خپلواک غوربند

دخپلواک غوربند ویبلاګ ته ښه راغلاست پر خپلو لیکنو رغنده نیوکو او وړاندیزونو مو دغه ویبلاګ ښکلا وروبخښی

خپلواک غوربند

دخپلواک غوربند ویبلاګ ته ښه راغلاست پر خپلو لیکنو رغنده نیوکو او وړاندیزونو مو دغه ویبلاګ ښکلا وروبخښی

سترټولواک ، افغان ملی قاید اعلیحضرت احمد شاه بابا

سترټولواک ، افغان ملی قاید اعلیحضرت احمد شاه بابا

دافغان ملت پلار احمدشاه بابا (١٧٢٢-١٧٧٣م)


احمدشاه بابا د افغانستان د اوسنی دولت بنسټ اېښودونکی (۱۷۲۲- ۱۷۷۳م)

هغه پېښې چې د شپاړلسمې زیږدیزې پیړۍ له پیل څخه په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر رامنځ ته شوې ، ټولې یې زموږ د هیواد په تاوان او د نویو رامنځ ته شویوگاونډو ځواکونو په گټه وې. په بله وینا پر کال ۱۵۰۰ ز کې په ماورالنهر کې د شیبانی دولت او پر ۱۵۰۲ ز کې په ایران کې صفوی دولتونو غوټۍ وهلې وی او پر کال ۱۵۲۵ ز کې په هندوستان کې د بابر د (گورګانی) دولت بنسټ کېښودل شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه پر افغانستان د یرغل لاسونه راوغځول او په پای کې یې هیواد په دریو شمالی ، ختیزو او لوېدېځو برخو وویشه او هرې خوا ، د هیواد پریوې ځانگړې ځمکنۍ څانگې د واکمنۍ منگولې ښخې کړې. او په دې بڼې پرهیواد د گاونډیو واکمنی له ۱۵۱۰ څخه تر ۱۷۴۷ پورې څه ناڅه تر دوه نیمو پیړیو پورې وغځېدله.
که پرهیواد د مغولو او تیموریانو د مهال د واکمنۍ دور یوې خواته کښېږدو او د دونېمو پیـړیو په اوږدو کې د هیواد ویشنه او بیلـَونه را وسپړو نوپه لنډیز ویلای شو چې د ترک ټبرو گاونډیو د ویشنې په ټولې دورې او واکمنۍ کې د افغانستان وگړی لکه د غنمو د یوې دانې په توگه د ژرندې د دوه ووڅرخېدونکو کاڼو په منځ کې دړې وړې او اوړه اوړه شوی دی . د هیوا