټ شو. شاه شجاع د کندهار ښار ته راغی او ډیره هڅه یې وکړه چې قیصر ونیسی، خو گوتو ته ورنغی. په پای کې شاه شجاع له بارکزیو وروڼو سره سوله غوره وبلله او فتح خان او وروڼو ته یې پیغام ولیږه چې له هغه سره یوځای شی. فتح خان او دوست محمد خان بیرته کندهار ته را ستانه شول اوله هغه ځایه یې د پیښاور د یاغیانو د ټکولو په موخه د پیښاور په لور په خوځېدا پیل وکړ. د ۱۸۰۵زکال په اپریل کې پاچا پیښاور ته را ورسید او په دیره غازی خان کې یې میرعلم خان له واکمنۍ لاندې را غوځار کړ او د هغه پر ځای یې عطا محمد خان نورزی وټاکه. فتح خان د پاچا مخه ونیوله چې دغه کار دې ونه کړی خو پاچا ونه منله. د پاچا دغه کار بارکزی وروڼه خوا بدی کړل او هغوی د هرات پر لور را وخوځېدل. د هرات والی حاجی فیروزالدین دومره خېټه نه درلودله چې د کابل د پاچاهۍ د گدۍ لپاره ملا را وتړی، له دې امله فتح خان او ورور یې دوست محمد خان یو ځل بیا کندهار ته ، قیصر ته ورغلل. (۳۵).

د شاه زمان په دروهې ، د فتح خان بندی کېدل:

دا ځل وزیر فتح خان او دوست محمد خان د قیصر په دربار کې د خواجه محمد او میرعلم خان له پلوه سپک شول.لامل یې دا وو چې قیصر ته د خپل پلار زمانشاه له پلوه دنده ورسپارل شوې وه چې فتح خان او وروڼه یې له منځه یوسی. د زمانشاه موخه دا وه چې یو پلمه را منځ ته شی او په ترڅ کې یې فتح خان منگولو ته ورسی. وروسته زمانشاه میرعلم خان او شهنواز اڅکزی ته دنده وسپارله چې فتح خان ته دې ووایی چې پاچا او شهزادگی غواړی د هغه مېلمانه شی، خو دوست محمد له هغوی هم چابک وو او د پاچا په پلان خبرشوی وو. دواړه ورڼه په دې بریالی شول چې ددغې له چل او درغلنې ډکې میلمستیا د بدگومانۍ اړخونه پټ کړی او څرگنده یې کړه چې هغوی به د پاچا له دغې پاملرنې خورا زیات خوښ شی. بیا نو دغو وروڼو درې اړخیزه تیاری ونیو.یو اړخ دواړو (فتح خان او دوست محمد خان) ته سپارل کېده. دویم اړخ نواب اسد خان ته ، دریم اړخ محمد عظیم خان ته وسپارل شو. فتح خان د ملېمستیا تیاری د مرجان په ښایسته بڼ کې ونېو. دوست محمد د فتح خان د سانتې دنده په خپله غاړه واخیستله. له دې امله د گارد او د ځواک د را ټولولو په لټه کې شو او په همدې حالت کې د نابلل شویو میلمنو هرخوځښت یې تر څارلاندې ونیو. هغه په دغې میلمستیا کې له دومره ځیروالی او احتیاط څخه کارواخیست چې د شهزادگی قیصر او زمانشاه زړه ډاډه اوپوړه شو چې گڼې ددوی راز چا بربنډ کړی دی. له دې امله له هرې هغې هڅې څخه لاس پر سر شول چې ددغو دواړو ورڼو لپاره په پام کې نېول شوې وې او داسې یې وښودله چې د هغوی په دوستۍ او ملگرتوب کې د یو بڅرکی په اندازه چاوده نشته. له دې امله گوښه شوی پاچا هغوی ته د پاچاهۍ سوغاتونه ورکړل اوناکامه او په زړه خوړین بیرته ستانه شول، خو زمانشاه او قیصر د بلې لارې په لټه کې راووتل.

د هماغې ورځی پر بل سهار امر وشو چې هېڅ څوک ماڼۍ ته له پینځو تنو زیات نه شی راوستلای، خو له دې سره سره فتح خان د امر پروا ونکړه او تر شلو ورځو پورې له سلو تنو ساتونکو سره یوځای ماڼۍ ته ننوت. د زمانشاه اوبه له ترخځه وواښتلې او د بلې دروهې په لټه کې شو. هغه خپل ساتونکی د ماڼۍ د ونو په یوې گوښې کې ځای پرځای کړل او بیا یې امر وکړ چې د ټبرونو او توکمونو مشران دې د پاچاهۍ درنښت او سلام لپاره د هغه لېدنې ته ورشی. کله چې د فتح خان وار را ورسید او د ماڼۍ دننه یې پښه کښېښودله، سیف الدوله میرعالم خان د شا له لوری پر فتح خان را ودانگل او پرځمکه یې راوویشت. هغه کسان چې د ونو تر شا پټ ول د سترگو په رپ کې راغلل، خو فتح خان په میړانه د ځان دفاع وکړه او مقاومت یې کاوه. په دغه اخ وډب کې د فتح خان غاښ مات شو. نواب اسد خان او د فتح خان ملگری میرزا محمد رضا او آقا مهدی چې له فتح خان وروسته ماڼۍ ته ننوتلی ول هم د فتح خان په برخلېک راگیر او ټول زندان ته ولویدل.

د فتح خان د ژغورنې لپاره د دوست محمد خان زړورتیا:

دوست محمد خان چې پوه او هوښیار ویښ زلمی وو، له خپل مشر ورور سره یې یوځای د پاچا لېدنه لږ شاته وغوځوروله او د هغه دغه لیرلېد د هغه د ځان او د پینځه سوه نورو هملارو ملگرو د ژوند د ژغورنې لامل شو. کله چې دوست محمد خان د خپل ورور د نیولو له دروهې خبرشو، خپل ملگری او هملاری یې د فتح خان ژغورنې ته را وهڅول او د یو زړوراو بې باکه برېد په ترڅ کې یې چې د ماڼۍ له هرلوړې څنډې پرې پرله پسې ډزې کېدلې وکولای شول د ماڼۍ لومړۍ دروازې ته دننه لاره وموی، فتح خان خان د زندان په دیوالونو کې د ډیرو ساتکونکو تر څار لاندې وو او ساتونکو په پرله پسې ډول د دوست محمد خان پر لور ډزې کولې، نو دوست خان اړ شو چې کرار کرار شا ته شی. خو ماڼۍ یې کلابنده کړه او په همدغې شیبې کې قیصر، خواجه محمد خان او خپلو نورو کسانو ته دنده وسپارله چې د ښار ټولې دروازې دې وتړی او ساتونکی دې په کلکه د ټولو دروازو ساتنه او څارنه وکړی او بیا دې د دوست محمد خان او دهغه هملاری ملگری ونیسی.

محمد عظیم د خپلو ملگرو له لارې خپل ورور دوست محمد خان ته د قیصر له دغه گامه خبر ورکړ.دغه خبر د دوست محمد خان په زړورې پریکړې هېڅ اغیزه ونه کړه او په دغسې له گواښه ډکې شېبې کې یې خپله زړورتیا له لاسه ورنه کړه.هغه خپل وروڼه او ملگری را وبلل او ورته یې وویل: اوس موږ په خپله کلابند شوی یو، د ماڼۍ کلا بندی نه زموږ په گټه ده او نه زموږ د ورور د ژغورنې لپاره گټه لری. ځکه چې قیصر زموږ د خاوری په سرکولو او یا یرغمل نیولو په لټه کې دی، یوازینې کار چې کولای شو دا ده چې د خپل ځان د خلاصون لپاره له سرښندنې ډک یوه کار ته لاس واچوو او هغه دا ده چې په ډله ییزه توگه د ښار پر دروازې یرغل وروړو او باید د ساتونکو د تورو او چړو له خولو څخه له ځانه په تیرېدنې را تیر شو او له هغه وروسته باید د گرشک په لور ولاړ شو. د دوست محمد ملگرو د هغه خبره ومنله او بیا دوست محمد خان توره له تیکی را وایستله او په خپل ټول زور ، زړورتیا او میړانې د خپلو انډیولانو په سر کې ودرید او د ښار پریوې دروازې یې برید وکړ. د هغه انډیوالانو هم د هغه په پـَل ، پـَل کښېښود او له ساتونکو سره یې د لاس او گریوان جگړه پیل کړه. دوست محمد خان چې د ۱۵ � ۱۶ کلونو ځوان وو،د ښار د دروازې څو تنه ساتونکی یې له چړو تیر کړل او په پای کې په دې بریالی شو چې دروازې پرانیزی او له هماغې دروازې یې د گرشک پرلور تېښته وکړه. (۳۶)

زمانشاه چې د فتح خان او د هغه د وروڼو د نیولو پلان نیمگړی ولېد، نو قیصر ته یې امر وکړ چې فتح خان دې دهغه د پاچاهې د ړنگولو او د سترگو د ړندولو په غچ کې ووژنی، خو د هغه وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان ددغه کار مخه ونیوله او قیصر یې ددغه بې باکه گام له پایلو څخه خبر کړاو ورته یې وویل چې ښایی په راتلونکی کې د فتح خان د وروڼو له ورته غچ سره به مخامخ شی او هغه یې اړ کړ چې له دغسې کار څخه لاس پر سر شی.

دوست محمد او وروڼه یې په گرشک کې د خپل ورور د ژغورنی په لټه کې ول خو د لښکر د برابرولو لپاره یې پیسې نه درلودلې. د هغوی له بخته یو کاروان له کندهاره د ایران پر لور د خوځېدا په حال کې وو او باید له گرشکه تیر شوی وای. دوست محمد خان له خپل ورور محمد عظیم خان سره سلا وکړه چې په داسې یوې تنگسه کې داسې ناببره غیبی پانگه یوازې خدای دوی ته ورکړې او باید هغه را خپله کړی، له همدې امله دواړه ورونه په یوې سیمې کې په پټه کابو کښینستل او ناڅاپه یې پرکتار چاپه ووهله او له هغه څخه یې څلورلکه روپۍ تر لاسه کړې.(۳۷)

دوست محمد خان په همدغو پیسو یو لښکر را جوړ کړ او د کندهار پر لور را وخوځېد او ښار یې کلابندی کړ. کلابندی درې مېاشتې وغځېدله او د ښاریانو او سرتیرو ټولې زیرمې پای ته ورسیدلې. شهزادگی قیصر له دغه اکروکرڅخه لالهانده وو او نه پوهېده چې څه وکړی؟ وزیر شیر محمد خان هغه ته سلا ورکړه چې که فتح خان له بنده خلاص کړی نو ښار به هم له کلابندۍ وژغورل شوی پرته له هغه به دوست محمد خان ټول ښار دړې وړې کړی. همدا ډول شیرمحمد شاه شجاع ته خبر ورکړ چې قیصر ته دې امر ورکړی چې فتح خان خوشې کړی. شاه شجاع آړ یا شرط کښېښود چې دغه کار به کابل ته د محمد عظیم خان او غلامخان د رالیږلو په ژمنې وکړی، چې په پای کې فتح خان یې خوشې کړ. (۳۸). خو الفنستون گروهن دی چې فتح خان قیصر په یوې غونډې کې ولېد او د خپلو پخوانیو خدمتونو په یادونې او په راتلونکې کې د نورو ژمنو په کولو، قیصر یې دومره تر خپلې اغیزې لاندې راووست چې نه یوازې هغه یې له زندانه خوشې کړ بلکه خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې یې له سره ورسره ژوندۍ کړې. د فتح خان په خلاصېدلو د کندهار ښار هم له کلابندۍ وژغورل شو او فتح خان له خپلووروڼو سره یو ځای گرشک ته ولاړ چې له شاه شجاع سره د یوې بلې جگړې لپاره چمتووالی ونیسی او پر کابل یرغل وروړی. کله چې هر څه سم شول، فتح خان د کندهار پر خوا را وخوځېد، خو کله چې کندهار ته را ورسید پوه شو چې (سیف الدوله) میرعلم خان پرکابل د برید کولو لپاره د قیصر سوچ او دریځ اړولی دی. فتح خان د قیصر له دغې ژبې اوښتنگ څخه خوابدی شو او پریکړه یې وکړه چې کامران له فراه را وغواړی د قیصر ځای ناستی یې کړی.

فتح خان، کامران د کندهار د نیولو لپاره را وپاراوه او د کندهار پر خوا را وخوځېد. په دې ترڅ کې یوه شپه یوه هېښ پېښ کوونکې پیښه رامنځته شوه چې راتلونکو پیښو ته یې بل رنگ ورکړ. قیصرد کندهار په لور د کامران له خوځېدا او له فتح خان سره په یوځای کېدلوخبر شوی وو نو و یې غوښتل چې وتښتی. د شپې په تیاره کې قیصر د یوې شهلیت (مشال) له څنگه په پټه تښتېده او په همدغې شېبې کې ناببره فتح خان هم له همدغه ځایه تیرېده. په لومړیو کې یې یوبل وپیژندل او د ښکنځلو په کولو یې یو بل ته ښه راغلاست وویل خو کله چې د ژبې او سپکو ویلو اورونه ساړه شول، خبرې یې تودې شوې او په گیلو یې یو بل ته پیل وکړ.

قیصرفتح خان ته وویل چې د ځان د ژغورنې په بدل کې چې ده ورسره کړې وه آیا ښه به دا وی چې له کامرانه ملاتړ وکړی او یا هغه تېښتې ته اړکړی؟ فتح خان د قیصر ژمنه ماتول او ویره، د قیصر پرمخ را وایستله. قیصریوځل بیا سوگند او لوړه وکړه چې نوربه د فتح خان له نظر او سلا څخه پرته بل هېڅ کار ونه کړی. په دې توگه دښمنی او کېنه په سولې او پخلاینې را واووښتله او قیصر ته یې ډاډ ورکړ چې هغه به د کندهار پر واکمنۍ پریږدی. ډیره موده نه وه تیره شوې چې کامران میرزا د ښار د دروازو شا ته لښکرکوټ دیره کړ. فتح خان کامران ته خبر ورکړ چې له خپلې پخوانې پریکړې لاس پر سر شوې او باید بیرته فراه ته ولاړ شی، خو کامران ونه منله او فتح خان اړ شو چې پرهغه داسې برېد وکړی چې لاره ورڅخه ورکه شی، کامران لاره ورکه کړه او په ډیرې سختۍ او لالهاندۍ یې ځان فراه ورساوه. (۳۹)

فتح خان پرکابل د یوې بلې هڅې په لټه کې:

وزیرفتح خان څو ځله له شاه شجاع سره یو ځای شو او بیا یې ورڅخه پریکون وکړ. هېڅ اړنگ نشته چې له دغو یوځای کېدنو او پریکونونو څخه د وزیر موخه دا وه چې د سدوزیو په کورنیو کې یو وړ او پوه سړی ومومی چې د احمد شاه دُرانی په څیر د هېواد د چارو د پرمخ بیولو لپاره پیاوړی وړتیا ولری. او دا هغه بیلگې وې چې نه په شاه شجاع ، نه په کامران ، قیصر او نه د حاجی فیروزالدین خان په چال چلند او ژوند کې لېدل کېدلې. نو د دغسې یوې تشې د ډکولو لپاره یوازېنې لاره یې دا ولوېدله چې که د خپلو هلو ځلو په ترڅ کې وکولای شی شاه محمود د شاه شجاع له زندانه را خلاص او بیا یې د کابل د واکمنۍ پر گدۍ کښېنوی.

وزیرفتح خان داسې یو سړی وو چې ستړیا یې نه منله او د خپلې موخې د رسیدلو په لاره کې د هرراز گواښ منلو ته چمتو وو اوویره یې نه درلودله او له همدې امله وه چې د شاه محمود د واکمنۍ له نړېدلو وروسته په یو ځای کې نه تم کېده. کله به کابل، کله کندهار، کله فراه او هرات او کله پیښاور، سندهـ او شکارپور ته د آس پرشا د خوځښت او دروملو په حال کې وو او دهمدغه خوځښت په ترڅ کې به کله له لښکر سره او کله به یې له خپلو څو تنو وروڼو سره د کابل او فراه ترمنځ خنډونه د خپلې لارې له سره لېرې کول او د خپلو وروڼو په هملاسۍ یې محمود له زندانه خلاص کړ او د کابل پر تخت یې کښېناوه. فتح خان پرته له دې چې خپلې ټولې هڅې د ځان لپاره وکړی او واکمنی په خپلو منگولو کې ونیسی، تـل یې د سدوزیو د پاچاهۍ د ټینگښت لپاره هلې ځلې کولې او په همدغې لاره کې یې خپل سر هم له لاسه ورکړ.

په همدې ترڅ کې وزیرفتح خان د خپل لښکر له څارنې او غمخورۍ یوه شیبه بې خبره نه وو او د همدغې څارنې او غمخورۍ له امله ول چې له کورنیو او بهرنیو غلیمانو سره په جگړو کې بریا ، تـل دده تر څنگ وه.

د فتح خان په مرسته د شاه محمود دویمه پاچاهی:

په هغو شپوورځو کې چې مختارالدوله شیر محمد له واکمنۍ گوښه او میرواعظ د شاه شجاع د پرځېدنې لپاره لاس او پښې اچولې، فتح خان خپل ورور شیردل خان ته دنده سپارلې وه چې په کابل کې د قزلباشانو له ډلې څخه د یوتن په مرسته د کابل د بالاحصار له زندانه د شاه محمود د راخلاصیدلو هلې ځلې وکړی. څرگنده چې د بالاحصارله زندانه د پاچا ژغورل اسانه نه ول او ډیرې پوهې او ځیرکوالی ته یې اړتیا درلودله چې تر سره شی. د بارکزیو وروڼو په منځ کې شیردلخان له وزیرفتح خانه وروسته په پوهه ، پوخوالی او ځیرکتوب کې ډیر نوم درلود، هغه وکولای شول د ۸ ساعتو په اوږدو کې د کارپوهو ورهڼگرو "کاسب" په مرسته تر بالاحصار لاندې یو کیندوی یا نقب ووهی او بندی پاچا له هغه ځایه را وژغوری. شاه محمود تر یوې مودې په شهدای صالحین کې د یوې مقبرې تر څنگ پټ وو او د ښارگزمه د هغه له لټون څخه لاس په سراو نومېده شوه. شاه محمود د شپې په تیارې کې پر اسپ کښېناست او له څو تنو سره یې د هرات پر لور په تیښته ودانگل. شاه محمود ته په هرات کې د هغه ورور فیروزالدین په خوښۍ ښه راغلاست ووایه، خو ورور یې په لنډ وخت کې په خپل چال چلند کې بدلون راووست ، ښایی له دې بیرېدلی وی چې هرات دده له منگولو راخپل نه کړی. شاه محمود د خپل ورور په چلند کې د بدلون په لېدلو له هراته فراه ته راغی او په کندهار کې د فتح خان او د هغه د وروڼو د لارو چارو جوړولو ته سترگې په لار کښیناست. کله چې بارکزیو وروڼو په کندهار کې ځواک را جوړ کړ نو شاه محمود ته یې پیغام ولیږه او هغه یې کندهار ته را وباله او بیا د کابل پر خوا وخوځېدل. په کلات کې د شاه محمود د هملارانو په منځ کې بیلتون او دوه ډلې توب رامنځته شو، نورمحمد خان او عطامحمد خان بامیزی د شاه محمود له لښکره بیل شول او یوازې فتح خان او دوست محمد خان سره له خپلو وروڼو ورسره پاتې شول، له دې چې کوم کار یې له لاسه نه تر سره کېده نو دوی هم بیرته د گرشک خواته مخه تاو کړه.

شاه شجاع تر کلاته مخته راغلی وو، له هماغه ځایه بیرته پیښاور ته ولاړ چې د الفنستون تر مشرۍ لاندې انگلیسی پلاوی ته ښه راغلاست ووایی. انگریزې پلاوی د ۱۸۰۹زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۲۵ نېټه پیښاور ته را ورسید او د شاه شجاع له پلوه ورته په ډیرو ولولو ښه راغلاست وویل شو، ځکه چې دغه پلاوی د روسیې او فرانسې له ټلوالې څخه پاچا ته خبر ورکړی وو او له همدې امله د بریتانوی هند او د کابل د پاچا تر منځ لومړنی گډ دفاعی تړون لاسلېک شو او د تړون تر ټولو مهمه موخه دا وه چې د کابل له لارې دې هند ته د فرانسویانو مخه ونیول شی. (۴۰).

په ۱۸۰۹زکال کې شاه محمود یو ځل بیا د وزیرفتح خان د زړورتیا، پالیالۍ او کارپوهۍ او د هغه د وروڼو دوست محمد خان او شیردلخان په میړانه اووړتیا په دې بریالی شو چې ددویم ځل لپاره د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوی. لومړنی گام دا وو چې فتح خان او د هغه ورور محمد عظیم خان دې د کابل پرلور د شاه شجاع مخه ونیسی. د محمد عظیم خان د لښکر شمیره لږ وه، د جلال آباد په بالاباغ کې د شاه شجاع له ځواک سره مخامخ شو، مقاومت یې ونه شو کړای او بیرته په شا شو.

دوست محمد خان په کابل کې د شاه محمود د پوځی ځواک د لوی بولندوی په توگه وټاکل شو. د شاه محمود سرتیری هم لږ ول چې شمیره یې له درو زرو نه زیاتیدله، او د شاه شجاع د سرتیرو شمیره ۲۵ زرو ته رسیدله چې یو پیاوړی توپچی ځواک هم ورسره وو. د دوست محمد خان ځواکونو گندمک ته نیږدې د شاه شجاع پرځواکونو د شپې له پلوه غلچکی بریدونه وکړل او ښه درانده تاوانونه یې دښمن ته ور ورسول.

موهن لال وایی چې " هغه کسان چې د جگړې په ډگر کې ول، را ته وویل چې په دغسې سترې جگړې کې ددوست محمد خان د پوځی پوهې ستاینه لکه چابکی، هوښیاری، زړورتیا، ټینگوالی او مقاومت، لارښوونه او سرمشری دومره ډیره ده چې څوک یې نه شی ستایلای. سرتیرو لېدل چې دوست محمد به ددښمن پریوه کتار ور ننوت، د هغوی ملابه یې ورماته کړه او بیا به په شا شو او خپل ملگری یې یرغل او جگړې ته هڅول. بله شېبه به مو ولېدل چې هغه به د یو شمیر بې دسپلینو سرتیرو د بیا سمبالولو لپاره د یوه لارښود دریځ را خپل کړ. مدد خان او اعظم خان چې د لسو زرو سرتیرو مشری یې په غاړه درلودله د خپل لښکر د پوځی دریځ سستوالی ته پام کوی او له دې چې دوست محمد خان د هغوی د لښکر ډیر سرتیری وژلی ول، لاره او گودر ورڅخه ورک اوپه ویره کې ډوبیږی. په پای کې دوست محمد خان په دې بریالی شو چې د دښمن سرلښکرې او مخکښه برخه ور دړې وړې کړی او هغوی شاتگ ته اړباسی او هغوی ته یې د پوځی توکو د شمیر له درکه درانده تاوانونه ورسول." (۴۱).

بله جگړه په نملې کې رامنځته شوه او فتح خان په خپله په دغې جگړې دومره زړورتیا او میړانه وښودله چې شاه شجاع ماته وخوړله او وتښتېد، د هغه وزیر اکرم خان ووژل شو او د شاه شجاع ټول پوځی توکی د فتح خان د لښکر لاس ته ورغلل، هغه سره زر او د گرانبیو کاڼو پانگه چې د فتح خان د ځواک لاس ته ورغلې وه دوه میلیونه پــَونده اټکل شوېده. (۴۲)

له هغه وروسته فتح خان جلال آباد ته ولاړ او خپل ورور محمد عظیم خان ته یې چې لومړۍ دنده وسپارله دا وه چې له شهزادگی کامران سره پیښاور ته ولاړ سی او هغه ښار دې هم د شاه شجاع له منگولو راخپل کړی او مالیه دې راټوله کړی. محمد عظیم خان او شهزادگی کامران د پیښاور پر لور ولاړل او هغه ښار یې ونیو. محمد عظیم خان د پیښاور د چارواکی واکمن په توگه هلته پاتې شو اوشهزادگی کامران کابل ته راستون شو.

وروسته له دې چې شاه شجاع په نملې کې ماته وخوړله د خیبر پرلور وتښتېد او څه موده وروسته یې پریکړه وکړه چې یو بل لښکر راټول کړی او پرکندهار برېد وکړی. هغه همداسې وکړل او د نورزیو له خانانو سره یو ځای یې پرکندهار برېد وکړ چې په دغو خانانو کې د میرعلم خان پلار، عبدالله خان هم وو چې د شاه محمود له پلوه زندانی او بیا وژل شوی وو. سره له دې چې پردل خان د کندهار له ښاره په زړورتیا دفاع وکړه خو ښار بیا هم د شاه شجاع لاس ته ورغی، یو لښکر د وزیر فتح خان په امر د شهزادگی کامران په ملتیا په لنډ وخت کې د کندهار پرلور وخوځېد او د دواړو لورو ترمنځ ټینگه جگړه ونښتله خو شاه شجاع بیا د وزیرفتح خان له لاسه ماته وخوړله او شجاع راولپنډۍ ته ولاړ. وروسته شاه شجاع د کشمیر د واکمن عطا محمد خان په ژمنو چې د کوه نور الماسو ته یې سترگې غلې کړې وې، پیښاور ته ولاړ او یو ځل یې وکولای شوای چې ان د محمد عظیم خان له منگولو څخه پیښاور د لنډې مودې لپاره را خپل کړی خو نوموړی سرلاری بیرته پیښاور د شاه شجاع له گوتو خلاص او راخپل یې کړ.

شک نشته چې که د کابل د واکمنۍ پرگدۍ مین شاه شجاع چې د هغه لپاره یې بې شمیره لالهاندۍ او سربدلاۍ ولېدلې ، د شاه محمود له بندی کولو اوله وزیر فتح خان سره په یوځای کېدنې وروسته، وزیر فتح خان یې له ځانه نه وای خوا بدی کړای او نه وای یې پرې ایښای چې وزیر فتح خان د هغه له دښمنانو او سیالانو سره یو ځای شی، شاه شجاع به د کابل د پاچاهۍ او واکمنۍ واگې تر ډیرې اوږدې مودې پورې په لاس کې درلودلای. خو شاه شجاع گومان کاوه چې هغه کولای شی په ساده گۍ فتح خان وغولوی او ددې پرځای چې هغه ته پاملرنه وکړی، بارکزی خانان یې له ځانه خوابدی کړل او ددغه سیاست بیه په خپله د شاه شجاع لپاره گرانه را پریوتله.

خو شاه محمود چې د خپلې پاچاهۍ دویم پړاو د فتح خان او د هغه د وروڼو د هڅو په مټ راخپل کړی وو، د هیواد د ادارې ټولې چارې یې وزیر فتح خان او دهغه وروڼو ته چې د شاه محمود د ډیر ډاډ وړ کسان ول، وسپارلې. شاه محمود، وزیرفتح خان یې د سر وزیر په توگه وټاکه او له درنښت ډک د (اشرف الوزراء) نوم یې ورکړ. د پاچا د همدغه ډاډ له امله بارکزیو وروڼو تر وسې وسې هڅه وکړو چې د افغانستان د ځواک هغه برم او پرتم چې د ستر احمد شاه بابا په وخت کې وو راژوندی کړی. وزیر فتح خان دغې موخې ته درسیدلو لپاره د افغانستان د گڼ شمیر ولایتونو واکمنی یې د خپلو وروڼو په منځ کې چې خپل ټول ژوند یې د شاه محمود د پاچاهۍ د بیا ترلاسه کولو په لاره کې په سرښندۍ ډالۍ کړی وو وسپارله او هغوی هم په نه ستړې کېدونکې توگه د هېواد اړوندې چارې د هېواد د پرمخ بیولو په لاره کې په لاس کې واخیستلې او خپل کارونه یې پیل کړل.

پردلخان د کندهار د ولایت والی، سلطان محمد خان د پیښاور والی، شیردلخان او کهندل خان د بامیانو او غزنی والیان، رحمدل خان چې گڼ شمیروختونه په شکارپور کې اوسیده د بلوڅستان د ولایت د والی په توگه وټاکل شول. نور وروڼه یا د نوموړو والیانو تر لاس لاندې او یا د مشرانو وروڼو لکه فتح خان ته د مرستې د لاس ورکولو لپاره په کابل کې په کارونو بوخت شول. دوست محمد خان چې د زړورتیا او مېړانې نوم یې خپور وو او د خپلووروڼو په منځ کې په کارپوهنې او د پیښو د لیرلېد اوپه سیاست کې له تر نورو ډیر ځلانده بریښېده، له وزیره وروسته رتبه یې درلودله او په کابل کې د وزارت د چارو د سمبالونې او د سردار محمد عظیم خان، نواب اسد خان او نواب جبارخان د کورنیو پالنه ورته سپارل شوې وه؟ [سیستانی صاحب! ماته دغه جمله لږ څه پیچلې ښکاری! آیا همداسې سمه ده که رغښت پکې غواړﺉ؟ دلته زه د کورنیو وییکی شکمن کړی یم]

هرات یوازینی ولایت وو چې سدوزیو له کورنۍ څخه د شهزادگی فیروزالدین په لاس کې پاتې وو او هغه هم لدې امله وو چې د فتح خان ځواک په ختیځو ولایتونو کې د ټیکاو او امنیت او د چارو په بیا سمبالولو بوخت وو ځکه تل د شاه شجاع او رنجیت سنگهـ له پلوه پکې خنډونه رامنځته کېدل.

د پېښاور او کشمیر د نیولو لپاره د وزیر فتح خان لښکری خوځښت:

شاه محمود د وزیرفتح خان د سرښندنو او هڅو له امله په (۱۸۰۹ ز /۱۲۲۴ ق) کې د نملې په جگړه کې د شاه شجاع له ماتې وروسته د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ډه ډه ولگوله. د واکمنۍ پرگدۍ د چړچه مار پاچا د ډډې لگولو له امله چې ناوړیتا او نا کارپوهیزه اړخ یې د واکمنۍ په لومړی پړاو کې راڅرگند شوی وو، یو شمیرخوابدۍ ، اله گولې او پاڅونونه را وپارول. د هغه سیال شاه شجاع چې د نملې له ماتې وروسته د خټکو غرنیو سیمو ته تښتېدلی وو د کابل د راخپلولو په موخه د کندهار له لارې را وړاندې شو (۱۸۱۰ ز- ۱۲۲۵ ق)، خو بیا یې د وزیر فتح خان له توری ماته وخوړله او هند ته ولاړ او له هغه ځایه یې پرپیښاور برېد وکړ او پېښاور یې د څو مېاشتو لپاره په منگولو کې راټینگ کړ، د وزیر فتح خان ورور، سردار محمد عظیم خان د پیښاور ښار د شجاع له لاسه را خلاص کړ. شاه شجاع دا ځل د ملتان، راولپنډۍ او لاهور پر خوا ولاړ او شاه محمود یو ځل بیا چړچه مارۍ ته مټې را بډوهلې او فتح خان دې ته اړ ووچې د هېواد ټولې چارې هم له اداری او هم له پوځی اړخه پر مخ یوسی.

وزیرفتح خان هم په ډیرې پوهې او ځیرکوالی د افغانستان د چارو په سم پرمخ بیولو بوخت شو او د هېواد نیو چارو په پرمخ بېولو کې ډیر ښه وځلېد. د وزیرفتح خان د بریا اړخ د هغه په پوهه ، سیاست، لیرلېد او په خپلو وروڼو د ډاډ او په دوه اړخیزه درناوی پورې تړلی وو او نورو وروڼو ورته د مشر ورور په سترگه ډیر درناوی کاوه او د هغه خبرو ته یې غاړه اېښودله. هېوادنۍ چارې په دې ډول پرمخ تللې خوعطا محمد خان بامیزی چې په کشمیر کې د خپلې څو کلنې واکمنۍ له شامـِـته یې ځان د یوه پیاوړی واکمن په هېنداره کې لېده او خبره یې دې ځای ته ورسیدله چې شاه محمود ته یې د درناوی سر نه ټیټاوه نو کابل ته یې د مالېې له رالېږلو ډه ډه وکړه ان په دې سوچ کې هم ولولېد چې پیښاور د شاه محمود له واکمنۍ څخه بیل او ځان خپلواکه کړی. له دې امله فتح خان خپل وروڼه سمندرخان او جهانداد خان د یوه درې زره کسیزلښکر په مشرۍ کې پیښاور ته ولیږل چې پیښاور ونیسی، د هغې جگړې په ترڅ کې چې رامنځته شوه ، عطا محمد خان ماته وخوړله او پیښاور د سمندرخان او جهانداد خان په لاسونو کې راپریوت .

د یادونې وړ ده چې عطا محمد خان بامیزی د کشمیر د څوکلن حکومت واگې د شاه شجاع د فرمان له امله ترلاسه کړې وې مگر سره له دې چې شاه شجاع خپله پاچاهی له لاسه ورکړې وه او په بې نوم اوبې پرتمه توگه په لاهور کې سربداله گرځېده بیا هم عطا محمد خان د کشمیر واکمن چارواکی وو. دغه دوه تنه کېدای شوای له یو بل سره نیږدې شی خو د دواړو ترمنځ د پلاروژنې تربگنی پرته وه او هغه د مختارالدوله شیرمحمدخان وژنه وه چې د عطا محمد خان پلار کېده او د عطا محمد خان تره محمد خان چې د قصیر د اله گولې پر مهال په پیښاور کې وژل شوې. دوی دواړه د شاه شجاع په لاس وژل شوی ول.

هر گوره، له دغې تربگنۍ سره سره عطامحمد خان شجاع الملک ته لېک ولېږه او هغه یې له لاهوره وتلو، پېښاور ته په تللو او د واکمنۍ د گډۍ د نیولو لپاره و هڅاوه. شاه شجاع د پاچاهۍ د نیولو په هېله پیښاور ته راغی، خو عطا محمد ، سمندرخان او جهانداد خان ته په پټه خبر ورکړ چې د هغه د پلار وژونکی شاه شجاع دې بندی او کشمیر ته دې ور واستوی. له همدې امله هغوی شاه شجاع د یوې مېلمستیا په ترڅ کې ونیو او عطا محمد خان ته یې ولېږه او عطا محمد، شاه شجاع د کشمېر په بالاحصار کې بندی کړ. (۱۸۱۲ز)

له همدې امله وو چې عطا محمد خان د بارکزیو وروڼو اوشاه محمود په وړاندې دریم پیاوړی لاس گڼل کېده او له همدغه دریځه په گټې اخیستنې یې کابل ته د مالیې له رالیږلو ډه ډه کوله. وزیر فتح خان د هیواد د والیانو په چارو کې ډیر حساسه وو په ځانگړې توگه هغه ولایتونه چې د پردیو تر اغیزو لاندې ول، نو د شاه شجاع د نیول کېدلو خبره یې پاچا ته وویله او په پای کې پاچا هم ملا وتړله چې له وزیر فتح خان سره یوځای د یوه ستراو پیاوړی لښکر په ملتیا په هغه لور ور وخوځېږی.

جهانداد خان او سمندرخان ددغه خبر په اوریدلو وتښتېدل او شاه محمود پیښاور ته راغی. کله چې د کشمیر والی د شاه محمود له پریکړې خبر شو، پاچا ته یې پیغام را ولیږه چې په کال کې یو لک روپۍ مالیه به ورکړی خو په دې آړ چې دی د هغه ځای د والی په توگه پاتې شی. پاچا او وزیر دواړو دغه وړاندیز ته غاړه کښېښودله او خپل کسان یې کشمیر ته د مالیې د راوړلو لپاره ولیږل. د پاچا لیږل شوی کسان بیرته په تشولاسونو راغلل او د عطا محمد خان له ناوړه چال چلند څخه یې وزیر فتح خان ته سرټکونه وکړه. په دغه وخت کې پاچا په ملتان کې وو او کله چې د عطا محمد خان چال چلند یې د خپلو کسانو له خولې واورېد، د پاچا بڼه به بله واوښتله او پریکړه وشوه چې کشمیر ته ولاړ شی او د عطا محمد غوږونه کلک ور تاو کړی. (۴۳).

په هغه شیبه کې چې لښکر د اټک په لور د خوځښت په حال کې وو، ناببره هر څه سرنسکوره شول، ځکه خبر راورسید چې شید اشرف اوسید عطا د کوهستان له یو شمیروگړو سره د شاه محمود د ورور شهزادگی عباس گرد چاپیره را تاو شوی دی او د هغه د پاچاهۍ غوښتونکی دی، ددغه خبر په رسیدلو څرگنده ده چې د کشیمر پر لور د تللو په وړاندې خنډ را منځته کړ. د هغه ترڅنگ د شاه محمود د سرتیرو په منځ کې گنگوسې خپرې شوې وې چې د شیعه گانو او سنیانو ترمنځ جگړې رامنځته شوی ، د لښکر د قزلباشو سرتیرو برخه ددغه خبر په اوریدلو سخت په ویره کې لوېدلی ول او له پاچا یې وغوښتل چې بیرته کابل ته ستون شی چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړی.

په پای کې پریکړه وشوه چې پاچا او وزیر دې پیښاور ته ولاړشی او دوست محمد خان او محمد عظیم خان دې د اله گولې د غلې کولولپاره کابل ته ولاړ شی. هغوی د لسو ورځو په اوږدو کې اله گوله غلې کړه، شهزاد گی عباس یې په زندان کې واچاوه. سید اشرف او سید عطا چې د اله گولې پاروونکی پیژندل شول ونیول شول او د فیل تر پښو لاندې ووژل شول.

دا دویم ځل دی چې یو پاچا د کشمیر دوالی د را پرځولواو له هغه سره د حساب او کتاب کولو لپاره له کابله خوځیږی او تر پیښاوره رسیږی خو د هیواد په پلازمېنه کې د ناببره پیښود رامنځته کېدلو له امله بیرته دې ته اړ کیږی چې پلازمېنې ته را ستون شی. لومړی ځل کشمیر ته د ستنیدلو خبره شاه شجاع او امین الملک محمد اکرم هغه مهال و ځنډوله کله چې کابل د فتح خان په لاس را وپرځېد او شاه محمود پاچا شو، او دا دې دا ځل شاه محمود او وزیر فتح خان د شهزادگی عباس د ستونزې له امله اړ شول چې د عطا محمد خان خبره په کشمیر کې پر خپل حال پریږدی او د هېواد پلازمېنې ته بیرته راستانه شی. (۴۴)
په بل کال یې (۱۸۱۲ز) وزیرفتح خان او دوست محمد خان د یوه ۸ زره کسیز لښکر په مشرۍ کې د کشمیر د ستونزې د هوارې لپاره له کابله د کشمیر پر لور وخوځېدل. د ۱۸۱۲زکال د نوامبرپه وروستیو کې افغانی سرتیری د ا ندوس له سینده تیر شول. وزیر له هرڅه لومړی له رنجیت سینگهـ سره د خپلو اړیکو ښه کول اړین وبلل. له دې امله له خپلو وروڼوسره چې په دغه خوځښت کې شمیر یې ۱۸ تنو وروڼو ته رسیده د سلا او مشورو پر ټغرکښیناست. د وزیر یوه ورور وړاندیز وکړ چې په لومړی گام کې دی د رنجیت سینگهـ ټغر ورټول کړی خو وزیر ددغه وړاندیزپه وړاندې ودرید او ویې نه مانه او هغه یې یو ناسمه او بې سنجشه گام وباله او د کشمیر پر لور د خپلې نقشې په وړاندې یې یو سترگواښ وباله. وروسته یې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی رنجیت سینگهـ ته ولیږه. رنجیت سینگهـ د افغان لورې وړاندی شوی خبرې ومنلی او ویې ویل چې خبرو ته چمتو دی او باید د پام وړ پایلې ته ورسیږی. خبرې پیل شوې او رنجیت سینگهـ ومنله چې د سیکهانو تر ولکې لاندې سیموکې به د افغان پوځ لپاره د تیرېدلو اسانتیاوې برابرې کړی او د هغه ترڅنگ به د خپل پوځ یوه برخه د افغانانو د مرستې لپاره په افغان لښکر کې ورگډه کړی خو شرط یې دا دی چې د کشمیر د مالیې یوه پر دریمه برخه سیکهانو ته ورکړل شی. پوه او ځیرک وزیر د لنډ مهال لپاره دغه وړاندیز ومانه او بیا یې د کشمیر د نیول لپاره، د لښکر مخه کشمیر ته را تاو کړه. (۴۵)

وزیر فتح خان د سیکهانو لښکر ته سترگې په لار پاتې نه شو او د ۱۸۱۳ز کال په فبرورۍ کې کشمیر ته ورسید. د دواړو خواوو تر منځ خونړۍ جگړه ونښتله، په پای کې عطا محمد خان " د بامیزیو د خانانو په سلا، د سپیڅلی قرآن صحیفې یې د ځان ژغورنې لپاره پرځان را تاو کړې، په لوڅ او بربنډ سر ، رسۍ په غاړه او توره په لاس د (شاه شجاع) مخ ته وړاندې شو او د یوه سپیڅلی مشر په گڼلو یې هغه ته د قران سپیڅلتیا را مخته کړه او هغه ته یې د عالم او عالمیانو د قبلې د نوم په ورکولو له هغه څخه بخښنه وغوښتله او ورڅخه ویې غوښتل چې د هغه دغه پښه ښوییدنه دې ور وبخښی. " (۴۶)

هر گوره، عطا محمد خان ځان وسپاره او وزیر فتح خان د عطا محمد خان د پلار مختارالدوله شیرمحمد د مرستو په بدل کې چې په کندهار کې یې د قیصر په لاس د ده د وژلو مخه نېولې وه، وبخښه او تاوان یې ور ونه رساوه او هم د توکم د مشرانو او مختورتوب په مخ یې شاه شجاع هم آزاده پریښود او ورته ویې ویل چې هرچیرته چې ځی، ولاړ دې شی. عطا محمد خان له کشمیره ووت او د دیره جات له لارې په کندهار کې کامران ته ورغی او د هغه په زړه کې یې د نومیالی وزیر پر وړاندې د رخې او سخې اور دوه ځله نور زیات کړ او د هغه راتلونکې کړه وړه څرگندوی چې د یوه هېواد په چارو کې د ځانگړو کسانو د ځانغوښتونې او له رخو او سخو ډکې لاسوهنې تر کومې کچې هغه ته په خپله او د هیواد گټو ته څومره تاوان رسولای شی.

اشرف الوزراء فتح خان د کشمیر د چارو له سمبالولو وروسته، محمد عظیم خان چې په جگړو کې د وزیر ترڅنگ ولاړ وو، د کشمیر واکمن وټاکه او د سیکهـ سرتیری چې په سره ژمی کې د کشمیر په واورو پوښلو غرونو کې دیره ول او هېڅ کار یې ونه شوای کولای، د سوغاتونو په ورکولو رخصت کړل. څرگنده ده چې رنجیت سینگهـ د خپلې شوې ژمنې ونډې ته سترگې په لار وو او له دې چې ونډه یې ترلاسه نه کړه نو د یوه لک روپیو په بدل کې یې د اټک کلا د عطا محمد خان بامیزی له ورور جهانداد خان څخه را وپیرودله او د سیکهـ سرتیری یې هلته دیره او ځای پرځای کړل. (۴۷)

وزیرفتح خان، شاه شجاع ته وړاندېز وکړ چې شاه محمود ته غاړه کښیږدی او له هغه سره دې کابل ته ولاړ شی، خو بد مرغه پاچا د افغان وزیر دغه وړاندیزو نه مانه او د سیکهانو له سرتیرو سره لاهور ته ولاړ. کله چې شاه شجاع لاهور ته ورسید، نو د رنجیت سینگهـ منگولو ته ورغی او ښه یې وزبیښه چې د عطا محمد خان له زندانه د هغه د ژغورنې په بدل کې دې د کوه نور الماس دې ده ته د سوغات په توگه وروسپاری چې تر دغه دمه د هغه د میرمن په ولکه کې وو. خو پاچا د کوه نور د الماسو له ورکړې ډه ډه وکړه. رنجیت سینگهـ شاه شجاع ته د مرگ د گواښونو له ورکړې او د شهزادگی تیمور له وهلو او ټکولو وروسته له شاه شجاع څخه ژمنه واخیستله چې دی دې د کشمیر د والی په توگه ومنی او د کابل د واکمنۍ په لاس ته راوړلو کې یې ورسره د مرستې ژمنه وکړه او په دې توگه یې د کوه نور الماس هم ورڅخه واخیست. په دې ډول شاه شجاع په لاهور کې د یوه نېمه یرغمل په توگه ژوند کاوه او رنجیت سینگهـ هڅه کوله چې له شاه شجاع څخه پاتې د سرو زرو پانگه او پیسې چې له سوداگرو سره وې، راخپله کړی. په پای کې شاه شجاع وکولای شول خپله میرمن له لاهوره، لودهېانې ته ولیږی او په خپله د یو هندی جوگی په جامو کې له لاهوره ووت او د کشمیر او تبت له لارې لودهیانې ته ولاړ. (۱۸۱۶زکال). (۴۸)

د اټک د کلا د بیرته نیولولپاره د وزیر فتح خان لښکری خوځښت:

د کشمیر له سوبې وروسته ، په هغو شپو ورځو کې چې د سیکهانو د لښکر سرلاری مشر ملکهم له وزیر فتح خانه بیلېده هېله وکړه چې د عطا محمد خان ورور، غلام محمد خان پوپلزی ته دې اجازه ورکړی چې له هغه سره لاهور ته ولاړ شی. فتح خان د سیکهانو د سرلښکر دغه غوښتنه و منله او هغه یې خوشې کړ چې لاهور ته ولاړ شی، خو دوست محمد خان د غلام محمد خان په خوشې کولو خوښ نه وو او ددغه کار پایلې یې له سترگواښ سره نغښتی گڼلې. د دوست محمد خان دغه اټکل پر ځای وو، ځکه، کله چې غلام محمد خان د اټک د کلا واکوال خپل ورور جهان داد خان ته ورسیده، نو خپل ورور یې و هڅاوه چې د اټک کلا دې د ځای او ځمکې په بدل کې پر سیکهانو و پلوری. هغه هم کټ مټ همدغسې وکړل او رنجیت سینگهـ د اټک کلا د یوه لک روپیو په بدل کې خپلو منگولو ته راوستله. د اټک د کلا د بیا را نیولو لپاره د وزیر فتح خان د لښکری خوځښت په تړاو د تأریخې سرچینو خبرې تر یوه برېده له یو بله توپیر لری. پیرس، د " بارکزیو لوړېدا / عروج بارکزاﺋـی" په کتاب کې وایی چې فتح خان د کشمیر له سوبې وروسته، پیښاور ته د راستنیدلو پر مهال، کله چې د رنجیت سینگهـ له دغې معاملې خبر شو، گواښ یې وکړ چې سیکهان دې مخکې لدې چې توری یې پرمخ را وایستل شی، د اټک کلا دې بیرته وروسپاری، خو سیکهانو ستر او پیاوړی لښکر را ټول کړ او جگړې ته یې ملا وتړله. افغان لښکر د اټک کلا ته نیږدې دیره شو او کلا یې تر ټینگ گواښ او کلابندۍ لاندې ونېوله. رنجیت سینگهـ د اټک د کلا بولندوی ته لارښوونه ورکړه چې له کلا دې ووځی. د جولای پر ۱۲ نېټه سیکهان د اټک له کلا ووتل او د اټک د سیند د غاړی په څنډو کې یې خپل خوځښت ته دوام ورکړ.

وزیر فتح خان خپل ورور دوست محمد خان ته دنده وسپارله چې د دوه زرو افغان اربـَکیو تر مشرۍ لاندې دې د سیکهـ د لښکر پر مخکښې ډلې یرغل ور وړی. حیدر آباد ته نیږدې دوست محمد خان د سیکهانو پر لښکر پیاوړی یرغل ور ووړ چې له ټینگې ماتې وروسته یې دښمن تیښتې ته اړ کړ. یو شمیر وسلې د دوست محمد خان لاس ته ورغلې. افغانان په دې گومان چې بشپړه سوبه یې ورپه برخه شوې، نو د ولجو په را ټولولو بوخت شول. په همدغې شېبې کې د سیکهانو د لښکر سرلاری چې دوه توپک یې په لاس او پر فیل سپور وو، برید وکړ او د افغانانو لور ته یې په ډزو پیل وکړ. د توپک د ډزو له امله، د دوست محمد ځواک هرې خواته خور او وور شو.

وزیر فتح خان د هیواد د ملی او ولسی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې او هر کله چې د هیواد پر سپیڅلې خاورې د پردیو د لاسوهنو خبره را پورته شوې نو د هغوی په له منځه وړلو کې د هیواد اود هیواد د ناموس او د ولس د نام او ننگ د ساتنې لپاره یې د مورنۍ خاورې د دښمنانو په وړاندې تور له تیکی را ایستلې او د یاغیانو او سرغاړو په وړاندې یې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نیولې د هرات تروروستیو کرښو پورې په میړانې سرښندنې کړی او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی گټې یې د ولس په گټه خوندی ساتلې دی.

دوست محمد خان خپل ورور ته چې اټک ته نیږدې دیره وو پیغام ولیږه او د مرستې غوښتنه یې وکړه. پیغام وړونکی لاره ورکه کړه او خبر هېڅکله وزیر ته ونه رسید. له بلې خوا وزیر ته خبر راغی چې افغانی لښکر دړې وړې او دوست محمد خان وژل شوی دی. وزیر د پیښاور د هاغو ورځو د بوږنوونکی تودوخې او د دښمن د ناببره برید له امله په شا شو. له بلې خوا دوست محمد خان ته خبر را ورسید چې وزیر وژل شوی. هغه هم په لنډ وخت کې ځان لښکرکوټ ته را ورساوه. له دې چې د افغان لښکر پیټی او بارونه د اور د لمبو او لوگیو په منځ کې له منځه تللی ول، دوست محمد خان هم د یو شمیر وسلو له را اخیستلو ورسته کابل ته مخه کړه. د لارې په اوږدو کې دواړه وروڼه د رنجیت سینگهـ له چل او درغلنې خبر شول او له دې چې دواړه ژوندی ول، خوښ ول او له رنجیت سینگهـ څخه د غچ اخیستنې چاره یې بل وخت ته په شا وغورځوله او کله چې کابل ته را ورسیدل ، شاه محمود هغوی ته په توده غیږ ښه راغلاست وویل. (۴۹)

په راتلونکی کال رنجیت سینگهـ د کشمیر نیولو ته سترگې غړولې، نوموړی د مالیې د یوې برخې راخپلول پلمه کړل او د ۱۸۱۴زکال د جولای (۱۲۳۰ ل) په مېاشت کې یې د سردار محمد عظیم خان پروړاندې لښکری خوځښت وکړ. په لومړی یرغل کې چې په همدې مېاشت کې وشو، شپږ زره سیکهان ووژل شول او د هغوی دوه نور برېدونه په شا و تمبول شول او په کشمیر کې د محمد عظیم خان واکمنی پیاوړۍ شوه. وزیر فتح خان د رنجیت سینگهـ د پراختیا غوښتنې له نقشې څخه خبر وو او د اټک د کلا نیونه یې د افغانستان په خاوره کې د یوې لاسوهنې په توگه گڼله.

فتح خان د یوه ملی ولسی مشر په توگه د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې تـل د ډیرو کلکو گامونو د پورته کولو غوښتونکی وو او د پردیو کوشنۍ لاسوهنه یې نه شوای زغملای. د سیکهانو په لاس د اټک د کلا نیونې د هغه تر پښو لاندې سور اور بل کړی وو او همدغسې یو شیبې ته سترگه په لار وو چې پرکشمیر د رنجیت سینگهـ خبر یې تر غوږونو شو.

په ۱۸۱۴ز کال کې، وزیرفتح خان یو ځل بیا له رنجیت سینگهـ سره د جگړې په موخې لښکر را چمتو کړ او تر ملتانه وړاندې ولاړ او هلته یې وروسته له دې چې شاه شجاع ته ماته ورکړه او د هغه ورور نواب جبار خان یې د هغه ځای د واکوال په توگه وټاکه، د اټک کلا ته یې مخ را تاو کړ. خو له دې چې سیند ډیر زیات څپانده وو، د افغانی سرتیرو تیریدا له سینده نا شونې وه او پرته له دې چې د رنجیت سینگهـ له لښکر سره مخامخ شی، بیرته کابل ته راستون شو. (۵۰).

په ۱۸۱۶ زکال کې وزیر فتح خان د افغانستان په خاوره کې د رنجیت سینگهـ لاسوهنه د اغیزمنو توکمیزو مشرانو له غوږونو تیره کړه او سترپیاوړی لښکر یې را جوړ کړ. وزیرفتح خان او دوست محمد خان دواړو دغه لښکر له ځان سره را واخیست او د پیښاور پر لور وخوځېدل. وزیر فتح خان د پښاور له ټینگولو وروسته د خپل د لښکر د لا چمتو کولو لپاره دوست محمد خان ته دنده و سپارله چې له کشمیر څخه مالیه را ټوله کړی. نوموړی کشمیر ته ولاړ او له خپل ورور محمد عظیم خان څخه یې ۱۳ لکه روپۍ ترلاسه کړی او بیرته پیښاور ته راغی. وزیر فتح خان د خپل لښکر له رغښت او پیاوړی کولو وروسته بولنده ورکړه چې د اټک کلا دې په هره بیه چې وی د سیکهانو له منگولو ونیسی. ډیره پیاوړې خونړۍ جگړه ونښتله او سیکهانو ته یې درانده تاوانونه ورسول، په پای کې سیکهان اړ شول چې د اټک کلا تشه کړی او له هغې څخه په شا شی. له همدغې جگړې وروسته رنجیت سینگهـ تر څو چې وزیر فتح خان ژوندی وو، بیا زړه ونه کړ چې بل خوځښت وکړی او پراټک یا کشمیر یرغل وروړی، همدا چې په ۱۸۱۸زکال کال کې یې خبر ترلاسه کړ چې وزیرفتح خان د شاه محمود له پلوه ووژل شو نو د سترگو په رپ کې یې پر کشمیر برېد وکړ او هغه یې د محمد عظیم خان د ورور سردار نواب خان له منگولو راخپل او ویې ونیو(۱۸۱۹ز/۱۲۳۵ ل).(۵۱) او پر دغه ښکلی ټاټوبی یې د وروستنی افغان واکمن دواکمنۍ لاس رالنډ کړ.

له ایرانیانو سره د وزیر فتح خان وروستنۍ جگړه:

کله چې وزیرفتح خان د هیواد ( ختیځه دروازه) د سیکهانو له منگولو را خپله کړه، ایرانیانو د هېواد پر (لویدېځې دروازې) هرات یرغل راووړ چې ویې نیسی. وزیرفتح خان په بیړه له خیتځو لېکو ځان دهیواد لویدېځو څنډو ته ورساوه، د هرات والی حاجی فیروزالدین یې له کاره گوښه اوهرات یې له کابل سره ونښلاوه او په غوریانو کې یې د ایرانیانو مخه ونیوله.

ددې پیښې لنډیز داسې دی چې پرکال ۱۸۱۸ز/۱۲۳۳ل کې ایرانیانو یوځل بیا هرات کلابندی کړ. د شاه محمود ورور حاجی فیروزالدین د هرات والی وو . هغه له ایرانیانو سره ژمنه وکړه چې ایرانیان دې د هرات له کلابندۍ څخه په دغو شرطونو لاس پر سر شی چې والی به ایرانیانو ته د غوریانو د کلا په ور پریږدی ، یوشمیر ماتــنـۍ (غرامات) پیسې به ورکوی اوپه هرات کې به خطبه او سکه دواړه د ایران د پاچا (فتح علیشاه قاجار) په نامه را واړوی. له دې چې حاجی فیروزالدین د ایرانی لښکر د مقاومت زور نه درلود نو د غوریانو د کلا د بیرته راستنولو لپاره یې خپل ورور شاه محمود ته مخه کړه. شاه محمود وزیرفتح خان هرات ته د مرستې لپاره ور ولیږه.

وزیر په بیړه یو ۱۲ زره کسیز لښکر له ځان سره را واخیست او د هرات پر لور وخوځېد او په کندهار کې له لنډې تم کېدنې او له شهزادگی کامران سره له اړیکې نیولو وروسته خپل خوځښت ته یې د هرات پر خوا دوام ورکړ او کله چې هرات ته ورسید، د ښار په دوه مایلی واټن کې یې کیږدۍ ووهله. حاجی فیروزالدین چې له وزیرڅخه په ویره کې وو، په بیړه د هغه مخې ته د ښه راغلاست لپاره ورغی او وزیر او د هغه هملارو ملگرو ته یې تود هرکلی وکړ. د وزیر لس ورځې له ښاره د باندې د هرات له مشرانو او خانانو او له ایرانیانو سره د جگړې د څرنگوالی په اړه په خبرو اترو تیرې شوې.

وزیر چې لا مخکې یې پرهرات ددغسې لښکری خوځښت موخه ټاکلې وه، یوه شپه د حاجی فیروزالدین ټول پــَـلــَوی خانان خپلې کېږدۍ ته را وبلل. کله چې دغه مشران ځانگړو ټاکل شویو کیږدیو ته یوړل شول، وزیر ، دوست محمد خان او نورو وروڼو یې له یو شمیر سرتیرو سره د ښار پر لور ودانگل او ساتونکو ته یې داسې څرگنده کړه چې گڼې له حاجی فیروزالدین سره د لیدنې او د هغه د میلمستیا په اړه هغه ته د مننې ویلو لپاره راغلی دی. کله چې وزیر او د هغه هملارو ملگرو ته د میلمنو ماڼۍ ته د ننوتلو لارښوونه وشوه، حاجی فیروزالدین یرغمل او ماڼۍ د وزیر په ولکه کې را پریوتله.

دوست محمد خان او د هغه څو تنه چوپړیان چې "جایی سنگ" هم ورسره ملگری وو، د حاجی فیروزالدین حرمسرای ته ورننوتل او د حرمسرای ښځې یې لوټ کړې. (۵۲). او وروسته، پرته له دې چې له خپلو دغو عملیاتو څخه وزیر ته خبرورکړی، د وزیر له ویرې له خپلو څو تنو چوپړیانو او له هغه څه سره یو ځای چې له حرمسرای څخه یې ترلاسه کړی ول د کشمیر پر لور وتښتېد. کله چې وزیر د خپل ورور له دغسې لیونتوبه ډک کار څخه خبر شو، ډیر سخت په قهر شو او خپل ورور سردار محمد عظیم ته یې لېک ولیږه چې دوست محمد ونیسی او زندان ته یې وغورځوی. سردارمحمد عظیم هم همدغسې وکړل او دوست محمد خان یې د کشمیر د ماران په زندان کې بندی کړ (۵۳).

د حاجی فیروزالدین په نیولو او کابل ته د هغه په رالیږلو، د وزیر فتح خان لومړنۍ هېله چې د هرات نښلول له کابل سره ول، تر سره شوه. وروسته وزیر له ایرانیانوسره د جگړې لپاره تیاری ونیو او بیا یې په بیړه په ترخه افغانی ژبه ایرانیانو ته خبر ورکړ چې شاه محمود هغه یوازینی پاچا دی چې په هرات کې به سکه په خپل نامه ووهی او مالیه به راټوله کړی او خطبه به د هغه په نوم وویل شی، نه د ایران د پاچا او یا د بل چا په نامه !

د مشهد والی، شجاع السطنه حسن علی میرزا، دغه خبر د جگړې د رابلنې په توگه وگاڼه او له مشهده د یوه ۱۴ زریز لښکر په مشرۍ کې د هرات د غوریانو پر لور راوخوځېد. له دې خوا وزیر فتح خان له خپل دیرش زره کسیز لښکر سره یو ځای د غوریانو په خوا ور وخوځېد (۵۴). کله چې شهزاد گی حسن علی د هرات لېکو ته را ورسید، وزیر فتح خان ته یې چې لا وختی غوریانو ته رسیدلی ووخپل یو خبررسوونکی ولیږه او له وزیر فتح خان څخه یې وغوښتل چې کوم هغه آړونه یا شرایط چې مخکې حاجی فیروزالدین منلی ول، دی دې هم ومنی چې وزیر په کلکه وغندل. وروسته، دواړه لښکر رامخته شول او د کهسان د کلی په څنډوکې یې مورچلونه ونیول.

وزیرفتح خان چې تورې جامې یې اغوستې او پر یوه مست غښتلی آس ناست وو، د لښکر په زړه کې و درید او له هاغه لوری شهزادگی حسن علی د پاچاهۍ په جامو کې د خپل لښکر په منځ کې ځای پرځای شو. مخکې له دې چې جگړه پیل شی، وزیر سیاسی نوښت په لاس کې واخیست او حسن علی میرزا ته یې خپل خبر رسوونکی ولیږه او ورته یې وویل چې که د غوریانو له کلا څخه په کراره په شا شی، نو دی به ورسره جگړه ونه کړی. له ذوالفقار خان پرته ، ټولو ایرانی مشرانودغه وړاندیز ومانه او د هغو له منځه یوتن د عبدالوهاب په نامه وویل موږ ټول یې منو. وزیر ته یې د ایرانی لوری ځواب راووړ، وروسته وزیر فتح خان ایرانی لوری ته بل پیغام ولیږه او هېله یې وکړه چې ایرانی سرتیری دې له مورچلونوڅخه په شا شی. بیا هم میرزا عبدالوهاب ځواب ورکړ چې دوی به همداسې وکړی. خو ذوالفقار خان له دغو خبر په تنگ راغی او په ترخه ژبه یې وویل چې دا د ایران پرتم او نوم ته سپکاوی دی او بیا یې، افغانانو ته له سپکو او ښکنځلو وروسته، ایرانی توپچی ځواک ته بولنده ورکړه چې د افغانانو پر لور ډزې وکړی. څلورو توپونو په ډزو پیل وکړ او خبررسوونکی په بیړه افغانانو ته راغی. څرگنده ده چې افغانی لوری هم ایرانی لوری ته په ډزو ځواب ورکړ او د سترگو په رپ کې جگړه پیل شوه. سردار شیردلخان، سردار کهندلخان، او سردار پردلخان له سرداریارمحمد خان الکوزی سره یو ځای، هر یو یې د افغان لښکر په مشرۍ کې د تالندې او بریښنا په څیر او په ځلاندو تورو د ایرانی لښکر په کیڼه خوا چې ذوالفقار خان یې مشری کوله برید وکړ او د وژنې یوه ویرونکې ننداره یې رامنځته کړه. ایرانی توپچی ځواک په دفاع لاس پورې کړ او یوشمیر افغانان یې له پښو وغورځول. خو د ایرانی توپچی ځواک مردکی خلاص شول او له دښمن څخه لاره ورکه شوه. د نوای معارک په وینا، شیردلخان د یوه غړمبېدونکی زمری په شان د دښمن پر لیکو برید وکړ او دهغوی څو توپونه یې ونیول. (۵۵)

د ایرانی ځواک ښی اړخ د افغانی ځواکونو د سپاره ځواک د برید له امله خوراو وور شو او په تېښته یې لاس پورې کړ. د شهزادگی حسن علی اس ټپی شوی وو او ژغورنه یې تر بوږنوونکی گواښ لاندې راغلې وه او ډیره هڅه یې وکړه چې د خپلو سرتیرو د تیښتې مخه ونیسی،خو هېڅ یې له لاسه ونه شول. په پای کې یو ایرانی سرتیری د هغه د ژغورنې لپاره را ورسید او خپل آس یې ورته ورکړ او شهزادگی هم په تیښته لاس پورې کړ او ځان یې مشهد ته ورساوه.

افغانی سپاره ځواک د ایران د تښتېدونکی لښکر شا ونیوله،د جگړې په دغې غاړې کې هېڅ بوږنوونکې پیښه رامنځته نه شوه، خو ناڅاپه یو ناپیژندونکی مردکی یا له خپله اړخه یا د دښمن له پلوه راغی او د وزیر په ژامه ولگیده او وزیر بې هوښه شو او د آس د زین له سره لاندې پرځمکه را پریوت. افغانی جنگیالیو گومان کاوه چې ددوی مشر ووژل شو، د هغوی جرﺋـت لږ شو او ددښمن له تعقیب او جگړې څخه یې لاس واخیست، مخه یې تاو او د هرات په لور وتښتېدل.
په دی توگه د افغانانو د سوبې څرگند او ځلانده چاپیریال د ماتې او تیښتې په تورو وریځو کې را ونغاړل شو. وزیر فتح خان څو شیبې وروسته بیرته په هوښ راغی او د خپلې تورې په ښورولو یې خپل جنگلیالی او سرتیری جگړې او مقاومت ته را وبلل خو هېڅ چا هغه ته پام ونه کړ او هغه هم په نا هیلیو کې ښار ته راغی او د ایرانیانو د ماتې او د افغانانو د سوبې خبر یې هراتیانو ته راووړ. له ایرانی لښکر څخه لس زره مړی د جگړې په ډگر کې راپاتې شول او نور یې مشهد ته ورسیدل او خپله بریایې ولمانځله او په هرات کې هم بیرې او وحشت خپل ځای، خوښیو او خوشالیو ته پریښود، اوښار یې د سوبې د لمانځنې په څراغونو روښانه کړ.(۵۶). ددغې بریا خبر د شاه محمود تر غوږو ورسید او هغه له کابله د هرات په لور د خوځېدلو تکل وکړ. وزیر فتح خان پوه شو چې ایرانیان نور پر هرات د برېد زړه نه لری او له ایران سره د هرات په رانښلولو کې یې نور خپل دریځ ته بدلون ورکړی، له دې امله یې د ښار د استحکاماتو په ټینگولو ، د اداری چارو سمبالولو او د مالیې راټولو ته ملا وتړله.

افغان څیړونکی باری جهانی په خپل کتاب کې په دې اړه داسې لېکی :" فریر چې ایرانیانو سره له جگړې څو کاله وروسته هرات ته تللی وو ددغې جگړې او د وزیر فتح خان په اړه له یو شمیر کسانو سره چې پیښې او وزیر یې په خپلو سترگو لیدلی وو، د وزیر د شخصیت په اړه داسې وویل : هغه یو ځلانده، ورمنډگر(عادل) واکمن وو او په لنډه موده کې یې د هرات د وگړو زړونه لاس ته راوړل. ما له هغو هراتیانو سره چې وزیر یې له نیږدې پیژانده، خبرې اترې وکړې، هغوی د وزیر نوم په ډیر درنښت یاداوه. وزیر هماغومره چې زړه ور وو، هماغومره سپیڅلی، پاک لاسی او پاک لمنی هم وو. هغه خپل ټول ژوند د هېواد د گټو، پرتم او سرلوړی لپاره ځار کړی وو. پر ایرانیانو د هغه وروستۍ بریا د وزیر نومیالیتوب تر آسمانونو لوړ کړ او ځان یې د خراسان د سوبې او راخپلولو لپاره چمتو کاوه. خو په خواشینۍ په افغانستان یوې بوږنوونکې پیښې او گواښ، د هېواد د مور غیږ له یوه پوه ، ځیرک او د زړه ورانسان له شتون څخه بې برخې کړه او هغه ښکلې نقشه چې ده د هیواد لپاره په پام کې درلودله، له منځه ولاړه. که د هغه نقشه پلې شوې وه نو افغانستان به یو ځل بیا د احمد شاه بابا د دور پرتم اوځلانده پولو ته رسیدلی وای." (۵۷)

انگلیسی څیړونکی پیرس وایی : د هرات له وگړو سره د وزیر فتح خان ښه چال چلند او د هغه د
ادارې او واکمنۍ د چـَلـَولو بڼه چې له ټینگ هوډ او ځلانده پرتم سره ملگرې وه، په ډیر لنډ وخت کې یې د هرات د قدرپیژندونکو وگړو زړونه لاس ته راوړل او د هغه امرونو ته یې په سر او سترگو غاړه ایښودله. وزیر په هرات کې له ایرانیانو سره د بلې جگړې په فکر کې ولوید چې له لارې یې د خراسان په بیرته نیولو او را خپلولو کې خپله توره وازمیی، ددغې موخې د ترسره کولو لپاره یې یو لښکر را ټول کړ او پریکړه یې کړې وه چې په لنډ وخت کې به د خراسان او مشهد پر لور یو لښکری خوځښت کوی. (۵۸)، خو په خواشینۍ چې برخلېک له افغانانو سره ملگرتیا ونه کړه، شاه محمود د حاجی فیروزالدین له خولې د هغې پیښې په اړه خبر شو چې د دوست محمد خان له پلوه د هغه کورنۍ ته ورپېښه شوې وه او څرگنده شوه چې د فتح خان ورور د ښځېنه سرو زرو او نغدو شیانود تر لاسه کولو لپاره د فیروزالدین د حرم ښځې چې په هغو کې رقیه بیگم د شاه محمود لور هم وه، بربنډې کړې دی. ددغه خبر په اوریدلود پاچا تر پښو لاندې اور بل شو او شهزادگی کامران ته یې امر ورکړ چې هرات ته ولاړ شی او د وزیر غوږونه دې ورتاو کړی (۵۹).

د اشرف الوزراء فتح خان د ړندیدلو څرنگوالی:

کامران میرزا چې له پخوا د وزیرفتح خان په اړه یې په زړه کې ترخه کېنه درلودله، او هغه یې د خپل پرمختگ او ځانمننې په وړاندې یو خنډ گاڼه په بیړه د هرات په لور وخوځېد او کله چې هرات ته ورسید له شاهی ارگ دباندې ، باغ شاه (شاه لمار) یې ډیره ځای غوره کړ او وزیر فتح خان هغه ته د ښه راغلاست، درناوی اود لارښوونو د اخیستلو لپاره د هغه لېدلو ته هره ورځ ورتلو. که څه هم وزیر ته د خپلو ملگرو له پلوه لارښوونه شوې وه چې شهزادگی کامران څخه دې ځان لیرې وساتی، خو وزیر د خپلو ملگرو خبرو ته غوږ نه نیوه او هره ورځ به د خپل د درناوی د وړاندې کولو او د لارښوونو د اخیستلو لپاره د کامران لیدلو ته په ورتلنگ بوخت وو او د خپلو لیدنو او کتنو له لارې یې غوښتل چې شهزادگی ته ډاډینه ورکړی چې د خپلو سپیڅلو کارونو او خولې تویولو په ترڅ کې دې د سدوزیو د کورنۍ او د هغوی د واکمنی له پیاوړی پرته بله موخه نه لری، خو په بل اړخ کې وزیر لیدل چې د هغه په وړاندې د کامران درنښت ورځ په ورځ لیږېده. (۶۰)

په همدې ترڅ کې کامران له شجاع السطنه (حسن علی میرزا) سره د لیکونو د راکړې ورکړې کړکۍ پرانیستله او د منصور خان په نامه یو تن یې حسن علی میرزا ته واستاوه او ورته څرگنده یې کړه چې د ایران له دولت سره وروستنۍ جگړه یوازې د وزیر په نوښت او د شاه محمود له رضاﺋـیته پرته تر سره شوی. اوس پاچا چمتو دی چې نه یوازې د جگړې تاوان ورکړی بلکه دایران له دولته به بخښنه هم وغواړی. په دغه وخت کې چې فتح علیشاه قاجار په مشهد کې وو او د کامران خبررسوونکی یې کتلو ته ومانه او په ځواب کې یې کامران ته پیغام ورکړ چې ددښمنۍ د پای ته رسولو لپاره دې وزیر فتح خان چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جگړې پازوالی په غاړه لری، لاس او پښې تړلی د ایران دربار ته را ولیږی او یا دې هماغلته په افغانستان کې په دواړو سترگو ړوند شی. (۶۱)

کامران ته دغې غوښتنې د یوې پلمې لاره پرانیستله او په هرات کې له درو میاشتو دیره کېدلو وروسته، یوه ورځ چې وزیر فتح خان چې دده لېدلو ته را روان وو، په بې خبرۍ کې ونیو او د (ایران د پاچا په غوښتنه او لارښوونه) یې د هغه دواړه سترگې وړندې کړی. (۶۲)

وزیرفتح خان چې پاچاهۍ ته د شاه محمود په رسولو کې پخه ، کره او هراړخیزه ونډه لوبولې وه، په واکمنۍ کې یې د وزارت دریځ د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره څرگند او پریکنده حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډیر کارَنده ، ځیرک او اغیزمن ولسی مشر وو، د پاچا له چړچه مارۍ او نا ولسیزه دریځ څخه په گټه اخیستنې، د پاچاهۍ د واکمنۍ پوخ واک یې له پاچاهۍ څخه وزارت ته را ولیږداوو. (۷۸). او له خپل واک ، د تورې ځواک اومخـَورتوب څخه په گټه اخیستې یې هڅه کوله چې د هیواد نوم او پرتم د احمدشاه بابا د دَورشپو ورځو ته بېرته را وگرځوی (۷۹)

پیرس د (بارکزیو د لوړیدا/ عروج بارکزاﺋـی) د کتاب لېکوال لیکی : " وزیر فتح خان له خپل ورځنی مهال ویش سره سم د پخوا په شان د خپل درناوی د وړاندې کولولپاره د کامران لیدلو ته راغلی وو، په هاغه شېبه کې عطا محمد خان ( د کشمیرپخوانی واکمن چې د وزیر فتح خان په لاس د کشمیر د واکمنې له گډۍ بېواکه شوې وو) هم هلته وو. خبرې اترې پیل شوې او په ترڅ کې له ایرانیانوسره د جگړې خبره رامنځته شوه. د سردارانو له ډلې څخه یو تن په سپکه ژبه د جگړې له ډگر څخه د وزیرفتح خان د تیښتې خبره د پرمخ ورویشتله او هغه ته یې پیغور ورکړ، بل سردار هم د لومړی سردار خبره ومنله او نورو په خندا او مسخرو خپله چوپړ ماری کامران ته څرگنده کړه.

وزیر چې هره شېبه یې ویاړ او نوم ترپښولاندې کېده هرسرلاری ته یې په ډیرو توندو او ترخو کتلو ددغه سپکاوی زغم کاوه. په دغې شېبې کې کامران پښه را وړاندې کړه او وزیر ته یې په پیغور وویل: څنگه دې یو بیریدونکی لښکر ته چې ستا تر لښکر کم زوری هم وو، ماته ورنه کړه او د افغانانو نوم دې پر ځمکه وواهه؟ وزیرد شهزادگی ځواب په ډیرې ترخې ژبې ورکړ او ورته څرگنده یې کړه چې هغه هېڅکله د افغانانو نوم پر ځمکه نه دې ویشتلی او د افغانانو د تیښتې او هغوی ته د رسیدلی تاوان پازوالی یا مسوؤلیت هم نه لری. وزیر شهزاد گی ته ورپه یاد کړه چې له قیصر سره په کورنیو جگړو کې د کامران په وړاندې کله کله جنگېدلی خو په ډیری وختونو کې یې خپله توره دده او د هغه د پلار په ساتنه کې چلولې ده. دغو پیغورونو کامران را وپاراوه او بولنده یې ورکړه چې وزیر دې ونیسی. ټول سرداران په یوه غږ راپورته شول ، پر وزیر یې برېد وکړ او وزیر یې ونیو. عطا محمد خان د کامران په نغوته را وړاندې شو او خپل نښتر یې را وایست او نښتر یې د وزیر په سترگو کې دننه کښیښود. (۶۳) ( یو کال وروسته د عطا محمد خان سترگې په کابل کې د دوست محمد خان په امر د وزیر فتح خان د سترگو په غچ کې له گاټې را وایستل شوې)(۶۴). بیا، کامران وزیر د هرات ارگ ته واستاوه او دهغه پخوانی ملگری حسین خان یې د هغه د ساتندوی په توگه وټاکه. (۶۵). د کامران د جنایت دغه نېټه، تاریخ په ۱۲۳۳ ل/ ۱۸۱۸ ز کال کې لیکلې ده.(۵۶). کامران میرزا د خپل ژوند په ورستیو شپو ورځو کې د خپل وزیر یارمحمد خان له لاسه ډیرې بدې ورځې، ځورونې، وهل او ټکول ولېدل اوپه یوې بوږنوونکې نندارې کې د هغه په ژوندانه ، د هغه ترمخه پر ځوانو لوڼو او ښځو یې ددولت د چارواکو له پلوه تیری وشول او وویشل شوې ، او خپله یې له ډیرو وهلو، ټکولو ،زبیښنو او ربړوونکو ځورونو او وزیر یارمحمد خان الکوزی ته د خپلې پټې شوې پانگې له ورښودلو وروسته د ارگ په زندان کې د ستونی د مرۍ په تاوولو ووژل شو، او په دې ډول د شاه محمود د کورنۍ ټغر د تـل لپاره ورټول شو(۶۷).

د وزیر فتح خان د ړندولو په وخت کې، پردلخان او شیردلخان د هرات د شاهی ماڼۍ په چارباغ کې د شطرنج په لوبه بوخت ول چې د یو ه تن چوپړیانو له پلوه د دوی پر ورورد راپریوتلی ناتارپه اړه خبر راغی. دوی ته له دغه خبرڅخه بشپړه ډاډیینه نه وه رارسیدلی چې د کامران ساتونکو د هغوی د نیولو لپاره د چارباغ او شاهی ماڼۍ چاپیره سیمې کلابندی کړی. وروڼو چې په لاسونو کې یې یوازې یوه توره او سیلاوې وې په یو موټی توگه پرهغو ساتونکو برېد وکړچې ددوی د نیولو تکل یې کړی وو او په دې ډول ځانته یې د ماڼۍ تر یوه کوره پورې د تیښتې لاره پرانیستله او بیا د سترگو په رپ کې یې ځانونه په وسلو سمبال کړل او پر گړندیو آسونو کښیناستل او د ښار د دروازې پر لور یې ودانگل خو هلته د کامران میرزا له یوې دوسوه کسیزې پوځی لیوا سره مخامخ شول چې دوی ته یې مخکې له مخکې مورچل نیولی وو. پرته له دې چې د درې واړو سپرو جنگلیالیو زړونو ته خرخښنه او ویره را پریوځی د کامران میرزا پرسرتیرو یې یرغل ور ووړ، یوازې پردلخان چې لږشانته ناروغ وو د دغه اخ وډب په دوړو کې یې اس د توپک په مردکی ټپی کیږی او آس یې پرځمکه را پریوت او په خپله یې ژوند د یرغمل په توگه ونیول شو خو دوه تنو نورو وروڼو د توریالیتوب او میړانې په څرگندونې ځانونه وژغورل او خپل مورنی ټاټوبی ، د گرشک لویدیځ د ناد علی کلا ته په تېښته ولاړل.

پردلخان د کامران مخې ته راوستل شو، لومړی بندی او بیا خوشې کړای شو خو خوشې کېدل یې د کامران د ځانگړو آړونو یا شرطونو تر سیوری لاندې ول، خو پردلخان چې د خپل ورور وزیر فتح خان د نومیالیتوب او میړانې سپکاوی یې نه شوای زغملای و کولای شول چې له هراته وتښتی او له خپلو وروڼو سره په هلمند کې یو ځای شی.

له بلې خوا کله چې کامران د پردلخان له تیښتې خبر شو، بیا یې اور یې تر پښو لاندې بل شو او ددې لپاره چې دغه اورمړ کړی نو امر یې وکړ چې د وزیر فتح خان په سترگو کې دې چې ټپونه یې لږ مخ په ښه کېدلو ول د دویم ځل لپاره نښتر ور ننه باسی او هغه غوښې چې دده د سترگو په گاټو کې ور پاتې دې راوباسی. د قاسم په نامه یوه تن ته ددغه جنایت دنده وسپارل شوه او هغه خپل خنجر د وزیر په ټپی سترگو کې بیا دننه ور ووړ او د سترگو له گاټو څخه یې پاتې غوښتې را وایستلې.

پیرس لیکی : " پرتمین ، ننگیالی او پیڅیالی "صبور" وزیر فتح خان، پرته له چې آه له خولې را وباسی او یا یې یو وییکی یا کلمه له خولې را ووځی، په چوپه خوله د خپل برخلیک دغه ناتار وزغمه." (۶۸)

له دغه جنایت وروسته، کامران وزیر فتح خان او د هغه وراره امین الملک له ځانه سره کندهار ته راووستل. د تأریخ سلطانی د لېکوال په وینا، په کندهار کې نامتو او سترورمنډ گر (قاضی القضات) (ملا محمد سعید خان بارکزی) په کلکه د هغه ملاتړ وکړ.

له بله اړخه شاه محمود پوه شو چې د وزیر وروڼه په کابل کې د هغه د پاچاهۍ او حکومت د نسکورولو لپاره پریکړه کړې ده نو له دې امله یې له کندهاره د کابل پر لور د خوځېدلو تکل وکړ. همدا چې شاه محمود له خپل لښکر سره له ښاره را ووت بارکزیو وروڼو له خپلو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر ښار برېد وکړ. د کندهار والی گل محمد خان پوپلزی وړاندېز وکړ چې د کابل د برخلیک تر څرگندیدلو پورې دی هغه ته وخت ورکړل شی او که پاچا کوم بریالیتوب تر لاسه نه کړی نو ښار به دوی ته پرته له جگړې وسپاری. د وزیر وروڼو دغه وړاندیز ظاهرأ ومانه او تریوې مودې پورې سترگې په لاره پاتې شول خو پر کلا باندې د برېد په هڅه کې پاتې شول. د وزیر وروڼو وروسته له دې چې د ښار پر دیوالونو او د مورچلونو د کلاگانو پرلوړو ځایونو د پورته کېدلو لپاره پریمانه پوړۍ او زینۍ کښېښودلې، یوه شپه یې پر کلا برېد وکړ او د سترگو په رپ کې یې د ښار دیوالونه ونیول. لومړنی تن چې د کلا پرسر وخوت میرداد خان نومېده، دی د بارکزیو لوی ملا وو چې د نورزیو پر شاه برج وخوت او د کلا منځته ننوت او نورو هم د هغه پر پل ، پل کښیښود. کله چې والی گل محمد خان له رامنځته شوې پیښې خبر شو پرته له دې چې مقاومت وکړی ، وتښتېد او ځان یې په غزنی کې شاه محمود ته ورساوه او هغه یې د کندهار له پیښې خبر کړ.

شیردلخان د کندهار د چارو پازوالی په غاړه واخیستله او میرداد خان ته چې له ځانه یې میړانه او سرښندنه څرگنده کړې وه، د ایشیک اقاسی ستاین نوم ورکړ (۶۹). دغه سړی وروسته له امیر دوست محمد خان سره بخارا ته ولاړ او هیواد ته د راستنیدلو پرمهال د بخارا د پاچا له سرتیرو سره په یوې نښتې کې ووژل شو. (۷۰)

د فتح خان ویرجنه وژنه :

کله چې شاه محمود د وزیر د وروڼو له پاڅون او په کابل او کندهار کې د هغوی له بریاوو څخه خبر شو د کابل او غزنی د لارې په اوږدو کې یې هڅه وکړه چې له وزیر فتح خان سره روغه جوړه وکړی. بیا، پاچا او شهزادگی دواړو وزیر ښه وزبیښه او هغه ته یې وویل چې په کابل او کندهار کې دې خپلو وروڼو ته لارښوونه وکړی چې له جگړې او پاڅون څخه لاس واخلی، خو ننگلیالی او تورکښ وزیر د هغوی دغه ز بیښنه وزغمله او ځواب یې ورکړ چې دی نور ددنیا او سیاست له چارو سره کوم تړاو نه لری او نه ورته زړه ښه کوی او د خپلې وژنې له پایلو څخه هم نه ویریږی.

کله چې پاچا او لښکریې د ودرگو سعید اباد ته راورسیدل یو ځل بیا یې وزیرفتح خان تر ربړوونکو ځورونو او زبیښنو لاندې ونیو چې خپلو وروڼو ته لېک ولیکې او له جگړې او پاڅون څخه دې د هغوی مخ ونیسی او پاچا به ده ته او د هغه وروڼو ته هماغه پخوانی دریځونه او درناوی ورکړی او هغوی به په پخوانیو حکومتونو د واکمنو په توگه واستوی. وزیر د پاچا په ځواب کې وویل :" ته هغوی ته هغه څه ورکوﺉ چې ستا په لاس کې نه دی ، او نه ستا شتمنی ده، او په دوه وو سترگو ټپ یو ړوند سړی کولای شی هغه ټوله شتمنی او واک راخپل کړی. مخکې له دې دې چې د وزیر فتح خان سترگې ړندې دې کړې وای تا باید د هغه پایلې څیړلې او سنجولې وای، او هغه څه چې اوس کوﺉ ، د را پاڅېدلی توپان د غلی کولو لپاره به گټور وی؟ خو ما له هرڅه او له هرې پایلی چې را ډگر ته کیږی لاس پریمینځلی او هغه څه چې زما په برخلیک کې لېکل شوی منم." (۷۱)

له هغه وروسته پاچا امر وکړ چې د هغه د لښکر ټول سرلښکر او مشران دې د وزیر فتح خان په وژنه کې برخه واخلی او هریو دې په خپل وار د وزیر فتح خان یو یو غړی له هر بند څخه ور بیل او پریک کړی. پاچا په دغه کار غوښتل چې د خپل لښکر هر سرلښکرله بارکزیو وروڼو سره له هر ډول نیږدې والی څخه لیرې وساتی د هغوی او بارکزیو وروڼو ترمنځ د دښمنی تلپاتې زړی او تخمونه وکری. د لښکر یو شمیر سرلارو ښایی له وزیر څخه څه ناڅه خوابدی درلودله او یو شمیر نورو یې د وزیر په وړاندې هېڅ ډول کېنه ، خوابدی یا زړه بد والی نه درلود او یوازې د ځان ساتنې او ځانغوښتـنې تر سیوری لاندې یې په دغسې بې ساری تأریخی ناورین ځپلی جنایت کې برخه واخیستله. (۷۲)
د سلطانی د تأریخ لېکوال لېکی: " کله چې شاه محمود خبرشو چې دوست محمد خان کابل نیولی، ډیر نهیلی شو او له ځان سره یې سوچ وکړ چې له دوست محمد خان سره د مخامخ کېدلو په وخت کې ښایی د لښکر یو شمیر سرلاری او مشران وزیر فتح خان وژغوری او دوست محمد خان ته به یې وروسپاری او ددښمن اړخ ته به ور واړی. نو ددې لپاره چې د خپل لښکر د مشرانو او د بارکزیو ترمنځ یې یوه تلپاتې دښمنی رامنځته کړې وی، د لښکر ټول مشران یې را ټول او هغوی یې اړ کړل چې هرو مرو به د وزیرفتح خان په وژنه کې برخه اخلی. هغوی، دغه بې ساری وزیر د گنیو (نیشکر) د لښتې په شان بند پر بند پریک کړ او دغرونو او ځنگلونو د مورچلونودغه زړَوُر زمری په همدغسې یوه حالت کې ان یوه آه له خولې را ونه ایستله او د شهادت او طیبې کلمه یې په خوله جاری وساتله او هماغلته سپیڅلی شهادت ور په برخه شو. (۷۳)

انگلیسی پیرس وایی : " فتح خان په میړانې او زړورتیا او زغم او ټینگې درېدنې دغو ځورونو ته ځان وسپاره او ترڅو چې وژل کېده، یوه کوشنۍ آه یې له خولې ونه وتله او نه یې له چا بخښنه وغوښتله او نه یې په خپلې سزا کې د کمښت غوښتنه وکړه او له سره تر پایه یې په برم او پرتم خپل درنښت له لاسه ورنه کړ او د خدای له نامه پرته بل څه یې ونه ویل او پرتمینې مړینې ته یې ځان وسپاره. " (۷۴)

د " امیردوست محمد خان د ژوند/حیات امیردوست محمد خان" د کتاب لېکوال موهن لال لیکی چې : " زموږ په دور کې له شډلتیا او وحشت څخه ډکه هېڅ داسې یوه پیښه نه موندل کیږی چې د وزیرفتح خان له وژنې سره دې پرتله شی. ړوند او بې وسه وزیر یې په تړلو لاسونو، ځنځیرونو کې پیچلی اوغرب او غـُراب تړلی د شاه محمود دربار ته راووست- دا هغه وزیر وو چې همدغه پاچا یې د واکمنۍ پرگدۍ کښېنولی وو- پاچا وزیر ته امر وکړ چې خپلو سرغاړو او باغی وروڼو ته دې ولیکی چې پاچا ته غاړه کښیږدی. وزیر په میړانې د پاچا غوښتنه وغندله او ویې ویل: زه اوس ړوند یم او پر خپلو وروڼوهم وسه او کنترول نه لرم. شاه محمود قهرجن شو او امر یې وکړ چې ودې وژل شی. بیا د [ پاچا او شهزادگی په مخکې ویل شوې نغوتې او اشارې] د پاچا درباریانو، وزیر خان په ډیرې شډلتیا او وحشت په داسې بڼه قصابی کړ چې لومړی یې د لاس گوتې، بیا یې لاسونه او پښې بند له بند ور جلا کړې ، بیا یې غوږونه، پوزه او شونډې ور پریک کړې. د وزیر میړانه او زورتیا دومره لوړه وه چې ددغې بلېگدې " زجر" په ترڅ کې یې نه د درد او خوږ چیغې وکړې او نه یې له قصابانوڅخه د زړه سواندۍ غوښتنه وکړه، او بیا یې له ټوټی تن څخه د هغه ککره ور پریک کړه " (۷۵)

په دې توگه یې بې وسه او ناورین ځپلی وزیر بند پر بند جلا کړ او له دې چې وزیر په دغو سپـیتـتو (شکنجه) کې مړ نه سو، نو د ټول بدن غړی یې د یوه پسه په شان له یو بل څخه بیل کړل او ټوټې یې په یوې لویې کڅوړې کې واچولې. د وزیر ټوټی ټوټې شوی مړی د (خان علوم) د نېکه قاضی محمد سعید له پلوره (۸۷) غزنی ته یووړ شو او د شیخ رضی الدین علی لالا د زیارت ترڅنگ خاوروته وسپارل شو. (۷۶)

د وزیرفتح خان د شخصیت پرتم:

وزیر فتح خان ۱۹ کلن وو چې د خپل پلار سردار پاینده خان له وژل کېدلو وروسته د سیاست پر نړۍ یې پښه کښېښودله او کله چې وژل کېده، ۳۸ کلن وو. په دغې شمیرنې وزیرفتح خان ۱۹ کاله د هیواد د لیکو د ټینگولو، پرمختگ او پرتم لپاره په سرښندې هلې ځلې وکړې. هغه په ټول هېواد کې ټیکاو (امنیت) رامنځته کړ او د لیرې پرتو ولایتونو لکه : بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات والیان یې مرکزی دولت ته غاړی ټیټونې ته اړ کړل چې له مالیاتی گټو څخه دې د هېواد مرکزته ولایتی ونډه واستوی.
وزیر فتح خان د هیواد د ملی او ولسی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې او هر کله چې د هیواد پر سپیڅلې خاورې د پردیو د لاسوهنو خبره را پورته شوې نو د هغوی په له منځه وړلو کې د هیواد اود هیواد د ناموس او د ولس د نام او ننگ د ساتنې لپاره یې د مورنۍ خاورې د دښمنانو په وړاندې تور له تیکی را ایستلې او د یاغیانو او سرغاړو په وړاندې یې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نیولې د هرات تروروستیو کرښو پورې په میړانې سرښندنې کړی او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی گټې یې د ولس په گټه خوندی ساتلې دی.

په وزیرفتح خان کې د میړانې او لوی لاسۍ یا سخاوت دوې ځانگړتیاوې را ټولې وې، ولس د هغه گرد چاپیره راټول شو او نوم او پرتم یې دومره لوړ وو چې د پاچا او د هغه د کورنۍ نومیالیتوب، پرتم او دریځ یې خړپړ کړی وو. د " فریه" په وینا د فتح خان نوم په منځنۍ آسیا کې د هر چا په ژبه چلېده ، او افغانانو هغه ته ځانگړې لیوالتیا درلودله، په بل اړخ کې هغوی پاچا ته په سپکه سترگه کتلې. (۷۷)

وزیر فتح خان هېڅکله د پاچا هې د نیولو لپاره هڅه ونه کړه خو دومره واک او ځواک یې درلود چې پاچا هان یې د واکمنۍ پرگدۍ کښینول او یا یې را کوزول. هېڅ شک او شوپیان نشته چې د هغه د ټولنیزو بریاوو یوه برخه د هغه له توکمیز درېځه سرچینه اخیستله چې دی د بارکزیو د ټبر مشروو او دغه ټبر د خپلې شمیرې او پاملرنې له اړخه د درانیو د ټبر یو ډیر مهم ټـبر وو. د وزیر فتح خان ځانگړو کړو وړو او چال چلند هم د هغه په بریاوو او ولسیز نومیالیتوب کې کره ونډه لوبولې ده.

وزیرفتح خان چې پاچاهۍ ته د شاه محمود په رسولو کې پخه ، کره او هراړخیزه ونډه لوبولې وه، په واکمنۍ کې یې د وزارت دریځ د ځان او د خپلې کورنۍ لپاره څرگند او پریکنده حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډیر کارَنده ، ځیرک او اغیزمن ولسی مشر وو، د پاچا له چړچه مارۍ او نا ولسیزه دریځ څخه په گټه اخیستنې، د پاچاهۍ د واکمنۍ پوخ واک یې له پاچاهۍ څخه وزارت ته را ولیږداوو. (۷۸). او له خپل واک ، د تورې ځواک اومخـَورتوب څخه په گټه اخیستې یې هڅه کوله چې د هیواد نوم او پرتم د احمدشاه بابا د دَورشپو ورځو ته بېرته را وگرځوی (۷۹)

نومیالی پوه ارواښاد علامه حبیبی د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لیکی :" فتح خان یو غښتلی ، پوه ، ولسی او اغیزمن شخصیت وو چې د دُرانی د توکم په منځ کې له فراه تا کندهاره یوازینی د ډگر نومیالی او د ولسی ځواک لرونکی بلل کېده. فتح خان، د هغه گڼ شمیر وروڼه او د هغه اغیزمن جنگیالی میړونه او کورنۍ ، د پاچا له کورنۍ وروسته، د افغانی ځواک یوازینۍ ځواکمنه او پیاوړې سرچینه وه" (۸۰)

انگلیسی الفنستون چې د وزیرفتح خان په دورکې یې ژوند کاوه، د هغه په اړه داسې لېکی : وزیر فتح خان د لوړ افغانی پرتم او ننگیالیتوب خاوند دی او تر دغې شېبې پورې د دُرانیو په ټولو وزیرانو کې نومیالی او مخَــَـوَرسړی دی. له دې چې وزیر په هرې چارې له ناکامۍ نه نهیلی کېږی، نو تل د لوړ معنوی ځواک لرونکی دی او په خپلو کړو وړو او خوځښت کې ستره پیاوړتیا او غښتـلتوب لری. د ټولو په ژبه د هغه کارپوهنه ، هوښیارۍ او زړورتیا جاری ده او پــَلـَویان او هملاری یې وزیر ته د حاتم طاﺋـی په سترگو گوری او له دې د خپلې ډلې په وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کوی نو دغه ځانگړتیا هغوی له وزیر سره په اړیکو او پالیالۍ کې ټینگ تړی. هېڅکله د خپلې ډلې په گـټو کې بې پروایی نه کوی او که داسې پیښ شی نو په بیړه د هغه په بیا رغښت کې ډیره هڅه کوی. څرنگه چې وویل شول وزیرفتح خان ډنگر ، د لوړې ونې خاوند او خورا زیاته ښکلې میړنۍ څیره لری، د هغه په کړو وړو او چال چلند کې نرمښت او خاکساری پرته ده چې دغه ځانگړتیا د هغه له اصلی طبیت اوخټې څخه چې له ویرې، وچ سترگۍ ، کلک سترگۍ او بې حیایۍ څخه پردیتوب کوی ، توپیر لری. (۸۱).
د سلطانی د تأریخ د کتاب لېکوال چې له امیردوست محمد خان سره یې په یوه وخت کې ژوند کاوه، د وزیرفتح خان د لوی لاسۍ او سخاوت په اړه داسې لېکلی دی : " نیک مرغه او نیک چاری وزیر فتح خان په میړانه کې ساری نه درلود، د جگړې د ډگر په توره او ډال کې کټ مټ لکه رستم زال وو، په توره چـَلـَونه ، مېړانه او د میرڅمن په وژنه کې د زال په شان وو، که د لوی لاسۍ لاس یې پرانیسته، نو ښکارنده وه چې د حاتم او دهغه د زوی معن نوم به دې هیرشوی وای، څرگنده شوې او په زباد رسیدلې چې هرات ته د هغه سفر، نهه سپوږمکینې میاشتې ونیولې، د سرتیرو د باړې اوټاکلې مېاشتنۍ تنخوا پر شمیرې سربیره د هغه د لوی لاسۍ شمیره چې شمیرونکو یا محاسبانو د وزیرفتح خان له بندی کېدلو وروسته شهزادگی کامران ته گزارش کړې، ۹۹ لکه روپۍ او دوې مثقاله شوې." (۸۲)

فریر، د وزیرفتح خان په اړه لېکی :" وزیرفتح خان د لوړې وړتیا لرونکی څښتن وو چې د پیاوړی نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگېدلو وړتیا یې هم درلودله... او په کړو وړو کې یې ساری نه درلود... افغانانو فتح خان ته په خورا درنښت کتل، حال دا چې خپل پاچا ته یې په سپکه کتل." (۸۳)

باری جهانی د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لیکی : " فتح خان په افغانستان کې د هوښیارترینو ولسی مشرانو په ډله کې یو هوښیار مشر وو. هغه یو زړور جنرال وو او له هغې ورځې وروسته چې د هېواد د تأریخ پرپاڼې یې گام کښیښود، یوه ورځ یې په کراره ډه ډه ونه لگوله. هغه د خپل پلار (پاینده خان) ټولې بیلگې او ځانگړتیاوې درلودلې او د خپل پلار په شان د هوښیارۍ ، زړورتیا او وړتیا په گناه ووژل شو. فتح خان د یوه افغان هېواد پال په توگه ، ښه پوهېده چې د هېواد پوخ او کره دښمن یې ایران دی. او ایران هم د شاه محمود په ناوړه، بېوړه او بې کفایته دربار کې خپل دښمن ښه پیژندلی وو او له همدې امله وو چې په لومړۍ شونې شېبه کې یې له شهزادگی کامران څخه وغوښتل چې سترگې یې وړندې کړی او یا دې په بندی ډول مشهد ته ور واستوی. کامران دغسې یوه پلمه له لوی څښتنه غوښتله او پرته له ځنډه یې د فتح خان پر ړندولو، افغانستان له هغو دوه ځلاندو سترگو بې برخې کړ چې ځلا یې د ډیرو لږو افغانانو په سترگو کې ځلېدله. فریر لیکی : " شاه محمود پوهېده چې د وزیر فتح خان د تورې په زور دوه ځله یې د پاچاهۍ پر گډۍ ډه ډه لگولې ده، له دې امله له پاچا کېدلو سره سم یې د دولت پوځی او اداری واگې د هغه په لاس کې ورکړې او په خپله د چړچه ماریو او بنډارونو په چوتره کښیناست او ځان یې د هیواد له نورو اړوندو چارو څخه بې غمه کړ. شاه محمود په چړچه ماریو کې څومره چې وسه یې کېدله، یوه شیبه بسنه ونه کړه. سره له دې چې د هېواد د پوځ او سیاست چارې د فتح خان په لاس کې راغونډې شوې وې، خو هېڅکله یې له دغې ځواکمنې واکمنۍ څخه د ځان په گټه ناوړه گټه پورته نه کړه. هغه په لنډ وخت کې هېواد د احمدشاه بابا د دَور پرتمېنې ځواکمنۍ ته چې د تیمورشاه له وخته مخ په کښته روان وو، ورساوه. د فتح خان نومیالیتوب په ډیر لږ وخت کې په ټولې منځنۍ آسیا کې خپور شو او هر افغان د هغه نوم په ډیر درنښت په خولې راووړاو پاچاته یې په سپکه کتل. خو په هغو شپو ورځو کې سدوزیو ته دومره په درنښت کتل کېدل چې هېڅ چا د پاچا گوښه کېدنه او د هغه پرځای د پاچا د کارپوه درستیزوال د ځای ناستې په اړه سوچ نه کاوه. ځینې وایی چې فتح خان یو واک غوښتونکی او ځانمنونکی سړی وو، خو کله چې فتح خان د پاچا په وړاندې غاړه ایښودنه کوله، هغه په دغه کار کې رښتونی وو اوپه ټولې گروهنې او ایمان یې غاړه ایښودله او په هغه دریځ چې پاچا ورکړی وو، بسنه یې کوله. که د پاچاهۍ پرگډۍ یې ډه ډه لگولې وه نو د پاچاهې له نومه پرته بل څه نه ور په برخه کېدل او په بدل کې به یې نورې سختۍ ځانته را کټولې وای. او هر څومره چې واک یې ډیرېده نو په هماغه کچه دښمنان یې هم ډیرېدل." (۸۴)

جهانی په خپلې دغې شننې کې زیاتوی " .... که شاه محمود حق درلود چې د افغانستان پاچا شی، نو فتح خان چې له پاچا سره په پرتله کې سل ځله په پوهې ، لیرلېد او تورې کې لوړ وو، ولې نه شوای کولای دغه حق ولری؟ په افغانستان ولسواکی نه وه چې فتح خان دې ټاکنو ته سترگه په لاره کښېنی. په افغانستان کې واکمنی د تورې په شرنگ اخیستل کېدله، او فتح خان پوهېده چې توره یې له هر بل تورزن څخه تیره او په کارپوهنه او تدبیر کې له بل هرچا پوه او مدبر دی. د هغه د وروڼو په کتار کې لږ تر لږه شیږ تنو یې د جگړې په ډگر او ژبه ورتوب کې خپله وړتیا او پوهه په زباد رسولې وه . فتح خان د امن او ټیکاو په ټینگولو، د مالی چارو په سبمالښت، او د مخالفو اله گوله کوونکو په ټکولو کې په هره لویشت کې خپله وړتیا او پوهه په زباد رسولې وه او په پای کې د خپلې وړتیا ، پوهې او رښتونولې په جرم ووژل شو. " (۸۵)

وزیرفتح خان د هیواد د ملی واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره له کشمیره تر سندهـ او بلوڅستانه او له هغه ځایه د هرات تر وروستیو څنډو پورې خپل ځان ، وروڼه او هملاری ملگری ډال گرځولی ول چې هیواد د پوپناه کېدنې او د ویشنې له گواښ څخه وژغوری او د سدوزیو د دولت سرغاړو او دښمنانو ته یې دا شېبه په لاس نه ورکوله چې سرراپورته کړی او ان د هغه پخوانی میرڅمن رنجیت سینهگـ د فتح خان د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې بیا زړه ونه کړ چې د درانیو د واکمنۍ پر خاورې سترگې نیغې یا ښخې کړی. په خواشینۍ چې د هېواد دغسې یو ولسی، ملی او تأریخی شخصیت د یوه ناپوهه شهزادگی د رخې او سخې او کینې له امله په ډیره بیړه ړوند او بیا د هغه د پلار په لاس ووژل شو او په دې توگه د سدوزیو د اتیا کلنې پاچاهۍ ټغر د هیواد له سیاسی چاپیریال څخه راټول شو.

پای

اخځونه او سرچینې :
مآخذ ورویکردها::

۱- الفنستون ، افغانان، د آصف فکرت ژباړه ، پ ۵۰۴
۲- الفنستون ،افغانان، پ ۵۱۱
۳- تأریخ سلطانی، سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطانی ،چاپ۱۲۸۹هجری=۱۸۸۱ز، بمبئی، پ١٢٣، پیرس، د بارکزیو لوړیدا/ عروج بارکزائی، د پژواک اوصدقی ژباړه ، پ۲۴،ټ۳
۴- الفنستون،افغانان،د فکرت ژباړه ، پ ۵۱۴، پښتوژباړه لومړی ټوک، د حسن کاکړ،د افغانستان د علومو د اکاډیمۍ چاپ ، ۱۳۶۱ل پ۲۹۴
۵- موهن لال ، د امیردوست محمد خان ژوند/حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ ۲۷
۶-پیرس،د بارکزیو لوړېدا /عروج بارکزائی، پ ۲۴
۷- عزیزالدین وکیلی پوپلزائی،تیمورشاه درانی،ټ۲، پ ۳۲۶- ۳۲۷، تاریخ سلطانی، له۲۰۱پاڼې وروسته
۸- پوپلزائی، همدغه اثر، پ۶۶۵- ۶۶۷
۹- پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی ، پ ۲۴- ۲۵
۱۰- الفنستن، د کابل د پاچاهۍ څېړنه / بیان سلطنت کابل، ټ۲،پ۲۹۴،پښتو ژباړه ،نصرالله سوبمن، پاړسی ژباړه د فکرت، چاپ : مشهد ایران، پ ۵۱۴
۱۱- الفنستون، هماغه اثر، پ ۵۱۵
۱۲- تاریخ سلطانی،پ ۱۷۳، الفنستون،هماغه، پ۲۹۶
۱۳- پوپلزائی، دره الزمان فی التاریخ شاه زمان، طبع ۱۳۳۷ل، پ۱۸۲
۱۴- تاریخ سلطانی،پپ ۱۷۲- ۱۷۳، کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی، پ ۱۳
۱۵-پیرس،هماغه اثر، پپ ۲۶- ۲۸
۱۶- کهزاد،رجال ورویدادهای تاریخی، پ ۱۵،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان،دعلیقلی میرزا، پ۶۱، چاپ۱۳۷۶تهران
۱۷- کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی، پپ۲۴- ۲۸
۱۸- کهزاد،هماغه اثر،پ ۳۱
۱۹- داسې ښکاری چې ظاهرأ له شاه شجاع سره د پټو اړیکو د لرلو په تور نیول اوبندی شوی وو (الفنستن، ټ۲، پ ۳۰۱- ۳۰۴)
۲۰- پیرس، هماغه اثر،پ ۳۱، الفنستن،ټ۲، پ ۳۰۴- ۳۰۵
۲۱- پیرس، ههماغلته، پوپلزائی،درة الزمان، پ ۲۰۲
۲۲- پیرس، هماغه اثر، پ ۳۲- ۳۳، الفنستن،ټ۲، ۳۰۵
۲۳-هماغه آثار هموغو ځایونو کې
۲۴-پیرس ،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۳۴
۲۵- الفنستون،د آصف فکرت ژباړه ، پ ۵۲۲
۲۶- موهن لال،د امیردوست محمد خان ژوند/ حیات امیر دوست محمدخان، ټ۱،پ۸۱
۲۷- تاریخ سلطانی،پ ۱۸۲- ۱۸۳،د شاه شجاع پیښې/ واقعات شاه شجاع، چاپ ۱۳۳۳ل، پپ ۹- ۱۱
۲۸- الفنستون، د فکرت ژباړه ، پ ۵۲۴
۲۹- بحواله درة الزمان، پ ۲۱۴
۳۰- الفنستون،د فکرت ژباړه ، پ ۵۰۷
۳۱- الفنستون، افغانان (بیان سلطنت کابل) د فکرت ژباړه، پ۵۲۵ ، د شاه شجاع پیښې/ واقعات شاه شجاع، پ۱۱
۳۲- تاریخ سلطانی،پ ۱۸۴،کهزاد،د کابل بالاحصار/ بالاحصارکابل، ټ۲،پ ۱۴۲
۳۳- الفنستون،هماغه، پ ۵۲۷، پیرس، د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ۴۷
۳۴-موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند/ زندگی امیردوست محمدخان، ټ۱،پ ۸۷
۳۵-۳۶- موهن لال،د امیر دوست محمد خان ژوند /حیات امیردوست محمدخان،د ډاکټرهاشمیان ژباړه ،ټ۱، پپ ۹۰- ۹۳
۳۷- پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۴۸
۳۸- الفنستون، د فکرت ژباړه، پ ۵۲۹
۳۹- موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند /حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ ۵۷- ۵۸
۴۰- الفنستون،افغانان، د فکرت ژباړه، پ ۵۳۴
۴۱-موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند /زندگی امیردوست محمدخان ،ټ۱، پ۱۰۱
۴۲-پیرس، هماغه اثر، پ ۶۱- ۶۲
۴۳- هماغه اثر، پپ ۶۶- ۶۷
۴۴- پیرس ، هماغه اثر، پ ۷۴- ۷۵
۴۵-موهن لال،هماغه اثر، پ ۵۷- ۵۸
۴۶- تاریخ سلطانی،پپ ۱۹۳- ۱۹۵
۴۷- د شاه شجاع پیښې / واقعات شاه شجاع،پ ۴۲،کهزاد،د افغاستان د اوسنی تأریخ په گوټونو کې / در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، پ۴۰
۴۸- پیرس، هماغه اثر، پ۷۹
۴۹- فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،پ ۱۴۹،نوای معارک، پپ ۱۰- ۱۱
۵۰-پیرس،دبارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی،۸۶
۵۱- کهزاد، د افغاستان د اوسنی تأریخ په گوټونو کې / در زوایای تاریخ معاصر افغانستا، چاپ ۱۳۳۱ل، پ ۴۷
۵۲- پیرس، د بارکزیو لوړېدا / عروج بارکزائی،پ ۸۸
۵۳- ویل شوی دی چې دوست محمد خان ټول هغه سره زر او گرانبیه غمی چې د حاجی فیروزالدین له ښځو او لوڼو او د هغه له ناوی رقیه بیگم څخه چې د شهزادگی کامران خور (دملک قاسم ماندینه) وو اخیستی دی او ان له غمیو ډک یو ملاتړونی چې بیه یې پینځوس زرو تومانو ته رسیدله د رقیې له ملا را خلاص کړ او جامې ور وڅیرلې او هغه یې سپکه کړه. د دوست محمد خان دغه تیروتنه او خطا د وزیر فتح خان په ړندیدلو او په ډیرې بوږنوونکې توگه د هغه د وژل کېدلو په بیه وه .
۵۴- میرمحمدصدیق فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر، د امریکا چاپ ، پ ۱۴۹
۵۵- کله چې وزیرفتح خان د جگړې په تکل د هرات له ښاره دباند ووت ،دښار کونجی" کیلی" یېد حیدرآباد د امیرانو استازی میراسماعیل وکیل او د سندهـ د خیرپور د امیرانو استازی حاجی شیر محمد خان ته وسپارله. (نوای معارک، پ۶۵)
۵۶-نوای معارک، پ۲۰-پیرس، پپ۹۶- ۹۷، تاریخ سلطانی(پ۱۹۹) د جگړې د پیل نېټه یې د ذی الحجې ۲۸ د ۱۲۳۳هجری قمری لیکلې ده چې د ۱۸۱۸ زکال د اکتور له ۲۹ سره سمون خوری.
۵۷- عبدالباری جهانی، هرات، پښتانه او ستره لوبه ،پ ۲۲۷
۵۸- پیرس، هماغه اثر، پ ۹۸
۵۹- تاریخ سلطانی، پ۲۰۰
۶۰-تاریخ سلطانی، هماغلته، او هم د بارکزیو لوړېدا/ روج بارکزائی، پ ۹۸
۶۱- فیض محمدکاتب، سراج التواریخ، ټ۱، پ۹۷
۶۲- فرهنگ، هماغه اثر،پ ۱۴۷،سراج التواریخ،ټ۱، پ۹۷
۶۳- پیرس،هماغه اثر، پپ ۹۹- ۱۱۰
۶۴-۶۵- پیرس، هماغه،پپ ۱۰۱- ۱۱۰
۶۶- حبیبی،د افغانستان لنډ تأریخ/ تاریخ مختصرافغانستان،ټ۲، پ۱۰۷
۶۷- پیرس، هماغه، پ ۹۹- ۱۰۰
۶۸-فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان در پنج قرن اخیر، ټ۱، پ ۱۹۸
۶۹- فیض محمد،سراج التواریخ،ټ۱، پ۱۰۲
۷۰- حمید کشمیری،اکبرنامه،۱۳۳۰، له۱۶۵ پ وروسته
۷۱-پیرس،د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۱۰۹
۷۲-سراج التواریخ،ټ۱، پ۱۰۰
۷۳- سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطانی،چاپ۱۲۸۹هجری=۱۸۸۱م، بمبئی، پ۲۰۳
۷۴-پیرس،هماغه اثر، پ۱۰۹
۷۵-موهن لال،د امیردوست محمد خان ژوند/ حیات امیردوست محمدخان،ټ۱، پ۱۲۶
۷۶- د وزیر فتح خان د پلار مړی هم همدغه قاضی محمد سعید خان بارکزی د زمانشاه په اجازې د کندهار ذاکر ته ولیږدوه او خاورو ته یې وسپاره. (فرهنگ، پ۱۳۳)- د وزیر فتح خان قبر د کاڼو پرسر هغه شعرونه چې کېندل شوی دی د هغه د ژوند دلوړو ژورو څرگندونه کوی او هغه یې د لوړ دریځ لرونکی ستر شهید بللی دی. .(رک: د افغانستان دوه سیاسی او پوځی نوابغ / دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان، پ ۱۱۵)
۷۷- ۷۸ فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځه پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،چاپ ایران۱۳۷۱،ټ۱، پ۲۱۰
۷۹-پیرس، پ ۶۶
۸۰-حبیبی، د افغانستان لنډ تأریخ/ تاریخ مختصرافغانستان،۱۳۴۹کابل،ټ۲، پ۱۰۴
۸۱-الفنستون،بیان سلطنت کابل،ټ۲،پ ۲۹۹
۸۲-تاریخ سلطانی،پ ۲۰۳، سراج التواریخ،ټ۱،پ ۹۲،دغه شمیره ۹۶ لک روپۍ قید کړی دی.
۸۳-پیرس، د بارکزیو لوړېدا/ عروج بارکزائی، پ ۶۶
۸۴-باری جهانی،هماغه اثر، پ ۲۳۱- ۲۳۲
۸۵-باری جهانی ، هماغه، پ ۲۳۳


میړنئ وزیر محمداکبرخان

میړنئ وزیر محمداکبرخان



وزیر اکبرخان ۱۸۱۶ - ۱۸۴۶



د میړانې ، زړورتیا، سرلوړۍ او مقاومت څیره

سریزه :


زموږ د هېواد د تأریخ یوه ځلانده ویاړلې څیره ، د افغان � انگلیس د لومړۍ جگړې ملی اتـل د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزی لمسی ، وزیرمحمد اکبر خان دی.
سردار وزیر محمد اکبرخان ، زموږ د ولس د هڅو ، جنگ او جگړو د تأریخ هغه ځلانده څیره ده چې د انگلیسانو پر وړاندې د کابل د وگړو د پاڅون په لارښوونه او بری کې یې په سرښندنې ، رغنده اوهیوادپاله ونډه لوبولې ده ؛ خوپه خواشینۍ چې د وزیر اکبرخان له سرلوړۍ او ویاړونو ډک ژوند ، لنډ وو.

هغه لا اتلس کلن نه وو چې د یوه لښکر په سرمشرۍ یې د جلال آباد سرغړاوی واکمن له لنډ مقاومته اړاند (اسیر) ونیو، وروسته یې په کندهار کې په یوې مخامخ جگړې کې سدوزی شاه شجاع دړې وړې کړ او انگلیسی جنرال کیمبل یې لومړی ټپی او بیا یې ژوندی ونیو.

شل کلن وو چې پیښاور ته نیږدې د جمرود په جگړې کې د سیکهانو پر وړاندې یې توره له تیکی را وایسته او په یوې لاس او گریوان جگړې کې یې د سیکهانو سر لښکر هری سینگهـ وواژه او لښکر یې ور دړې وړې کړ.
په ۲۲ کلنۍ کې د شاه شجاع او رنجیت سینگهـ د گډ لښکر د مخنیوۍ لپاره د خیـبر د درې پر لور یې ور ودانگل خو مخکې له دې چې له تیری گر لښکر سره مخامخ شی د هیواد د دښمنانو له پلوه ورته زهر ورکړل شول او د هغه نیم ژواندی جسد یې په کټ کې له خیبره د هغه پلار ته د ارغنده مورچل ته راووړ ؛ له ډیرو هڅو وروسته د مړینې له منگولو وژغورل شو، له هغه وروسته بخارا ته ولاړ او د پاچا په زندان کې بندی شو.

۲۴ کلن وو چې د بخارا د پاچا له زندانه خلاص شو او په ۱۸۴۱ ز کال کې د نوامبر په ۲۵ نېټه یې د کابل د وگړو د پاڅون لارښوونه په غاړه وا خیستله، په ډیرې هوښیارۍ یې د انگلیس له سرچارواکی او ځانگړی استازی مکناتن څخه چې په درغلنې او دوه مخۍ کې شېطان ورته هک پک کېده ، د خپل استازی له لارې یو پټ لاسوند تر لاسه کړ ؛ دغه پټ لاسوند په خپله د افغان مشرانو په وړاندې د انگلیس دوه مخی او درغلنه څرگندوله او له همدې امله یې مکناتن وواژه او انگلیسان یې دې ته اړ کړل چې په بیړه له کابله ووځی ؛ دا هغه سیاسی - پوځی اشواینه (رسوایۍ) وه چې بله بېلگه یې نه شو کولای د انگلیس د سترواکۍ په تأریخ کې و مومو. د همدغو سیاسی � پوځی هڅو له امله وو چې وزیر اکبر خان دوه ځله د انگلیس د لاسپوڅو چوپړیانو له پلوه په ډزو وویشتل شو خوداوړه ځله د مرگ له لومو ژوندی راووت.

دا په داسې حال کې ورته پیښ شوې چې لا مخکې یې د بخارا د پاچا له لښکر سره په جگړه کې ټپونه له ځان سره وړل او دوه کاله یې د بخارا د پاچا په زندان کې تیر کړی ول.

وزیر اکبر خان خپل نیمایی دیرش کلن ژوند په ویاړ او سر لوړۍ د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس د ملی واکمنۍ د ساتنې ، له یرغلگرو او د هغو له لاسپوڅو تاړاک پالو سره په نه پخلا کېدنې دښمنۍ تیر کړ اود ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د هیواد د یو والی او د هیواد د ښمنانو پر وړاندې، ځلانده توره په لاس په میړانه و دَرېد. د یوه مجاهد او غازی او د انگلیس د نه پخلا کېدونکې دښمن په توگه د هغه د میړانې ، درنښت او غیرت یادونه د ولس په زړونو کې تر دې کچې په څپو شول چې د ۱۸۴۱ � ۱۸۴۲ ز کال د ولسی پاڅون له بریا سره سم د ولس د جگړو او هڅو په ویاړمنظومې بولې (حماسې) او رزمنامې ورته ولیکل شوې ؛ په [۱۸۴۳ ز کال کې چې له ۱۲۶۰ لمریز سره سمون خوری] حمید کشمیری اکبر نامه جوړه کړه او [قاسم علی د ډیلی د آگرې اوسیدونکی په ۱۸۴۶ ز کال کې چې له ۱۲۶۳ لمریز سره سمون خوری او د وزیر اکبر خان د مړینې له نېټې سره برابره ده] اکبری ظفرنامه وویله ؛ چې د انگلیس په وړاندې پاڅونونو کې دغو دواړو شعری ټولگو د وزیر اکبر خان نوم د یوه ملی اتـل په توگه د تأریخ په تلپاتې هېنداره کې لا تلپاتی کړ.

د هیواد ځوانانو اواوسنی مخ په ودې زوزات (نسل) ته ښایی چې د خپلې پوهې د لوړ والی لپاره د خپل هېواد تأریخ یو ځل بیا په ځیر ولولی او ورته څرگنده شی چې زموږهېواد د خپل تأریخ په اوږدو کې په ځانگړې توگه د اوسنی تأریخ په سپیڅلې لمنه کې داسې میړنی او باتور بچی روزلی دی چې هیواد او ولس د هغوی په رغنده سرښندونو ویاړی.

د وزیر اکبر خان زړورتیا ، مېړانه او د هغه د هیواد او ولس پالنې اوچت او ژوندی احساس په خپله د سړی د زړه په تل کې د باتورۍ او سر ښندنې څپې را پاروی. له دې امله ددغو کرښو د لیکلو لامـِل، زمالېکوال (سیستانی � ژ) د هغې ژورې لیوالتیا له تــَل څخه سر چینه اخلی چې دغه ملی ولسی ستر شخصیت ته یې لری ، او دا دې د هغه د مړینې له ۱۶۲ کالو وروسته غواړم د وزیر اکبر خان یاد په درنښت ولمانځم.

په خواشینۍ چې زموږ د هیواد والو په منځ کې داسې کسان هم شته چې سترگې یې د سردار وزیر اکبرخان غازی د سرښندنکو او له ځانه تیرېدونکوحماسو د لیدلو وس نه لری او په بیلابیلو شیـبو کې ددې پرځای چې د هېواد ددغسې سرښندونکی بچی د ښېگڼو او میړانو یادَونه وکړی هغه د خپل قلم په څوکو چیچی او په خپل اند هڅه کوی چې گڼې د هغه د شخصیت له دروندوالی څخه به یو څه کم کړی.

حقپاله او حق پیژوندونکی افغانان هېڅکله چاته اجازه نه ورکوی چې د هغوی ملی او اتـلې څیرې چې د خپلو وینو په تویولو یې دغه ټاټوبی ساتلی او موږ ته یې په سرښندنې را ډالۍ کړی وښکنځی ، یا یې سپکه ووایی او یا هغوی ته په سپکه وگوری.
په هغو شپو ورځو کې چې په هیواد کې د سره لښکر د تاړاک او وینو تویولو د غوبـَل سرو لمبود هیواد هر گوټ سوځاوه ، د بیلتون پارَونې تخمونه یې شیندل او د هیواد د ملی ارزښتونو ترپښو لاندې کولو ته په بیلا بیلو ډَولونو وده ورکول کېدله ؛ د هیواد یوه وتلی لېکوال چې د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند لوړ پوړی غړی هم وو [د افغانستان د ۱۹ پیړۍ د دری په شعر کې د جنگنامو د ویلو خوځښت/ جنبش جنگنامه سرایی در شعر دری قرن ۱۹ افغانستان] د مقالې تر سرلېک لاندې د اکبرنامې د شننې د پلمې په ترڅ کې د تنگ الواکۍ (تعصب) او لنډ لېد په هڅو کې غوښتل ددغه میړنی افغان بچی ټولې سرښندنې چې د هېواد د پت د ساتنې په موخې څو ځلې د مرگ تر پولې تللی وو خو څښتن تعالی نه وو وژلی ، په هېڅ وشماری او گڼې ددغه هېواد د سترې او درندې څیرې له نومیالیتوب څخه یو څه کم کړی او د هیواد د ملی ویاړونو د دښنمنانو زړونه پرې خوښ کړی.

لېکوال په نوموړې مقالې کې تر څو چې وسه یې کېدله پر دغه ملی اتـل بد او رد ویلی دی او پر هغه یې د [ گټه پال ، درغلن، ډارن او بد چلنده] د تورونو په لگولوهڅه کړې چې هغه سپک وگڼی ؛ خو لېکوال په خپلې ټولې مقالې کې له سره تر پایه پر دې نه دی بریالی شوی چې د غازی وزیر اکبرخان د گټه پالنې ، درغلنې ، او بدچلندې یوه کوشنۍ بېلگه رامنځته کړی. له سیکهانو سره د جگړې په لړ کې د ویرې د تور د لگولو په ترڅ کې وایی : په دغې جگړې کې د جگړې د مشرانو په ډله کې اکبر خان یوازینی مشر وو چې له ویرې ، د تیښتې په لټه کې لویږی او که د جانگل په نامه د یوه جنگیالی چیغه پر هغه نه وای ، ښایی له دښمن سره به نه وای مخامخ شوای. او د خپل ددغه تور د لگولو د زباد لپاره د حمیدی له خولې یو شمیر بیتونه راوړی.

له سیکهانو سره په جگړه کې د اکبر خان د ونډې په اړه کاشکې ددغې مقالې لېکوال دومره نیاو اوانصاف درلودای چې د حیمدی د وینا له مخې یوازې د اکبر خان د یوې ورځې د تیښتې له یادَولو وروسته یې په همدغې جگړې کې د اکبر خان د بلې ورځې ونډه نه وای هیره کړای. او ای کاشکې د جگړې د ډگر په کیڼ اړخ کې یې د افغانی لښکر د سرلښکرحاجی خان کاکړی له خیانت څخه هم یادَونه کړې وای چې هره ورځ یې د سیکهانو د لښکر پر وړاندې مورچلونه خوشې کول او د افغانی لښکر د دړې وړې کېدنې لامل گرځېده. او بیا هم کاشکې نوموړی لېکوال دا خبره هم څرگنده کړې وای چې د افغانانو د جگړې د بریا په گټلو کې سرلارښود څوک وو؟ جانگل یا اکبرخان؟ څرگنده ده چې اکبرخان وو.

له دې څرگندیږی چې د لیکوال پښتـنی ضد لېد بڼې د هغه سترگې ور ړندې کړې چې نه شی کولای د اکبرخان د بری بل اړخ په سترگو ووینی او په خپلې لېکنې کې ورڅخه یادَونه وکړی.
د نوای معارک (د جگړې دې چیغې) د لېکوال د وینا پر بنسټ ، وزیراکبر خان ډیر زړَوَر ، باتور او له میړنتوبه ډک د پیاوړې افغانې روحیې څښتن وو او له هېڅ شی او هېڅ چا یې ویره نه درلودله ؛ د بیلگې په توگه د بخارا امیر (چې خپل ولس یې " د قصاب امیر" په نوم باله) ، وزیر اکبر خان او پلار یې امیردوست محمد خان خپل دربار ته وغوښتل او د هغه پلار ته یې ترخې او تروې خبرې وکړې. سردار اکبر خان چې په رگونو کې یې د افغانی سرښندنې او میړانې وینې په څپو وې په ډیرې ترخې ژبې یې د بخارا د امیر خبرې بیرته په ورته ډول ورځواب کړې او په غاو (سخت اعتراض) یې د امیر له درباره پښه و ایستله اوبیرته یې افغانی ټاټوبی ته مخه کړه. د بخار امیر د وزیراکبر خان او د هغه د ملگرو د نیولو لپاره خپل جنگیالان ولیږل.د امیر جنگیالیو افغانان وموندل او د هغوی د تگ مخه یې ونیوله. سردار اکبر خان او ملگرو یې چې ټول ټال دیرش تنه ول ، د بخارا د پاچا د جنگیالیو پر مخ چې شمیر یې د ۲۰۰ او ۳۰۰ تنو په شاو خوا کې سپاره وزبکان کېدل، تورې له تیکو را و ایستلې او جگړه یې پیل کړه. د سردار اکبر خان ۷ تنه ملگری او د بخارا د پاچا دیرش تنه جنگیالی پرځمکه را پریوتل ، سردار اکبر خان ، ورور یې افضل خان او د اکا زوی یې سردار سلطان احمد خان سخت ټپیان شول او د ډیرو ټپونو له امله بې هوښه شول. د هغوی له بې هوښه ځانونو څخه وینې څڅېدلې او ټول یې د بخارا امیر ته راوستل او امیر امر وکړ چې ټول دې د پاچاهۍ د ماڼۍ (ارگ) په تورې څاه کې وغورځول شی. (۱)

د مقالې لېکوال په خپلې لېکنې کې په ډیرې ترخې ژبې پر وزیر اکبر خان برېد کوی او لیکی :" سردار اکبرخان د خپل درغلن اوپېسمن (مغرور) چاچلند پر بنسټ په لښکر کې (موخه یې همدغه مجاهدین دی او بس) هېڅ ملاتړی نه درلود" (۲)
راځی وگورو چې په رښتیا اکبر خان د جنگیالیو په منځ کې ملاتړی درلودل که نه؟ که اکبر خان د افغان مجاهدینو په منځ کې ملگری او ملاتړی نه درلودل نو څنگه نورو افغانی مشرانو هغه د وزیر په توگه وټاکه او د خپل ژوند د برخلېک او د پاڅون مشری یې د هغه غاړې ته ور غورځوله او څنگه یې هغه ته دا واک ورکاوه چې له انگلیسانو سره دې د خپل لېد ، اند او خوښې پربنسټ چال چلند وکړی؟

په هغو شېبو کې چې عبدالله خان اڅکزی ټپی او له امله یې ولس په ژور ناورین کې ډوب وو ، کابل ته د سردار اکبر خان راتگ د وگړو سترگې روښانه کړې او زړونو یې نوې او تانده پیاوړتیا وموندله. کابل ته د راتگ او اکبرخانه ته د کابل د سروالانو او سردارانو له ژمنوڅخه حمید کشمیری داسې یادَونه کوی:

چو انــــدرکـــــابلســـتان رسیـــــد توگفتی بــــــهــاری به بـُستان رسیــد
همـــه پیشـــــوایان فــــــرمانـــروا شـــدنـــــــدش به فرسنــــــــگها پیشوا
به هر کــوی وبرزن که گشته روان ز مرد و پیر وزن وطفل وپیر وجوان
چنان خاســـت شـــور دعا برزمین که پرســید عیسا ،چه غوغاست ایـن
چو پیش مــحمد زمان خان رسید چو جان تــنگ اندرکنــارش کشــــید
نشســــت و نشســتـــــند نام آوران بـگـــردش چــــوبـــرگـــرد مه ،اختران
حقــــــیقت ز نـــو تا کهن گفته شد مســلســل سخـــن در سخــن گفته شد
سرانجام کارش محمــد زمان خان بــگـفـت ای فرح بــخش روح وروان
درین زرم دردســـت من آنچه بود نــمودم دگـــر نیـــز خـــــواهــم نـــــمـود
مرا قــــوت شــیر گیـــری نــمانــد توانـــاﺋـی از ضعـــف پیـــری نــمــانـد
ســـزد بــرسر کار ســرلشکــری جوانــی که مانــند شیــــر نـــــــــــری
بوَد درصـف رزم خــــون رزیر تر زشـــمـــشیــــر او هــــوش تیـــــز تـــــــر
کسی جزء تو درین خـــیل مردان نــبــیـــنم که بتـــــواند ایـــن کــار کــرد
همه شهر ولشکر به فـرمان تست بکن آنچه خواهی که ملک آن تــست
اکبرنامه پ. ۱۷۴

پښتو ژباړه : د پسرلی په شان کابلځی ته را ورسید . ټول سروالان او سرلښکر په کروړونو واټن مخې ته یې راووتل. په هرگوټ اوځی کې یې چې پل کښیښود له نارینه ، ښځینه ، ماشومانو زَړو او ځوانانو به داسې چیغې پورته شوی چې عیسی راپورته شو او ویې ویل دا څه شور ماشور دی. کله چې محمدزمان خان ته ورغی نو ټینگ یې په غیږ کې ونیو. کښیناست ! او ورسره نومیالی لکه د سپوږمې پرشپول را تاو ستوری کښېناستل. زَړې او نوې رښیتاوې وویل شوې ؛ خبرې او خبرې له لوری او گودر وویل شوې. په پای کې محمد زمان خان وویل ای د روح او تن پیاوړیه ستوریه! ما په دغې جگړې کې څه مې چې له وسې کېدل وکړل او نور به هم وکړم ، د زړښت د وریځو څپې راباندې خپرې دی او په منگولو کې مې له زمری سره د غیږ نیولو وسه نه ده پاتې. ته چې میړنی زمری یې نو د لښکر سروالی له تاسره ښایی ، ته د جگړې په ډگر کې پیاوړی وینې بهوونکی یې ، ته یې چې ستا د پوهې تیزوالی ستا تر تورې لا تیره دی ، د دومره میړونو په منځ کې ستا په شان بل داسې میړه نه وینم چې دغه جگړه پرمخ یوسی ، ټول ښار او لښکر ستا په ولکه کې دی ، وکړه ، هغه څه چې ستا زړه غواړی تر سره کړه.


سردار اکبر خان په پیل کې دغه وړاندیز و نه مانه او د کابل له مشرانوڅخه یې کلکې پوښتنې اوگوتڅنډنې وکړې او له هغوی یې گیلې وکړې چې څنگه یې د هغه پلار له انگریزانوسره په جگړه کې یوازې پریښود او دې ته اړ شو چې هېواد پریږدی او دا دی اوس هغه څه چې نن وینی او پرون یې لېدلی ول ، ټول یې له خپله لاسه ورته رسیدلی دی. د کابل سردارانو ، د سردار اکبر خان ټولې گوتڅنډنې پر ځای وگڼلې او له هغه څه چې تیر شوی ول پښیمانه وو او لوړه یې وکړه چې له هماغې شېبې وروسته به دده د لارښوونو له کرښو څخه پورې غاړه وانه وړی خو په دې آړ یا شرط چې ددوی وړاندیز ومنی اود مشرۍ پازوالی یې پر غاړه واخلی. اکبر خان چې داسې ولېدل نو د مجاهدینو د لښکر د مشرتابه دنده یې پر غاړه واخیستله او دد ښمن ماتوونکو جنگیالیو په سرمشرۍ کې ، مخکښ ودَرید. سردار اکبر خان ته د کابل د سردارانود ژمنو په اړه حمید کشمیری داسې وایی :

چو اکبر بگفت آن سخن های خویش زخجـــلت همه سر فگندند پیش
بگفتندش !ای تکیه گاه همـــــــــــــه نگــهبــان و پــشت وپــناه همــــــه
به عــِز وجـــلال خدای عظیــــــــــــم به تعـــظــیم نــام رســـول کـریـــم
کزین پس ز شرط وفا نگذریــــــــم به جز راه فـــرمانــبری نسپریم
زاندیــشه های دغــــــا درگــــــــذر که معــلوم شد میـوه این شجـــــر
به دست فرنگی فتاد این دیـــــــار ز روی شــجاع دو روی شــعــار
بیفگند در ملک وملت فســـــــاد کنون فرض برمرد وزن شد جهاد
توواستقامت به میدان جنـــــــــگ دگرما و شمشیروفوج وفرنــــگ
چو این ماجرا اکبرخان شنیـــــــــــد جـــزآمیزگاری صــلاحې نه دیــــد
شداز شکوه خاموش گفت این سخن کــه ای شـیرمــردان شمــشیر زن
برآرم ز دل بــــــیم وامــــید و یـأس ز دشمن فگــندن ندارم هــــراس
تبارم گرفتار دشمن شدســـــــــــت شما زآنچه ترسید برمن شدست
بکوشم دریـــن راه بـــهرخـــــــدای بد اندیش سرکش در آرم زپای
چو اکبرز سریافت فــرمانــدهی به سر بــرنــهاد کــلاهی مهــــــــی
سران جمله گشتند فرمانبرش سپه بنده ، گردن کشان چاکرش
(اکبرنامه پ. ۱۷۴ � ۱۷۶ )

ژباړه : کله چې اکبر خپلې ټولې خبرې وکړې ، نو ټولو خپل سرونه کښته و ځړول. ورته یې وویل : ای د ټولوساتونکیه او ای زموږ د زړونو ستـنې! د سترڅښتن په لوی والی او برم ، د رسول ددرانده نوم په پار! له دې وروسته به د پالیالۍ له آړه تیر نه شو او ستا له لارښوونې پرته به بل څه ونه کړو. له دغو ناندریو تیر سه ځکه ددغې ونې میوه مو لا مخکې څــَکلې ده.د دوه مخی او چلـوَ ټی شجاع له لاسه دا ټاټوبی د پیرنگی په منگولو کې پریوتی دی. په ټول هیواد او لس کی یې د فساد لمنه خپره کړه اوس پر نر او ښځې جهاد فرض دی . ته د جگړې په ډگر کې لارښوونه پر غاړه واخله ، نور موږ پوهیږو ، زموږ توری او د دښمن لښکر. اکبر خان چې دا چاره ولېدله نو له غاړې ایښودنې پرته بله لاره یې ونه موندله. له گوتڅنډنو لاس پرسر شو اودا خبره یې وکړه چې : ای باتورو زمریالیو! له زړه به نومیدې ، ویره اوناهیلی لیرې کړم ددښمن له را پرځولو هم ویره نه لرم . ټاټوبی مې ددښمن په لاس کې پریوتلی دی او هغه څه چې تاسو درپیښ دی ماته راپیښ شوی دی . زه به د څښتن په پار په دغه لاره کې هڅه وکړم او بد چلنده سرغاړی به له پښو را وغورځوم. کله چې اکبر ته سرمشری ورپه غاړه شوه نو د مشرۍ پگړۍ یې پرسر کړه. ټول مشران جنگیالی او سرغاړی یاغیان د هغه د لارښوونې تر کرښې لاندې ودَرېدل.


ددې تر څنگ که اکبرخان د مجاهدینو او سروالو مشرانو په منځ کې له اړین درناوی او نوم څخه برخمن نه وو نو ولې مشرانو د سردار اکبرخان په خپل قلم لېکلی د ۱۸۴۲ز کال د جنورۍ د مېاشتې د لومړۍ نېټې تړون لاسلېک کړ چې له افغانستانه د انگلیس پر وتلو یې ټینگار کاوه وو؟ د مجاهدینو مشران دغه کسان ول: نواب محمد زمان خان، ناﺋـیب امین الله خان ، محمد شاه خان بابکرخیل، سلطان احمدخان ، محمد عثمان خان ، غلام احمد خان ، محمد نصیرخان ، غلام محمد خان ، عبدالخالق خان ، خان محمد خان ، سکندرخان ، محمد درویش خان ، میر اصلان خان ، میر اسلم خان ، میر آفتاب خان او نور ډیرمشران.

د مقالې د لیکوال د تور برخلاف څرگندیږی چې د سردار اکبرخان په خټه او تومنه کې د ولسپالنې او ملی ویاړ وینه بهدیله او له هر ډول درغلنې څخه پاک اوسپیڅلی وو او له همدې امله ده چې د افغان مجاهدینو او مشرانو په منځ کې له بشپړې ویساینې ، مخورتوب اوډاډ برخمن وو او د افغانستان حق پیژندونکی ولس د هغه پر رښتونی او سپیڅلی چال چلند ژور ډاډ درلود. او د اکبر خان د کړو وړو په تړاو د لېکوال دغه تورونه هسې منځتـشې خبرې دی چې د هغه له تـنگ الواکۍ (تعصب) او د افغانانو له ملی ویاړونو سره په ځانگړې توگه د هغه له پښتـنـی ضد دریځ څخه سرچینه اخلی.

لېکوال د مقالې په بل ځای کې لېکی : د اکبر وروستـنی بې سیکه والې او ضعف د خپل پلار له ننگه ډک لېک ته غاړه ایښودنه او له ډگره تښتیدونکی او د له منځه تللی دښمن د وینو له تویولو لاس پرسر کېدنه اوانگلیس ته د جگړې ډگر تش پریښودل ول چې پاچاهی یې بیا کورنۍ ته راشی. (۳).
د پلار له ننگه ډک لېک ته د غاړې ایښودنې او دښمن د ډگر تش پریښودلواود له منځه تللی دښمن د وینو له تویولو څخه د لاس پر سر کېدنې په اړه د لیکوال د ادعا د غندلو په تړاو باید وویل شی چې لومړی : دښمن لا تر اوسه " ډگر نه دی پری ایښی" او په بشپړ ډول له منځه نه دی تللای ځکه چې پر افغانانو د برید او له هغوی څخه د غچ اخیستنې په موخې په کندهار او جلال آباد کې دښمن له سترپوځی ځواکه برخمن دی. د جنرال پالـُک ۲۰ زره کسیز پوځی ځواک چې پیاوړی توپچی ځواک ورسره ملگری دی د مجاهدینو د دړې وړې کولو او ټکولو لپاره ټینگ گواښ گڼل کېده. دویم دا چې سردار اکبرخان نه د خپل پلار د لېک له رسیدلو مخکې او نه له هغه وروسته له انگلیسانو سره د مخالفت کولو له هڅو څخه په هېڅ ډول لاس پرسرنه شو. او له انگلیسانو سره د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د اکبر خان د دښمنۍ کلک دریځ ټولو تأریخ پوهانو او په یو څه پوهو کسانو ته په څرگنده روښانه دی. خدای بخښلی غبار او اروا ښاد فرهنگ دواړه باورلری چې کابل ته د امیردوست محمد خان له راتگ او د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ له کښیناستلو وروسته ، انگلیسانو دغه لاسوند بیرته لاس ته راووړ (۱۸۴۳). دغې پیښې په افغانستان کې انگلیسی ضد احساسات را وپارول او د وزیر اکبرخان تر مشرۍ لاندې انگلیسی ضد ډلې ته یې لا پونده ورکړه.

امیر دوست محمد خان هڅه کوله چې له هرډول انگلیسی ضد خوځښت څخه ځان لیرې وساتی ، نو له دې امله د پلار او زوی تر منځ شخړه ورځ په ورځ ډیرېدله. اکبر خان ته د کابل امارت کوشنی وو نو له دې امله هڅه یې کوله چې پیښاور او کندهار له کابل سره ونښلوی او د همدغې موخې د تر سره کولو لپاره د هرات له واکمن وزیریارمحمد خان الکوزی سره یې اړیکی ټینگ کړل او د هغه له لارې یې له ایران سره د دوستې وَر پرانیست. د اکبرخان او یارمحمد خان د دوستۍ اړیکې پرخپلوۍ واوښتلې او یارمحمدخان خپله لور (بوبوجان) وزیر اکبرخان ته ورکړه او د وزیراکبرخان د تره لور " گوهر" یې خپل زوی ته وغوښتله. د دوه وو وزیرانو یووالی د انگلیسی ضد ډلې د پیاوړی کېدلو (چې دواړو وزیران یې مشرۍ کوله) لامل وگرځید. دواړو وزیرانو د یوه گډ لېک له لارې د ایران له پاچا څخه د انگلیسانو پر وړاندې د مرستې غوښتنه وکړه، خو دایران پاچا ددغسې یوه گام د پورته کولو زړه نه درلود. د وزیر اکبر خان نویو نقشو د زوی او پلار اړیکې دومره خړې پړې کړې چې وزیر د خپل پلار د نیولو لپاره مټې را بډ وهلې.

که د امیر له پلوه د لیږل شوی هندی طبیب په لاس وزیرته د زهر ورکولو گنگوسې (رښتیا وی) نو له پلار سره د وزیر له همدغې دښمنۍ څخه سرچینه اخلی ځکه چې پلار یې د انگلیس په وړاندې ځان ساتی او محافظه کارانه چال چلند غوره کړی وو. (۴)

انگلیسانو لومړی د وزیراکبرخان ساتونکی سردار پاینده محمد خان د یو لک روپیو په ورکړې په درغلنې و هڅاوه چې وزیر ووژنی. یوه ورځ په ننگرهار کې سردار اکبر خان پر کلابند شوی انگلیسی لښکر د برید له لارو څخه لېدنه کوله چې پاینده محمد د شا له لوری پر وزیر ډز وکړ خو له نیکه مرغه د توپک مردکی د هغه پرښی مټ ولگېده او ونه وژل شو خو کلک ټپی شو (د مارچ ۱۳ کال ۱۸۴۲ ز) او کله چې پاینده خان په خپلې ژبې وویل چې انگلیسانو د پیسو په بدل کې په درغلنې هڅولی نو د هغه د وینې له تویولو څخه لاس پرسر شو او ویې بخښه ، خو نورو افغانانو د پاینده خان وینه ور توی کړه (۵)

له هغه وروسته انگلیسانو په خپل لښکرکوټ کې گنگوسې خپرې کړې چې دوه اړخیزې اغیزې یې درلودلې. دغو گنگوسو ویل چې جنرال پالـُک د خیـبر په غاښی کې د افغان مجاهدینو له لاسه ماتې خوړلې او بیرته پیښاور ته په شا شوی دﺉ. ددغو گنگوسو په غبرگون کې د مجاهدینو په لښکرکوټونو کې د ښادۍ ډزې وشوې او ډُهلونه وغږول شول خو د انگلیس په لښکر کوټ کې یې سرچپه غبرگون درلود. په دې مانا چې هغوی د هرډول مرستې له رسیدلو څخه نومیده شول او پریکړه یې وکړه چې د تالندې اوبریښنا په څیر د مجاهدینو پرلښکرکوټونو برید وکړی چې په دې توگه یا به ټول ووژل شی ، یابه یو شمیر افغانان له منځه یوسی او یا به لږ تر لږه هغوی د خپل لښکرکوټ له اړخونو څخه لېری کړی. په همدغې موخې انگلیسانو د ۱۸۴۲ ز کال د غوایی د مېاشتې د اوومی نیټې په شنه سهارچې مجاهدین په خوب بیده ول د تالندې او بریښنا په څیریو ناڅاپه برېد وکړچې مجاهدینو ته یې د مقابلې وسه پری نه ښودله. ټپی سردار اکبرخان بیا هم غوښتل چې مقاومت وکړی خو گټه یې نه درلودله او په دې توگه د مجاهدینو ډلې له ماتې سره مخامخ او خورې ورې شوې اوسردار اکبرخان له خپلو څو تنو هملارو ملگرو په ټپی ځان سره لغمان ته په شا شو. (۶)

زرله سره او سر له ناموسه ځار!


سردار اکبرخان ، پرمجاهدینو د انگلیس د ناڅاپه چپاو په تړاو کابل ته گزارش ورکړ او له مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، خوپه خواشینۍ چې د کابل جهادی مشران پر دوه وو ډلو ویشل شوی ول یوې ډلې د شاه شجاع د کورنۍ پلوی کوله او بلې ډلې د (مجاهدینو د مشر) نواب محمد زمان خان پلونیولی وو او دواړه ډلې د واک د نیولو لپاره له یو بل سره لاس او گریوان وې او سردار اکبرخان ته د مرستې ورکړه یې له اره هیره شوې وه. سردار اکبر خان د خیبرغاښی ته خپل ځواک ولیږه او تر دوه وو میاشتو پورې مرستې ته سترگې په لارکښېناست، د مرستې د نه رسیدنې له نومېدۍ وروسته خپله یې مټې را ونغاړلې چې ځواک راټول کړی او په جلال آباد کې دانگلیسانو پر لښکرکوټ د غچ اخیستونکی برید په لټه کې شو. خو په دغسې یوې حساسې شېبې کې له یوې خوا د جنرال سیل د مرستې لپاره د جنرال پالـُک ځواک چې پیاوړی توپچی ځواک ورسره ملگری وو د جلال آباد پر لور راخوځېدلی وو، له بلې خواپه کابل کې د جهادی مشرانو بیلتون چې د مرستندوی ځواک د لیږدون خبره یې هیره کړې وه، جنرال سیل وزیر اکبر خان ته یو بوږنونکی پیغام ولیږه چې د هغه پر ځان یې ویښتان نیغ ور ودَرَول. سیل پیغام ورکړچی:

د بریتانوی هند دولت پریکړه کړې چې که سردار اکبرخان پرانگلیسی لښکرکوټونو له خپلو بریدونو څخه لاس پرسر نه شی نو د هغه پلار به ، د کورنۍ له ۱۴۹ تنو نوروغړو سره چې په هغو کې دده میرمن هم گډون لری هندوستان ته په شړونې اړ او د امیر د کورنۍ د غړوپه حق کې به د هېڅ ډول اسلامی شریعت مقررات ونه منل شی." (۷)

دغه پیغام په رښتیا چې یو زړه بوږنوونکی پیغام وو، ځکه ددغې تورې تیره پغنه د سردار اکبرخان پت ، شرف او کورنۍ ته نیغه وه. راځی یوځل خپلو گریوانونو ته د خپلو سرونو په را ټیټولو د وزیراکبرخان دریځ راخپل کړو.که داسې یو گواښ (هغه هم د یوه ټپی دښمن له پلوه) چې د وزیر اکبر خان پت او ناموس ته یې تیره توره نیولې وه موږ ته نیغ وای ، آیا د خپل ناموس ژغورنه مو نه کوله؟ هېڅ شک او شوپیان نشته چې د خپل ناموس د ژغورنې لپاره به مو له مقاومته د لاس پر سر کېدنې پرته لا نور بد ترینه شرایط منلی وای ځکه د افغانانو په منځ کې د هر چا په ژبه جاری یو متل دی چې وایی : "شتمنی له سره او سر له ناموسه ځار" ، سر دار اکبر خان هم یو سپیڅلی میړنی افغان بچی وو او د همدغه ټاټوبی په لمن کې روزل شوی وو نو ولې دی خپل ځان تر ناموس او له خپل افغانی پت او شرفه ځار نه کړی؟ آیا هغه حق نه درلود چې د یوې لنډې مودې لپاره له هغه دښمن سره له مقاومته لاس په سر شی چې پخوا یې ماتې ورکړې وه او ښایی بیا هم د همدغه دښمن ماتونکی ولس د پیاوړی مټ او ملاتړ په مرستې یو ځل بیا دښمن په گونډو کړی ؛ نو آیا دا حق یې نه درلود چې د خپل کورنی پت او ناموس د ژغورنې لپاره چې د همدغه ولس پت او ناموس گڼل کېده د لنډې مودې لپاره له مقاومته لاس پر سر نه شی؟

د هېڅ پتیال او پتپال افغان ویاړ اوغرور دا اجازه نه ورکوی اونه زموږ د تأریخ په لیکو کې داسې بېلگه شته چې څوک دې د خپل ناموس او پت پروا ونه لری اوبیا دې دا ټـټر دې ووهی چې دی د نورو د پت او ناموس پروا لری ، او ولس هم د خپل لارښود په توگه غوره کړ ی وی. له دې امله د نیاو (انصاف) له مخې وزیراکبرخان ته باید دا حق ورکړل شی چې د خپلې کورنۍ د ژغورنې لپاره سمه لاره چارو ولټوی. اکبرخان تر دغه دمه پر خپل مټ د دښمن د ژور ټپ له امله کړیده او له دښمن سره د لاس او گریوان کېدنې او د هغه د ټکولو لپاره یې پیاوړی ځواک په لاس کې نه درلود ، نو له خپلو نیږدې ملگرو، دوستانو او سلاکارانو لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمدخان سره له سلا وروسته دې پایلې ته ورسید چې د بختیار منشی له لارې له جنرال پالـُک سره د خبرو اترو لاره پرانیزی او د یرغمل نیول شویو کسانو د خوشی کولو او له هیواده د وتلو په موخې ورڅخه لاسوند وغواړی ، خو جنرال پالـُک چې یو پوځی سړی وو او ککله څپیړه یې پرمخ نه وه خوړلې دغه وړاندیز ونه مانه. سردار اکبرخان هم د هند وایسرای ایلنبرو ته ولېکل چې نه شی کولای له دغسې یوه لیونی او ناپوهه سړی سره د خبرو اترو پر ټغر کښینی ؛ ښه به دا وی چې وایسرای په خپله ورسره د مخامخ خبرو اترو لپاره را ډگر ته شی.(۸). له هغه وروسته سردار اکبرخان له خپل جهادی ځواک او درې سووو تـنو یرغمل انگریزانو سره کابل ته له ملی مشرانو سره د سلا لپاره راستون شو. (جون ۱۸۴۲ ز کال) .

د وزیر اکبر خان د لومړیو کلونو ښادنامې


په ۱۸۳۲ ز کال کې شاه شجاع د پنجاب له مشر رنجیت سینگهـ سره یو دوه اړخیزه تړون لاسلېک او په هغه کې یې ژمنه وکړه چې له سیکهانو څخه د پوځی مرستې په بـَدَل کې له پیښاور او دیره جات څخه لاس پر کیږی او سیکهانو هم له انگلیسانو سره په همغږۍ کې د شاه شجاع ملا ور وتړله او شاه شجاع ځان پر کندهارد برېد لپاره چمتو کړ. کله چې کندهار ته د شاه شجاع د راتگ خبر خپورشو(۱۸۳۴ز/۱۲۵۰ ق) سردار کهندلخان خپل ورور سردار مهردلخان کابل ته د مرستې د غوښتنی لپاره ولېږه. سردار دوست محمد خان چې د شاه شجاع گواښ له کندهاره وروسته خپل ځانته نیغ لېده ان د کهندلخان د مرستې له غوښتنې پرته د گواښ له منځه وړلو ته په خپله چمتو وو نو له دې امله د خپلو وروڼو او وریرونو د ډاډ د راخپلونې لپاره یې په کابل کې یوه جرگه را وبلله او د پیښاور واکمن سردار سلطان محمد اود جلال آباد واکمن محمد زمانخان د نواب اسدخان زوی یې هم کابل ته را وبلل. سلطان محمد خان خپل زوی نور محمد خان او نواب محمد زمانخان هم خپل زوی شجاع الدوله کابل ته ور ولیږل. پایله دا شوه مخکې له دې چې دوست محمدخان د کندهار پرلور را وخوځیږی لومړی یې مخه جلال آباد ته را واړوله. کله چې د سردار دوست محمد خان لښکر جلال آباد ته ورسیده خو نواب محمد زمانخان مقاومت ته لاس واچاوه او ښار کلابند شو او د ښار د دیوالونو له شا یې جگړه پیل کړه خو د اکبر خان د هوښیارۍ او زړورتیا له کبله د ښار یوه دروازه و چـَوُل شوه او د سردار اکبر خان لښکر پر ښار ور ننوت او د سترگو په رپ کې نواب محمد زمانخان د سردار اکبرخان په لاس یرغمل ونیول شو. دوست محمد خان جلال آباد له کابل سره ونښلاوه او خپل ورور سردار امیرمحمد خان یې د جلال آباد واکوال و ټاکه، نواب محمد زمانخان یې کابل ته راووست او هغه ته یې په کال کې یولک او پنځوس زره روپۍ مستمری تـنخوا وټاکله. خو پرجلال آباد د دوست محمد خان بریا د خیبر د غاښی بل لوری بدې اغیزې را وپارولې. په دې مانا چې پیښاوری وروڼه چې مشری یې سلطان محمد خان کوله پرجلال آباد د امیر له بریده و بیرېدل او و یې انگیرله چې گڼې د امیر تر گواښ لاندې دی نو له رنجیت سینگهـ څخه یې مرسته وغوښتله. په پای کې د رنجیت سینگهـ سر لښکر هری سینگهـ پیښاور ونیو (۱۸۴۳=۱۲۵۰ ق). د سرداردوست محمد خان لښکر پرپیښاور د برېد موخه نه درلودله بیرته کابل ته راستون شو او د شاه شجاع د گواښ د تمبولو لپاره یې مخه د کندهارپر لور واړوله (۹).

۲- شاه شجاع له یوه لوی لښکر سره چې مشری یې انگلیسانو کوله په ۱۸۴۳ ز کال کې کندهار ته را ورسید او زوړ ښار یې خپل مرکز وټاکه. سردار کهندلخان او سردار مهردلخان نیږدې تر دوه وو مېاشتو پورې په نوی ښار کې کلابند ول او له هغه وروسته سردار دوست محمد خان د اکبرخان ، افضل خان او د هغوی د بدرگه ځواکونو په ملیتا پرکندهار ننووت. شاه شجاع چې څو ځله یې پرخپل مخ یې د دوست محمد خان د څپړی د کړس خوند لیدلی وو له دې ویرې چې گڼې سردار دوست محمد خان پر هغه او لښکر یې اوبه ور بندی نه کړی نو خپل استوگنځی یې بـَدل او له زاړه ښاره ، ښار ته په څیرمه نیږدې بڼونو کې دیره شو. سردار دوست محمد خان د ښار له لویدیځ لورې خپل وروڼه له کلابندۍ وژغورل او د ډگر جگړه یې را پیل کړه.

یوو ورځ سردار دوست محمد خان پر خپل آس کښیناست ، پرمخ یې ودانگل او بیا یې شاته وکتل. له دغه پوځی مانوره د هغه موخه د خپلو سرتیرو د روحیې څرگندول ول. له دې چې دواړو سردار اکبر خان او ورور یې افضل خان له خپلو ځواکونو سره د پلار لارښوونې ته غاړه ایښودله نو نا څاپه یې د شاه شجاع پرځواک چې د سردار کهندلخان په بڼ چې مورچل جوړ کړی وو ور ودانگل او خونړۍ جگړه پیل شو. سردار افضل خان پر شاه شجاع برید وکړ، د شاه شجاع ځواکونو ټینگ مقاومت کاوه ، سردار اکبرخان د خپلې تورې په گوزار انگلیسی جنرال کمپـبل ټپی کړ او بیایې ژوندی یرغمل ونیو. نوموړی جنرال د ځان د ژغورنې له ویرې کلمه وویله او مسلمان شو او امیر دوست محمد خان هغه ته د " شیرمحمد" نوم ورکړ، هغه ته یې پناه ورکړه او د خپلو چوپړمارانو په ډله کې یې وگوماره. د شاه شجاع ځواک چې خپل جنرال ټپی او یرغمل ولید نو په منډو خوراو وور شو او په تیښتې یې ودانگل. شاه شجاع هم د جگړې له ډگره وتښتیده او د فراه ، لاش، جوین او سیستان پر لور په تیښته سربداله گرځېده او بیا یې د ډیرو ستونزو له گاللو وروسته ځان هندوستان ته ورساوه. د کندهار سردارانو چې ځانونه د دوست محمد خان پروړاندې بې وسې لېدل د کندهار ښار ته د ورور له ورننوتلو څخه غاړه وغړوله او دوست محمد خان له خپلو زامنو او ورسره بدرگه ځواک بیرته د کابل پر لور راوخوځېد. (۱۰)

۳. حمید کشمیری وایی : په ۱۸۳۷ز کال کې د رنجیت سینگهـ سرلښکر هری سینگهـ چې د پیښاور والی هم وو سردار دوست محمد خان ته یو لېک ولیږه او په لېک کې یې سردار دوست محمد خان ته د کابل او جلال آباد پر ورپیښودلو گواښ وکړ. د هری سینگهـ په دغې سپین سترگۍ د امیر دوست محمد خان تر پښو لاندې اوربل شو او یو ځل بیا یې د سیکهانو پر وړاندې د جهاد امرخپور کړ. امیر د خپل ورور نواب جبارخان ، خپلوزامنو سردار افضل خان او اکبر خان ، خپلو وریرونو سردارشمس الدین خان او خپل سرلښکر حاجی خان کاکړی [ او د مالیې د وزیر میرزا عبدالسمیع خان] تر مشرۍ لاندې د پیښاور پر لور د ځواک د چمتوکولو په لټه کې شو. د ۱۸۳۷ ز کال د مې په مېاشت کې افغان ځواکونه د خیبر له غاښی هاغه غاړه واوښتل او د سیکهانو ځواک په جمرود کې مورچل ونیو. سردار اکبر خان او سردار افضل خان د لښکر په ښی لاس کې ، نواب جبارخان او شمس الدین خان د لښکر په زړه او منځنۍ کرښه کې او حاجی خان کاکړی د افغان لښکر په کیڼ اړخ کې ځایونه ونیول او جگړه پیل شوه (۱۱).

په خواشینۍ چې حاجی خان کاکړی خیانت وکړ او مخکې له مخکې یې له هری سینگهـ څخه ډیرې پیسې تر لاسه کړې وې ، نوموړی، دښمن ته ژمنه سپارلې وه چې له ځان سره به کوشنی ځواک راوړی او هغه به سیکهانو ته ور وسپاری (۱۲). حاحی خان د جگړې له پیلېدا مخکې بیا هم له هری سینگهـ سره په پټه اړیکی ټینگ کړل او پیغام یې ور و لېږه چې له کیڼ اړخه دې پر افغانی ځواک برېد وکړی اوور سره جوخت به دی خپل ځای د سیکهانو په گټه تش کړی چې په دې توگه به سیکهان د جگړې د ډگر په گټلو افغانان خواره واره کړی.

هری سینگهـ په بیړه او ډاډ د افغان لښکر پر کیڼ اړخ برید وکړ. سردار اکبر خان او سردار افضل خان په هک پک شول او ویې لېدل چې د سیکهانو د پرمختگ پروړاندې د حاجی خان کاکړی له پلوه هېڅ غبرگون نه ښودل کیږی له دې امله هغوی اړ شول چې په ورته دفاعی برید لاس پورې کړی. د خونړۍ جگړې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته دروند تاوان واوښت چې د افغانی ځواک د خواره واره کیدلو لامل شو. جگړه د نورو لسو ورځولپاره و غځېدله خو هغسې چې هری سینگهـ هیله درلودله ، ټینگه بریا تر لاسه نه کړه.

سردارانو اکبر خان او افضل خان د جگړې په دولسمې ورځ د میړانې او پوخوالی په څرگندولو د دښمن کرښې ورماتې کړې. په همدغې ورځ وو چې سردار اکبر خان د خپلې ځوانۍ د ځوښ په شپو ورځو کې د دریم ځل لپاره پردښمن د بریا ویاړ تر لاسه کړ. اکبر خان د جگړې په دولسمه ورځ له هری سینگهـ سره مخامخ شو او د تورې داسې گوزار یې پرې وکړ چې د آس د زین له سره لاندې را پریوت او بیا د تل لپاره له ځایه ونه خوځېده. د دښمن د لښکر له زړه څخه کوکاری راپورته شوې او د افغان لښکر مخ ته یې شا واړوله او په ډیر گړند یې ځانونه په تیښته پیښاور ته ورسول. په دغه جگړه کې دیرش زره تـنه سیکهان ووژل شول (۱۳).

غباروایی چې : دغه جگړه ۱۲ ورځی وغځېدله او په پای کې د هری سینگهـ برید د افغان د لښکر د لوی بولندوی نواب جبار خان او د نورو سردارانو لکه د سردار شمس الدین خان ځواکونه په شا وتمبول. د ملا اسمعیل په نامه یو تن افسر او تر لاس لاندې سړی چیغه کړه : " اې سرداره ! اسلام دې ډوب کړ ، مخ را تاو کړه !" په همدغې شېبې کې وو چې د لومړی ځل لپاره د سردارمحمد اکبر خان د میړانې احساسات په څپو شول. هغه د لښکر په شا کې وو او له خپلو مجاهدینو سره یې یو ځای مخه پردښمن ورتاو کړه او ددښمن پر زړه ور ننوت. سرلښکر هری سینگهـ یې مخې ته را ودانگل خو سردار اکبرخان د خپلې تورې په پیاوړی گوزار هری سینگهـ د آس له سره لاندې پرځمکه را غورځاوه. د دښمن په لښکر کې چیغې پورته شوې او افغانی لښکر د سیکهانو لښکر پسې وځغستل. " (۱۴).
له هغه وروسته سردار اکبر خان هڅه وکړه چې دښمن پسې ورشی او پیښاور تر گواښ لاندې ونیسی خو نواب جبار خان یې مخه ونیوله او سردار اکبرخان ته یې وویل:

شنو تا چه گفته اند پولاد ونـــــــد کـه شــیر گـریزنده را راه مبند
چو دشمن هزیمت خورَد درسیتز نبــایــد براوبست راه گـــــــریز
همان بهِ که مــانیم در انتـــــــظار بـه حکــم امیرِ فلک اقــتــــــدار
(۱۵)
ژباړه : د پولادی مټوخاوندانو خبره واوره او د تښتیدونکی زمری پرمخ لاره مه تړه.دښمن چې په جگړه کې ماته وخوری نه ښایی چې پرهغه د تېښتې لاره وتړې.ښه دا ده چې د نړیواک سترامیر لارښوونې ته سترگې په لاره کښینو


په دې توگه د جبار خان په ټینگار پر پیښاور برېد ، له کابله د امیر تر لارښوونې پورې وځنډید. خو استاد عزیزنعیم په خپلې یوې مقالې کې څرگنده کړې چې د مالیې وزیر میرزا سمیع خان پرپیښاورد افغان لښکر مخه ونیوله او امیر ته یې یو لېک ولیږه او امیر د هغه خبره ومنله او افغان لښکر بیرته کابل ته راستون شو. (خپلواک افغانستان / افغانستان آزاد ،غبرگولی ۱۳۷۷ ل).

امیر دوست محمد خان د افغانی لښکر له دغې بریا څخه ډیر خوښ شو او د یوه لېک له لارې یې رنجیت سینگهـ ته خپل کلک غبرگون څرگند کړ ؛ د سیکهانو سردار، رنجیت سینگهـ د دغو ټولو پیښو پړه د خپل وژل شوی سرلښکر پر غاړه واچوله او ځان یې په ناگارۍ وواهه. امیر هم کابل ته د افغانی لښکر د بیرته ور ستنیدا امر ورکړ اوسوبمن افغان لښکرپه سرلوړۍ پلازمېنې ته راستون شو. په دغه وخت کې امیر دوست محمد خان د غلام احمد خان پوپل لور (د احمدشاه بابا د سروزیر، د شاه ولیخان بامیزی له کورنۍ څخه) سردار اکبر خان ته په نکاح کړه او د ښادۍ او بریا لمانځنه یې تر لاس لاندې ونیوله (۱۶).

فیض محمد کاتب زیاتوی چې : امیر له حاجی خان کاکړی سره د پخوانۍ دوستې پربنسټ د هغه د خیانت د سزا له ورکړې څخه لاس پرسرشو او هغه یې ونه واژه خو په کلکه یې غوږونه ورتاو کړل ، هغه یې د وزارت له دندې گوښه او کندهار ته په شړونې (تبعید) اړ کړ او هغه هم په کندهار کې د سردار دوست محمد خان د ورور سردار کهندلخان په چوپړ کې ولوید. خو په خواشینۍ چې حاجی خان د کندهار مشرانو ته هم خیانت وکړ او پرکندهار د انگلیسانو د برید په ترڅ کې نوموړی له درې زرو تنو جنگیالیو سره د شاه شجاع خوا ونیوله چې بیا ماتې خوړلی کندهاری سرداران ایران ته خواره واره شول او انگلیسی سرتیری پرته له کوم خڼده پر کندهار ننوتل او شاه شجاع یې د کندهار د پاچاهۍ پر گدۍ کښیناوه. (۱۸۳۹ ز کال د مې میاشت) (۱۷)

دوې مېاشتې وروسته شاه شجاع کابل ته راغی ، شاه شجاع حاجی خان کاکړی د امیردوست محمد د نیولو پر دندې وگوماره خو کله چې حاجی خان په تش لاس بیرته راغی نو شاه شجاع پر حاجی خان سوټی را واړول او ښه یې و درَباوه. بیا یې په زَولنو او ځنځیرونو و تاړه او زندان ته یې واچاوه. یو کال وروسته یې هندوستان ته وشاړه چې په راتلونکی کې بل سرخوږاوی اوفساد رامنځته نه کړی. (۱۸)

د کابل په پاڅون کې د وزیر اکبر سیاسی او پوځی ونډه


د سروال او مخکښ مجاهد عبدالله خان اڅکزی په برخه کې مو وویل چې پاڅون څنگه پیل شو او د غازی اتلانو لاس ته راوړنې څه وې او و مو ویل چې عبدالله خان اڅکزی د نوامبر په ۲۳ نېټې د یوه هېواد پلورې له پلوه وویشتل شو، اوس غواړو، د مجاهدینو په کرښو کې د یوه بل میړنی افغان له ور گډېدا وروسته د انگلیس پروړاندې د افغانانو د پاڅون لړۍ را څیړو.

ارواښاد غبار باورلری کله چې د نوامبر په ۲۴ نېټې جنرال الفنستن دافغانانو پوځی ورهڼه او پیاوړتیا ولېدله نو مکناتن ته یې وړاندیز وکړ چې په بیړه دې له افغانانو سره پخلاینې ته غاړه کښیږدی. د نوامبر په ۲۵ نېټې مکناتن د نواب محمد زمانخان له استازی سلطان محمد خان سره (چې د کابل په پاڅون کې زمانشاه بلل کېده ) د خبرو اترو پر ټغرکښیناست. د افغانانو دغه استازی وویل : " تاسو زموږ جگړه ولېدله او خپله بې وسی درته څرگنده شوه ، له دې امله ستاسو لښکر ته ښایی چې هم تاسوله کابله او هم دې د سیل لښکرله جلال آباده ووځی اوبیرته هندوستان په شا شی ، او هم دې شاه شجاع او دهغه کورنۍ د افغانانو منگولو ته وسپارل شی. مکناتن ونه ومنله او د خبرو اترو لړۍ په ټپه ودرېدله. " (۱۹)

روسی لویدیځ پیژندونکی نفتولا خالفین د سلطان احمد خان پرځای له دوه تنو نورو افغان استازو څخه یادَونه کوی چې د محمد خان او میرزا احمدعلیخان د نومونو له یادَولو سره جوخت وایی : د نوامبر په ۲۵ نېټې دغه دوه تنه افغان استازی مکناتن ته ورغلل او له دودیزې ستړې مسې وروسته یې په ډیرې سپکې او توندې ژبې مکناتن ته وویل :" موږ ته دنده راسپارل شوې چې ستاسو له غوږنو در تیره کړو چې انگزیرانو په جگړه کې ماته خوړلې او انگریز ته ښایی چې له خپلو وسلوسره ، پرته له ځنډ او آړ( شرط) ځانونه د یرغمل په توگه افغانانو ته وسپاری او خپل ټول وسلتون او د وسلو نور توکی دې ځای پر ځای پریږدی. مکناتن پرته له دې چې فکر وکړی نیغ پر نیغه یې وویل چې ستاسو وړاندېز په ټینگه غندم." افغانان له لښکرکوټه را ووتل اوبیرته خپلو مشرانو ته راغلل." (۲۰)

په همدغې نېټې (د نوامبر په ۲۵) د هیواد میړنی او باتور بچی سردار اکبر خان د خپل اکا له زوی سلطان احمدخان سره چې په میړانه ، توریالیتوب او اوسپنیزهوډ کې له سردار اکبرخان سره یې برابری کوله، د کابل ښار ته راغی ؛ د خپلواکۍ د جگړې جنگیالیو ورته د ښادۍ د توپونو او توپکوپه ډزو ښه راغلاست وویل. د سردار اکبرخان په راتگ سره د افغان جنگلیالیو گامونو او اقداماتو په لا موخیزې توگه سمبالتیا وموندله. د دسامبر د مېاشتې په لومړیو کې مجاهدینو د کابل د سیند پـُل و نړاوه او په شیرپور، بالاحصار او جلال آباد کې د انگلیسی مېشتو لښکرو تر منځ نښلوونکی لارې یې وتړلې ، له هغه وروسته یې د محمد شریف خان کلا ، سره له ۶ زرو ډهریو (صندوقو) وسلو او مهماتو ونیوله. دغې کلا د انگریزانو ته د وسلتون بڼه او ارزښت درلود.

ښاغلی رښتیا د سردار اکبرخان په اړه وایی : " په همدغې شېبې کې (د عبدالله خان اڅکزی د ټپی کېدلو په شپو ورځو کې) ووچې د افغانستان د ویاړ او برخلېک ستوری د شمال له لوری را وخوت او د زړَوُرو او خوَرو وَرو افغانانو بې روحه کالبد ته بې د ساری سردار په راتگ نوې تانده سا ور کړل شوه. دغه ستوری یا په بله وینا دغه غبرگونی ستوری سردار اکبرخان او د هغه د اکا زوی سردار سلطان احمدخان ، د سردار محمدعظیم خان زوی او د ارواښاد پاینده محمد خان لمسی وو" (۲۱)

دغه دوه تنه میړنی د بخارا په زندان کې ول او لږ موده مخکې د یوتن کابلی روحانی په منځگړیتوب د بخارا د امیر له پلوه خوشې او خــُلـُم ته راغلی ول. په هغو شیبو کې چې په کابل او ورڅیرمو سیمو کې د انگریزانو پروړاندې د جگړې لمبې بلې وې د کابل د مجاهدینو امیر نواب محمدزمانخان یو لېک اکبرخان ته ولیږه. سردار اکبر خان او سردار سلطان احمدخان په بیړه د کابل پر لور راخوځېدل او کله چې کابل ته را ورسیدل نو د هغوی په راتـلو پاڅون بله تانده بڼه راخپله کړه. په کابل کې د مجاهدینو مشرانو هغوی ته مخه کړه او اکبر خان یې د هیواد د خپلواکې په لاره کې د مجاهدینو د مشر په توگه غوره کړ. دغه مهال سردار اکبرخان ۲۴ کلن وو (۲۲).

د سردار اکبرخان له راتگه یوه ورځ وروسته د نوامبر په ۲۶ نېټې ،د خپلواکۍ د جنگیالیو مخکښ سروال اود کوهستان نومیالی مجاهد غازی میر مسجدی خان، د یوه هیواد پلوری خاﺋـین له پلوه د زهر په ورکولو ووژل شو او له هغه درې ورځې وروسته عبدالله خان اڅکزی هم مړ شو. خوکابل ته د سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او د نوامبر په ۲۸ نیټې د محمد شاه بابکرخیل راتگ ددغو میړنیو غازیانو تشه ډکه کړه. د نفتولا خالفین په وینا هڅاند اکبرخان د پخوانی امیر نومیالی زوی او د انگریزانو نه پخلا کېدونکی دښمن وو. د راتگ په بل شنه سهار اکبرخان له درې زرو تنو جنگیالیو د بی بی مهرو غونډۍ ته وخوت او د توکمونوله مشرانو سره د آس په سپرلۍ غونډۍ په غونډۍ گرځېده او جنگیالیوته یې اړینې لارښوونې ورکولې. (۲۳)
د ارواښاد غبار په وینا :" په دغو شپو ورځوکې پر کابل د داوطلبو جنگیالیو څپانده سیل په خوځېدا شو، ان هغو جنگیالیو چې وسلې نه درلودلې سوټی او اوږده لرگی په لاس چې پرسرونو یې وُرته چړې ټومبلې وې د لېدنې په پلمې د بی بی مهرو د غونډۍ سرته چې پر انگریزی لښکرکوټ له پاسه نیغه وه وختل او د نوی راغلی دښمن او د هغه د کلابند شوی لښکر ننداره یې کوله.

انگریزانو چې د لیروین (دوربین) په مرسته ددغو جنگیالیو راټولېدا لېدله نو د خپل د کار پایله یې لا له مخکې له ځان سره انگیرلې وه او د انگلیس د لښکر ارکان حرب په یوې پوځی غونډه کې پریکړه وکړه چې له افغانانو سره د خبرو اترو او پخلاینې وَر پرانیزی. نو له همدې امله مکناتن د منځگړی له مرستې پرته مخامخ له ولسی مشرانو سره د خبرو پر ټغز کښیناست او هغوی د کابل د پریښودلوپه آړ له یو بل سره سلا شول او انگریزانو ه اجازه ورکول کېدله چې پرته له جگړې به ، روغ رمټ له هیواده د باندې ووځی. مکناتن د تړون یو مخبڼه (مسوده) ولېکله او د مکریگر او لارنس په لاس یې د ولس د جنگیالیو د لښکرکوټ مشرانو ته ولیږه. په دغه تړون کې لاندینی څلور ټکی ول:
۱- انگریزی ځواکونه دې له افغانستانه ووځی
۲- شاه شجاع دې بې وسلې او بیرته دې په لودهیانې کې دیره او افغانستان دې په کال کې ورته درې لکه روپۍ تنخوا ورکړی.
۳- د افغانستان د پریښودلو د لړۍ تر بشپړېدلوپورې دې د افغانانو یومشر د نغدو روپیو په بدل کې د خوراکی توکو د برابرولو لپاره له انگریزانوسره پاتې شی
۴- په راتلونکی کې به افغانستان ته انگلیسی ځواکونه را نه شی مگر دا چې د افغانستان دولت غوښتنه کړی وی.
- دوه تنه افغانان دې له کابله تر جلال آباده د انگلیس له لښکر سره بدرگه او د هغوی ساتنه دې وکړی- په کابل ، جلال آباد او کندهار کې اوسنی میشت سرتیری دې هند ته ستانه شی- سپکې او درندې وسلې او وسلتونونه چې له بارَولو پاتی کیږی افغانانو ته ورکول کیږی � د امیر دوست محمد خان تر راتگه دې د شاه شجاع کورنۍ په کابل کې پاتې شی � امیر دوست محمد او ورسره نور سرداران به بیرته کابل ته راولیږل شی � د امیر تر راتگه دې ۶ تنه انگریزان د یرغمل په توگه په کابل کې پریښودل شی � انگلیسان به بیا د افغانستان په یاد ونه لویږی- له پښو او تگه پاتې انگزیران په کابل کې ساتل کیږی � هندوستان ته د بیرته ستنیدلو په لاره کې د انگریز لښکر نه شی کولای له ۹ توپونو څخه زیات له ځان سره یوسی (۲۴)

غبار په دې باور دې چې د دسامبر پر۱۱ نېټې مکناتن له ولسی مشرانو سره په یوه هوار ډگر کې خبرې وکړې او هغه تړون لېک چې سردار اکبرخان لیکلی وو لاسلېک کړ او له ځان سره یې یوووړ. د دسامبر پر ۱۳ نېټی جنرال الفنستن د تړون د توکو د پلی کولولپاره مکناتن ته خپل وړاندیز بیا تکرارکړ. د دسامبر په ۱۴ نېټه ولسی مشرانو اجازه ورکړه چې په بالاحصارکې پینځه زره تنه کلا بند شوی انگریزی سرتیری کولای شی انگلیسی لښکر کوټ ته ستانه شی او د سردار اکبر خان د اکا زوی سردار سلطان احمدخان ته دنده ورکړل شوه د یوې شپې او ورځې په اوږدو کې دې کلابند انگریزان ، د سړک په دواړو غاړوکې د ماتې خوړلی لښکر په ننداره ولاړ د ۲۰ زرو تنو وسله په لاس مجاهدینو له منځه تیر کړی. په دې ترڅ کې افغانانو له خپلې کړې ژمنې سره سم د درې سوه زرو روپیو په بدل کې د دښمن لښکرکوټ ته خوراکی توکی ورسول. د خوراکی توکو سوداگرو ته اجازه ورکړل شوه چې ددښمن لښکرکوټ ته دې ننوځی او خپل خوراکی دې پرې وپلوری. دغو سوداگرو دوه لـَپې غنم په دوه ووکلدارو پلورل." (۲۵)

د ولسی مشرانو د له منځه وړلولپاره د مکناتن دسیسې


د محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمد خان په اړه مو پورته وویل چې نه شو کولای ددغو دریواړو برخلېک له یو بل څخه جلا و څیړو، له دې امله هر هغه ویاړ چې وزیراکبرخان ته ورپه برخه شوی ، هر یو یې د همدغو دریواړو یو بل ته له ځانه تیروملگرود گډو پریکړو، سوچونو او هلوځلو له پایلو څخه راختلی گډ ویاړ او بری دﺉ.

د سلطان احمد خان ونډه د مکناتن د پټو کړو وړو په موندلو او په لومه کې د هغه د رانیولو په اړه ډیره ژوندۍ او ټاکونکې وه. مکناتن وروسته له دې چې د تړون پر بنسټ یې اوس واښه او خوراکی توکی لاس ته راوړل او له بالاحصاره کلابند شوی سرتیری د هغه پر ځواک ورزیات شول نو د کندهار او جلال آباد د انگلیسې لښکرو مرستو ته د هیلـَمنو سترگورپه غړولو یې په ډیرې سپین سترگۍ او شرمېدلې توگه د لوزلېک د توکو له پلی کولو څخه غاړه وغړوله اونوې دروهې ته یې ملا را وتړله. مکناتن دا ځل غوښتـل له سردار اکبرخان سره د درغلنې او چل له لارې د بلې لوبې پړاو ته ور ننوځی او غوښتل یې د خپل ځان د گټوتر سیوری لاندې له هغه څخه په افغانستان کې د انگلیس د پایښت لپاره کار واخلی. مکناتن پوهېده چې نه شی کولای نواب محمد زمانخان او زوی یې شجاع الدوله د درغلنې په لومو کې راښکېل کړی او پوهېده چې نوراغیزمن او مخور مشران په ځانگړې توگه ناﺋـب امین الله خان لوگری چې پوه او هوښیار سړی دی نه شی کولای د بډې د ورکړې له لارې را خپل کړی نو له دې امله یې ۲۴ کلن ، ځوان اکبرخان چې د سیاست په ډگر کې لا خام بریښېده د خپلې لومې د ښکار لپاره و ټاکه. مکناتن د سرور خان لوهانی له لارې له سردار اکبرخان سره د لېدنې غوښتنه وکړه خو اکبرخان د خپل ځان په استازیتوب سردار سلطان احمد خان ور ولیږه. (۲۶)

مکناتن د یوه بل لوزلېک مخبڼه (مسوده) سردار اکبر خان ته چې لاندینی توکی پکې ول وړاندې کړه :
۱- د بولان له درې څخه نیولې په ختیځ کې تر خیـبره او په لویدیځ کې تر هر ځایه چې د شاه شجاع د پاچاهۍ سیمه پیژندل کیږی وزارت به یې سردار اکبرخان ته ورسپارل شی.
۲- امیر دوست محمد خان به په درنښت کابل ته راولیږل شی، وزیر اکبرخان هغه ته په چارو کې د ونډې په برخه کې په خپله واک لری.
۳-سم له لاسه به، سردار اکبرخان ته دوولس لکه روپـۍ ورکړل شی او په راتلونکی کې به هم په کلنی ډول دوه لکه روپـۍ تر لاسه کړی.
۴- دمگړۍ دې سردار اکبرخان ناﺋـیب امین الله خان ونیسی انگلیسانو ته د ې وسپاری او هم دې له کابله نورولسی مشران او سروالان خواره واره کړی (۲۷).

سردار اکبرخان د مکناتن د وړاندیز له اخیستلو وروسته له هغې هوښیارۍ چې په خټه او تومنه کې یې پرته وه په ډیرې پټې ولسی مشران له پیښې خبر کړل ، ملی مشرانو ته د مکناتن دوه مخی او درغلنه څرگنده شوه او پوه شول چې د هغوی د له منځه وړلو تړون یې کړی دی نو پریکړه یې وکړه چې دښمن دې د ورته درغلنې په لومو کې راښکېل کړی او سردار اکبرخان ته یې واک ورکړ چې هر هغه ډَول چې دده زړه وغواړی هماغسې دې له مکناتن سره چال چلند وکړی.

اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او د هغه ورور محمد صدیق خان ته دنده وسپارله چې شل اوښه اوړه اوغنم دې بارکړی او د شپې په ترڅ کې دې د انگلیس چهاوڼۍ ته یوسی او د هغه په بدل کې دې پیسې را بار کړی او را دې وړی. په همدې ترڅ کې سردار اکبرخان ، وزیرمختارمکناتن ته دغه پیغام ورکړ: " د شاه شجاع وزارت منی ، خو هغه پیسې چې انگلیسان منی باید سم له لاسه درې میلیونه او په کلنۍ توگه دې څلورلکه وی " (مکناتن سم له لاسه د یو میلیون روپیو او په کال کې د دوه لکه روپیو ورکړه په لېکلې توگه منلې وه)، د سردار اکبرخان د پیسو دغې جگړې او کښته پورته کېدنې مکناتن په لومه کې راښکېل کړ او له سردار اکبرخان سره یې د سردار سلطان احمد خان وړاندیز پرته له ځنډه په بیړه ومانه. (۲۸)

خو مکناتن سردار سلطان احمدخان ته وویل : "د نواب محمد زمانخان او د هغونوروافغان مشرانو له خبریتا پرته چې د (دسامبر د ۱۱ نېټې) په تړون لېک کې ښکېل ول، له تاسو او محمداکبرخان سره زموږ [برالا او څرگنده] لېدنه له احیتاط اوهوښیارۍ لیرې خبره ده نو ښه به دا وی چې د هغوی له پلوه زما په نامه یوه لېکنه ترلاسه کړﺉ چې له وزیراکبرخان سره په دې اړوند نوې غونډه وکړی. له دې چې سردارانو ته ددغه راز څرگندول ډیرگران ول [ نو دریواړو سردارانو غوره وبلله] چې په پیاوړی سوگند او پرټولو افغانی مشرانو او ناﺋـیب امین الله خان په ژورې گروهنې او ایمان ، له یو بل سره ژمنه وکړه چې راز مشرانو ته څرگند کړی اود انگلیس له وزیرمختار سره د کتلو لپاره له ناﺋیب امین الله خان څخه یوه لېکنه تر لاسه کړی. له دې امله هغوی له ناﺋـیب امین الله خان سره وکتل اود مکناتن درغلنه یې له ټولو افغان مشرانو په ځانگړې توگه له هغه سره ، ورته څرگنده کړه (۲۹)

مکناتن مخکې هم له ناﺋـیب امین الله خان او نواب محمدزمانخان سره په جلا توگه پوهاوی تر لاسه کړی وو او ناﺋـیب امین الله خان هم د مکناتن پټ اړیکی او لېکنې اکبرخان ته ورڅرگندل کړل چې مکناتن د اکبرخان د وژنې پر سر لس زره کلدارې جایزه ټاکلې وه (۳۰)

له هغه وروسته ناﺋـیب امین الله خان مکناتن ته یو لېک ولېکه او له هغه څخه یې وغوښتل چې له سردار اکبرخان سره دې یوه غونډه ونیسی. دغه لېک د سردار اکبرخان له ځانگړی پیغام سره جوخت د دسامبر د ۲۲ شپې په تیاره کې د سردار سلطان احمدخان او یو بل تن افغان له لارې له کیپتان سکیندر (له سرداراکبرخان سره انگلیسی یرغمل) سره یوځای انگلیسی لښکرکوټ ته ولیږل شو. مکناتن د سردار اکبرخان له پیغام او د ناﺋـیب امین الله د لېک له ترلاسه کولو وروسته ډیر خوښ شو او یوه پسولل شوې د پاچاهۍ بگۍ له دوه وو آسانو او دوه تومانچو سره د یادگاری ډالۍ په توگه سردار اکبرخان ته ولیږلې.(۳۱)

مکناتن جنرال الفنستن ته لارښوونه وکړه چې سبا دې له دوه غـُنډه سرتیرو او دوه وو توپونوسره چمتوشی او د غونډې په ترڅ کې دې د محمود خان پرکلا چې د ناﺋیب امین الله خان استوگنځی وو برېد وروړی او ناﺋـیب دې ژوندی یا مړ ترلاسه کړی. خو جنرال الفنستن دغه غوښتنه پلې نه کړه ځکه پوهېده چې دغه خوځښت به د انگلیسی سرتیرو دریځ لا پسې پیکه او نری کړی.

مکناتن په مرگ محکومیږی:


د دسامبر د ۲۳ له غونډې مخکې سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل له یو بل سره غونډه وکړه. محمدشاه خان له اکبرخانه وپوښتل چې ستاپلان څه دی؟ اکبرخان وویل: لومړی غواړم مکناتن په خبرو کې پـړ کړم او هغه ته د هغه له اړوپیچ (ضدونقیض) ډکو تړونونو له ښودلو وروسته له ملگروسره یې یوځای ژوندی ونیسم او له ځان سره یې وساتم چې بل ځل بل څوک د غازیان او مشرانو په منځ کې داسې بیلتون پاروونکې لارې چارې ترلاس لاندې ونه شی نیولای او هم به انگلیسان دې ته اړ شی چې زموږ غوښتنې ومنی او امیر دوست محمد خان بیرته راواستوی. محمد شاه خان وویل: ویره مې دا ده چې دغه کارلکه هغسې چې په پام کې نیول شوی دی پرمخ ولاړ نه شی او ستاسو هغه نیږدې سل تنه خپلوان او د کورنۍ غړی چې له انگریزانو سره یرغمل دی ، ټول به ووژل شی او ولس به ددغه ناپوخ کار پړه زموږ پرغاړه راواچوی. اکبرخان په ځواب کې وویل: داسې وانگیره چې هغه څه چې تاسو وویل همداسې راپیښ شی ، زما د سل تـنو کسانو وژل او د ولس د پړې منل غوره ده نه پرهیواد د پردیو واکمنی چې اسلام تر پښو لاندې شی او په هیواد کې دې د کفر قانون پلی کړی." (۳۲)

له دغې سلا وروسته دریواړو لارښودو سردارانو ټینگ هوډ وکړاو ملا یې وتړله. خو د انگلیس جاسوس موهن لال تر ټولو لا ځیرک وخت او پردغې پریکړې خبر شو.موهن لال لېکی :" خدا داد او د سلطان جان سکرتر محمد صادق خان دواړو له دغې پټې دروهې څخه ماته خبرراکړ. میرزا خداداد ماته وویل چې اکبرخان یوه ژوره تابیا ( پلان) تر لاس لاندې نیولې چې سراعلی استازی مکناتن د ښکار په لومه کې راښکېل کړی ، که اکبرخان بریالی شی چې مکناتن ژوندی ونیسی او نوموړی ښارته راوړی نو مکناتن به دې ته اړ کړی چې د انگلیس د لښکر ټوله وسله او وسلتون دې افغان مشرانو ته وسپارل شی....میرزا خداداد دغه خبره ماته د ۱۸۴۱ زکال د دسامبر د میاشتې په ۲۳ نېټه د ورځې په لسو بجو وکړه او ما قربانعلی له یوه یادښت لېک سر یو ځای مکناتن ته ولیږه او هغه څه چې ماته میرزاخدا داد ویلی ول هغه مې په یادښت لېک کې ورته ولېکل. کله چې قربانعلی ورسیده ، مکناتن او مستوفی (عبدالرزاق خان) داوړو د هغه غونډې په اړه له یو بل سره خبرې کولې چې په پام کې وه له اکبرخان سره د تړون په اړه تر سره شی او مکناتن لا د چمتوالی په حال کې وو چې د خپل مرگ په پار له اکبرخان سره د کتنې لپاره وخوځیـږی، نو په همدغې شېبې کې زما خبر رسوونکی زما پیغام هغه ورته ورساوه او هم یې د هغه په غوږ کې په کراره ور وڅڅول: ستا په لاره کې د دروهې یوه لومه خپره شوې ده. ددغه پیغام له اوریدلو وروسته د مکناتن رنگ بدل شواو داسې بریښېده چې پلټمند (مضطرب) شوی وی. خو په اوسنۍ شېبې کې هغه بله لاره نه درلودله. مکناتن له خپلو بولندویانو وغوښتل چې دوه کنډکونه (د لارنس په وینا غـُنډونه) دې چمتو کړی او سرتیری دې له لښکرکوټه دباندې د تیارسی په حال کې ودَرَوی ، که سردار اکبرخان په خپلو کړو وړو کې رښتونی او صادق وخوت نوله واره دې له نوموړو سرتیروڅخه د ناﺋیب امین الله خان لوگری په نیولو کې کار واخلی ، خو که اکبرخان رښتونی او صادق ونه خوت نو دغه دوه کنډکونه دې د هغه د ساتنې لپاره ساتندویه مورچل ونیسی...تورن لارنس، تورن مکینزی او تورن تریور مکناتن ته له غوړول شوی گواښ څخه خبرداری ورکړی وو خو مکناتن په ځواب کې وویل :په ډاډ چې گواښ راته په تیندَکو دی خو که پلان بریالی شی نو د ټولو گواښونو په منلو ارزښت لری، هر گوره زه په سلگونو ځله مرگ منلای شم خو د تیرو شپږو میاشتو بیا تکرار نه شم زغملای." پوهیږم چې دروهه راته غوړول شوې ، ما یوازې پریږدﺉ ما پریږدﺉ چې معامله په یوازې سر ترسره کړم (۳۳)

ارواښاد غبارد علی قـُلی خان د گزارش په پام کې نیولوسره د مکناتن او سردار اکبرخان ترمنځ د کتنې لړۍ په خپلې زړه راکښونکی لېکبڼې داسې څرگندوی: "د دسامبر په ۲۳ نېټې د بی بی مهرو په لښکرکوټ کې انگلیسی سرتیرو د تیارسی امر تر لاسه کړ، مکناتن ، کپتان تریور ،کپتان لارنس او کپتان مکنزی له یوې سپرې قطعې سر یوځای له چهاوڼۍ دباندې راووتل او مخ په سویل د محمود خان د کلا په لور(د لښکرکوټ د ۶۰۰ گاموپه واټڼ کې) چې د تړون د غونډې ځای ټاکل شوی وو، وخوځېدل. له راتگ سره سم د مکناتن سترگې پر سردار محمد اکبرخان ، محمدشاه خان غلجی ، دوست محمد خان ،خدابخش خان ، محی الـُدین خان او ناﺋیب مؤمن خان او څو تنو نورو ولگېدلې چې د یوې ډبرې پرسر ده ته سترگې په لارناست دی. سردار سلطان احمدخان له دود سره سم ورته ښه راغلاست وویل او مکناتن ته یې د خبرو اترو د وړندې (مساعدې) شیبې په اړه خبر ورکړ. سردار اکبرخان ورته د روغبړ لاس ورکړ او د هوارې ځمکې پرمخ د افغانی پـټـو پرسر له کښینستلو وروسته یې غونډه پیل کړه. د سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او محمدشاه خان مخې ته مکناتن او درې تنه کپتانان کښیناستل، دوست محمدخان او خدابخش خان (د محمدشاه خان وروڼه) او محی الدین خان ولاړ ول.

غونډه داسې وه چې :د انگلیس له لوری مکناتن ،مکنزی او تریور ناست ول او لارنس ډکه تومانچه په لاس د مکناتن تر شا ولاړوو، د هغوی تر شا شپاړلس گامه لیرې دوتنه نور ددوی له اسانو سره ولاړ ول. د انگلیسانو مخې ته د افغانانو له لوری سردار اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل کښیناستل او محی الدین خان ، دوست محمدخان او خدابخش خان د هغوی تر شا دریدلی ول او له هغوی څو گامه وړاندې څو تنه نور د هغوی د آسانو ساتونکی دریدلی ول.

خبرې پیل شوې، سردار اکبر خان په لومړی سرکې له افغان مشرانو سره د مکناتن او د انگلیس د مشرانو ټول له اړوپیچ (تناقض) ډک کړه وړه ، خبرې اترې او ژمنې یو په یو ور وشمیرلې ، بیا یې د هغه دوه مخی اوټول درواغ ور وشمیرل او ورڅرگنده یې کړه چې نورموږ ته د انگلیسانو هیڅ خبره او تړون د منلو او ډاډ وړ نه دی . تاسو پرته له دې چې زموږ په خاوره کې پایلات (فساد) وشیندﺉ او زموږ هېواد را ویجاړ کړﺉ ، او خپله واکمنی زموږ پرټاټوبی خپره کړﺉ بله موخه نه لرﺉ. بیا یې د مکناتن په لاس لاسلیک شوی دوه متناقضه تړونونه ور وښودل چې په یوه کې یې له افغانستانه پروتلو ژمنه شوې وه او په بل کې یې په هېواد کې د انگلیس پاتې کېدنه غوښتل شوې وه. سردارهمدارنگله د مکناتن ، نواب محمد زمانخان او ناﺋـیب امین الله خان ترمنځ له هغو خبرو اترو څخه څادر ورلیری کړ چې د یو بل پرضد ورسره کړې وې. په پای کې یې ورته وویل چې موږ په هېڅ ډول نه شو کولای له انگلیس سره پر خبرو اترو ډاډ ولرو او یوازېنۍ راپاتې لاره دا ده چې تا له ځان سره یرغمل ونیسواو تا به له ځان سره تر هغه دمه له ځان سره وساتو چې ستاسوټول پوځونه بشپړ ډول له هېواده وتلی وی او بیا به تا هندوستان ته واستوو.

د وزیر اکبرخان خبرې تر ۱۵ دقیقو پورې وغځېدلې. له دې چې مکناتن د دوه متناقضو تړونونو پروړاندې هېڅ ډول د ډاډ وړ ځواب نه درلود نوپه تړلې ژبه ژبغړاندی کیده او غوښتل یې څه ووایی. په دغې شېبې کې محمدشاه خان په پښتو ژبې پرسردار اکبر خان غږ وکړ " وخت تیریگی" او د اشارې په کولو یې سردار اکبرخان ناڅاپه لاس مکناتن ته وغځاوه او هغه یې له مټې ټینگ ونیو او ځان پلو یې را وکاږه خو مکناتن مقاومت کاوه په دې ترڅ کې سلطان احمد خان مکناتن له بل لاسه ونیو. په همدې کړس کې محمدشاه خان ، لارنس اودوست محمد خان تریور اوغلام محی الدین خان مکنزی لا دمخه بې وسلې کړی ول. دغه عملیات ټول د څو شېبو په ترڅ کې په سړه سینه ترسره شول.افغانانو غوښتـل دوی له افغانستانه د انگلیس د لښکر د په شا کېدنې د لړۍ تر بشپړېدلو پورې د یرغمل په توگه له ځان سره ژوندی وساتی او مخه یې د کابل پر لور را تاو کړه. له بلې خوا د مکناتن د ساتونکو اور پیل شو. له دې چې د دښمن لښکرکوټ ډیر نیږدې وو او د یرغمل نیول شویو کسانو د خلاصون شونی والی او د دښمن د برید گواښ ډیر وو سردار اکبرخان له نا چارۍ مکناتن وواژه او سردار سلطان خان تریور ځای پر ځای ټپی کړ. خو محمد شاه خان او ورور یې دوست محمدخان او محی الدین مکنزی او لارنس او تریور ته د چړې په څوکو گواښ کاوه او د هغوی یې د خپلو آسونو پر لور راوکاږل او غوښتل یې جهادی شوری ته یې وسپاری، تریور مقاومت کاوه او په مقاومت کې ووژل شو. خو ټپی مکنزی او لارنس یې ونیول او هغوی ېې د خپلواکۍ د جنگلیالیود لښکرکوټ په لور را وخوځول. کله چې محمد شاه خان د مجاهدینو ډلو ته نیږدې شو نو د جنگیالیو په لسگونو وسله وال لاسونه را وغځېدل او غوښتل یې یرغمل نیول شوی کسان ووژنی خو شاه محمد خان د هغوی مخه ونیوله او پر خپلو آسانو د غازیان د ډلې له منځه تیر شول او ملی مشرانو ته ورغلل (۳۴). سردار اکبرخان او ملگری یې د خپلواکۍ د جنگیالیو له تودو احساساتو او ښه راغلاست سره مخامخ شول او د هغوی دغه بریا د توپکو په ډزو اود ژوندی دې وی وزیراکبرخان او مړه دې وی انگریزان په بې ساری شور او ږوږ کې و نمانځل شوه.

ارواښاد غبارلیکی : له دغې ورځې وروسته وو چې ۲۴ کلن سردار اکبر خان د ټولو ولسی مشرانو او وگړو له پلوه د افغانستان د یوه سیاسی او پوځی مشر په توگه و پیژندل شو، په سبا ورځ یې د دسامبر په ۲۴ نېټه د نواب محمد زمانخان په کورکې د انقلابی شوری جرگه ( د سکینر،کونولی، مکنزی او لارنس په گډون) جوړه اود هغوی ترمخه د پرون ورځې د اخ او ډب ټوله پیښه وڅیړل شوه. د جرگې ټول غړی د مکناتن د دوه مخیزو لوبو له خټې او تومنې او د هغه د نیولو لپاره د سردار اکبرخان له هڅواو د افغان- انگلیس پر جگړې د پای د ټکی پر ایښودلو خبر شول، د سردار اکبر خان ټولې هڅې وستایل شوې او د مکناتن کړه وړه یې ور وغندل. په غونډې کې ناﺋـیب امین الله خان د مکناتن اصلی لېک د جرگې گډونوالو ته ور وښوده چې د هغه د سر جایزه یې یولک روپۍ ټاکلې وه. په غونډه کې ناستو انگریزانو د غونډې ټوله لړۍ له سره تر پایه واورېدله. غونډې و پتیله چې (ددسامبر د ۱۱) هماغه ۱۲ فقرې لرونکی تړون دې د یوې بلې فقرې پر ورزیاتولو پلی شی که نه ، حکم به توره وچلوی. (۳۵)

د مکناتن له وژنې وروسته په دښمن د وروستی مقاومت هوډ او د درغلنې له لارې د لښکر د ژغورولو لپاره د وروستیو هیلو هڅې په اوبو کې لاهو شوې او پاتـنجر چې د سیاسی چارو دنده یې پر غاړه درلودله لومړی یې پوځی بولندویانو ته وړاندیز وکړ چې بالاحصارته دې ولاړ شی او ژمی دې هلته دیره شی خو هغوی جلال آباد ته په ستنیدا ټینگار وکړ. له دې امله له افغان مشرانو سره د خبرو اترو لړۍ له سره ونیول شوه او د خبرو جرړې پرهغې ستنې راتاویدلې چې مسوده یې اکبرخان لیکلې وه. له دې چې په دغې طرح کې د دواړو اړخونو پر دریځونو سربیره په اړوندو چارو پورې د افغانی لوری دریځ خورا زیات څرگند دی نو لومړی غواړو له افغانی لوری وړاندیز شوې طرح یو ځل ولولو او وروسته به له هیواده د انگلیس په بیړنیووتلو د تړون وروستـنۍ بڼه را وڅیړو.

د مکناتن له وژنې وروسته انگلیسانو ته د اکبر خان شرطونه:


د دسامبر د مېاشتې له ۱۱ بیا د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې تر لومړۍ پورې له افغانستانه دانگلیس د ځواکونو د ایستلو لوزلېک د اکروکر(حالت) د بدلون اود دواړو خواوو دغوښتنو ترسیوری لاندې څلور بڼې راخپلې کړی دی.له دې چې له افغان لوری د ټولو مسودو متنونه د اکبرخان په قلم لیکل شوی دی دلته یوازې دوه بڼه یې را اخلو، لومړی د هغه تړون مسوده رااخلو چې په پام کې نیول شوې وه د دسامبرپه ۲۳ نېټه یې پر مکناتن ومنی ، له دې چې د خبرواترو لړۍ بله بڼه راخپله کړه نو له دې امله افغان مشرانو د مکناتن له وژنې وروسته نوموړې طرح د مکناتن ځای ناستی پاتنجر ته ولیږله او پاتنجر له هرې مادې سره خپله همغږی او موافقه څرگنده کړه چې له هغه وروسته سردار اکبرخان هماغه طرح بیرته له سره لېکلې او یو شمیر لنډې کره کتنې یې هم پرې لیکلی دی. انگلیسانو چې د افغانانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه درلودله نو ځکه دې ته اړ ول چې دغو له سپکاویو ډکو آړونو ته غاړه کښیږدی چې د انگلیس د نړیوال نیواک په تأریخ کې یې ساری نه لېدل کیږی. اوس ، د مکناتن له وژنې وروسته د افغانانو وړاندیزشوې طرح چې ارواښاد فرهنگ ضبط کړې لومړی له پامه تیروو او له هغه وروسته به د تړون وروستۍ شوې بڼه ولولو:

۱ ماده- د افغانی لوری وړاندیز: د انگلیس د سرتیرو په خوځښت کې دې هېڅ ډول ځنډ رامنځته نه شی.
د انگلیس د لوری ځواب: وړاندیز منو. هغوی به د ۱۰۰۰ باروړونکو څارویو له ترلاسه کولو وروسته چې یا اوښان یا یابوگان وی په ۲۴ ساعتو کې وخوځیږی.

۲ ماده- د افغانی لوری وړاندیز: افغان سرداران به له انگلیس لښکر سره بدرگه وی چې د لارې په اوږدو کې څوک ورته خنډ پیښ نه کړی او لښکر ته به د خوراکی توکو په برابرولو کې مرسته وکړی.
د انگلیس د لوری ځواب:دیره ښه ده.
کره کتنه: عبدالغفور خان

۳ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: په جلال آباد کې میشت انگلیس سرتیری دی د کابل د سرتیرو له خوځښت مخکی د پیښاور پر لور وخوځیږی.

د انگلیس د لوری ځواب: وړاندیز منو. آیا داسې څوک ټاکی چې له هغوی سره بدرگه ولاړ شی؟
کره کتنه: دناﺋـیب له خپلوانو څخه یو تن او یا مهتر موسی خان

۴ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: په غزنی کې میشت ځواک دې له سمبالتیا وروسته په بیړه د کابل له لارې د پیښاور پر خوا وخوځیږی.

د انگلیس د لوری ځواب: آیا داسې څوک ټاکی چې له هغوی سره دې بدرگه ولاړ شی؟
کره کتنه: سردار عثمانخان او شادوله خان

۵ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: په کندهار او د افغانستان په نورو سیموکې میشت انگلیسی ځواکونه دې په بیړه هند ته ولاړ شی.
د انگلیس د لوری ځواب: آیا داسې څوک ټاکی له هغو سره دې بدرگه ولاړ شی؟
کره کتنه:نواب جبارخان

۶ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: د امیردوست محمدخان ټوله شتمنی چې یا د انگلیس د حکومت او یا د انگلیس د شخصی بولندیانو په ولکه کې ده ، ځای پر ځای دې پریښودل شی.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو. هغه څه چې د رسمی مأمورینو په لاس کې دی څرگند دی او هغه څه چې د شخصی بولندویانو په لاس کې دی را ویی ښیی او وایې خلی

۷ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: د انگلیس هغه شتمنی چې د بارولو او وړلو وړتیا نه لری دلته ساتل کیږی او په لومړنۍ شونې شېبې کې به بیرته ور استول شی.
د انگلیس د لوری ځواب: وړاندیز منو. خو موږ ټوله پاتې کېدونکی شتمنی نواب (زمانخان) ته ورکوو.
کره کتنه: توپونه ، وسلتون او توپک دې ماته راکړل شی

۸ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: که شاه شجاع وغواړی چې په افغانستان کې پاتې شی موږ ورته په کال کی یو لک روپۍ تنخوا ورکوو.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو. هر هغه څه چې غواړﺉ ، وېې کړﺉ او هیله مندیو چې خپله دوستی موږ ته په زباد ورسوﺉ

۹ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: که د شاه شجاع کورنۍ د څارویو د نشتوالی له امله له باریدلو بیرته پاتې کیږی نو هندوستان ته د هغوی د خوځېدا تر مهاله موږ چمتو یو چې د بالا حصار په یوه گوټ کې ورته د میشتې لپاره ځای وټاکو.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.د پاچا پت ، د دُرانیوپت دی او تاسو ته ښایی

۱۰ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: کله چې د انگلیس لښکر پیښاور ته ورسید باید د امیر دوست محمد خان او د نورو افغانانو او د هغوی د کورنیواو شتمنیو د بیرته را ستنیدا لپاره دې اړینې سمبالتیاوې ترلاس لاندې ونیول شی.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.هغوی به په درنښت روغ رمټ بیرته را ولیږل شی

۱۱ماده - د افغانی لوری وړاندیز: کله چې امیر دوست محمد خان پیښاور ته را ورسید، له هغه وروسته به د شاه شجاع کورنۍ ته د ستنیدا اجازه ورکړل شی اوهغه ځای ته چې ټاکل کیږی ، وبه رسول شی.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.

۱۲ ماده � د افغانی لوری وړاندیز: پیښاور ته د امیر دوست محمد خان تر رسیدلو پورې به څلورته تنه نارینه انگلیس په کابل کې د یرغمل په توگه وساتل شی ، کله چې هغه پیښاور ته را ورسیده نو په هماغه شېبه به انگلیسی یرغمل نارینه وو ته د تگ اجازه ورکړل شی

۱۳ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: سردار اکبر خان اوسردار عثمانخان به له انگلیسی سرتیرو سره تر پیښاوره پورې بدرگه وی او هغوی به تر هغه ځایه روغ رمټ ورسوی
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.

کره کتنه: سردار اکبر خان
۱۴ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: د انگلیس له خوځېدا وروسته به د دوستۍ اړیکی ټینگ شی یعنی دا چې د افغانستان حکومت به د انگلیس د حکومت له سلا پرته له هېڅ بهرنی هیواد سره ژمنلېک او یا اړیکی ټینگ نه کړی او که هغوی د کوم بهرنی هیواد پر وړاندې د مرستې غوښتنه وکړی د انگلیس حکومت به د مرستې له لیږنې څخه ډډه ونه کړی.

د انگلیس د لوری ځواب: تر هغه ځایه پورې چې په موږ اړه لری ،وړاندیز منو خو په دې اړه د ټول هند لوی واکمن، واک لری؛ موږ به تر خپلې وسې هڅه وکړو چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستی ټینگه کړو او د لوی څښتن په مرسته به دغه هیله تر سره شی او په راتلونکی کې به دوستی ټینگه وی

۱۵ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: هر چا چې له شاه شجاع او انگلیسانو سره مرسته کړې وی او هیله ولری چې له هغوی سره ولاړشی ، ورته به اجازه ورکړل شی چې ولاړ شی موږ به د هغوی مخه ونه نیسو او که وغواړی دلته پاتې شی هېڅوک به د هغه څه په اړه چې کړی یې دی ، پوښتنه ونه کړی او په دغو پلمو به ونه ځورول شی. هغوی کولای شی د نورو میشتو هیوادوالو په توگه په دغه هیواد کې ژوند وکړی.

د انگلیس د لوری ځواب: موږ یو څو ټکی لیکلی دی او دا به ستاسو ددوستی بیلگه وی چې هغه ومنی
۱۶ ماده - د افغانی لوری وړاندیز: که له انگلیسی ښاغلو څخه څوک وغواړی چې د کومې اړتیا له مخې دلته پاتې شی نو له هغه سره به په درنښت چال چلند وشی (۳۶)

د وړاندیزشوې طرحې له پورتنیو مادو چې د هرې مادې په پای کې اکبرخان خپله کره کتنه لیکلې ده کولای شود انگلیس پر بې وسۍ او ضعف ښه پوه شو. ددغه وړاندیز طرح او هر یوه کره کتنه په پریکنده او څرگند ډول بل لوری (انگلیسانو) ته د افغانانو پیاوړتیا او ځلانده بریا ورڅرگندوی؛ خو دلته څرگنده نه ده چې ولې افغان مشرانو د ۱۴ مادې په را قیدولود هیواد بهرنی اړیکی د انگلیس د دولت په موافقې پورې تړلی دی؟ که څه هم دغه ماده د وروستنی تړون په لسمې مادې کې بیرته سمه شوی خو هلته هم دافغانانو او د افغانانو د حکومت پښه د انگلیس د دولت د دوستی په پړی بیا تړل شوې اودنده یې اخیستې چې د بهرنی دښمن پروړاندې به له انگلیس څخه وسله اخلی. دغه بهرنی دښمن له انگلیسانو پرته نور څوک وو؟آیا په ختیځ کې سیکهان، یا په لویدیځ کې ایران اویا په شمال کې روسان؟
غبار وایی چې : د مکناتن له وژلو وروسته د دسامبر د مېاشتې د ۲۴ نېټې په جرگه کې ولسی مشرانود دسامبرد ۱۱ نیټې پرژمنلېک ۴ نورې مادې چې د سردار اکبرخان په لاس لیکل او مکناتن ته سپارل شوې وې ور زیاتې کړې او هغه څلور مادې دا وې:

۱ � انگلیسان دې د خپلو وسلو ټولې زیرمې افغانانو ته وسپاری
۲ - له ۶ توپونو پرته ، د انگلیسانو ټول توپونه دې افغانانو ته وسپارل شی
۳ - نا واده شوی انگلیسی یرغملان دې له واده شویو انگلیسانو سره بدل شی
۴ - د مکناتن یو میلیون اوڅلورسوه ژمنې شوې روپۍ دې انگلیسان افغانانو ته ورکړی. دغه څلور منل شوی مادې په بیړه د انگلیس پوځی مشرانو ته ولیږل شوې او هغوی ددغو مادو له منلو پرته بله لاره نه درلودله (۳۷). دغه آړلېک (شرطنامه) داسې دی:

له افغانستانه د انگلیسانو د بیړنی وتلو آړلېک (۱۸۴۲ زکال جنوری لومړۍ)


د برم او ستر پرتمین لوی څښتن د پاچاهۍ د ځلاندې ماڼۍ او د سپیڅلی څښتن د بنده گانو د لوی استازی نواب محمد زمانخان او د لوړ دریځ لرونکی دویم ناﺋـیب ، ناﺋیب امین الله خان او پاتې نورو نوابانو او سروالانو او د مسلمانانو د ټولنې د سترو سرمشرانو او د انگلیس د توکم د درندو استازو ترمنځ دغه تړون او ژمنلېک و تړل شو چې په راتلونکې کې د دښمنۍ کمبله ورټوله او د ټینگی دوستۍ ټغر را خپور شی. په دې تړاو یو شمیرآړونه ټاکل شوی دی چې بشپړه سپړنه یې په لاندې ډول ده:

لومړی آړ- دا چې : د انگلیسانود چارواکو د غوښتنې پر بنسټ د واکمنو چارواکو د ایستنې لپاره به زموږ له لوری واکمن سرداران بدرگه وټاکل شی چې د لارې په اوږدو ورته خنډ ور پیښ نه شی . په دې توگه ځواکمن سرداران هر یو سردار محمد عثمانخان او سردارشادوله خان وټاکل شول چې ورسره ولاړ شی.
دویم آړ- دا چې :په جلال آباد کې میشت لښکر دې د کابل د لښکر له رسیدا مخکې د پیښاور پر لور وخوځیږی او په دې کې د ځنډ او خنډ د رامنځته کولو حق نه لری
دریم آړ � دا چې : په غزنی کې میشت ځواکونه دې په بیړه د خوځیدلو لپاره د چمتو کېدنې چارې تر لاس لاندې ونیسی او د کابل له لارې دې پیښاور ته ولاړ سی او په دې کې دې هیڅ ډول ځنډ ونه کړی
څلورم آړ �دا چې: په کندهار او د افغانستان په نورو سیمو کې میشت لښکرونه دې بیرته هندوستان ته ستانه شی.
پینځم آړ � دا چې: د امیردوست محمد خان او د هغه د کسانو شتمنی د توپونو په گډون چې له چارواکو سره وی بیرته دې وسپاری
شپږم آړ- دا چې : هغه وسلې او د وسلو زیرمې د توپکو اووسله تونونو په گډون چې د څارویو د نشتوالی له کبله له چارواکو څخه په بارولو کې پاتې کیږی په چوپه خوله لوی نواب ،نواب محمد زمانخان ته وسپاری.
اووم آړ � دا چې : د شاه شجاع د کورنۍ هغه غړی چې د باروړلو له لړۍ څخه پاتې کیږی دلته به په بالاحصارکې ورته د حاجی خان په کور کې ځای ورکړل شی. هرکله چې امیردوست محمد خان او د افغانستان نور اړوند کسان د خپلو کورنیو له غړو سره پیښاور ته را ورسیږی دوی ته به اجازه ورکړل شی چې د هندوستان هیواد ته ولاړشی.
اتم آړ- دا چې :کله چې د چارواکو پوځیان پیښاورته ورسیدل د امیر دوست محمد خان او نورو افغانانو لپاره دې د بیرته راستنېدا د چارو سمبالتیاوې تر لاس لاندې ونیول شی
نهم آړ- داچې :ددغې لړۍ تر بشپړېدا پورې دې له انگلیسی چارواکو څخه شپږ تنه لوړپوړی او مخور کسان د یرغمل په توگه په کابل کې پاتې شی. هره هغه شېبه چې امیردوست محمد خان او نور افغانان له خپلو کورنیو سره پیښاور ته را ورسیدل دوی ته به د تگ اجازه ورکړل شی.
لسم آړ- دا چې : انگلیس چارواکی دې ددویم ځل لپاره د افغانستان د نیواک هیله په هېڅ ډول په سر کې ونه گرځوی او زوزات په زوزات (نسل) دې دوستی او یوموټیوالی ټینگ وی او که هرکله افغان دولت (سرکار) د بهرنیو دښمنانو د ځپلو لپاره د مرستې غوښتونکی شی ، نو د انگلیس دولت (سرکار) دې د هغې له غځېدنې او ورکړې څخه ډډه او لنډون ونه کړی. په دې تړاو به افغان دولت د انگلیس له دولته پرته له چا سره ژمنه ونه کړی. او که له هغه لوری لنډون یا ځنډ را پیښ شی نو بیا خپل واک لری.
یوولسم آړ- دا چې: که د انگلیس له چارواکو څخه کوم چارواکی د ځینو خنډونو له کبله ونه شی کولای ولاړ شی اووغواړی دلته پاتې شی، نو د نوموړوچارواکو له غوښتنې سره به له هغوی سره ښه او له ښېگڼې ډک چال چلند وشی.
دولسم آړ- داچې: انگلیس چارواکی له خپلو ټولو غټو او کوشنیو توپونو څخه چې لری یې، یوازې شپږ خـُوله په آس وړونکی او درې خـُوله په کچرو وړونکی توپونه دې چې ټول ټال نهه توپونه کیږی له ځان سره یوسی او پاتې دې لوی نواب ته وسپاری او ترڅو چې ژوندی وی بیا دې د هغو غوښتنه ونه کړی او په راتلونکې کې د دواړو دولتونو ترمنځ روغ نیتۍ ، ښېگڼې او یوموټی والی ته دې په درنده سترگه وگوری او که د مسلمانانو ټولنه او انگلیسی چارواکی د دغو آړونو په پلی کولو کې ځنډ پیښ کړی یاورته په سپکه وگوری نو د مسلمانانو ټولنه په خپل دین او گروهنې او انگلیس چارواکی د خپلې گروهنیزې لارې پربنسټ ژمنه ماتوونکی او درواغجن گڼل کیږی او په ټوله نړۍ کې پړ بلل کیږی. دغه څو ټکی د ژمنلېک په توگه ولېکل شول چې د دواړو خواوو ترمنځ د لاسوند په ډول پاتې شی. د لیکلو نېټه : د پنځنۍ (پنجشنبې) ورځ ، د ذیقعدې د مېاشتې شپاړلسمه ،۱۲۵۷ ق کال. (۳۸)

غبارد هغوکسانو نومونه چې د دغه ژمنلېک په پای کې یې لاسلېک کړی داسې راشمیری: د لوی څښتن په نامه: نواب جبارخان، غلام محمدخان، خانگل خان،صوفی خان بایانی، محمد ناصرخان ، محمد عثمان خان،ناﺋـیب امین الله خان ،عبدالرسول خان ، محمد یارخان او د خواجه میرخان زوی عبدالسلام خان (۳۹)
انگلیس تأریخ لیونکی سریرسی سایکس وایی چې: د (۱۸۴۲ ز کال د جنوری د مېاشتې د لومړۍ نېټې) د دغه ژمنلېک په پای کې ۱۸ تنو افغان سروال مشرانو لاسلېک او ټاپه لگولې چې نومونه یې په دې ډول دی: ۱- محمد زمانخان ۲- میر حاجی ۳- سکندرخان ۴- درویش خان ۵- محمد اکبرخان ۶- محمد عثمان خان ۷- غلام احمد خان ۸ - غلام محمد خان ۹- خان محمد خان ۱۰- عبدالخالق خان ۱۱- امین الله خان ۱۲- میر اصلان خان ۱۳- میر اسلم خان ۱۴- محمد خان ۱۵- محمد نصیرخان ۱۶- عبدالله خان ۱۷- عبدالغفورخان ۱۸- میر آفتاب خان (۴۰)

دغه ژمنلېک په ۱۹ پیړۍ کې د یوه لاسوند په توگه د افغان د ولسی مشرانو د هغې رغندې او ښکارندې سیاسی پوهې څرگندونه کوی چې د پاڅون د نومیالیو او مخورو مشرانو له پلوه پسولل شوی او د افغانستان د ولس د خپلواکۍ غوښتـنې خټې او تومنې پکې غبرگون موندلی دی. هغه څه چې دلته د ډیرې پاملرنې وړ دی د همدغه لاسوند ۲، ۳ او ۴ مادې دی چې پربنسټ یې په جلال آباد کې میشت انگلیسی لښکرپه باید او بیړنۍ توگه دغه ښار ته د کابل د لښکر له رسیدا مخکې د هند پرلور پرخوځېدلو ټینگاردﺉ؛ د غزنی لښکرباید له مقاومته لاس اخیستای وای او د کابل له لارې د پیښاور پر خوا خوځېدلای وای. په کندهار کلات غلزایی او نوروسیمو کې میشت انگریزی ځواکونه باید هند ته روان شوی وای. ددغه تړون د څرگندې ژبې ، ژمنې او نښې برخلاف نه جنرال نات له کندهاره وخوځېده ، نه په غزنی کې میشتو ځواکونو له مقاومته لاس واخیست او نه د جنرال سیل په ککره کې د جلال آباد د پریښودولو هېله او نښه راڅرگنده شوه. د همدغه تړون د لمسې مادې د څرگندې ژبې برخلاف چې وایی : " انگلیس چارواکی دې ددویم ځل لپاره د افغانستان د نیواک هیله په هېڅ ډول په سر کې ونه گرځوی" نه یوازې انگلیسان له افغانستانه ونه وتل بلکه د هیواد د نیواک خوبونو ته یې لا وده ورکوله. د همدغې خبرې غټه نښه د همدغه تړون د هرمادې په پلی کولو کې د ځنډ رامنځته کول دی چې د هغوی د همدغه بدهوډ او نیت ښکارنده څرگندویه دی. دده ترڅنگ د الفنستن ځواکونو د تړون د مادې برخلاف له کابله د خوځېدا پرمهال د خپلوتوپونو غټه شمیره له ځان سره واخیستله او هغه توپونه یې چې و سپارل ، ټول له کاره لویدلی ول. له همدې امله ول چې سردار اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل چې د تړون پربنسټ له کابله تر جلال آباده باید د انگلیس له ځواکونو سره بدرگه تللی وای د کابل � جلال آباد په لویه لاره کې د بدرگې له تللو څخه لاس واخیست او پایله یې په هغه تریخ او شوم برخلېک واوښتله چې د لارې په اوږدو کې د انگلیس لښکرته ورپیښ شو او لنډیز یې لاندې وړاندې کوو.

د انگلیس د لښکرپوپنا کېدل (۱۸۴۲ جنوری ۶ - ۱۳)
د سرپرسی سایکس په وینا د انگلیس لښکر په پای کې :( له دوه میاشتو زړه نازړه توب وروسته چې د انگلیس په پوځی تأریخ کې بیلگه نه لری د کابل پریښودنې ته غاړه کښیښودله) (۴۱)

له لښکرکوټه د وتلو پرمهال انگلیسانو دوه زره بار وړونکی اوښان او د شپږو ورځو خوراکی توکی له ځان سره درلودل، لښکرپه دریو ډلو کې یو په بل پسې د شیرپور له مخکنې او د شا له دروازې په وتلو پیل وکړ. خوځښت د سهار په نهه نیموبجو پیل شواو تر مازدیگره یې دوام وکړ. انگلیسی ښځی د لښکر په سر کې او خزانې د لښکر په منځنۍ برخه کې وې. د انگلیس وروستنی ځواک وکولای شول د لمرپریواتو پرمهال له لښکرکوټه راووځی. له هغه وروسته لښکرکوټ د کابل وگړو په ولکه کې راووست او دغې کرغیړنې ځالگۍ ته یې اور ورته کړ. د انگلیس د لښکر وروستـنی ځواک د همدغه اور تر رڼا لاند په خوځښت کې وو. د کابل ښځمنود خپلو کورونو د بامونو له سرونو څخه ددغې ځلاندې رڼا په ننداره کې په داسې حال کې د خپل ولس د بریا په خوښیو کې د خپلو خوښیو ازانگې خپرولې چې د اور اچول شوی لښکرکوټ د اور لمبود ساړه ژمی د واورو پرسپین مخ د سرو زرو په رنگ پریړې او روښانه کرښې جوړولې.
د انگلیس لښکر خپله لومړۍ شپه بگرامیو ته څیرمه را واړوله. جنرال سیل په جلال آباد کې د ځان چمتو کولو لپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې کولې. د کابل د مجاهدینو ملی لښکر ته پیښاور ته نیږدې او په جلال آباد کې د انگلیس د پوځ له خوځښتونو څخه پرله پسې خبرونه راتلل. د ملی مشرانو جرگه پوه شوله چې که د الفنستن لښکر په جلال آبادکې د جنرال سیل له لښکر سره یوځای شی نو د هیواد د ساتنې د جگړې لړې به لا نوره هم وغځیږی ، له یوې خوا به د پالـُک لښکر له پیښاوره اوله بلې خوا به د نات لښکرله کندهاره پرکابل رامات او نوې جگړه به پیل شی.
له دې امله ملی جرگې سردار اکبر خان ته واک وسپاره چې د الفنستن د لښکر مخه ونیسی او اجازه دې ورنکړی چې د جلال آباد له لښکر او وسلو سره یوځای شی. سردار اکبرخان هڅه وکړه چې الفنستن پوه کړی چې جلال آباد ته د هغه له رسیدا مخکې دې جنرال سیل اړ کړی چې له جلال آباده وخوځیږی ، خو جنرال دغې خبرې ته غاړه نه کښیښودله. همدارنگه اکبرخان هڅه وکړه له انگلیس سره د وروستی تړون پربنسټ د الفنستن له لښکر څخه یو شمیر لوړپوړې چارواکی له ځان سره ولری او د اکبرخان ددغې غوښتنې پلی کېدل پرته له جگړې ناشونې ښکارېدلې. له دې امله د افغانانو گوریلایی جگړې او چپاویز بریدونه پیل او انگلیس لښکر د ځان دفاع ته ټینگه ملا وتړله. (۴۲).
له کابله د وتلو پر لومړۍ ورځ انگلیسی لښکر د جنوری په ۶ نېټه د بالاحصار په ۶ مایلی واټن کې تم شو. تر دغه ځایه ، افغان جنگیالیو له هغوی څخه د تړون پربنسټ هغه اضافی توپونه چې له ځان سره یې وړل ، واخیستل. د جنوری په ۷ نیټه د لښکر دویم تم ځای بتخاک وو. له دې چې جنرال سیل له جلال آباده نه وو خوځېدلی نو سرداراکبرخان په بتخاک کې له جنرال الفنستـنه ۶ انگریز بولندویان د یرغمل په توگه واخیستل. د جنوری په ۸ لښکر خورد کابل ته ورسید او تر دغه ځایه پورې یې دوه زره تنه سرتیری له لاسه ورکړی ول. د خورد کابل د ۵ مایلی درې په اوږدو کې تونده جگړه روانه وه او انگلیسانو درې زره تنه له لاسه ورکړل. له همدې امله وو چې انگلیسانو د خورد کابل دره د الفنستن د لښکر د مړیستون (حضیرې) په نوم و نوموله.


په خورد کابل کې پرانگلیسی سرتیرو د افغان جنگیالیو برېد (جنوری اتمه ۱۸۴۲ ز کال)
د انځور د اخځ سرچینه:د کابل د پاڅون په ویاړ د ښاغلی معروفی مقاله

د جنوری په نهمه نېټه جنرال الفنستن چې له ځان سره لس زره سرتیری درلودل له سردار محمد اکبرخان سره د خبرو پرټغرکښناست او هم یې جنرال سیل ته ولیکل چې ژر تر ژره دې له جلال آباده ووځی. دده په بدل کې سردار اکبر خان د انگلیس د لښکر ټولې ښځمنې او واده شوی نارینه د خپلې ساتنې تر سیوری لاندې د یرغمل په توگه واخیستل او هغوی یې د جگړې د مورچلونو شا ته ولیږل. د انگلیس لښکر په خوځېدا پیل وکړ او د خورد کابل تر پینځه مایلی واټن (خاک جبار) پورې یې جگړې ته دوام ورکړ او نوربیا یې ډیر تاوانونه ولېدل. د جنوری د مېاشتې په ۱۰ او ۱۱ نېټې د ۲۲ مایلو په واټن کې د تیزین او جگدلک د سیمو د لارې ترمنځ د انگلیس د لښکر د مړو شمیره له حده واوښتله ، خو د هند د حکومت د لارښوونې پربنسټ د جنرال سیل لښکر د جلال آباد ښار د خپل مورچل په توگه ټینگ ونیو او د کابل انگلیسی لښکر یې د چړو خولو ته د بلهاری (قربانی) په توگه پریښود.الفنستن چې داسې ولېدله نو ځان یې له دوه تنو نورو لوړ پوړو پوځی چارواکوسره یو ځای سردار اکبرخان ته وسپاره. محمدشاه خان، نوموړی د شپی په تیاره کې افغان لښکرکوټ ته را ورساوه. دغه لښکر کوټ د سپیرې ځمکې پرسر تر پراخ آسمان اود افغان مشرانو (وزیر اکبرخان،عبدالغیاث خان،عبدالحکیم خان ، سردار سلطان احمد خان او نورو) جنگیالیو تر نیغ اور لاندې وو. مشران را ولاړ شول او په میړانه یې دښمن جنرال او ورسره ملگرو ته یې ښه راغلاست وویل، د هغوی له ملاوو څخه یې د هغوی تورې خلاصې نه کړې او خپلې کیږدۍ یې د هغوی د هوساینې لپاره ځانگړې کړې.

د جنوری په ۱۲ نېټه د دښمن پاتې لښکر د جگدلک د لارې د پاتې کوتـل گز او پل کولوته راپورته او د جنرال سیل د لښکر کوټ د تکل پر لور وخوځېد. له ټول لوی لښکرڅخه یوازې۶۵ تنه د بولندویانو او سرتیرو په گډون پاتې ول او یوازې ۲۰ مایله واټن ورته پاتې وو چې جنرال سیل ته ورسیږی.د جنوری په ۱۳ نېټه له همدغې ډلې څخه یوازې یوه تن د ډاکټر برایدن په نامه وکولای شول په نیمه ژوندی ، ستړی او ستومانه توگه او په ډیرې خوارۍ ځان د جلال آباد د کابل دروازې ته ورسوی او جنرال سیل ته د انگلیس د شپاړلس نیم زرو سرتیرود پو پنا کېدنې خبر ورسوی. (۴۲)


د ډاکټربرایدن انځور:د انگلیس د لښکر له ۱۶۵۰۰ تنو سرتیرو څخه یوازینی ژوندی پاتې شوې سړی
چې د جلال آباد لښکرکوټ ته ورسید او د انگلیس د یرغلگر ځواک د پوپنا کیدنې خبر یې جنرال سیل ته
ورساوه (۱۸۴۲) (د انځور د اخځ سرچینه:د کابل دپاڅون په ویاړ د ښاغلی معروفی مقاله )

ښاغلی رښتیا د انگلیسی هنری دیورند د وینا له مخې لیکی: " په دغې جگړې کې د انگلیسانودرې پلی لښکرونه ، د نښه ویشتونکو درې ډلې ، د اروپایی توپچیانو یوه ډله، یو سپور ځواک ، ۱۲ زره تنه سرتیری، او ۲۱ کروړه روپۍ چې هر کروړسل لکه روپۍ کیږی پوپنا شول (۴۳).

یو شمیر کسانو هڅه کړې ده چې د انگلیس د لښکرپوپنا کېدنې ته پلمې ومومی لکه: سړه هوا، د خوراکی توکو نشتوالی ، د لوی بولندوی زوړوالی او نور. خوښاغلی غبار دغه ټولې پلمې ورغندلی او زیاتوی : " انگلیسان له مرکزی افریقا څخه نه ول چې سړه هوایې نه وی لیدلې او نه د کابل � جلال آباد لاره د شمال قطب وو. د همدغې اووه ورځنۍ لارې نیمه برخه د هندوستان د ژمی د هواپه څیر توده ده او نیمه نوره یې ژمنۍ او واورینه ده. دغه ژمی د انگلستان له ژمی څخه کوم ځانگړی توپیر نه درلود او افغان جنگیالی هم د انگلیس د سرتیرو په شان په غرونو رغو کې گرځېدل او ور سره جنگېدل. انگلیسانو د توپچی ځواک په لرلو او په خپله وسله کې پرافغانانو برلاسی درلود او افغانان یوازې توپک او سیلاوه په لاس جنگېدل. له دې څرگندیږی چې د جلال آباد د لارې جگړه نه یوازې یو مادی � فزیکی جگړه وه بلکه د صنعت له اړخه هم یوه جگړه وه. او افغانانو ددښمن ددغو دواړو ځانگړتیاوو ملا ورماته کړه. همدارنگه هغو کسانو چې د جگړې د اړخونود څرگندونې په برخه کې غوښتی دی وزیراکبرخان ( او د هغه ملگری محمدشاه خان غلجی او سردارسلطان محمد خان) او نور ملی مشران داسې راڅرگند کړی چې گڼې له ملی جنگلیالیو سره یې تړاو نه درلود ، ټول د واقعیت خلاف دی ځکه وزیراکبرخان او ملگرو یې د هیواد د ژغورنې لپاره د لښکر پو پنا کېدنه خپله ولسی دنده گڼله او محمد شاه خان غلجی په خپله د ملی جنگلیالیو لوی بولندوی وو چې د نوموړی جنگیالیو د ټول ولسی ځواک ستره برخه جوړوله او د هیواد ټولو ملی جنگیالیو د هغه امرته په ډیر درنښت غاړه ایښودله." (۴۴)

د افغانستان د پیښو اونیټو د تأریخی کتاب لیکوال علی قـُلی ددغې جگړې او وزیراکبرخان په اړه لیکی :" د افغان د ډاډ وړ له سرچینو څخه خبر راغی چې د [خوردکابل] له غاښی څخه سپور او پلی ځواک نه شوای تیریدلای مگر دا چې د [انگلیس] د وژل شویو سرتیرو د جسدونو د سرونو له پاسه تیر شی. په دې اړه د وزیر اکبرخان د ستاینې په تړاو یو شعر ویل شوی چې داسې دی:

به هـُما از سرِ سران ِ فرنگ قرن تا قرن استخوان بخشی
ژباړه: تر پیړیو پیړیو پورې به د پیرنگی د سروالو مشرانو د سرونو د کوپړیو هډوکی، گوربت ته ورکوﺉ

د دغې سوبې او بریا له ترلاس کولو وروسته د محمد اکبرخان د نوم په اوریدلو د هغه د هیواد د زَړو او ځوانانو په زړونو کې ویره خپره شوه او په ټول هندوستان او انگلستان کې د هغه د میړانې ، برلاسۍ او جنگیالیتوب نوم دومره و غوړید چې د زابلستان د دوړو په نوم چې په ایران او توران کې نوم لری نومیالی شو. ان دا چې د بمبـﺋـی د معمورې په بندر کې د آس د ځغاستې د لوبو په (شرط تړلو) کې یو تازی آس د هندوستان له ټولو آسانومخکې شو او دوه لکه روپۍ (شرط) یې وگټلې. اوس هغه آس ته یې د هغه د چټکی ځغاستې له امله د اکبرخان نوم ورکړشوی او د هغه په نامه یې یادوی" (۴۵)

په جلال آباد کې د انگلیس د لښکر پروړاندې د سردار اکبرخان گامونه:


سردار محمد اکبرخان مخکې له دې چې جلال آباد ته ولاړ شی ، لغمان ته ولاړ او د لغمان د بدیع آباد په کلا کې [چې د محمد شاه خان بابکرخیل کلا وه] د جنرال سیل او مکناتن د میرمنواو اوه تنو انگلیسی بولندویانو په گډون ټول انگلیس یرغمل چې شمیر یې ۴۴ تنه ښځی او نارینه وو ځای پرځای کړل. دغه یرغمل په دغې کلا کې تر څلورمیاشتوپورې بندیان ول او د محمد شاه خان له پلوه یې پالنه کېدله. په همدغه وخت کې د جلال آباد د لښکرکوټ له منځه د انگلیس سیاسی استازی مکریگر محمد شاه خان ته یو لېک ولیږه چې که :" انگلیس یرغمل خوشی کړﺉ نو تاته به دوه لکه روپۍ درکړل شی." محمدشاه خان په ځواب کې ور ولېکل : "ستا لېک مې خوښ شو. خو گرانه دوسته! په دې پوه شه چې نه زما په دین کې او نه ستا په دین کې خیانت روا دﺉ."(۴۶)

د سردار اکبرخان لښکرکوټ ته خبرونه رارسیدل چې په پیښاور کې د دښمن مرستـندوی لښکر د جلال آباد پر لور د خوځېدا په درشل کې دﺉ. سردار اکبرخان مخکې له دې چې د جنرال سیل پر وړاندې هرډول گام اوچت کړی ، لومړی یې د خیبرد غاښی د خولې تړلو ته پام اړم کړ، نو له دې امله د طره باز خان مهمند د غوږونو د ورتاوولو لپاره چې ددښمن په چوپړ کې ننوتلی وو یو بل تن یې چې د ولسی مشرانو بشپړ ډاډ پرې وو وموند او هلته یې ولیږه او دا سړی سعادت خان مهمند وو. سردار اکبرخان خپله دغه پریکړه په یوه لېک کې ناﺋـیب امین الله خان ته له لغمانه ولیږه او لېک په دې ډول وو:

ستره، درونده او زړه سواندیه! نن د پنځنۍ ورځ د پیښاور له لوری یو د ډاډ وړ سړی راغی او څرگندوی چې د پیرنگی د لښکر څلور زره تنه پیښاور ته را رسیدلی او له سیکهانو څخه یې پینځه زره تنه سرتیری له ځان سره را اخیستی دی ، په جمرود کې دیره شوی او د جلال آباد پر لور د راتگ تکل لری. ددغه خبر په اوریدلو مې مخـَورمیرآخورباشی احمد خان اسحاقزی له سلو تنو سپرو بدرگه او د خیبری غازیانو د لگښت لپاره له یو شمیر روپیو سره ولیږل ، زه په خپله د لوی څښتن په مرسته نن د آدینې (جمعې) ورځ له [تگړۍ] څخه خوځېدلی یم او گام په گام ځان (ډکې) ته رسوم چې هلته مخور سعادت خان ځای پرځای کړم او غواړم د خیبر وگړی راوهڅوم چې د نصاری د اورپکو او د سیکهانو د کفری سرتیرو مخه وربنده کړی. ددغه کار له بشپړېدا وروسته د جلال آباد جگړې ته مې ملا تړلې ده. هغه څه چې نن پیښ شوی دی همدا وو، په راتلونکی کې هر څه چې پیښیږی ، تاسو ته به په لیکلی ډول خبر درکړم. ښې چارې. [د محمد اکبرخان مـُـهـر]" (۴۷)

غازی سردار له ځان سره د اکر وکر ارزونه په ځیر کړې وه. د احمدخان اسحاقزی په لیږلو او د خیبر د وگړو په هڅولو او د طره باز خان مهمند پرځای د سعادت خان مهمند له ځای پرځای کولو سره سم خیبری افغانان له هر توکمه چې ول د سردار اکبرخان د نامه په اوریدلو د هیواد د ساتنې لپاره د انگلیسانو پر وړاندې راپاڅېدل. په دغو شپوورځو کې جنرال پالک په پنجاب کې د ځواک په راټولولو بوخت وو. د پیښاور پوځی بولندوی جگړن مکشن د انگلیس او سیکهانو یو پینځه زره کسیز لښکر له څلورو توپونو سره د ډگروال وایلد تر مشرۍ لاندې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې په وروستیو شپوورځو کې د خیبر دغاښی د پرانیستلو لپاره ولیږه. دغه لښکر له جمروده واوښت او علی مسجد ته په رسیدلو سره سم د اپریدی افغانانو له ناڅاپه برید سره مخامخ شو او په همدغه برید کې له دښمنه ۱۲۰ تنه مړی پرډگر راپریوتل. په دویم برېد کې ډگروال وایلد ټپی شو او د سیکهانو لښکر له ویرې دومره ترهوری شو چې په علی مسجد کې یې دډگروال وایلد او نورو انگلیسی بولندویانو پروړاندې سرغړاوی او بغاوت ته لاس واچاوه او په تیښته یې د پیښاور پر لور ودانگل. (۴۸)

له دغې شېبې وروسته خیبر د ملی مجاهدینو ترڅارونکو سترگولاندې راغی او د اپریدیو او مهمندو وگړی د انگلیس د لښکر پروړاندې جگړې ته چمتو شول. په دې تړاو د سعادت خان مهمند د چارو د سمبالوونکی ملا رفیق سلطان پوری له پلوه د ناﺋـیب امین الله خان په نامه کابل ته یو لېک ولېږل شو چې د خپل تأریخی ارزښت له اړخه د اپریدیو افغانانو او د سردار اکبرخان د لاس ته راوړنو په اړه تاند او تازه سکالو راڅرگندوی. لېک داسې دی:

" د سترو نومونو ښاغلی خاوند، هیواد گټونکی ، ستوری لرونکی تورکښ تورزن، د ټولو پاچایانو د پاچاهۍ پرلوړ پلاز ناست، ستر مخکښ، لوی څښتن اود پاچایانو پاچا ته نیږدې نواب صاحب (نواب محمد زمانخان) او د ډیرو ستاینو لرونکیه!
زما مخور او نومیالی سر لښکر امین الله خان چې لوړ ستوری دې لا لوړ وی او سترڅښتن دې د بدچلندې زمانې له بدیو په خپله پناه کې وساتی او لوی څښتن ته د ستر سجده کوونکی سپیڅلی نبی د سپیڅلی نوم په نامه !
ددغې سیمې خبرونه په داسې ډول دی چې په پیښاور کې دیره د پیرنگیانو مهکشن (پولیټیکل ایجنټ) یو شمیر کسان را ټول کړی ول او پرخیبر را واوښتل؛ خو د خیبر وگړو له مخور احمدخان سره یو ځای پرې برید وکړ او مهکشن یې دړې وړې کړ او په لعل پوره کې ناست طره بازمهمند هم په تیښته پیښاور ته ولاړ.اوس سعادت خان مهمند په لعل پوره کې ناست او خپل ځای یې نیولی دﺉ او د تگاب - جلال آباد تاجیک او افغان مشران ټول د بریا گټونکی سردار محمد اکبرخان په رکاب کې جگړې ته چمتو ولاړ دی او سردار په خپله په چهارباغ کې دیره او د لښکر د خوځولو تکل یې کړی دﺉ. مکریگر په جلال آباد کې کلابند دﺉ او د جلال آباد په سیمه کې په ځانگړې توگه په سرخرود کې نور څه نه دی پاتې او زما زوی چې کوشنی ماشوم وو سردار خیرالله خان په چپاو تښتولی دی. هیله لرم چې یو څنگیز لېک د سردار خیرالله په نامه ډالۍ کړۍ چې د څښتن په دربار کې به تاسو ته اجر در په برخه شی ، واجب..." (۴۹).

د همدغه لېک تر شا لېکل شوی دی چې :تاجیکان او غلجیان له سردار اکبر خان سره په یوه غږ دی او پیرنگیانو د زمَرانیو، چکنوریانو او علی خیلو څو کلا گانې ویجاړې کړی دی. پایله د څښتن په لاس کې ده. د مخور سعادت خان مهمند د مریـی : ملارفیق سلطانپوری لېک

په دې توگه څرگندیږی چې سردار اکبرخان مخکې له دې چې په جلال آباد کې پرجنرال سیل برید وکړی د دښمن د مرستندویه لښکر پروړاندې یې د خیبر دره د اپریدیو او مهمندو په لاس تړلې وه او ترڅنگ یې پر جلال آباد د لښکر د خوځښت لپاره د ولسی جنگیالیو لښکر پرځان را ټول کړی وو. د هغه دغه گام د سوق الجیشی او پوځی تاکتیک له اړخه د جگړې د ډگر پر پوځی عملیاتو پیاوړې اغیزه وشیندله او د سیکهانو د کنډکونو او د انگلیس د ډلگیو د پوځی ډلو مورال یې لا نور هم ور پیکه کړ.

لغمان ته د سردار اکبرخان راتگ د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د انگلیسانو پروړاندې پیاوړی احساسات را وپارول او د سپین غر او تور غر په لمنو کې میشت ډلې ډلې او بیلا بیل پښتانه توکمونه سره له خپلو مشرانو د غازی او مجاهد سردار د لښکر پرشپول راتاو شول. د جنوری په ۱۸ سردار اکبر خان له پینځه زره تنو سپرو او لس زرو تنو پلیو جنگیالیو سره له لغمانه د جلال آباد پر لور را وخوځېد چې جلال آباد د جنرال سیل تر مشرۍ لاندې د دیره شوی دښمن لښکرله لاسه را خلاص کړی.

ولسی جنگلیالیو د ښار پر مورچلونو درې پیاوړی بریدونه تر سره کړل او دښمن ته یې کلک ځانی او مالی تاوانونه واړول، د دښمن لښکر یوازې د پیښاور له لوری د مرستندوی ځواک رسیدا ته د هیلو سترگې رغړولې.
د همدغو بریدونو په ترڅ کې سردار اکبر خان ته خبر را ورسید چې په پیښاور کې دیره شوی دښمن بیا ځان د پوځ راټولولو ته چمتو کړی ؛ نو له دې امله غازی سردار د سترگو په رپ کې د خیبر د غاښی د پیاوړی کولو لپاره د سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجی تر مشرۍ لاندې درې زره جنگلیالی د خیبر درې ته واستول. وروسته سردار اکبر خان د یوه یرغمل انگلیس په لاس جنرال سیل ته یو لېک ولیږه او ټینگار یې وکړ چې که له لښکر سره ځان ور وسپاری او ښار پریږدی نو هغه ته ډاډ ورکوی چې انگلیسی لښکر به ژوندی د خیبر د درې هاغه بل لوری ته وسپاری، خو جنرال سیل چې د کابل د لښکر پوپنا کېدنه په سترگو لېدلې وه ددغسې یوه گام اوچتولو ته زړه ښه نه کړ.

ارواښاد کهزاد لیکی: اکبر خان د وینو د تویولو د مخنیوۍ لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې چې د انگلیس له استازی مکریگر سره اړیکی ټینگ کړی او د خبرو اترو له لارې دښمن دې ته اړ کړی چې جلال آباد پریږدی خو د انگلیس استازی مکریگر خبرو اترو ته نه غاړه نه ایښودله. کهزاد د موهن لال د وینا له مخې لیکی : " ما په کابل کې په خپلو سترگو هغه لېک ولېد او ومې لوست چې سردار اکبر خان پکې لیکلی ول: " کافر مکریگر په هېڅ ډول خبرو اترو ته غاړه نه ږدی او نورو لکه ډگروال وینی ،جگړن برادفټ او تورن ابوت ځانونه په جلال آباد کې ټینگ نیولی دی " (۵۰)

یو وار جنرال سیل یوې چلوټې ته لاس واچاوه. جنرال سیل د یو لک روپیو ( د نوای معارک په وینا پینځوس زره روپیو) په منلو د سردار اکبر خان ساتونکی پاینده محمد کاکړی وهڅاوه چې سردار له منځه یوسی. یوه ورځ سردار د ښار له استحکاماتو څخه لېدنه کوله او غوښتل د استحکاماتو ضیعف ټکی ومومی چې د شا له لوری پاینده محمد توپک پر سردار را تاو او هغه یې په ډزو وویشت ، سردار مړنه شو ، یوازې ټپی شو. نور ساتونکی را ورسیدل او پاینده محمد یې ونیو. هغه ومنله چې انگلیسانو غولولی دی. سردار اکبرخان په میړانې هغه وبخښه او له گناه یې ور تیر شو. خو سردار سلطان احمد خان د نوموړی سزا په لاس کې ورکړه او له منځه یې یووړ چې په راتلونکی کې د نورو خاﺋـنینو لپاره د عبرت درس وگرځی. له هغه وروسته انگلیسانو په درغلنې گنگوسې خپرې کړې چې پاینده محمد دغه ماره د شاه شجاع په لارښوونه کړې ده. (۵۱). حال دا چې شاه شجاع د کابل په بالاحصار کې د خپل ځان ساتنه نه شوای کولای.
له همدغې نیټې وروسته ټول انگلیسی یرغمل تر کلکې څارنې لاندې ونیول شول. په لغمان کې له انگلیسی یرغملو څخه داسې لېکونه ترلاسه شول چې له جنرال سیل سره یې د لېک راکړه ورکړه درلودله. له همدې امله له جنرال الفنستون او برگید شلتون څخه تورې واخیستل شوې او د هغوی د ساتونکوشمیره دوه ځله ورزیاته شوله. له دغې پیښې څخه په بیړه کابل ته خبر ورکړل شو او له ملی مشرانو څخه یې مرسته وغوښتله، بارکزیو او د ښار ستر روحانی میر حاجی ، شاه شجاع ښه وزبیښه او اړ یې کړ چې پرته له ځنډه د جهاد د خپریدا امر دې ورکړی او د اکبرخان د مرستې لپاره دې جلال آباد ته ورشی ، خو شاه شجاع خبره نن سبا ته غورځوله او اکبرخان ته یې د مرستې له لیږلو څخه اوږه سپکوله.

اکبرخان ته د مرستې په رسولوکې د شاه شجاع پلمې:


له کابله د انگلیس د لښکر له وتلو درې مېاشتې وروسته شاه شجاع سره له دې چې د هېواد د پاچا نوم یې له ځان سره درلود د داسې یوه بندی په ډول راگیر وو چې د هغه کوکارو ، چیغو، بوغارو او سپکو هره شېبه د وگړو پام ځان ته راگرځاوه خو ولس له دې سره سره دغه سپکې سپورې زغملې. بارکزیو او پلویانو یې شاه شجاع د زبیښاک په منگولو کې را ونیو؛ هغوی لومړی غوښتل چې بالاحصار دې ور وسپارل شی او که پاچا هم وی نو له خپل ځواک سره دې د جلال آباد پر لور وخوځیږی او په لغمان کې دې د سردار اکبرخان له دیره لښکر سره یوځای د یرغلگرو پیرنگیانو پروړاندې وجنگریږی، خو شاه شجاع پلمې لټولې، نن او سبا یې کوله، اوسترگو یې له کندهار او جلال آباده د انگلیس د ځواکونو رسیدلو ته لارې څارلې. څرنگه چې مخکې مووویل د ۱۸۴۲ زکال د مارچ د مېاشتې پر اوومې نېټې چې سردار اکبرخان د جلال آباد د ښار له دوه مایلی گوټ څخه پر انگلیسی لښکرکوټ ډزې کولې او انگلیسانو په خپلو توپونو په پرله پسې ډول پرغازیانو اورونه وَرَول ، جلال آباد ته د شاه شجاع له پلوه د جنرال سیل په نامه دوه لېکونه را ورسیدل. په یوه لیک کې شجاع انگلیسانو ته گواښ کوی چې ښار دې پریږدی خو په بل لېک له ستاینو وروسته له انگلیسانو څخه پوښتی چې ستاسو پخه او کره موخه څه ده ؟ ځکه نور نه شی کولای جلال آباد ته د ولس د مجاهدینو د خوځېدا مخه ونیسی چې ته د اکبرخان مرستې لپاره ور ودانگی." (۵۲)

په دې توگه شاه شجاع درې میاشتې د پلمو تر سیوری لاندې تیرې کړې او د جلال آباد غازیانو ته هیڅ ډول مرسته ونه لیږل شوه. د شاه شجاع د ځنډ او خنډ دغو پلمو، د مجاهدینو د مشرانو په منځ کې په ځانگړې توگه د نواب محمد زمانخان [ولس ټاکلی پاچا او د ملی مورچل مشر]او د هغه مرستیال یعنی امین الله خان ترمنځ اختلافات رامنځته کړل. ناﺋـیب امین الله خان د ملی مجاهدینو په منځ کې د خپل مخورتوب او نوم له کبله چې په ملی مورچل او بالاحصار کې یې درلود، له کابله د انگلیس د لښکر له وتلو وروسته د شاه شجاع د حکومت د ناببره او بیړنۍ راپرځېدنې مخه نیوله او دغې خبرې د بارکزیو او د هغوی د پلویانو ناخوښۍ را پارولې وې . ناﺋـیب امین الله خان هڅه کوله چې شاه شجاع د اکر وکر (حالت) په نازکۍ سم پوه کړی او د پاچا او نواب محمد زمان خان ترمنځ د پوهاوی منځگړیتوب وکړی. هغه هڅه وکړه چې پر بارکزیو دا خبره ومنی چې شاه شجاع دې د پاچا په توگه پاتې شی او شاه زمان دې د هغه د وزیر په توگه وټاکل شی او بارکزی دې هم له خپل فشار او ټینگ دریځ څخه راکوز شی ، شاه شجاع دې د غازیانو په ډله کې له ځان سره واخلی او د جلال آباد پر لور دې وخوځیږی. (۵۳)
په ملی مورچل کې د ناﺋـیب امین الله خان هغه پریکړه چې شاه شجاع دې خپلې پاچاهۍ ته له انگلیسانو سره د جگړې په آړ(شرط) دوام ورکړی ، په لغمان کې سردار اکبرخان ته هم د منلو وړ وه خو سردار د شاه شجاع په خټه کې د پرتې درغلنې له تومنې څخه په څرگنده خبر وو، سردار کابل ته خبر ورکړچې که پاچاپه خپله کړنه او وینا کې رښتونی او سپین سپیڅلی وی نو په بیړه دې له خپل ځواک سره د جلال آباد پرلور را خوځیږی. له بله اړخه له دې چې د ارواښاد میرواعظ زوی میرحاجی له کابله د غازیانو په خوځېدا کې خنډ او ځنډ په کلکه غانده ، نو شاه شجاع هم یا د ځان له ویرې یا د خپلې پاچاهې د نړېدنې له ویرې له انگلیسانو سره د جگړې په موخې د جلال آباد پر لور خپل چمتو والی څرگند کړ خو بیا یې هم د پردې تر شا ددغه گام اوچتول د بارکزیو د زبیښونکی فشار له امله گاڼه. (۴۵)

هر گوره ، د ۱۸۴۲ زکال د اپریل د مېاشتې په څلورمې نېټې (۱۲۵۸ ق د صفر ۲۲) پاچا خپل ځواک د بالاحصار د ختیځې دروازې په ۴ کیلومترۍ کې د سیاه سنگ په ډگرکې ولېد ، پاچا چې د غازیانو په مشرۍ کې د ملی مورچل یو شمیرمخور کسان لکه د نواب صمدخان زوی محمد عثمان خان او د نواب محمد زمان خان زوی شجاع الدوله او نور ولېدل نو د ولاړو سرتیرو د ډلو له مخې د تیریدا په وخت کې یې د خپلې ډولۍ څادر ددې لپاره راکوز کړ چې سترگې یې پرهغوی نه لگیږی. د پاچا دغې کړنې د نوموړو مخورو کرکه را وپاروله. په همدغې ورځ له لاهوره د سردار سلطان محمد خان یو لېک په ناڅاپی ډول د هغه وراره نواب محمد زمانخان ته را رسیدلی وو چې په هغه کې یې په پیغور لیکلی ول: د دوست محمد خان زوی کوشنی لات (مکناتن) وواژه ، که تاسو د میـړنتوب او غیرت پگړۍ پر سر لرۍ نو لوی لات (شاه شجاع) ژوندی مه پریږدۍ" (۵۵)

دغه لېک د نواب محمد زمانخان د کورنۍ د ټولو غړو ترمخ په لوړ غږ ولوستل شو چې د ځوانانو وینې یې په خوټېدا راوستلې. د نواب محمد زمان خان د زوی شجاع الدوله او د هغه د اکا د زوی محمد عثمانخان غیرت یې را وپاراوه او په پټه خوله یې له شاغاسی دلاورخان اونورمحمد خان ریکاء سره د شاه شجاع د وژنې پلان جوړ کړ. شاه شجاع د شپې په تیاره کې له خپلې کیږدۍ څخه بالاحصار ته راغی چې د پاچاهۍ سره زر او ارزښتناکه ډبرې له ځان سره را واخلی. د شاه شجاع د وژنې پلان جوړونکی د شاه له راتگه خبر شول او کرۍ شپه یې د بالاحصار اوسیاه سنگ ترمنځ په پلنډۍ (جبه زار) کې تیره کړه. د لمرخاته وخت نیږدې شو چې د شاغاسی دلاور او شجاع الدوله سترگې پر څلور تنو چوپړمارانو واوښتلې چې پیټی پراوږو روان ول. کله چې دوی راورسیدل شجاع الدوله له خپل پټـنځی څخه راووت او پر پـیټی وړونکو یې ډزې پیل کړې. چوپړماران و ترهېدل او په تیښته یې وځغستل، شاه شجاع ټپی شو او په غلې خولې یې ځان د خړ سهارپه تیاره کې د اوبو په یوې وچې ویالې کې پټ کړ. شجاع الدوله ډیرې لوڅی پوڅې وکړې چې شاه شجاع ومومی خو بریالی نه شو، د خپل آس مخ یې راتاو کړ ، لا نه خوځیدلی چې شاغاسی ورباندې غږ وکړ لنډی مار ژوندی مه پریږده. دواړو بیا په پلټلو پیل وکړ، شاه شجاع یې وموند او شجاع الدوله ورباندې برید وکړ. په دغه وخت کې شاه شجاع په ساندو وویل :" سرداره ! ما سرکار څه گناه کړیده؟" شجاع الدوله په ځواب کې وویل:" ستا گناه له ولس او اسلام سره غداری او له کفارو پلوی ده" د دې په ویلویې بیا پر شاه شجاع ډزې وکړې او شجاع سوټ موټ پرځمکه راپریوت. ( دصفر د مېاشتې ۲۳، ۱۲۵۸ ق چې د ۱۸۴۲ ز کال د اپریل د مېاشتې له پینځم سره سمون خوری." (۵۶)
د اکبرنامې په وینا کله چې شجاع الدوله د خړ سهار په خړې تیارې کې شاه شجاع د یوې ویالې په منځ کې وموند نو پرهغه د د گوزارکولو پرمهال د دواړو ترمنځ دغه خبرې کښته پورته شوې:

خدا یاد کن بگذر ازین کین من فراموش مکن حق دیرین من
ژباړه: لوی څښتن دریاد کړه او ما سره دغه دښمنی مه کوه او پخوانی حق مې مه هیروه

او شجاع الدوله په ځواب کې ورته وایی:

شجاعش بگفت: ای ستمکاره کیش توکی شاه بودی کی خوانی بخویش؟
توبـــومی که بــودت ز شاهی خطاب شـــد این بــوم از ظــل شومت خــراب
ژباړه: شجاع [شجاع الدوله] ورته وویل: اې ناتارگره درغلنه زورواکیه! ته پاچا وې ، اوس به د ځان د بچـَونې لپاره څوک رابولې؟ ته کونگ یې خو تا ته د پاچا نوم درکړ شوی وو، ستا له کرغیړن شامته دغه ټاټوبی ویجاړ شو


د بالاحصار انځور په ۱۸۴۲ ز کال کې انځورگر: بریدمن ایر

شجاع الدوله په خپلې میړانې دغه تور څاڅکی چې د افغان ولس پر سپڅلې لمنې څڅېدلی ووپاک کړ او د یرغلگرو د نیږدې دوست او ملاتړونی ټغزېې چې د ملی ولسی موخوخنډ گرځېده راټول کړ ، بیا نیغ په نیغه د ملی مشرانو د خبرولو لپاره وَرَغی. د شاه شجاع د وژنې خبر په بیړه په بالاحصار او سیاه سنگ کې خپور شو. د پاچا مړی یې د کابل په چهارباغ کې د تیمورشاه د قبر ترڅنگ ښخ کړ. خو د پاچا مړینې د ولس په منځ کې کومه اغیزه ونه شیندله، ان د مړی د جنازې په بدرگې کې دا گنگوسې تر غوږو کېدلې چې [لوی لات له کوشنی لات سره یوځای شو].

د جلال آباد د کلابندۍ د نندارې یوه برخه او پر مجاهدینو د انگلیسانو ډاکه اچول:


تورن ابوت د جلال آباد د لښکرکوټ د دیوالونو ترشا د افغانی ځواکونو یو انځور داسې را انځوری: زموږ د توپونو د اور له اغیزو لیرې د یوې غونډۍ پرسر یو سپره ډله را ښکاره شوه او د هغوی پلیو جنگیالیو د سیمې په لوړو ژورو کې مورچلونه ونیول او په پرله پسې ډزو یې ان پرته له دې چې نښه ونیسی او یا یې د اور موخه څرگنده وی، پیل وکړ. هغوی څلور بیرغونه درلودل ، دوه بیرغونه په سره رنگ ول ، یو یې په سپین رنگ وو چې شنې (آبی) کرښې پکې کښل شوې وې او بل یې تک سپین وو. د هغوی له منځه یو تن زوړ ملا را ووت او د یوه اوږده باڼـسی سوټی پر سر یې یو سپینه پگړۍ و ټومبله او بیا یې لوړه کړه. ماښام شا او خوا ټول بیرته ولاړل. د هغوی له ډلې څخه شپږ تنه د ختیځې دروازې د سرتیرو په ډزو کې چې د شپې له پلوه یې د ډزو اجازه درلودله له منځه ولاړل. په دې توگه د کلابندۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسیدله او دښمن ډیره وسله بې ځایه و کارَوله."

د مارچ د مېاشتې په لومړۍ نیټې اکبرخان د خپل لښکر د بولندې گرځند مرکز له آمو خیلو (د ښار له ۱۲ مایلی واټن) څخه د ښار یو مایلی واټن ته نیږدې راووړ او د میرآقاجان د کلا په شاو خوا کې یې مورچل ونیو. د کابل د سیند د بهیدا لړۍ د افغانی لښکر کیڼې خواته وه او د لښکر یوه برخه د یوې تپې پر سر راپورته شوه ، دغه غونډۍ د سردار د بولندې د مرکز د لویدیځ گوټ پر درې سوه متریز واټن سپره وه او افغان جنگیالیو له هماغه ځایه د پیرنگی سپرو پرکرښو ډزې پیل کړې. د مارچ په ۲ او ۳ نېټو د دواړو خوا وو اور دوام وکړ. د مارچ په ۴ نېټه د جلال آباد د ښار د ختیځ دوه مایلی گوټ ته د توکمیزو جنگیالیو ډلې ولیږل شوې او د مارچ تر۸ د دواړو خوا وو اور له همدغه اړخه دوام وکړ او انگلیسانو پر هغوی د خپلو توپونو پرله پسې ډزې کولې." (۵۷)

د ابوت د یادښتونو پر بنسټ په همدغه ورځ د شاه شجاع دوه لېکونه د جنرال سیل په نامه جلال آباد ته راورسیدل چې یو یې رسمی او بل یې خصوصی وو. په رسمی لېک کې شاه شجاع انگلیسانو ته گواښ کړی وو چې که جلال آباد پرینږدې نو د هغوی پرضد به لښکر ولیږی خو په خصوصی لېک کې یې لېکلی ول:" له دې زیات نه شم کولای د ملی مجاهدینو د ځواکونو خنډ شم او ماته خبر راکړﺉ چې ستاسو کره او رښتونې موخه څه ده؟" جنرال سیل په رسمی ډول ځواب ورکړ چې اوس نیغ په نیغه د جنرال پالک تر امر لاندې یم. د مارچ د ۸ په همدغې ورځ افغانانو د انگلیس پر یوه توپ برید کړ او هغه یې ونیو خو د انگلیس د ۹ پوندیز توپ اور، نوموړی توپ ددوی له لاسه واخیست.

د مارچ په ۱۰ نیټې سردار اکبر خان د ښار د جنگی برجونو د نړولو لپاره د کنډر (نقب) وهلو تابیا تر لاس لاندې ونیوله. دوه ورځې وروسته د انګلیس د توپچی ځواک بولندوی تورن ابوت ټپی شو. د مارچ په ۱۴ نیټې د جلال آباد د ښار په یو کیلومترۍ کې ملی جنگیالیو خپل ټول ځواک را ټول کړ اود مارچ تر ۱۷ نیټې له همدغه گوټه د بریدونو لړۍ دوام وکړ. د مارچ په ۱۸ نېټه ملی جنگیالیو یوه غونډۍ چې انگلیسانو( د چلم غونډۍ ) بلله ونیوله. دانگلیس پرلښکرکوټ د جنگیالیو کړۍ ورځ په ورځ تـنگېدله. انگلیسان د خوراکی توکو او واښو له اړخه له کلکې تـنگسې سره مخامخ شول. په همدغو شپو ورځو کې جنرال سیل دروهه (دسیسه) جوړه کړه چې د یوه افغان له لارې سردار اکبرخان ووژنی، خو دروهه بریالۍ ونه ختله او برید کوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اپریل د مېاشتې په لومړیو کې یو خبر خپور شو چې انگلیسانو د هغه رښتونوالی ته سترگې غړولې چې په حقیقت کې دغه پیښه نه وه رامنځته شوې، خو ددغه خبر خپریدنه چې د جگړې برخلېک یې ټاکه ، د انگلیسانو په گټه وه. دغه خبر د خیبر په دره کې د جنرال پالک ماتې او د هغه په شا تگ ته نغوته کوله او خبر د اپریل د مېاشتې په پینځمې د جگړې په ډگر او د جلال آباد د لښکر کوټ د دیوالونو په شااو خوا کې په یوه وخت کې خپور شو. غازیانو خپله ښادی د ډزو په کولو څرگنده کړه خو په کلا کې د راگیر او کلابندو انگلیسانو سترگو چې لا تر دغې شېبې یې د جنرال پالک د مرستندویه ځواک د رسیدا لارې څارلې ناهیلې شولې او پوه شول چې د هیلو د لارو څارل نوره گټه نه لری او خپل برخلیک باید په خپله جوړ کړی. حقیقت بل څه وو، او هغه دا چې جنرال پالک په توپونو سمبال له خپل لس زریز لښکر سره په دې بریالی شوی وو چې د خیبر د درې د توکمونو مقاومت ورمات کړی. ددغه خبر سرچپه خپریدا په کلا کې د کلابندو انگلیسانو په گټه ځکه پای ته ورسید چې هغوی د نومیدۍ په وروستینو شیبو کې پریکړه کړې وه چې د سبا ورځې د سپیده داغ له رسیدا مخکې د خپل ټول ځواک په کارَولو به نیغ په نیغه د سردار اکبر خان پرکمپ برید ور وړی او د خپل ځان او د جگړې برخلیک به هرو مرو ور ټاکی. جنرال سیل په لومړی سر کې د پوځ او د بولندویانو دغه پریکړه نه منله خوپه پای کې یې ومنله او د اپریل د مېاشتې په ۷ نیټې له لمرخاتو مخکې انگلیسی ځواکونه له دوه اړخونود کابل د دروازې او د پیښاور د دروازې له لوری ناڅاپه راووتل ،غازیان په خوب بیده ول او د غازیانو کمپ یې د توپ او توپکو تر کلک اور لاندې ونیو. سردار اکبرخان په ټپی ځان جگړې ته راووت خو د دښمن په مخنیوۍ کې د هغه هڅو هېڅ گټه ونه کړه او د غازیانو د توپونو غږونه هغه مهال راپورته شول چې دښمن د کمپ ۸۰۰ متریز واټن ته رسیدلی وو. په پای کې د غازیانو کمپ له ترهورۍ او گډوډۍ سره مخامخ شو او مخکې له دې چې د لمر وړانگې د ځمکې پر مخ راپریوزی انگلیسانو د غازیانو کمپ ونیو.(۵۸)

سردار اکبرخان د خپلو جنگلیالیو یوه برخه له لاسه ورکړه او د پیښې خبر یې کابل ته ورکړ او په کابل کې له میشتو مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه خو په خواشینۍ چې له کابله سردار اکبرخان اود جلال آباد او لغمان غازیانو ته هېڅ ډول مرسته ونه رسیدله.

د انگلیسانو نوې دیپلوماسی اوسردار اکبرخان ته د انگلیسانو پیغام:


د ملی مجاهدینو په مټ د کابل � جلال آباد د لارې په اوږدو کې د انگلیس د لښکر له پو پنا کیدنې وروسته انگلیسانو نوې دیپلوماسی را خپله کړه، هغوی د هند گورنرجنرال لارد اوکلند له کاره گوښه او پرځای یې لارد ایلنبرو د هند د نوی گورنر جنرال په توگه و ټاکه.

اوکلیند د ۱۸۴۲ ز کال د مارچ د میامشتې په ۱۵ نېټې د هندوستان د ځواکونو سترپوځی بولندوی ته خپلې وروستۍ لارښوونې د پاڼې پرمخ په دې ډول ولېکلې :" د کابل د نیواک له پیله په دغه هیواد کې اله گوله روانه وه. له ۱۸۴۱ ز کال وروسته ددغې اله گولې لمنه په کندهار او کابل کې پراخه شوه. دغه بدلون اوپاڅون زړه بوږنونکې او خونړۍ پایلې را وزیږولې او په حقیقت کې دا له پـړوالی ډکه هغه پیښه ده چې د هندوستان په تأریخ (د انگلیس نیواک گر تأریخ) کې ساری نه لری. د دغې پیښې سرچینه د افغانستان د ملت له ټولیز ولسی مخالفت څخه را پیل کیږی چې زموږ پر وړاندې یو موټی شول او دغې جگړې ته یې یوه ملی � مذهبی بڼه ورکړه.له دغې پیښې څخه راختلې پایلې موږ ته راښیی چې که موږ بیا هم افغانستان ونیسو خو بیا به هم موږ ته د یوه لویدیځ یرغلگر په توگه وگوری، زموږ په وړاندې به ودریږی چې دا به زموږ د پیاوړتیا لامل نه بلکه زموږ د زمولتیا (تضعیف) لامل وگرځی ؛ له دې امله زه وړاندیزکوم چې په افغانستان کې د انگلیس د [پرمختگ � فارورډ] له پالیسۍ څخه دې په بشپړه توگه لاس واخیستل شی." (۵۹)

د هند نوی وایسرای مټې را بډ وهلې چې د نوې پالیسۍ په رڼا کې بندی دوست محمد خان ته د نیږدې کېدو له لارې د انگلیس ور پاتې پت او پوځ ژوندی وساتی ، خو امیر دوست محمد خان په کلکته کې نه وو ، هغه په جبال منصوری کې وو. د ۱۸۴۲ ز کال په مارچ کې امیردوست محمد خان کلکتې ته راغی. امیر د هندوستان له تودوخی تر دوه وو سوږمو رسیدلې وو او د بندیتوب خوندې یې ښه څکلی وواو په بر لاس د هیواد له ټول روان سیاسی اکر وکر او کړکیچ څخه بې خبره ساتل شوې وو چې ناببر له ایلنبرو سره مخامخ کړاې شو او د خپل انتظار برخلاف یې د هندوستان نوی ټولواک د موم په شان نرم ولېد چې د یوه زړه سواندی ورور په توگه ورته ښکاره شو.

اوراښاد غبار لیکی:" لارد ، امیر ته وویل : د انگلیس دولت چمتو دی چې خپل پوځونه له افغانستانه هندوستان ته را وبولی او تاسو د افغانستان د پاچاهۍ پر گدۍ کښینوی. سر له اوسه د انگلیس دولت به ستاسو دښمن نه ، بلکه ستاسو دوست وی، تاسو د انگلیس ددغه چال چلند په تړاو څه وایاست؟" (۶۰)

څرگنده ده چې امیردوست محمدخان ته د پخوانی دښمن دغه وړاندیز له هک پکوالی ډک وو. امیر مننه وکړه. له هغه وروسته ایلنبرو خپل کوشنی آړ (شرط) را وړاندې کړ چې د انگلستان لپاره یې
ستر ارزښت او د افغانستان لپاره یې نه سکینده (جبیره) کیدونکی تاوان درلود او هغه دا وو چې : "سردار محمد اکبرخان د انگلیس د ځواکونو پروړاندې د ولس د مجاهدینو سر وال بولندوی دی. امیر دې خپل زوی ته امر وکړی چې له خپلو ځواکونو سره دې له جلال آباده تاشقرغان ، د هندوکش د غرونود لړۍ هاغې بلې غاړې ته په شا شی او همدا رنگه د افغانستان د ملی مجاهدینو مشران دې خواره واره کېدلو ته اړ کړی. ځکه چې انگلیس غواړی ځواکونه یې د انگلیس د سترواکۍ د پت د ساتلو او د یرغملو د ژغورنې لپاره د افغانستان د ولس له خنډه پرته کندهار، پیښاور او له جلال آباده کابل ته ولاړ شی اوله افغانستانه پرته له جگړې راووځی او په بدل کې به یې امیر دوست محمد خان سره له خپلو ۱۵۰ کورنیو د افغانستان د پاچاهۍ د گډۍ د نیولو لپاره له هندوستانه وخوځیږی... امیر دوست محمد خان د ایلنبرو دغه وړاندیز ته پرته له خنډ او ځنډه غاړه کښیښودله او خپل لېک او نښه (عینکې او د نصوارو ډبلی) یې د سردار اکبر خان په نامه ولیږل. سردار اکبر خان نه شوای کولای د پلار امر پر ځای کړی.

له هغه وروسته انگلیسانو هڅه وکړه چې د انگلیس د یرغملو پاتـنجر،مکنزی او نورو له لارې له سردار اکبر خان او جنرال سیل سره د دوه اړخیزو خبرو اترو د لړۍ د پرمخ بیولو نوښت په لاس کې واخلی او اکبرخان دې ته اړ کړی چې د پلار لېک او پیام ومنی. حال دا چې سردار اکبرخان او ملگرو یې لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمدخان دغې خبرې ته غاړه نه ایښودله. سردار اکبر خان او ملگرو یې ټینگار کاوه چې په جلال آباد او کندهار کې میشتو انگلیس ځواکونو ته به لاره ور کړی چې روغ رمټ له افغانستانه ووځی خو آړ دا دی چې د پیښاور ځواکونه دې له ځایه ونه خوځیږی او کله چې امیردوست محمد خان پیښاور ته راورسید نو انگلیسی یرغمل به خوشې شی. انگلیسانو چې د اکبرخان دغه دریځ ولېد نو نوی گواښ ته یې لاس وغځاوه او جنرال سیل د ایلنبرو له خولې سردار اکبرخان ته پیغام ورکړ چې که :" سردار اکبرخان د سولې دغه وړاندیز ته غاړه کښیـنږدی چې له یوې خوا د زیاتو وینو تویولو مخه نیسی او له بلې خوا افغانستان د انگلیس د ځواکونو له نیواک څخه خلاصون مومی او هم پاچاهی بیرته امیر دوست محمد خان ته ورگرځی نو د سولې او خبرو اترو ټغر در ټول وبوله او امیر دوست محمدخان به سره له خپلې کورنۍ د سردار اکبر خان د میرمنې په گډون له یوه مخه لندن ته وشړل شی او په هاغه وخت کې د انگلیس دولت د هغوی په حق کې د هیڅ ډول اسلامی قانون د پلی کولو ډاډ نه شی ورکولای اونه په لندن کې داسې اسلامی قانون او زده کړې شتون لری." (۶۱)
دغه پیغام په رښتونی ډول زړه بوږنونکی وو ځکه د دغې خرنگۍ (حربې) تیره څوکه د سردار اکبر خان کورنی پټ او نوم ته نیغه وه. راځی خپل سرونه د خپل نیاو (انصاف) گریوان ته راټیټ او د یوې شېبې لپاره د وزیر اکبرخان دریځ را خپل کړو. که دغسې یوگواښ (هغه هم د یوه ټپی دښمن) له پلوه چې د اکبرخان پت او ناموس ته ورپیښ وو، موږ ته راپیښ شی آیا د خپل ناموس او پټ د ژغورنې لپاره مو هلې ځلې نه کولې؟ شک او شوپیان نشته چې له مقاومت څخه د لاس اخیستنې د آړ پرځای به مود خپل ناموس او پت د ژغورنې لپاره لا بدترینو آړونو ته غاړه ایښې وای ځکه په افغانانو کې یو متل دی : شتمنی له سره او سر له ناموسه ځار. نو سردار اکبر خان هم یوپتمن افغان بچی وو او د همدغې خاورې په لمنه کې یې خاپوړې کړې او د همدغه ټاټوبی اوبو او هوا روزلی وو. هغه به څنگه نشوای کولای چې خپل سر له خپل افغانی پت ، نوم او ننگه ځار نه کړی؟ آیا هغه دا حق نه درلود چې د لنډې مودې لپاره د داسې یوه دښمن پر وړاندې چې یو ځل یې د هغه له لاسه ماتې خوړلې وه له مقاومته لاس پر سر شی؟ او ښایی د همدغه دښمن ماتونکی ولس په مټ او غیرت ددښمن کوپړۍ بیا ورماته کړی، آیا هغه دا حق نه درلود چې د خپلې کورنۍ د پت د ژغورنې لپاره چې د ټول افغان ولس ننگ او ناموس گڼل کېده هلې ځلې ونه کړی؟

د هېڅ ننگیالی افغان پت به دا اجازه ور نه کړی او نه زموږ د ټاټوبی په تأریخ کې داسې بیلگه لېدل کیږی چې څوک دې د خپل ناموس او پت پروا ونه لری، او دا ټټر دې ووهی چې د نورو د ناموس پروا به ساتی او د هغوی ساتنه به کوی او ولس دې هغه د خپل مخکښ مشر په توگه و پیژنی. له دې امله د نیاو له مخې موږ باید سردار اکبرخان ته دا حق ورکړو چې د خپل پت د ساتنې لپاره وَړَندې (مناسبې) لارې چارې ولټوی.

سردار اکبر خان تر دغه دمه د ژور ټپ له امله کړیده او په خپل مټ کې یې له دښمن سره د زور وهلو وسه په ځان کې نه لېدله ، له خپلو نیږدې دوستانو لکه محمدشاه خان بابکر خیل او سردار سلطان احمدخان سره له سلا وروسته له کابله یې د مرستندویه ځواک غوښتنه وکړه چې په جلال آباد کې د انگلیس پر میشتو ځواکونو یو بل برید تر سره کړی ، نو تر دریو میاشتو پورې له کابله مرسته ور ونه رسیدله ځکه د جلال آباد د غازیانو پر کمپ د اپریل د مېاشتې د اومې د انگلیس له ناڅاپه خړسهارنی برید سره جوخت په کابل کې د نواب زمانخان د زوی په لاس د شاه شجاع د وژلو پیښه رامنځته شوې وه او دغې پیښې د مجاهدینو د کرښو په منځ کې شخړه رامنځته او اکر وکر یې لا کړکیچن کړی وو. په ځانگړې توگه د دوه نومیالیو او مخورومشرانو ترمنځ. له یوې خوا ناﺋـیب امین الله خان د شاه شجاع په ملاتړ را پورته شوی وواو له بلې خوا د ښار ستر روحانی د میرواعظ زوی میرحاجی د نواب محمد زمانخان ملا تړکاوه. په پای کې مجاهدین په دوه وو څرگندو برخو وویشل شول او هرې ډلې غوښتل چې واک د دوی د پلویانو په لاس کې پریوځی. دغه دوه گونی توب، د اختلافاتو کرښه لاپسې تر دې کچې په ژورتیا پراخه کړه چې تر څلویښت ورځو پورې د کابل په بالا حصار، کوڅو او بازارونو کې د دواړو ډلو د پلویانو ترمنځ اخ وډب روان وو او سردار اکبرخان ته د مرستې د لیږلو سکالو د ټولو هیره وه. د سردار اکبر خان سترگې لارې څارلې او په پای کې ستړی شو او په کابل کې د مجاهدینو د ډلو له دوه گونی توب څخه خبر شو کله چې سردار ډاډه شو چې له کابله ورته مرسته نه رسیږی، نو له محمد شاه خان بابکر خیل او سردار سلطان احمد خان سره له سلا او خبرو اترو وروسته یې پریکړه وکړه چې کابل ته راستون شی. د اپریل د میاشتې په ۱۱ سردار اکبر خان ، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخیل د انگلیس له یرغملو او درې سوه سپرو سره یو ځای له لغمانه د کابل پر لور راوخوځېدل.

یو انگلیس یرغمل برېدمن " ایر" لیکی : " موږ د بدیع آباد په کلا کې د اپریل د مېاشتې تر ۱۱ نېټې پورې بندیان وو. د همدغې ورځې د ماسپښین په دوه ووبجو موږ بیا مزل وهل پیل کړ. سردار اکبر خان د لښتی هاغه غاړه پر یوه لوړ ځای ناست وو. موږ له لښتی را واوښتو او د هغه له مخې تیر شو، هغه ناروغ بریښیده، کله چې موږ ورته سلام ورکړ ، زموږ سلام یې په ورین تندی را ځواب کړ. د " ایر" د لېکنې پربنسټ سردار د مارچ په ۱۳ نېټې د خپل ساتونکی د ډز له امله ټپی شوی وو د هغه ښی مټ ټپی وو. [بریدکوونکی] ته د شاه شجاع له پلوه یو لک روپۍ ورکړل شوې وې [ ایر له کوم ځایه پوهېده چې شاه شجاع برید کوونکی ته یو لک روپۍ ورکړی دی؟ انگلیسانو دغه ډنډورې د ځان د ژغورنې لپاره ځکه خپرې کړې گڼې بله ورځ په همدې کړس کې سردار اکبر خان یرغمل کسان د مرگ لومې ته ونه سپاری) خو د بریدکوونکی سر له افغانی دود سره سم ووهل شو" (۶۲)

بریدمن ایر په بل ځای کې لېکی : سردار محمد اکبرخان او د هغه د اکا زوی سلطان احمد خان چې د هغه نیږدې ملگری یې سلطانجان بولی د لغمان د بدیع آباد تر کلا پورې ځکه زموږ بدرگه شول چې ترخپلې وسې وسې زموږ د هوساینې لپاره لاره پرانیزی. سلطان جان ډیر ښکلی او په هماغه کچه له ساده والی ډک سړی دی. سلطانجان او سردار اکبرخان دواړه زړه سواندی او درانده افغانان دی خو دویم سړی (سردار اکبر خان) په خپل چال چلند کې ډیر دروند او سپیڅلی سړی دی او هیڅکله یې د انگلیس له یرغملو څخه ناوړه گټه نه ده پورته کړې او تل یې د هغوی نومونه په درنښت یاد کړی دی" (۶۳)

ایر د اپریل د میاشتې د ۲۱ په یادښت کې لېکی: " نن د اپریل د ۲۱ په سهار سردار اکبرخان یوه جرگه را وبلله، په جرگه کې جگړن پاتنجر هم ناست وو.سردار په غونډه کې په ترخې ژبې وویل : هیوادوالو ماته شا را اړولې او ماته یې خیانت کړی دی. سره له دې چې ما لا تر اوسه د کابل د مشرانو له غوښتنو سره سم د وزیر مختار (مکناتن) د وژلواو د انگلیس د لښکرد پوپنا کېدنې په گډون، چلند کړی خو بیا هم هغوی زما ملاتړ نه کوی. هغه سوگند یاد کړ اوویې ویل چې که په واک ورسیږی هغه چارې به ددوی په حق کې تر سره کړی چې د نورو لپاره ورم او پند وگرځی" (۶۴)

ایر زیاتوی چې د اپریل د میاشتې په ۲۵ نېټې یوه باوَرچی (قاصد) له لودهیانې څخه وزیر اکبر خان ته یو لېک راووړ. کله چې لېک ولوستل شو په لېک کې لیکل شوی ول: " لس ورځې کیږی د سردار اکبرخان کورنۍ په هندوستان کې ډوډۍ نه ده خوړلې" ( دا هم د انگلیسانو یو له هغو درغلنو چلوټو څخه یو چل وو چې وزیر اکبرخان تر فشار لاندې ونیسی اود انگلیس د یرغملو ژر تر ژره خوشې کولو ته غاړه کښیږدی). د دغه خبر له اوریدلو وروسته موږ ټولو په یوه غږ وویل چې دا یو جعلی لېک دﺉ. سردار په دې تړاو په ترخه ژبه وویل: "ان که زما کورنۍ له منځه ولاړه شی زه له خپلې پریکړې نه لاس په سر کیږم." بیا یې داسې بڼه غوره کړه چې گڼې هېڅ نه دی پیښ شوی او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ. ماته یې مخ را تاو کړ او ویې ویل:" د جنرال سیل د توپونو له امله زموږ د ۳۰ او ۴۰ جنگیالیو ترمنځ جنگیالی له منځه ولاړل خو د بالاحصار د اور د اغیزو په پام کې نیولو سره زموږ ځواکونو ته ډیر تاوان ونه رسید. (۶۵). سره له دې چې هغه ( سردار اکبر خان) خپله ماته د برخلېک په استر کې را نغاړله مگر د یوه زړور سړی په توگه چې د همدغسې زړورو کسانو ځانگړتیا وی د جنرال سیل تر مشرۍ لاندې یې د انگلیس د سرتیرو زړورتیا وستایله" (۶۶)

بریدمن ایر وایی چې له سه بابا څخه تر تیزین پورې ۱۶ مایله لاره ووهله او ټوله لار د انگلیس د وژل شویو سرتیرو په مړیو ډکه وه ؛ هوا دومره ککړه او بویناکه وه چې په ډیرې خوارۍ له هغه ځایه تیر شوو.

د بریدمن ایر له یادښتونو څرگندیږی چې وزیر اکبرخان د مې په ۵ نېټې له تیزین څخه د کابل پر لور وخوځېد او انگلیس یرغمل د مې د مېاشتې په ۲۷ نېټې کابل ته را ورسول شول ، هغوی لومړی په شیوه کیو کې د اکبرخان په کلا کې ځای پرځای شول بیا د محمدزمانخان کلا او ورپسې د جون د میاشتې په ۲۵ نېټې د میرواعظ کورته واستول شول، ځکه یوځل مجاهدین د نواب محمد زمانخان کورته ورغلل او غوښتل یې یرغمل ووژنی. د یرغملو لېدلو ته لومړنی سړی چې ورغی د نواب محمد زمانخان زوی شجاع الدوله وو چې د شاه شجاع له وژنې وروسته نواب محمد زمان خان هغه ته اجازه نه ورکوله چې کورته راشی. (۶۷)

وزیر اکبرخان د مې د مېاشتې په ۵ نېټې له تیزینه کابل ته په داسې وخت کې را ورسید چې د مرنجان د غونډۍ را چاپیره د نواب محمد زمانخان او ناﺋـیب امین الله خان د پلویانو ترمنځ توده جگړه روانه وه. د اکبر نامې د وینا پربنسټ د محمد زمانخان د جنگیالیو شمیر ۶ زره تنه او د ناﺋـیب امین الله خان د جنگیالیو شمیره ۱۸ زره تنه وه. (۶۸) سردار محمد اکبرخان هم له خپلو درې سوو سپرو جنگیالیو سره د نواب محمد زمانخان په ملاتړ د جگړې ډگر ته راننوت او د فتح جنگ او ناﺋـیب امین الله خان جنگیالی یې پسې واخیستل او تر بالا حصاره پورې یې ورپسې وځغاستل ، د هغوی پریمانه وسلې او پیـټې یې راخپل او د بالاحصار د کلابندۍ او کنډر(نقب) وهلو کار یې راپیل کړ. په پای کې د امین الله خان په وړاندیز او د محمدشاه خان په منځگړیتوب دواړه خواوو سوله وکړه په دې مانا چې فتح جنگ دې پاچا ، د هغه وزیر دې سردار اکبر خان وی او ددښمنۍ د اور و د وژلواو یوموټی والی په موخې ناﺋـیب امین الله خان خپله لور د سردار اکبر خان په نکاح کې ورکړه چې له همدغې نیټې وروسته ولس سردار اکبر خان د وزیر اکبرخان په نامه وپیژانده. (۶۹)

د بریمن ایرد جون د ۲۹ د یادښت پربنسټ " په همدغې ورځ فتح جنگ د وزیر اکبر خان له پلوه د پاچا په توگه اعلان شو او په اوسنۍ شېبه کې د وزیر پرڅوکۍ بسنه وکړه" (۷۰)
په خواشینۍ چې دغه سولې او خبرې اترې په داسې شېبو کې د افغان ولس په گټه پای ته ونه رسیدلې چې د جنرال پالک ۲۰ زره کسیزغچ اخیستونکی لښکرپه جلال آباد کې وو او د کابل � جلال آباد د مجاهدینو ټولنه دړې وړې شوې وه.

پرکابل د انگلیس د سرتیرو غچ اخیستونکی برید او له افغانستانه د هغوی وتـنه


وزیراکبرخان د فتح جنگ په پاچاهۍ کې د وزارت له منلو وروسته پوهیده چې پاچا د زړه کومی په افغانستان کې د انگلیس د ځواکونو پاتې کېدلو ته لېواله دی نو له دې امله د هغه کړه وړه یې تر څار لاندې ونیول. په ډیرې لنډې مودې کې د وزیر اکبرخان منگلو ته د فتح جنگ هغه لېک ورغی چې د جنرال پالک په نامه یې لېکلی وو او له هغه یې غوښتی ول چې کابل ته راشی او هغه ته یې د افغانستان د نیواک بلنه ورکړې وه. وزیر اکبرخان د فتح جنگ د لېک سکالو له ناﺋـیب امین الله خان ، محمد شاه خان او سردارسلطان محمدخان سره د ټغر پر کښیښودله او د هغوی د وینا پربنسټ یې پاچا زندان ته واچاوه او ټول ځواک د وزیر اکبر خان په لاس کې راټول شو.

وزیر اکبرخان پوهیده چې په توپچی ځواک سمبال جنرال پالک له خپل تازه ځواک سره پرکابل برید کوی نو له دې امله یې " په کابل کې د مجاهدینو له مشرانو سره خبرې اترې پیل کړې او د لارد ایلنبرواو امیر دوست محمد خان نقشه یې په سپیڅلی زړه هغوی ته ور وړاندې کړه. کله چې د مجاهدینو مشران ډاډه شول چې کابل ته د انگلیس د ځواکونو له رسیدا سره سم انگلیس لښکر غواړی له افغانستانه ووځی او امیر دوست محمد خان به بیرته کابل ته را ستون شی نو د وزیر اکبرخان له نقشې سره سم ټولو مشرانو چې د ټولو د ډاډ وړ وو موافق شول او پریکړه یې وکړه چې د انگلیس له راتگ سره سم دې د کابل او غزنی ښارونه ورته تش پریښودل شی او د کابل ، جلال آباد او کندهار په لارو کې ټولو پرتو مجاهدینو ته په دې اړه خبر ورکړل شو چې خپل لاسونه دې د هغوی په وینو ککړنه کړی او که دښمن له تړون څخه سر غړونه وکړی نو یو تن دې ورته ژوندی نه پریږدی.... وزیر اکبر خان د ۱۸۴۲ ز کال د جولای په مېاشت کې په جلال آباد کې د بخیتار له لارې له جنرال پالک سره د خبرو اترو کړکۍ پرانیستله، د یرغملو د خوشې کولو او د افغانستان د پریښودلو په اړه یې خبرې وکړې اوپه دې تړاو یې له هغه د لېکې ژمنې غوښتنه وکړه، خو جنرال پالک چې یو پوځی سړی او د څپیړې کړس یې پر خپل مخ نه وو لېدلی ددغسې لاسوند له ورکړې څخه غاړه و غړوله.سردار اکبرخان هم د هند وایسرای ایلنبرو ته ولیکل چې نورنه غواړی له داسې یوه لیونی او سرټمبه سړی سره بیا د خبرو اترو پر تغر کښېنی ، ښه به داوی چې په خپله ایلنبرو دې ورسره مخامخ خبرې وکړی. " (۷۱)

د ۱۸۴۲ ز کال د اگست د میاشتې په لومړیو کې وزیر اکبر خان ، سردار سلطان احمدخان غزنی ته ولیږه چې د غزنی له واکمن سردار شمس الدین خان او د غزنی د مجاهدینو له مشرانو سره د انگلیسانو د نویو ژمنو او د افغانستان د پریښودلو په اړه خبرې وکړی او هغوی پر دغې خبرې ډاډه کړی چې د غزنی ښار ور پریږدی او انگلیسی یرغمل کابل ته را ولیږی. دغه تړون پلی شو او د سردار اکبرخان د تره زوی شمس الدین خان د غزنی د مجاهدینو مشران او داوطلب جنگیالی یې په دې ډاډه کړل چې د غزنی ښار او د کندهار لاره ورته پرانیستی پریږدی. له هغه وروسته مجاهدینو د غزنی ښار پریښود او انگلیس یرغمل کابل ته راوستل شول. سردارسلطان احمد خان او سردار شمس الدین خان هم کابل ته راستانه شول. تر دغې شېبې پورې د کابل ښار د مجاهدینو له ۳۵ زره کسیز ځواک څخه تش شوی وو. وزیر اکبر خان د کابل ، غزنی او لغمان انگلیسی یرغمل چې شیمریې ۳۰۰ تنو ته رسیده د پټو لارښوونو په ترڅ کې بامیانو ته ولیږل او د سپتامبر په ۲ نېټې یې صالح محمد خان په بامیانو کې ځای پرځای کړ.
غبار زیاتوی چې :" د اگست په نهمه جنرال نات او د شاه شجاع زوی شهزادگی تیمورله کندهاره، او د آگست په ۲۰ نېټه پالک او سیل له جلال آباده د کابل پر لور را وخوځیدل. نات د کندهار د حکومت واکمنی د تیمور پرځای د هغه ورور صفدر جنگ ته وسپارله. حال دا چې صفدر جنگ لا مخکی د کندهار له مجاهدینو سره یو ځای شوی او د انگلیس پرضد جگړو کې یې گډون کړی وو. همداچې پالک او سیل گندمک ته را ورسیدل هلته دمه شول او پریږدی چې نات کابل ته رانیږدې شی، هغوی غوښتل چې دواړه لښکر یوځای او غبرگ پر کابل ور ننوځی. بندی فتح جنگ له کابله د مجاهدینو د په شا کېدنې په وخت په دې بریالی شو چې له کابله وتښتی او د سپتامبر په ۸ نېټه په گندمک کې د پالک له لښکر سره یو ځای شی. جنرال نات له کندهاره تر کلات، مقر او غزنی پورې ډنډورې خپرولې چې د انگلیس دولت له امیر دوست محمد خان سره د دوستۍ تړون کړﺉ او له افغانستانه پرته له جگړې بیرته هندوستانه ستـنیږی. هغه په دې توگه پرته له جگړې او خنډ د اگست په ۲۸ نېټه غزنی ته را ورسید او ویې لېدل چې ښار له مجاهدینو تش دی. نو انگلیس خیتځ پوه (راولینسن) او جنرال نات په خپل غــَره او چـَلوټ انگلیسی دیپلوماتیک دود د سلطان محمود غزنوی د قبرله سره یوه زړه دروازه را وایستله او د اوښ پر اوږو یې بار کړه او په بیړه یې خپله مخه ونیوله او د اگست په ۳۰ نېټه د میدان (ښارـژ) سیمې ته راورسید." (۷۲)

یو ځل سردار سلطان احمدخان او سردار شمس الدین خان غوښتل چې د میدان په کوتل کې د انگلیس د لښکر مخه ونیسی او له هغوی سره جگړه راپیل کړی خو په دغې شېبې کې خبر را ورسید چې په افشارو کې خانشرین جوانشیر د انگلیسانو په ملاتړ پاڅون کړی او پریکړه یې کړې چې پر ښاربه برید وکړی د همدغه خبر او په تیزین کې د سردار اکبرخان د ماتې د خبر په اوریدلو د مجاهدینو ځواکونه خواره واره او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول. (۷۳)

د نوای معارک ( دجگړې د چیغې) د کتاب لېکوال میرزا عطا محمد شکارپوری چې له وزیر اکبرخان سره یې په یوه وخت کې ژوند کړﺉ کابل د پرمختگ په لاره کې د جنرال سیل او پالک د هڅو په اړه یوه په زړه پورې خبره لېکی او نه ښایی چې هغه له پامه لیرې ونیول شی. هغه لیکی: کله چې جنرال سیل گندمک ته ورسید د کابل مجاهدینو ته یې یو جاسوس ولیږه چې هغوی ته ووایی چې که افغانان د انگلیس د یرغملود سر یو ویښته بې ځایه کړی نو انگلیس به د ځمکې له مخې د هغوی تخم ور وریبی او د کابل ټول ښاربه له خاورو سره یو کړی. کله چې وگړو او د مجاهدینو مشرانو دغه ډنډورې وارېدلې نو وزیر اکبر خان ته ورغلل. وزیر پنځه زره جنگلیالی چې گڼ شمیر یې غلجی ول گندمک ته ولیږل چې د انگلیس لاره ور وتړی. کله چې دغه ځواک گندمک ته ورسید جنرال پالک خپل لښکر ته لارښوونه وکړه چې د گندمک له لارې دې د جگدلک پر لور ودرومی. افغانی ځواک د گندمک په کلی کې مورچل نیولی وواو ناڅاپه له څلورو خواوو د پالک پر لښکر را تاو او برېد یې پیل کړ او دښمن ته یې دروند تاوان واړاوو. جنرال پالک چې داسې ولېدل نو خپلو ځواکونو ته یې بولنده ورکړه چې په څو ډلو وویشل شی او هره ډله دې له توپ او توپکو سره له هر لوری پرافغانانو برید وکړی. له څلور ساعتو اور وروسته انگلیسی سرتیرو پر افغانانو خپل لاس بری په زباد ورساوه او افغان بریدگر یې اړ کړل چې په شا شی. په دغه جگړه کې دښمن خپل ۶۴ سرتیری له لاسه ورکړل او یو شمیر ټپیان هم د جگړې له ډگر څخه وایستل شول. خړماښام نیږدې وو چې د جنرال پالک سرتیری د گندمگ د غرونو له څوکو را کښته شول او د انگریزی سرتیرو پرمخ یې لاره پاکه کړه. (۷۴)

فرهنگ گروهن دی چې له دغې جگړې دوه ورځې وروسته وزیر اکبر خان له خپل ځواک سره چې ملا یې د کابل او ورڅیرمو سیمو جنگیالیو جوړوله په تیزین کې جگړه پیل کړه. دواړو خواوو کلک مقاومت وکړ خو په پای کې د انگلیس پوځی چمتووالی او سمبالتیا خپله اغیزمنتیا را څرگنده کړه د هفت کوتل لوړه څوکه د دښمن لاس ته ورغله او د اکبر خان ځواک هرې خواته خور وور شو او اکبر خان په خپله په شا شو. د سپتامبر د مېاشتې په نیمایی کې جنرال پالک او جنرال نات یوه ورځ وړاندې وروسته پر کابل ورننوتل. پالک د سپتامبر په ۱۶ پر بالاحصارور ننوت او فتح جنگ یې ددویم ځل لپاره د پاچاهۍ پر گدۍ کښیناوه. له دې چې سردار اکبر خان یې گوتو ته نه وو ورغلی نو له هغه وروسته یې خپلو سرتیرو ته امر ورکړ چې د کابل د (چارچتې) نامتو بازار، چې مکناتن له وژلو وروسته هلته ځړول شوی وو، وسوځوی. دغه امر پلی شو او په ښکلو انځورونو پسولل شوی د کابل د چار چتې بازار چې په لویدیځو بازارونو کې یو ښکلی بازار گڼل کیده ونړول شو. د پالک زړه په دې هم سوړ نه شو او کله چې ورته خبر راورسید چې وزیر اکبرخان له ملی مشرانو سره په استالف کې مورچل نیولی دی نو د خپل لښکر یوه برخه یې هلته واستوله. نوموړی لښکرد استالف کلی او چاریکار ته اور واچاوه او د هغه ترڅنگ یې له ۱۴ کلن پورته هر څه نارینه چې گوتو ورغلل ووژل او پرښځمنو او نجونو یې تیری وکړل اود دغو جنایاتو له ترسره کولو وروسته یې مخه هندوستان ته واړووله. (۷۵)

پوهاند البرت ستاهل د یوې نوې څیړنې په ترڅ کې لیکی چې : د ۱۸۴۲ ز کال د سپتامبر په میاشت کې انگلیسانو بیا هڅه وکړه چې کابل ونیسی خو دا ځل له ۱۶۵۰۰ سرتیرو څخه یوازې ۲۰۰۰ ژوندی راووتل. (۷۶) د نوای معارک په وینا هند ته د جنرال پالک د ستنیدا پر مهال د خیبر د درې افغانانو د انگلیسانود لښکر مخ ونیو او داسې گوزارونه یې پر لښکر وکړل چې تر ۶ ورځو پورې د پرتو مړیو د بویناکۍ له لاسه څوک نه شوای تیریدلای ، د انگلیس د لښکر پاتې برخې خپل مړی لیرې آخوا دیخوا گوزار کړل او گڼې بریالی هند ته ستانه شول. (۷۷)

کله چې جنرال پالک فتح جنگ د پاچاهۍ پرگډۍ کښیناوه ، نوموړی هلې ځلې وکړې چې نوموړی د پاچاهۍ دوام ته وهڅوی، خو پاچا نه شوای کولای د افغانستان د ولس له هوکړې او منلو پرته پاچاهی وکړی، کله چې فتح جنگ پوه شو چې انگلیسان بیرته هندوستان ته ستنیږی نو هغه هم خپله ملا وتړله چې هندوستان ته کډه شی. انگلیسانو په بامیانو کې صالح محمد خان ته بډې ورکړې او خپل یرغمل یې خوشې کړل او د هغه ځای واکمنی یې سدوزی شهزادگی ته ورکړه او د جلال آباد حکومت یې د میان عبدالرحیم په نامه د یوه بې نوم او نښانه سړی په گډون ، نظام الدوله محمد عثمان خان ته ورکړ.

جنرال نات ټینگار وکړ چې د کابل حکومت د فتح جنگ ورور شهزادگی شاهپور ته لږ تر لږه د څو ورځولپاره وسپاری خو هغه هم ونه منله. څرگنده ده چې دغه گامونه یوازې د سیاسی نندارې لپاره ول او کله چې انگلیسان هندوستان ته ولاړل نو د هغوی لاسپوڅی هم ټول ورپسې وتښتیدل. په کابل کې حمزه خان غلزی اوعثمانخان له انگلیسانو سره ددوستۍ په تور بندیان شول ، ناﺋـیب محمد شریف خان او جانفشان خان پغمانی هم د ولس د غچ له ویرې تیښتې ته مخه کړه ، د جانفشان خان د زامنو غاړې له چړو تیرې شوې ، ملا غلام پوپلزی او سدوزیی نظام الدوله محمد عثمان او د شاه شجاع زامن یو په بل پسې هندوستان ته کډوال شول.(۷۸) او په خپله شاه شجاع هم په دې تور چې انگلیس یې هیواد ته راوستی وو د نواب محمد زمان د وزی شجاع الدوله او د هغه د ملگرو په لاس د سیاه سنگ په یوې وچې ویالې کې ووژل شو. ارواښاد غبار نه دی ویلی چې د قزلباشانو له مشر خان شیرینخان سره څه ډول چلند وشوآیا هغه هم له هیواده و تښتیده او یا یې حق د ولس له پلوه په لاس کې ورکړل شو؟
په دې توگه د هیواد د تأریخ یوه پاڼه چې د انگلیس په یرغل پیل شوې وه ددغه ټاټوبی په لمنو کې د انگلیس د لښکر له پوپنا کیدنې څخه وروسته پای ته ورسیده او د انگلیس پوځی نومیالیتوب په اوبو کې لاهو شو.

د کابل د پاڅون په اړه د انگلیسی لیکوالانو گروهنې(عقاید)



انگلیسانو په دې اړه ډیرې لېکنې کړې او افغانان یې غندلی او د وحشت له کلمې سره هم مانیزه هرڅه چې د هغوی په نیواک گر قاموس کې په خولې ورغلی په هیوادپالو او خپلواکۍ مینوافغانانو یې سریښ کړی دی خو هېڅ چا له دغو نابللو ، نامنلو او تش په نامه متمدنو میلمانو نه دی پوښتی چې که تاسو په کراره په خپل کور کې ناست اوسی او یو زورواکی یرغلگر ځواک ستاسو پر کور درننوځی تا سو څه کوﺉ؟ انگلیسانو د تزاری روسیې او د فرانسې له نقشو ویره درلودله چې د هندوستان د تودې او نرمې حلوامړۍ به ددوی په ستونو کې بنده پاتې شی اوخیټو ته بې یې ونه رسیږی او افغانستان یې د هندوستان د دروازې په توگه د خپلو سیاسی برلاسو لوبو او هیلو لپاره د جگړې په ډگر را واړاوه خو دغه لوبه له سره اوره ډکې هغې ډبرې ته ورته وه چې ددوی د سترواکۍ پر نیواکگرمخ ولگلیدله او ساری یې تر دغه دمه نه وو لیدلی. یو شمیر لیکوالان دغه تأریخی حقیقت منی چې د ۱۸۳۹ � ۱۸۴۲ ز کلونو د تیری پړه له سره تر پایه انگلیسانو ته اوړی. په دې مانا چې په دغه پیښه کې انگلیسان له سره تر پایه یرغلگر او افغانان د خپل هیواد او د خپلواکۍ ساتونکی دی.

د لوشینگتن په نامه یو تن انگلیس لیکوال لیکی: " شک نشته چې افغان د نورو ملتونو په شان که له دغسې یوه چلند سره مخامخ شوی نو د خپلې خپلواکۍ د ساتنې په لړ کې یې یو شمیر جنایتونه هم کړی دی خو د هغوی د خپلواکۍ په له منځه وړلوکې ټوله پړه او جرم د انگلیسانو غاړوته را لویږی، داسې یو جرم چې یو ملت یې د بل ملت پر وړاندې کوی." (۷۹)

د دیوک اف ارگایل په نامه یو انگلیس سیاستپوه په خپل کتاب [له ۱۸۴۱ تر ۱۸۷۸ز کلونوپورې د افغانستان سکالو] کې داسې لیکی: " له دغې نیټې څلویښت کاله مخکې موږ د هند د لیکی په غاړو کې یوې ناحقې جگړې ته لاس پوری کړ، پر یوه ملت مو تیری وکړ او دداسې یوه ولس وینی مو وبهولې چې له هغوی سره د جگړې کولو لپاره مو هېڅ دلیل نه درلود" د انگلیس دغه حقیقت ویونکی لیکوال زیاتوی " له کلونو کلونو راهیسې د انگلیسانو او هندیانو په دماغونو کې یوازینی درس چې ژوره اغیزه کړې وه هغه درس وو چې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې په ۱۳ نیټه یو تن سپاره جلال آباد ته د انگلیس د لښکر د بشپړې پو پنا کیدنې په اړه راووړ. نوموړی سپور د انگلیس له ټول لښکر څخه د مرگ او ژوند په لپه کې کړېدلې او یرغمل یوازینی ژوندی سړی وو چې ځان یې له مړینې ژغورلی وو [ د لیکوال موخه ډاکټربرایدن ده]، ددغې پیښې شننه او پرهغې کره کتنه موږ دې پایلې ته را رسوی چې دا ټول په کابل کې د بریتانوی بولندویانو له ناپوهۍ او خاموالی څخه سرچینه اخلی. موږ د داسې یوه ولس پر کورواکۍ او خپلواکۍ تیری کړی ووچې دهغوی په کورنیو چارو کې موږ د هیڅ ډول لاسوهنې حق نه درلود، د هغوی د خپلواکۍ ساتنه زموږ په گټه وه، له دې امله دغه لاسوهنه په هماغه کچه چې له سیاسی اړخه ناسمه وه له اخلاقی اړخه هم له نیاو او عدالته لیرې وه. موږ له یوه پوه زړور سړی سره مخامخ وو خو موږهڅه کوله چې یو بې وسې او بې واکی شهزاد گی د واک پر گدۍ کښینوو او له هغه موغوښتل چې له خپل ولس او ټاټوبی سره خیانت او درغلنه وکړی. د دغې ناسمې او نالایقې موخې د ترسره کولو لپاره موږ د هند د ولس پراوږو دروند پیټی ایښی وو او دغه پیټی ورځ په ورځ درندیده. د هند له گټو او عوایدو څخه له شل میلیونو څخه زیات لگښت راغی چې لومړی موپه هغه ورانی رامنځته کړه او بیا مو غچ اخیستنې ته ملا را وتړله. ښایی په پوځی چارو کې د ډیرو لگښتونو په منلواو د هندی ځیل (لجاجت) ترسیوری موټول افغانستان نیولای وای خو له نیکه مرغه چې په هندوستان او انگلستان کې ددغې سوبې درانده لگښت ته د سیاستپوهانو پام شواو هغه ستره تیروتنه موږ ته راڅرگنده شوه چې د ولس د ستاینو په ترڅ کې مو د ولس مخې ته مخامخ ومنله. موږ ته ډیر ژر څرک ولگید چې تر ټولو ښه سیاست او غوره لاره له داسې یوه زړورسړی سره ددوستۍ د لارې راخپلول دی چې څه موده مخکې مو له خپل هیواده بې برخې کړی وواو په دې توگه د راتلونکو لپاره هغه د یوه پالیاله دوست په توگه را واړوو." (۸۰)

د وزیر اکبرخان ضدیت له پلار او انگلیسانو سره


په هغوی شېبو کې چې د پالک لښکر د کابل پر لور راخوځېدلی وو د هندوستان واکمن خپله پریکړه هیواد ته د امیردوست محمد خان د ستنیدا په اړه د یوې خبرتیا په ترڅ کې څرگنده او زیاته یې کړه: وروسته له هغې چې له افغانستانه د انگلیس راستنیدونکی لښکر د سندهـ له سینده راووښت له انگلیسانو سره یرغمل ټولو افغانانو ته به اجازه ورکړل شی چې له خپلو کورنیو سره بیرته خپل ټاټوبی ته ستانه شی. څرگنده ده چې ددغې خبرتیا له خپراوی سره سم امیر هم چمتو وو چې بیرته خپل هیواد ته راشی. امیر د ۱۸۴۳ ز کال د جنوری په میاشت کې له لودهیانې څخه لاهور ته راغی او د رنجیت سینگهـ د ځای ناستی شیرسینگهـ له پلوه ورته تود ښه راغلاست وویل شو. امیر له څو ورځو وروسته پیښاور ته راغی او د وزیر اکبرخان او د هغه د پلویانو له پلوه ورته تود ښه راغلاست وویل شو. له هغه وروسته امیر او هملاری ملگری یې د خیبر د غاښی له لارې جلال آباد، گندمک، جگدلک، هفت کوتل،خوردکابل او کابل ته راغلل او د هیوادوالو له پلوه ورته تود هرکلی وویل شو او بیا د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ کښیناست او داځل یې تر ۲۰ کالو پورې پاچاهی وکړه.

امیر دوست محمد خان له هنده د راتگ په لاره کې سردار اکبر خان د خپل وزیر په توگه وټاکه او له دې چې د خپلې پاچاهۍ دویمه دوره یې د خپل زوې د تورې د سیوری له برکته گڼله نود خپلې پخوانۍ سکې پرمخ چې دا شعرپرې لیکل شوی وو:
سیم وطلابه شمس وقمر میدهد نوید وقت رواج سکه ء پاینده خان رسید
د وزیر اکبر خان نوم داسې هم ورگډ کړ :
بزد زفضل و عنایت خالق اکبر امیر دوست محمد دوباره سکه به زر

که څه هم وزیراکبر خان د امیر دوست محمد خان مشر زوی نه وو خو له دې چې له انگلیسانو سره په جگړو کې نومیالیتوب یې لور په لور خپور شوی وو نو د وروڼو له هر ډول مخالفته پرته د هغه د وزارت دریځ ټولو ته د منلو وړ وو او امیر له دغه اړخه هوسا ډډه ووهله، خو دغه نومیالیتوب امیر ته له بل اړخه ستره ستونزه وزیږوله چې د امیر د پاچاهۍ لومړی کلونه ددغې ستونزې په هوارولوکې تیر شول. د لومړی امارت د کلونو په پیل کې د امیر نقشه دا وه چې د سدوزیو وروڼو په منځ کې ویشل شوی افغانستان په یوې را لنډې سیمې کې د خپلې واکمنۍ تر سیوری لاندې را ټول او مشری یې په خپله وکړی.

د لومړی امارت په پړاو کې یې غوښتل د سندهـ تر سینده پورې پیښاور او ورڅیرمه سیمې چې د سیکهانو په ولکه کې وې بیا را خپلې کړی او له هغه وروسته مخه کندهار او هرات ته را واړوی. له همدې امله وو چې په پیښاور کې یې له انگلیسانوسره پر خبرو اترو ټینگار کاوه او همدغه سکالو له انگلیسانو سره د افغان � انگلیس د لومړۍ جگړې لامل وگرځېد. خو له هنده له راتگ وروسته هغه خپل گامونه په سرنسکوری ډول را پورته کړل په دې مانا چې د پیښاور له سوبې او نښلولو څخه لاس پرسر شواو د نورو ولایتونو لکه کندهار او هرات په اړه یې ځنډ وکړ او سترگو یې یوه وَړنډه (مناسبه) شیبه څارله. هغه غوره گڼله چې خپله موخه د وسلې د کارَولو پر ځای د لږ گواښ په منلو د سیاست او پوهې له لارې تر لاسه کړی ، او اوس یې هماغه تگلاره غوره کړه.
د هغه برعکس وزیر اکبرخان چې انگلیسان یې په زمولتیا (ضعف) او ماتې کې لېدل ، نه شوای کولای د پیښاور د نیولو خوب له سره لیرې کړی. دا هغه شپې ورځې دی چې د رنجیت سینگهـ له مړینې وروسته د سیکهانو د دولت کورنی اکر وکر د افغانستان ددولت له اکر وکرڅخه په بد ترینه سیاسی چاپیریال کې خپلې نیمگړې ساوی کښته پورته کولې او دې ته په لیدلو وزیر اکبر خان هڅه کوله چې د سندهـ تر سینده پورې د افغانستان له لاسه تللې خاورې بیرته ترلاسه کړی. همدارنگه سردارغوښتل چې کندهار د خپلو اکاگانو له منگولو را خلاص او له کابل سره یې ونښلوی. یار محمد خان وزیر چې د هرات خپلواک واکمن گرځېدلی وو او لور یې د وزیر اکبر خان په نکاح کې وه وزیراکبرخان ددغه کار کولو ته هڅاوه. (۸۱)

په ۱۸۴۳ ز کال کې انگلیسانوسندهـ چې تر ۱۸۴۲ ز کال ، د شاه شجاع تر مرگه پورې ، د افغانستان د خاورې یوه برخه گڼل کېدله له هندوستان سره ونښلاوه او دغې پیښې په افغانستان کې د انگلیسانو پرضد کلک انگلیسی ضد احساسات را وپارول او په دې توگه د انگلیسی ضد ټولنې لمنه چې مشری یې وزیراکبرخان کوله لا پیاوړې کړه. له دې چې امیر له هر هغه گام څخه ځان لیرې ساته چې د انگلیس د گټو پرضد وی نو ډیر ژر د زوی او پلار ترمنځ شخړه رامنځته شوه. په همدې ترڅ کې په ۱۸۴۵ ز کال کې انگلیسانو پرپنجاب برید وکړ او د رنجیت سینگهـ ځای ناستی چې نوی د کره او اصلی گواښ په تومنه پوه شوی وو د انگلیس پر وړاندې یې له امیر څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو دا هغه کار وو چې امیر ورڅخه ډډه کوله او سره له دې چې وزیر اکبر خان ډیر ټینگار وکړ او په هغه کې د پیښاور د بیرته تر لاسه کولو شونی والی په څرگند ښکاریده خو بیا هم امیر ډډه وکړه. سره له دې هم وزیراکبر خان د پلارد غوښتنې برخلاف د سپرو یوه ډله پنجاب ته ولیږله او نوموړې ډلې د سوبران په جگړې کې گډون وکړ خو رغنده کار یې تر سره نه شوای کړای او انگلیسانو هم دغه خوځښت هومره جدی ونه نیو.

له دغې پیښې وروسته وزیر اکبر خان ته چې د کابل د واکمنۍ اډانه کوشنۍ ښکاریدله هڅه وکړه چې کندهار راخپل کړی او ددغه کار د ترسره کولو لپاره یې د هرات له واکمن یارمحمد خان سره اړیکی ونیول او د هغه له لارې یې له ایران سره د دوستۍ لاره پرانیستله.دغه کار ددې لامل شو چې وزیر یارمحمد خان خپله لور (بوبوجان) وزیر اکبرخان ته ورکړی او د وزیر اکبر خان د تره لور (گوهر) خپل زوی سیعد محمد خان ته وغواړی.

د فراه د ولایت د ستونزې پرسر د وزیریار محمد خان اړیکې د کندهار له سردارانو سره تیرینگلې وې. د فرهنگ په وینا " له ډیرو مودو راپدیخوا د فراه ښار او ولایت د هرات او کندهار ولایت د واکمنو تر منځ د ستونزې سرچنه وو او د ځواکونو د انډول په پرتله د دواړو خواوو په منځ کې لاس په لاس کیدل. فراه د پرله پسې جگړو د اور په لوخړو کې دډیرو تاوانونوپه لېدلوخپل پخوانی اهیمت لاسه وکړی وو. خو له دې سره سره د دواړو گاوڼدیو ولایتونو د واکمنو لپاره د پت ، نوم او ډاډینې یوه لاره گڼل کېدله. له دې چې کهندلخان د هرات د والی دبوختوالی له امله ، د فراه ولایت په خپله ولکه کې را نیولی وو نو په دې اړه وزیر یارمحمد خان په کابل کې له وزیراکبر خان سره خبرې وکړې او دواړو پریکړه وکړه چې کندهار د کهندلخان او د هغه د وروڼو له لاسه را خلاص کړی. امیر دوست محمد خان ټینگار وکړ چې دغسې یوه شېبه وَړنده نه ده خو هڅو یې گټه ونه کړه، اوپه هیواد کې د انگلیس ضد مورچل چې مشری یې دواړو وزیرانو ( اکبرخان او یارمحمد خان) په یو موټی والی کوله لا پیاوړی کړ. " (۸۲)

ارواښاد غبارگروهن دی چې :" په ۱۸۴۶ ز کال کې د معاذالله خان، صاحبزاده جانان او صاحبزاده فتح خان تر مشرۍ لاندې د تگاب وگړو د امیردوست محمد خان پر وړاندې پاڅون وکړ او د امیر لیږل شوی لښکر یې د هغه له ورور جبارخان سره یوځای د یوه ناڅاپه چپاو په ترڅ کې دړې وړې کړ. وزیر محمد اکبرخان په خپله تگاب ته ولاړ او صاحبزاده گان یې په یوې مخامخ جگړې کې ووژل، مالیه یې وټاکله او بیرته کابل ته را ستون شو. په همدغه کال کې وو چې په ننگرهار کې د اشپان او ماما خیلو وگړو د امیر پر وړاندې پاڅون وکړ. امیر دوست محمد خان اړ وو چې د پاڅون د ماتولو لپاره وزیر محمد اکبر خان ولیږی. د وزیر اکبر خان سترگوچې ددغسې یوې شیبې لپاره لارې څارلې نو ژر تر ژره یې مخه د جلال آباد پر لور را تاو کړه او پاڅونوال یې د پوهې او سولې له لارې بیرته پر خپل ځای کښینول او بیا یې د ځواک را ټولو ته ملا وتړله چې د سندهـ پر لور ولاړ شی او د افغانستان له لاسه تللې ځمکې بیرته تر لاسه کړی، ځکه انگلیسی سرتیرود سیکهانو حکومت ټکولی وو او پنجاب له څپڅپانده اکر وکر سره مخامخ وو.

څرگنده ده چې امیر دوست محمد خان دغسې یو خوځښت نه غوښت او هڅه یې وکړه چې د وزیر مخه ونیسی. په همدغسې یوه وخت کې وزیر اکبر خان ته د ملاریا ناروغی ور پیښ شوه او د یوه هندی طبیب له پلوه ورته په گولۍ کې زهر ورکړل شول او د څو ساعتو په ترڅ کې سترگې یې له نړۍ پټی او د مړینې گټه یې د انگلیس دولت ته ورسیدله (۱۸۴۶ زکال ، د ۱۲۶۳ ق کال ژمی).
د وزیر اکبر خان مړی یې د کابل له لارې بلخ ته یووړ او د مزار شریف په روضه کې خاوروته وسپارل شو." (۸۳)

په دې ډول د یوه پیاوړی اتل جنگیالی د ښادنامو داستان پای ته ورسید. د وزیر اکبرخان له مړینې سره سم ، کابل د ملی مشرانو له شتون څخه تش شو، ځکه وزیر اکبرخان اومیر مسجدی خان ته زهر ورکړل شول، عبدالله خان ووژل شو، ناﺋـیب امین الله خان بندی شو، سردار سلطان احمد خان ، محمدشاه خان بابکرخیل له یو شمیر نورو ولسی اتلانو سره یوځای له درباره وشړل شول.

د وزیر اکبرخان اخلاق او شخصیت


په نولسمې پیړۍ کې زموږ د ولس د خپلواکۍ په جگړو کې وزیر اکبرخان یو ځلانده څیره ده. تـنکی ځوان ووچې پښه یې د هیواد په سیاسی پیښو کې راښکېل شوه او په خپلو ټولو پوځی ننگونو کې په سرلوړۍ بریالی راووت.

په لومړی سر کې مو وویل چې وزیر اکبر خان ۱۶- ۱۷ کلن وو چې په کندهار کې یې د شاه شجاع لښکر دړې وړې کړ او دغه بریا ده ته له هغه مهاله وروسته ور په برخه کېدله چې په جلال اباد کې یې د دغه ولایت سرغړاوی والی نواب محمد زمانخان ټکولی وو ؛ نوموړی په کلابندۍ کې له امیر دوست محمد خان سره د بالاحصار د دیوالونود مورچلونو له شا جگړه کوله. شل کلن وو چې د خیبر ددرې په بلې غاړه کی د یوې مخامخ جگړې په لړ کې د سیکهانو سر لښکر، جنرال هری سینگهـ مات او بیا یې وواژه. ۲۲ کلن چې زموږ پر هیواد د سیکهانو اود انگلیس د ځواکونو له خواله دوه وو لوریو تیری وشو، اکبرخان د سیکهانو د لښکر د مخنیوی لپاره د خیبر تر درې پورې وړاندې ولاړ خو د هیواد د خپلواکۍ او ولسواکۍ دښمنانو هغه ته د جگړې له پیلیدا مخکې زهر ورکړل او د مرگ تر پولې یې ورساوه خو له نیکه مرغه مړ نه شواو یو ځل بیا د تأریخ د ننګونو له آزموینې څخه سرلوړی راووت.

وروسته په هماغه کال کې د بخارا د پاچا په زندان کې ولوید اوله ۲ کالو بند وروسته هیواد ته راستون او په ۱۸۴۱ ز کال کې په کابل کې د مشرانو او سپین روبو په ټینگار او غوښتنې یې د انگلیسی ضد پاڅون مشری په غاړه واخیستله او درغلن مکناتن یې د افغانی سیاست په لومو کې راښکیل کړ او مخکې له دې چې د دښمن غیشی دی له پښو وغورځوی د هیواد ټگ مار دښمن یې وواژه او له هغه وروسته د افغانستان د حقپال ولس د سترگو تور وگرځېد.

د انگلیس د یرغملو پر وړاندې د وزیر اکبرخان له مړینتوب او له ښیگڼو ډک چال چلند ددې لامل شو چې ان د انگلیس د شپاړلس نیم زریز لښکرله پوپنا کېدنې سره سره چې له هغو څخه یوازې یو تن ژوندی پاتې وو بیا هم هغه په درانده نوم یاد کړی. وزیر اکبرخان د جلال آباد په لاره کې د ۴۴ تنو انگلیسانو ژوند چې له هغه څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه وژغوره او چاته یې اجازه ورنه کړه چې هغوی ته څوک تاوان ورسوی. څرگنده ده چې یرغمل کسان د وزیر اکبرخان لپاره له ارزښته ډک کسان ول ، خو له دې سره سره که د میلمه پالنې خبره رامنځته شی ، نو د هغوی میلمه پالنه یې د کوربه په توگه کوله. ان کله چې په جلال آباد کې یې د جنرال سیل له لاسه ماته وخوړله او ټپی شو د جلال آباد د مجاهدینو له ټینگار سره سره دې ته حاضر نه شو چې یا یرغمل کسان وځوروی او یا د میرمن سیل په گډون هغوی ووژنی. میرمن سیل چې د خپلو یادونو کتاب یې لیکلی د سردار اکبرخان نوم په درنښت یادوی او وایی چې " نوموړی سردار هڅه کوله چې یرغمل نیول شوی کسانو ته ځانگړې پاملرنه وکړی او پام به یې ساته چې څوک یې په بې لامله توگه ونه ځوروی او د ښځمنو پت یې خوندی وساته." (۸۴)

لوشینگتن د [لوې جگړې او کوشنی هیواد د جگړې] د کتاب لیکوال د وزیر اکبرخان د ښیگڼو، کړو وړو او چال چلند په اړه داسې لیکی:" هغه بولندوی چې د یوه لښکر د پوپنا کیدنې بنسټ یې ایښودلای وو که د یوې دروهې (توطﺋـې) په ترڅ کې دروهه جوړونکی گوتو ته ورتلل نوله هغه سره سره به یې د ښیگڼې په کولو د میلمنه پالنې په دود د هغوی پالنه کوله. یوه ورځ یې د هغه مخې ته " لیوتننت لویل" راووست، محمد اکبرخان د هغه ټپونه په خپل لاس ور وتړل او د ټپ پر سر یې ورته لته دود کښیښود او هغه ته یې خپله ډیره زړه سواندی ورڅرگنده کړه. له استثنایی شېبو پرته د هغه چال چلند په ټولیز ډول له ټولو سره یو شان وو. سردار اکبر خان له انگلیسی یرغملو سره داسې چال چلند وکړچې پرمختللی مدنی هیوادونه یې له جنگی یرغملو سره کوی او که د هغه دغه چال چلند د لویدیځ له نورو واکمنو د بیلگې په توگه د حیدر یا تیپو سلطان له میړانو سره پرتله کړﺉ نو د افغانی مشرد لوړو اخلاقو او ښیگڼو بیلگې به په ځانگړتیا در څرگندې شی." (۸۵)

هغه څه چې دغه لیکوال هک پک کوی دا دﺉ چې ولې سردار اکبرخان له یوې خوا د دومره لوی لښکر پو پنا کیدنې ته غاړه ږدی او له بلې خوا د همدغه لښکر پر کوشنۍ پاتې شوې ډلې زړه سواندی دی؟
ځواب څرگند دﺉ. سردار اکبرخان د افغانی ځانگړتیاو او چال چلند په لرلو له چا غچ نه اخیست (دا د ټولو افغانانود ژوند یوه دودیزه بیلگه ده چې که څوک ځان د افغانی سیوری پناه ته وسپاری، نو هغه سړی له غچ اخیستنې څخه بچ دی) او که سردار د یوه لښکر پو پنا کېدندې ته غاړه ږدی هغه یې ولسی او ملی دنده وه، ځکه دا په خپله انگلیسان ول چې په څو څو ځله یې خپلې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړې وې.

سردار محمد اکبرخان د لغمان په بدیع آباد کې له انگلیسی یرغمل کسانو سره هغسې له ښیگڼو ډک چلند کاوه چې له یوه افغانی سردار سره ښایی. هغه د ټپیانو خبر اخیست، ښځمنو ته به یې د زړه ډاډینه ورکوله د هغوی له ماشومانو سره د ځمکې پرمخ کښیناست او له هغوی سره به یې لوبې کولې او په افغانستان کې د دودیزه ژوند د یوې برخې پر بنسټ یې د انگلیسی ښځو او ماشومانو په ساتنه او هغوی ته په درنده سترگه کتلو کې اړینه پاملرنه کوله.

اندرسن یو تن انگلیسی افسر د یرغمل نیول شویو کسانو په ډله کې وو او د هغه څلورکلنه لورهم د خورد کابل د درې په غاښی کې د ۱۸۴۲ زکال د جنوری په اتمی نیټې د غازیانو لاس ته لویدلې وه او د سردار اکبرخان د لارښوونې پربنسټ نوموړی نجلۍ کابل ته لېږل شوې شوه چې د نواب محمد زمانخان په کور کې یې ژوند کاوه او د نواب د کورنۍ له بامنې او مینې ډک چاپیریال څخه برخمنه وه. د نجلۍ مور او پلار له دې امله سخت په اندیښنه کې ول، سردار اکبرخان د ناﺋـیب امین الله خان په نامه له جلال آباده یو لېک ولیږه او له نجلۍ یې د ډاډ وړ کسانو له لارې بیرته را وغوښتله. په دې اړه یو لېک شته چې د سردار اکبرخان په خپل قلم لېکل شوی دﺉ. دا دﺉ اوس د همدغه لېک متن ولولی :

گران اکا او ناﺋیب صاحب دې د پاچایانو د ستر او څښتن پاچا د لوړې ځلاندې ماڼۍ د رڼا په روښنایی کې رانغاړلی وی او د ستاینو وریا دې پرې وی او لوی څښتن دې له هرډول کړاوونو څخه په ساتنې کې د خپل سیوری تر پناه لاندې ولری او د خوښۍ هېله یې کوم. له هغه ورسته غواړم د اندرسن د یوه تن پیرنگی د لورپه تړاوڅرگنده کړم چې د هغه لورد خورد کابل په دره کې مخورو او څښتن دوست محمد عمرخان ته ورکړل شوې وه او د نوموړې نجلۍ پلار د څښتن دوست میراحمد خان لاس ته ورغلی وو اوله هماغه نیټې وروسته د نوموړی نجلۍ د کورنۍ اړوند کسان چې زما په ولکه کې دی خورا زیات کړیږی چې په دې تړاو مخکې هم لېکنه شوې وه. اوس یو ځل بیا لیکم چې په هر ډول چې اړینه بولی او کیږی هماغه نجلۍ د ډاډمنو کسانو په ساتنه کې راولیږﺉ ځکه دا ښه کار دﺉ او که را ونه رسیږی نو ډیره ناوړنده او نامناسبه کړنه به وی. هیله مند یم چې په دې تړاو تر خپلې شونې وسې هڅه وکړﺉ ، زموږ له اړخه مو زړه ډاډه اوسه ، د خپلې روغتیا او د روانو پیښود لړۍ خبر په لیکلې توگه موږ ته راولیږﺉ بشپړ ډاډ لرم چې د اندرسن د لور په رالیږنه کې به هېڅ ډول نیمگړتیا او بې پروایی ونه شی اودا یو له اړینو چارو څخه دې چې ودې شی ؛ نور مو د لوی څښتن په پنځونې اود بامنې تر سیوری لاندې غواړم. د سردار محمد اکبر خان مهر" (۸۶)

ددغه ځانگړی لیک د لیکبڼې له مخې د دښمن د ناموس او د هغوی د ځان د روغ رمټ والی په اړه د غازی سردار محمد اکبر خان هغه انسانی احساسات راڅرگندیږی چې د یرغمل نیول شویو کسانو په تړاو یې درلودل ؛ ددغه لېک څوکرښې هغه له ویاړه ډک لاسوند دﺉ چې ددغه سردار مجاهد دریځ یې ددښمن په سترگو کې لا دروند او لوړ کړﺉ وو. د ۱۸۴۲ ز کال د مې د مېاشتې په لسمې نیټې نوموړې نجلۍ د هغې مور اوپلار ته و سپارل شوه چې مور او پلار د خوښۍ په جامو نه ځاییدل. د نواب محمد زمان خان کورنۍ نجلۍ ته ورښودلی ول چې که څوک ورڅخه پوښتنه وکړی نو ودې وایی چې :" مور او پلارمې کافر دﺉ ، خو زه مسلمانه یم." (۸۷)

له جنگی یرغملواو د هیواد له دښمنانو سره د سردار اکبر خان د اخلاقو او له ښیگڼوبرخمن چال چلند اود هغه د مېلمه پالنې په اړه له انگلیسی لیکوالانو څخه ډیر څه پاتې دی چې هر یو یې په خپل وار هغه څه چې نن موږ وایو د وزیر اکبرخان د دغې ځانگړتیا ، رښتونې منښته کوی.

بریدمن ایر(یو تن یرغمل) وایی چې : د انسانی اخلاقو اوښیگڼو بله لوړه کچه بل ځای نه شو موندلای چې اکبرخان یې له خپل لوری د یرغملو په حق کې څرگندوی، په هغه شیبه کې چې یرغمل او ددوی ساتونکی د کابل د بهانده سیند د څپاندو څپو له سره تیریدل هغه ډیره اندیښنه درلوده چې له یرغمل نیول شویو کسانو څخه څوک ډوب نه شی او په پای کې ټول روغ رمټ له سینده تیر شول. ایر د مکنزی د وینا له مخې چې د دسامبر د مېاشتې د ۲۳ په غونډه کې یو یرغمل وو ، وایی:" زه باید د محمداکبرخان په اړه د نیاو او انصاف له مخې ووایم چې کله زما د غاړې د پریکولو لپاره د غازیانوکړۍ راتاو شوه نو ما د هغه رکاب ته لاس واچاوه او ځان مې ټینگ کړ، هغه په زړورتیا خپله توره له تیکی را وایستله، توره یې له تر سر تاوه کړه او ویې ویل"هیڅوک نه شی کولای هغه ته تاوان ورسوی، مگردا چې لومړی زما چاره راوکړﺉ." د وزیراکبرخان پراخلاقو ، غرور هغه وخت غلبه وکړه کله چې پوه شو چې نور زه له گواښ سره مخامخ نه یم، او په ملنډو یې راته وویل چې "ته راغلی یې چې زموږهیواد ونیسی!" (۸۸)

لوشینگتن لیکی...."سره له دې چې د یرغمل نیول شویو او د وژل شویو خپلوان په ویرې او ترهورۍ پر اکبرخان بد وایی او د خپلو خبرو لپاره دلایل هم لری خویرغمل د میلمنو په توگه په برابر دریځ د کوربه مخې ته کښینی او له هغه سره خوراک او څښاک کوی. د انگلیس د لښکر پو پنا کوونکی او د انگلیس د سیاسی استازی مکناتن وژونکی ، د خاورینې ځمکې پرمخ د هغو کسانو د ماشومانو په منځ کې چې ژوند او مرگ یې دده په لاس دﺉ ناست او له هغو سره لوبې کوی او پر هغوی گران دﺉ..." (۸۹)

ان پر افغانستان د انگلیسانو له یرغل مخکې د بهرنیو پروړاندې د سرداراکبرخان چلند له درناوی ډک وو. لرغون پیژندونکی او په ۱۸۳۸ز کال کې د امیردوست محمد خان دربار ته د برنس د پلاوی پیښلېک لیکونکی (واقعه نگار) چارلزمیسن تر یوې مودې پورې په کابل کې پاتې شو او د بالاحصار گرد چاپیره یې د لرغون پیژندنې څیړنې پیل کړې چې په پای کې د څو ښځمنو مجسمو کوپړۍ ، یو شمیر لوښی او نور اوزار وموندل. کله چې سردار اکبرخان د دغو موندنو په اړه خبر شو هغه یې ځانته را و باله ؛ کله چې د سرو زرو په پاڼو پسولل شوې د کنډو (مجسمو) سرونه یې ولیدل ، ویې ویل: کاشکې په رښتونې نړۍ کې هم دومره ښکلا وای.میسن وایی چې سردار اکبرخان او د هغه اکا نواب جبارخان د بهرنیانو ساتنې ، پالنې او د هغوی د اړتیاوبرابرولو ته ډیره پاملرنه کوله او له هره اړخه پوهانو او لرغون پیژندونکو ته یې اسانتیاوې چمتو کولې. میسن نوموړی ارزښتناکه شیان لومړی کلکتې او بیا یې لندن ته یووړل.(۹۰)

د افغانستان د وروستینو پاچاهانو (پادشاهان متأخرافغانستان) د کتاب لیکوال د سردار اکبرخان په اړه لیکی : "وزیر اکبرخان یو پوه ،لایق او هوښیار سړی وو او ته به وایې چې په دنیوی چارو کې یې له ټولو ډگر گټلی وی او په عقل او ځیرکۍ کې او د نړۍ لید په تدبیر کې تر ده لوړ نورڅوک مونده نه شی." (۹۱)

سردار اکبرخان زړَور او په خپله ژبه او ژمنه ټینگ ولاړ سړی وو.کله چې د مرنجان په غونډۍ کې یې د فتح جنگ او ناﺋـیب امین الله جنگیالیو ته ماته ورکړه او د محمد شاه خان بابکرخیل په منځگړیتوب سولې او د فتح جنگ د وزارت د څوکۍ منلو ته یې غاړه کښیښودله، نواب محمد زمانخان سردار د وزارت د څوکۍ له منلو او له ناﺋـیب امین الله خان سره د خپلوۍ له کولو څخه منع کړ، خو هغه ځواب ورکړ اوس مې د سولې ټول آړونه منلی اونه شم کولای له خپلې ژمنې بیرته را وگرځم. حمید کشمیری د سردار اکبرخان له ژبې نواب زمانخان ته وایی:

جوابش بگفت اکبـــر نامجـــــوی که اکنون چــه خیــزد ازین گفتگوی
چوشب بسته پیمان سحربشکنم چــه گویــد بـــر دوستــان دشمنــــم؟
درستی گر از عهدخـــود گم کنـم ازین پس چــه پیمان بـه مردم کنم (۹۲)
ژباړه: نومیالی اکبرورځواب کړه چې له دغو خبرو څخه څه لاس ته نه راځی ځکه چې په شپه کې کړې ژمنه نه شم کولای بل سهار را ماته کړم ، زما دښمن به زما دوستانو ته څه ووایی؟ که زه له خپلې ژمنې سپیڅلتیا لیرې کړم نو له ولس سره به څه ژمنه وکړای شم


د همدغه ځواب په ورکړې د نواب محمد زمانخان او د وزیر اکبر خان اړیکې ترینگلې شوې او خبره دې کچې ته را ورسیدله چې دواړو د اکا زامنو د یو بل پرمخ تورې را وایستلې اوسردار اکبرخان لاسبری شو او نواب محمد زمانخان یې وبخښه او بیا یې له هنده د امیر دوست محمد خان ترراستنیدلو پورې هغه یې د کابل د پاچاهۍ د مرستیال (ناﺋیب) په توگه وساته.

سرداراکبرخان میړه مخی، پتمن او بخښونکی وو. کله چې د هغه چوپړمار او ساتونکی پیرمحمد کاکړی د شا له لوری پرهغه ډز وکړ ، سردار ټپی او له مرگه بچ شو. پیرمحمد ومنله چې انگلیسانو دی تیر ایستلی اوهغه ته یې روپۍ ورکړې وې چې سردار ووژنی نو اکبرخان نوموړی وبخښه او له مرگه یې ور تیر شو.

سردار میړنتوب او افغانیت له یو بل سره برابر گڼل ، هېڅکله یې نه غوښتل چې دښمن ته شا واړوی. ان کله چې د بخارا له زندانه ورته د تیښتې لارې چارې برابرې شوې او پلار یې ورڅخه وغوښتل چې له هغه سره یوځای د بخارا له زندانه وتښتی نو سردار دغه کار بې پتی او له هرانډۍ (بزدلی) ډک کار وباله او پلار ته یې په ځواب کې وویل چې مرگ په میړنتوب کې منی خو نه غواړی په پتۍ کې ژوند وکړی.

لنډه دا چې سردار اکبر خان د خپل لنډ دیرش کلن ژوند نیمایی برخه په ویاړ سرلوړۍ تیره کړه او د سرښندویه ژوندانه دغه کلونه یې د هیواد د ملی واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې له بریاوو ډک ول ، له انگلیسانواو له پردیـپالو هیواد پلورو سره یې نه پخلا کېدونکې دښمنی درلودله او دغه موده یې له خپلې ځلاندې او تورکښې (آخته) تورې سره یو ځای د هیواد او د ملی یووالی د دښمنانو پروړاندې په جگړه کې تیره کړه. د هیوادوالو په زړونو او سترگو کې د یوه میړنی غازی مجاهد او د انگلیسانو د یوه سرسخته دښمن په توگه د هغه د زړورتیا او میړانې یادونو دومره ستر او له درنښته ډک کړ چې د ۱۸۴۱ � ۱۸۴۲ ز کلونو د پاڅون له بریا سره سم د هغه د ښادنامو اوله بریاوو ډکو جگړو په ویاړ د اکبرنامې په نامه شعری بوللې (حماسه) اورزم وبزم د (حمید کشمیری له پلوه په " ۱۸۴۳ ز چې له ۱۲۶۰ هجری سره سمون خوری" جوړه شوه ) او ظفرنامه اکبری [اکبری بریلېک] [ د ډیلی د اگرې د اوسیدونکی قاسم علی له پلوه په ۱۸۴۶ ز کال چې له ۱۲۶۳ هجری سره سمون خوری] وویل شوه. چې دغو دواړو د هغه نومیالتیوب ته د یوه تلپاتې اتل نوم ورکړ.

وزیر اکبرخان د هیواد له ودانیو او د هیواد د چاپیریال له ښیرازۍ سره ډیره مینه درلودله. د سراج التواریخ د لیکوال د وینا پر بنسټ په جلال آباد کې د باغ سراج ودانۍ د وزیر اکبر خان له نه هیریدونکو څلیو څخه یو کار دﺉ. وزیر اکبرخان د خپلې ځوانۍ په ډیرو تودو شپو ورځو کې په ۱۸۴۶ ز کال کې په دیرش کلنۍ کې په لغمان کې سترگې له نړۍ وتړلې او د هغه جنازه یې د فیل پر اوږو مزارشریف ته یووړه او د هغه د وصیت پر بنسټ یې د حضرت علی کرم الله وجهه په روضه کې خاوروته وسپاره.(۹۳) له هغه وروسته گنگوسې خپرې شوې چې انگلیسانو د خپل ۱۶۵۰۰ کسیزلښکر د پوپنا کیدنې په غچ کې د خپل یوه جاسوس له لارې هغه ته زهر ورکړل. اروا یې ښاده او یاد یې تل ژوندی وی!

له وزیراکبرخان څخه پاتې کسان


وزیر اکبر خان درې وَدونه کړی ول: یوه ماندینه یې د ستر احمد شاه بابا (ع) د سروزیر شاه ولیخان له کورنۍ څخه د غلام احمد خان پوپلزی لوروه. دغه واده یې په ۱۸۳۸ز کال کې د سیکهانو پرلښکر له بریا او د هغه لښکر د لوی بولندوی هری سینگهـ له وژنې وروسته ترسره شو.
دویم واده یې د ۱۸۴۲ ز کال د جولای په مېاشت کې د مرنجان په غونډۍ کې د فتح جنگ پرجنگیالیو له بری وروسته د ناﺋـیب امین الله خان له لور سره وشو. دریم واده یې د نامتو وزیر یارمحمد خان الکوزی له لور سره په ۱۸۴۵ ز کال کې وشو. وزیراکبرخان له دغو دریوو وَدونو څخه څلور ماشومان درلودل:
۱ � سردار فتح محمد خان
۲ � سردار جلال الدین خان
۳ � همدم سلطنت بیگم
۴ � مریم بیگم

د سراج التواریخ لیکوال د ۱۲۷۱ هجری کال (۱۸۵۵ز کال) د پیښو د شننو په ترڅ کې د لومړی ځل لپاره د وزیر اکبر خان له یوه زوی څخه یادَونه کوی او لیکی :" سردار فتح محمد خان د سردار اکبرخان زوی د امیرکبیر د زوی سردار غلام حیدر خان له پلوه د کلات غلزای (زابل) پرحکومت وگورمال شو او ورسره یې جنرال فرامرز خان له یوه پوځ سره ملگری ولیږه (۱۲۷۱ ق =۱۸۵۵ ز)(۹۴)

په ۱۲۷۲ ق (۱۸۵۶ز) کال کې کله چې امیردوست محمد خان کندهار د کابل له واکمنۍ سره ونښلاوه او بیرته یې د کابل پر لورد تگ تکل وکړ نو خپل زوی او خولشاهزی (ولعیهد) سردار غلام حیدر خان یې د کندهار د واکمن په توگه وټاکه اود ارواښاد سردار محمد اکبرخان زامن ، سردار فتح محمد خان او سردار جلال الدین یې له هغه سره د اړوندوچارو په مرسته کې مرستندویان وټاکل. (۹۵)

په۱۲۷۴ هجری (۱۸۵۸ ز کال) کې سردار غلام حیدرخان د کابل تکل وکړ خو له کندهاره له خوځېدا مخکې د وزیر اکبر خان زوی سردار جلاالدین یې د پشت رود (گرشک) واکمن و ټاکه او سردار فتح محمد خان یې پرخپل ځای د کندهار پر حکومت پریښود او له هغه وروسته کابل ته راغی. کله چې سردار غلام حیدرخان کابل ته راغی نو په ډیرې لنډ مودې کې د تورې تبې (محرقه یا تیفوس) په ناروغۍ اخته شو او د ۱۲۷۴ هجری د ذیقعدې په ۲۱ (د ۱۸۵۸ز کال د جولای په ۲ نېټه) په ۳۹ کلنۍ کې یې سترگې له نړۍ پټې کړې. کله چې سردار جلال الدین خان د خپل اکا سردار غلام حیدر خان له مړینې خبر شونو له گرشکه کندهار ته راغی او د خپل اکا دوه کونډې ماندینې یې له ځان سره خپل کورته بوتلې چې ځان ته یې په نکاح کړی خو ټاکل شوی وخت لا نه وو تیر شوی چې سردار شیرعلیخان د کندهار پر حکومت و ټاکل شو او کندهار ته راغی. سردار جلال الدین د خپل اکا له ویرې لومړی شالکوټ (د نن ورځې کوېټې) ته او له هغه ورسته کراچۍ ته وتښتید او له هغه ځایه بمبـﺋـی ته ولاړ ، له هغه ځایه په بیړۍ کې عربستان ته او بیا د ترکیې پاچا قسطنتـیې ته ولاړ، د ترکېې پاچا هغه و پاله او هلته یې استوگنه غوره کړه. (۹۶)

اووه کاله وروسته (۱۲۷۹ ق =۱۸۶۳ ز) کله چې امیردوست محمد خان هرات کلابند کړ سردار جلال الدین خان د ایران له لارې هرات ته راغی او د امیر کبیرتر مخ وپالل شو. امیر کبیر هغه و بخښه او وېې نازاوه. له هغه وروسته له امیر کبیرسره بدرگه سردارانو له هغه سره د درې لکو روپیو مرسته وکړه. هغه په ۱۸۶۶ زکال کې د جلال آباد واکمن و ټاکل شو. کله چې امیر شیرعلیخان د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ کښیناست سردار جلال الدین د ننگرهار له یو شمیر سردارانو سره په هملاسۍ د امیر شیرعلیخان پر وړاندې پاڅون وکړ او له ناکامۍ وروسته هند ته وتښتید او تر ۱۸۸۲ ز کال پورې یې په راولپنډۍ کې ژوند کاوه. سردار جلال الدین خان دوه وَدونه وکړل، لومړی واده یې له ۱۸۶۷ز کاله مخکې د سردار ابراهیم خان له لور او دویم واده یې د امیر محمد اعظم خان له لور سره وو.

سردار فتح محمد خان چې په ۱۸۵۵ ز کال د غلزایی کلات واکمن وو په ۱۸۵۸ زکال کې د سردار غلام حیدرخان په کالخوایی (نیابت) تر یوې مودې پورې د کندهار واکمن وو، کله چې سردار شیرعلیخان د کندهار واکمن وټاکل شو، بیرته غلزایی کلات ته ولاړ او په ۱۸۶۴ � ۱۸۶۵ ز کلونو کې د بلخ واکمن، له ۱۸۶۵ تر ۱۸۶۶ ز پورې د تخته پل واکمن، او له ۱۸۷۰ تر ۱۸۷۲ ز پورې د هرات واکمن وو چې همدلته له سردار یعقوب خان سره په جگړه کې ووژل شو. هغه دوه وَدونه کړی ول او څلور ماشومان یې درلودل:
۱ � سردار امیرمحمد خان (ماشومان نه درلودل)
۲ � سردار عبدالرحیم خان ( ماشومان نه درلودل)
۳ � سردار سلطان محمد خان
۴ � سردار عبدالعزیز (له یوې سبزوارۍ (شینډنډۍ) میرمنې سره واده وکړاو د سردارعظیم په نامه یې یو زوی درلود (۹۷)

یوځل په ۱۲۷۷ق (۱۸۶۱ ز) کال کې سردار فتح محمد خان د امیرمحمد خان له زوی سردار محمد شریف خان سره د غور د یوه ځمکوال عبدالغفورخان د ټــَکولو لپاره د یوه لښکر په مشرۍ کې له کلاته گرشک ته ولاړاو بیا یې د گلستان له لارې پر غور برید وکړ عبدالغفوریې مات او شړونې ته اړ کړ او غور یې ونیو. بیا په ۱۲۷۹ ق کال کې یې د امیر کبیر له لښکر سره د فراه او هرات پر لور وخوځېد او په ۱۸۶۳ ز (د ۱۲۹۷ ق وروستۍ ورځو) کې یې له کابل سره د هرات یووالی رامنځته کړ.

د افغانستان د وروستنیو پاچاهانو (پادشاهان متأخرافغانستان) د کتاب لیکوال میرزا یعقوب علیخان خافی چې له امیر شیرعلیخان سره یې په یوه مهال کې ژوند کاوه او له سردار فتح محمد خان سره یې خبرې اترې درلودلې د سردار فتح محمد خان د اخلاقو او چال چلند په اړه یو شمیر خبرې لری چې په بشپړ ډول د هغه د پلار د وزیر اکبرخان د شخصیت او کرکتر برخلاف دی. هغه لیکی:
" سردار فتح محمد خان چې د هرات د واکمنۍ د گدۍ له سره تر پایه واکمن ، ددغه ولایت واکوال
او ټول ولایت دده تر لاس لاندې وو ، نوموړی د بشپړ پوځی ځواک اولښکر څښتن وو، له یوې خوا د ځوانۍ ځواک ، د شاهزادگی نوم او د پاچا ( امیرشیرعلیخان) ملاتړیې درلود او په خټه او تومنه کې زړورتیا او لوی لاسی پرته وه خو له بلې خوا ددغه ټول واک او ځواک په را ټولیدا کې یې شپې ورځې په مستۍ او عیش تیرولې ، له لوی سپیڅلی څښتننه پرته چې هغه یې پلار او پاچا گاڼه نورڅوک ورته د اوبو د سر د خځلې په شان نښکاریده. پر هغه برسیره ډیر عیاش وو، شپه او ورځ یې په عیاشۍ کې تیرولې اود بانډارونو ساز او خوښیوپه څپو کې ډوب وو، درې څلورتـنه هردم چمتوداسې عیاشه چوپړماران یې مخې ته ولاړ ول ته گڼې چې د افلاطون د ماڼۍ ستـنې وی، د همدغو کسانو له لاسه تورکستان لا له پخوا پرته له جگړې او شخړې دړې وړې شوی وو او اوس د هرات وار دﺉ او په باید او شاید ډول د همدغو کسانو له لاسه پوپنا شی. هر گوره ؛ عیاش او بانډارپالی سردار له ملک او پوځه خبر نه وو، خو په بخښنه ، ورکړه او انعام کې یې له حاتم تایی پرته بل ساری نه درلود او له ټولو مخکې پرخپلو چوپړمارانو دومره زړه سواندی وو او دومره بخشش او انعامونه به یې ورکول چې د هغهوی له دریځ ورسره ښه نه پریښېدل. لنډه دا چې د افغانستان په ټاټوبی کې په شهزادگیتوب، ورکړه ، انعام او احسان کې له ده سره چا سیالی نه شوای کولای په ځانگړې توگه خپلو چوپړمارانو او خدمتگارانو ته یې دومره بخشش کاوه چې د افغانستان هیڅ شهزادگی به دومره بامنه او پالنه نه کوله او خدمتگار ته یې دومره بخشش ورکاوه چې پیټې یې نه شوای پورته کولای. که د دربار له مشرانو څخه کوم یوه چې له شهزادگی سره یې په غونډو کې ناسته پاڅه کوله ، شهزادگی ته ویل چې د انعام ورکړه دې باید د سړی د دریځ په کچه وی نو دا خبره به په لوی سردار بده ولگیدله او هغه به برعکس کار کاوه او پرعارض سړی به بې بد ویل او د هغه مخه به یې نیوله ... او د خپل عیش یوه شیبه به یې له ټولې نړۍ سره برابره نه گڼله. د ملک او د پوځ له چارو بې خبره وو پر خپلو چوپړمارو یې ډیر ډاډ درلود، د ملک او پوځ چارې یې د چوپړمار په ولکه کې ورکړې وې او پوښتنه او پلټنه به یې نه کوله که چوپړ مار ورته درواغ ویل هغه به شهزادگی ته رښتیا ول او د چوپړمار په اړه یې هېڅ رخه او سخه په زړه کې نه درلودله. سره له دې چې د چوپړمار له لاسه به پوځ او ملک ته ورانی او تاوان رسیدلی وو او بې وزلو کسانوبه له هغه د مرستې او سماونې غوښتنه کوله خو شهزادگی د چا خبروته غوږنه نیو، که کوم صادق چوپړ مار د ملک او پوځ د ورانۍ په اړه شهزادگی ته خبر رساوه نو لوی سردار به ډیر په قهر شو او خبر رسوونکی ته به یې سپکې اوسپورې وویلې اوتر دوه وو سوږمو رسیدلی ناصح سړی به په خپل مرگ راضی او په ځوړند سر بیرته ووت.د چوپړمارانو د خبرې پرسرمشرانو نه سونگ وهلای شوای او نه یې ښه یا بد."(۹۸)

هغه څه مو چې پورته د سردار فتح محمد خان د اخلاقو په اړه وویل یو یې هم د وزیر محمد اکبرخان په کرکتر کې نه ځاییدل ، ځکه وزیر محمد اکبرخان د ځوانۍ له پیله له پوځی نظم او دسپلین سره خوی نیولی وو او د هیواد د چارو د پرمخ بیولو رمز یې په پوځی چمتووالی کې لیده، له همدې امله ده چې انگلیسانو هغه د جنرال محمد اکبرخان په نوم یاد کړی دﺉ.او له همدې امله د ژوند په کرښه کې یې عیش او عشرت ځای نه درلود.

میرزا علیخان خافی د سردار محمد یعقوب خان او سردار فتح محمدخان د جگړې په تړاو په هرات کې د جگړې د ټولیز قانون او دود په اړه یوه په زړه پورې کسیه لیکلی ده. هغه وایی :"
په هرات کې د ښار د کلابندۍ په وخت کې یو ځانگړی دود دﺉ. دود داسې دﺉ چې د جگړې پرمهال د ولایت والی د ښار د لویې څلور لارې بازار ته راځی او دولت ( خزانه او پیسې) سره او سپین زر خپل خدمتگار ته پریږدی ، کله چې دښمن له دباندې زور زیات کړی نو والی په لوړ غږ جنگی خدمتگاران را غواړی او وایی : هر نر چې په نره او تړلې ملا له نورو سره ځی او په نره ډگر وگټی نو هر څومره جنگیالی چې ور سره ملگری کیږی هر یوه ته یې پینځه دانې سره زر ورکول کیږی.[ له هغه وروسته که هر چا پیسې غوښتلې ، والی ته ورځی او د خپل انعام له اخیستلو وروسته د جگړې ډگر ته ننوځی.] لنډه دا چې همدا په هرات کې د جگړې دود دﺉ. خو سردار فتح محمد خان د ښار یو څنډې ته ولاړ هلته یې خپله کیږدۍ ووهله او مقدمه ( جگړه) پیل شوه. په خپل ځای یې هغه سړی وټاکه چې د سردار یعقوب خان له لاسه یې د غوریانو په لاره کې ماته خوړلې وه او تښتیدلی وو ( د لیکوال موخه د هرات د سرلښکر د سردار سرورخان لوانی زوی میرزا احمدخان دﺉ). نوموړی د ښار د څلور لارې بازارته په تگ وټاکل شو او امر ورته شو چې بخشش او انعام دې ورکړی. د ښار وگړی له سردار فتح محمد خان څخه د دوه وو لاملونو له امله خوښ نه ول، لومړی دا چې : له سر تیرو او لښکر سره یې نه لیدل او هیڅکله داسې نه وو شوی چې لښکر ته دې ورغلی وی او د لښکر (مشران) دې نازولی وی. دویم دا چې : د هرات د لښکرجنگیالی له سره تر پایه د سردار محمد یعقوب خان پخوانی دوستان ول او سردار فتح محمد خان ته دا اړینه وه چې د پالنې او پامنې او دانه ورکولو (انعام او بخشش) له لارې یې ټول راخپل کړی وای. لنډه دا چې نوموړی( سردار فتح محمد خان) په دې اړه بې خبره وو..."

د خافی په وینا : له دې چې برید د سردار محمد یعقوب خان له پلوه پیل شوی وونو د هغه ځواکونو د سترگو په رپ کې ځانونه د کلا د شا دیوالونو ته را ورسول او پر دیوالونو د پوړیو په ایښودلو کلا ته را وختل او له بله اړخه په ښار کې دننه د سردار یعقوب خان پلویانو د هغه د سرتیرو پر مخ د ښار دروازې پرانیستلې او شورشیان پر ښاررا ننوتل. سردار فتح محمد خان چې اکروکر دومره له گواښه ډک ولېد نو د څو تنو ملگرو او ساتونکو په ملتیا یې د یعقوب خان مخې ته ور ودانگل ، هغه لا څو گامه نه وو اخیستی چې ددښمن په ډزو کې له پښو وغورځید اونه شوای خوځېدلای د هغه ځوان زوی سردار عبدالعزیزخان د پلار د غورځېدا پیښه په سترگو ولېدله، د پلار د غچ اخیستنې لپاره یې مخ ته ودانگل خو هغه هم په ډزو وویشتل شو او د پلار تر مخه یې سترگې له نړۍ پټې کړې. کله چې سردار یعقوب خان دا پیښه په سترگو ولیدله نو په بیـړه یې ځان سردار فتح خان ته راورساوه او هغه یې " خپلې کیږدۍ ته بوت او د ترسره شوی کارله امله یې پرمخ د پښیمانۍ اوښکې را وبهېدلې او سردرا فتح خان ته یې د تقصیر البلې وکړې. سردار فتح خان د غیرت اوسیالۍ له امله چوپه خوله پاتې وو او خبرې یې نه کولې په پای کې سردار یعقوب خان په ماته غاړه خپلې کوربلې لا زیاتې کړې، په پای کې سردار فتح خان له ناچارۍ خوله پرانیستله او ویې ویل، له پاسه لېک شوې برخلېک همداسې وو. د شکرځای دی نه د البلو او گریوان څیروونو. له سپیڅلی څښتن څخه منندوی یم چې هیله مې ترسره شوه او دا دې د لوړدریځ ستوری پاچا په غیږ کې پریوتم چې هم راته پلار دﺉ اوهم زړه سواندی واکمن او خپل زوی مې د هغه په رکاب کې بلهاری (فدا) کړ اوښه دﺉ چې د نورو په شان مې هغه خوا بدی نه کړ. فتح خان د همدې په ویلو ځان حق ته وسپاره." (۹۹)

په دې توگه سردار فتح محمدخان او زوی یې سردار عبدالعزیزخان په ۱۸۷۲ز کال کې په هرات کې د یعقوب خان د بغاوت په پیښه کې ووژل شول او له همدې امله امیر شیرعلیخان خپل زوی سردار یعقوب خان کابل ته راوغوښت او هغه یې په زندان کې واچاوه او تر ۱۸۷۸ ز کال پورې په زندان کې وو. (۱۰۰)

د سردار وزیر محمد اکبرخان د لوڼو برخلیک داسې شو چې : د هغه لومړی لور (همدم سلطنه) د سردار سلطان محمد خان (طالـﺋـی) د دریم زوی سردار یحیی خان په نکاح کې راغله او هغه د امیر حبیب الله خان (د نادرشاه پلار) د مصاحبان مور وه. د وزیر اکبر خان دویمه لور(بی بی مریم) د امیر دوست محمد خان له پلوه سید محمد پاچا کونړی ته چې د هرات په سوبه کې له امیر سره په یوه رکاب کې وو ، وبخښل شوه.
د ډاکټر سیدخلیل الله هاشمیان په وینا له سید محمود پاچا سره د بی بی مریم واده په کونړ کې تر سره شو. سید محمود پاچا له دغې میرمنې څخه د سید احمد په نامه یو زوی درلود. سید احمد هماغه سړی دﺉ چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې یې مرکزی حکومت ته غاړه نه ایښودله ، په خپل نامه یې سکه ووهله د کونړ او د نورو ختیځو ولایتونو مالیه دده په نامه را ټولیدله او مرکزی حکومت ته نه استول کېدله. امیر عبدالرحمن خان پریکړه وکړه چې نوموړی ، مرکزی حکومت ته په غاړې را ټیټونې رامات کړی خو هغه په پاڅون لاس پورې کړ او له لنډ مقاومته وروسته یې ماته وخوړله او د هندوستان د پولو څنډو ته وتښتید او د ژوند تر پایه هماغلته پاتې شو.د هغه له مړینې وروسته بی بی مریم بیرته افغانستان ته راغله او په کابل کې د نادرشاه د پاچاهۍ تر لومړیو پورې ژوندۍ وه. د ډاکټرهاشمیان په وینا د سید احمد پاچا زوی سید شریف نومیده چې د نادرشاه سریاور او هم د هغه د ترور (خاله) لمسی وو.
د ډاکټرصاحب هاشمیان په وینا یوه ورځ د سید احمد خان پاچا په کورکې د سید شریف په نامه یو زوی وزیږید. په هماغه ورځ د (اعتمادالدوله) سردار عبدالقدوس خان په کور کې یوه نجلۍ نړۍ ته راغله او د هماغې ورځې د دود پربنسټ د ماشومانو میندو او پلرونو دواړه ماشومان له یو بل سره کوژده کړل او کله چې ځوانان شول نو له یو بل سره یې واده وکړ. په دې توگه د نارخان سریاورسید شریف خان د سردار عبدالقدوس خان زوم هم وو.د ارواښاد غبار په وینا: د نادرشاه سریاور سید شریف خان هماغه سړی وو چې د نادر په امر یې غلام نبی خان چرخی برچپک کړی وو."(غبار، دویم ټوک پ ۱۱۷)
اوس په کابل کې د سردار وزیرمحمد اکبرخان له زوزاته څوک نه لېدل کیږی، ښایی په بهر کې څوک وی خو لیکوال ورڅخه خبر نه لری. پای


اخځونه او سرچینی:


۱ � میرزا عطا محمد شکارپوری نوای معارک پ. ۱۲۶
۲ � د خراسان مجله لومړۍ گڼه ۱۳۶۰ ، پ ۶۰
۳ � هماغه مجله پ ۶۲ ، دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان در نیمه قرن ۱۹ له ۲۹۰ پ وروسته چاپ ۱۳۷۸ مشهد تهران
۴ � فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱،پ ۲۹۵،غبار، ۵۶۷، پیرس پ.۱۸۷
۵ � برید من ایر ، په افغانستان کې د یوه بندی خاطرات پ ۱۹۵
۶ � سراج التواریخ ، ټوک ۱ پ ۱۷۸
۷ � غبار، افغانستان در مسیر تأریخ، ټوک ۱، پ ۵۶۷، ۵۶۹
۸ � غبار، هماغه ، پ ۵۷۰
۹ � رشتیا ، افغانستان در قرن ۱۹، پ ۷۵، ۵۲ ، کهزاد، در زوایاې تأریخ معاصر افغانستان ۱۳۴۱،پ ۱۴۴،پیرس، عروج بارکزایی ، پ ۱۴۷، آزاد افغانستان د غبرگولې گڼه ۱۳۷۷، د عزیز نعیم مقاله، افغانستان مرکز ثقل بازی بزرگ
۱۰ � سراج التواریخ ټوک ۱،پ ۱۴۹، نوای معارک ۱۳۳۳ پ ۱۰۲ � ۱۰۶
۱۱ � حمید کشمیری، اکبرنامه پپ، ۳۱ � ۴۱ همدارنگه پرتله کړﺉ له سراج التواریخ سره،ټوک ۱، پ ۱۲۶
۱۲ � اکبرنامه پ،۴۸
۱۳ � اکبرنامه پ، ۴۹
۱۴ � غبار در مسیر تاریخ ، پ ۵۱۹، (سراج التواریخ ټوک ۱ پ ۱۲۶)
۱۵ - اکبرنامه پ، ۵۰
۱۶ � فیض محمد کاتب ، سراج التواریخ ،پ ۱۲۷ � ۱۳۰
۱۷ - سراج التواریخ ،پ ۱۳۰
۱۸ - اکبرنامه پ، ۱۰۰
۱۹ � افغانستان در مسیر تأریخ، پ ۵۵۴ � ۵۵۵
۲۰ � نفتولا خالفین ، انتقام در جگدلک، د عالم دانشور ژباړه، پ ۳۰۱ � ۳۰۲
۲۱ � سید قاسم رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹،پ ۲۰۲
۲۲ - حمید کشیمری اکبرنامه ،پ ۱۷۲ � ۱۷۴ ، حبیبی ،تأریخ مختصر افغانستان ۱۳۴۹ پ۱۱۴
۲۳ - نفتولا خالفین ، انتقام در جگدلک، د عالم دانشور ژباړه، پ ۳۹۲
۲۴- غبار، هماغه، پ ۵۵۵ ،دتړون ددغو ۱۲ گونو موادوتفصیل د همدغه کتاب په ۴۵۱ پاڼه کې هم لوستلای شی
۲۵ - غبار، هماغه، پ ۵۵۵ � ۵۵۶
۲۶ � غبار ،پ ۵۵۷
۲۷ - میرزا علی قلی ، تأریخ وقایع و سوانح افغانستان، پ ۱۰۷ پرتله کړﺉ له غبار پ۵۵۷
۲۸ - غبار، هماغه، پ ۵۵۷
۲۹ - میرزا علی قلی هماغه کتاب ، پ ۱۰۹
۳۰ � نوای معارک ، پ ۱۵۸ � ۱۵۹ ،رشتیا ،پ ۱۰۷
۳۱ - غبار هماغه ،۵۵۷ نفتولا خالفین ، انتقام در جگدلک،پ ۴۲۲
۳۲ � علی قلی میرزا ،هماغه کتاب پ ۱۰۹ � ۱۱۰
۳۳ � موهن لال زندگی امیر دوست محمد خان ، ټوک ۲ ،پ ۳۲۸ -۳۳۰
۳۴ - غبار هماغه پ ۵۵۸ - ۵۵۹
۳۵ - غبار هماغه پ ۵۵۹
۳۶ - فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱ پ ۲۷۳ � ۲۷۶
۳۷ - غبار هماغه پ ۵۵۹
۳۸ - غبار هماغه پ ۴۵۱ ، فرهنگ په خپل کتاب کې په (۲۷۷ -۲۷۸) پاڼو کې د همدغه ژمنلېک ژباړه په ۱۱ ماده کې راوړې ده
۳۹ - غبار، افغانستان در مسیر تأریخ،پ ۴۵۲
۴۰ � کهزاد، بالاحصار و پیش آمد هاې تأریخی ټوک ۲،پپ ۳۱۵- ۳۱۲، فرهنگ، هماغه کتاب ،پ ۲۷۸
۴۱ � کهزاد بالا حصار کابل ( د کابل بالاحصار) پ ۳۱۲- لمنلېک ۱
۴۲ - غبار، افغانستان در مسیر تأریخ، پ ۵۶۱
۴۳ - سید قاسم رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹،پ ۱۱۱
۴۴ - غبار هماغه پ ۵۶۲
۴۵ - میرزا علی قلی ،پ ۱۱۹
۴۶ - غبار هماغه پ ۵۶۳ � رشتیا پ ۱۱۹ ټوک ۲
۴۷ - کهزاد، د زوایاې تأریخ معاصر افغانستان ، پ ۹۵
۴۸ - غبار هماغه پ ۵۶۳
۴۹ - کهزاد، د رزوایاې تأریخ معاصر افغانستان ،پ ۹۷
۵۰ � کهزاد هماغه ، پ ۹۹
۵۱ -کهزاد هماغه ، پ ۱۲۲
۵۲ - کهزاد، بالاحصار و پیش آمد هاې تأریخی ټوک ۲ پپ ۳۲۱- ۳۲۲
۵۳ - -کهزاد هماغه ،له ۳۱۹ پ وروسته ،رشتیا هماغه کتاب ،۱۱۳
۵۴ � هماغه آثار، هماغلته
۵۵- رشتیا،پپ ۱۱۴ - ۱۱۶ غبار پ ۵۶۸ ، نوای معارک پپ ۱۶۶ - ۱۶۷
۵۶ � کهزاد، بالا حصارکابل ،ټوک ۲ ،پ ۳۲۱ رشتیا پ ۱۱۶
۵۷ � کهزاد هماغه ،پ ۱۲۴- ۱۲۵
۵۸ � کهزاد هماغه ځای
۵۹ � غبار ،۵۶۵
۶۰ � غبار هماغه ځای ،پ ۵۶۶ رښتیا،پ ۱۱۸ � ۱۲۰
۶۱ � غبار ،پ ۵۶۶
۶۲ � برید من ایر ، په افغانستان کې د یوه بندی خاطرات پ ۱۹۵
۶۳ � هماغه اثر،پ ۱۸۲ � ۱۸۵
۶۴ � هماغه اثر،پ ۲۰۴
۶۵ - هماغه اثر پ ۲۰۷
۶۶ - هماغه اثر پ ۱۹۹
۶۷ � هماغه اثر پ ، ۲۲۱ � ۲۲۲ � ۲۲۷
۶۸ � اکبرنامه پ ۱۰۰
۶۹ � فیض محمد کاتب، سراج التواریخ، ټوک ۱ پ ۱۸۳- ۱۸۵ ،کهزاد بالاحصار کابل و� ټوک ۲ پ، ۲۳۴ � ۲۳۹
۷۰ � بریدمن ایر ، هماغه اثرپ ۲۲۲- ۲۲۳ ، پرتله کړﺉ له:پ ۳۵۷ ټوک۲ د موهن لال تأریخ
۷۱ � غبار، پ ۵۶۹ ،سراج التواریخ ،ټوک ۱ ،پ ۱۸۳ � ۱۸۵
۷۲ � غبار پ، ۵۷۰
۷۳ - فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱پ ۲۹۰
۷۴ � نوای معارک پ ،۱۶۹
۷۵ � فرهنگ هماغه اثر،پ ۲۸۹ � ۲۹۱
۷۶ � د افغانستان ددویم سیمینار د مقالو ټولگه ، تهران ۱۳۷۰ ، پ ۶۷
۷۷ � نوای معارک پ ۱۷۶
۷۸ � غبار پ ۵۷۱
۷۹ - کهزاد، د رزوایاې تأریخ معاصر افغانستان پ ۸۴
۸۰ � دیوک اف ارگایل، مسأله افغان از ۱۸۴۱ -۱۸۷۸ د فرهنگ ژباړه ،د خپرونې کال ۱۳۳۷ ،پ۳
۸۱ � هماغه اثر، پ ۲ � ۳
۸۲ - فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱پ ۲۹۵ ، غبار، پ ۵۷۶ ، پیرس، عروج بارکزایی) پ ۱۷۸
۸۳ � فرهنگ هماغه ، پ ۲۹۷- ۲۹۸
۸۴ � غبار، پ ۵۷۶ ، سراج التواریخ ټوک ۲، پ ، ۲۰۰ � ۲۰۱
۸۵ � فرهنگ ، هماغه ، ټوک ۱ ، پ ۲۹۰
۸۶ - کهزاد، د رزوایاې تأریخ معاصر افغانستان پ ۸۷
۸۷ � بریدمن ایر ، په افغانستان کې د یوه بندی خاطرات ، پ ۲۱۲
۸۸- هماغه اثر، پ ۱۸۴ � ۱۳۰ - ۱۳۴
۸۹ � کهزاد هماغه اثر، پ ۸۹ � ۹۲
۹۰ � کهزاد د کابل بالاحصار �. ټوک ۲ پ ، ۲۳۶ � ۲۳۷
۹۱ - میرزا یعقوب علیخان خافی ، پادشاهان متأخر افغانستان،انجمن تأریخ افغانستان ، ۱۳۳۴ ، پ ۸
۹۲ � اکبرنامه ،پ ۲۲۱- ۲۲۲ خپره شوې په ۱۳۳۰ لمریز
۹۳ � فیض محمد کاتب ، سراج التواریخ ، ټوک ۲ ، پ ۲۰۱ � ۲۱۵
۹۴ - ۹۵ � هماغه اثر،پ ۲۱۶- ۲۲۰ � ۲۲۴ � ۲۲۶ � ۲۲۷
۹۶ �دونابغه سیاسی � نظامی افغانستان، د همدغه اثرلیکوال له ۳۵۰پپ وروسته
۹۷- سایت: http://www.royalark.net/Afghanistan/Barak8.htm
۹۸- پادشاهان متأخر... پپ ۴۵۲ - ۴۵۳
۹۹- پادشاهان متأخر،پپ ۴۵۶- ۴۵۸
۱۰۰ � هماغه اثر ، پ ۴۸۰ � ۴۸۳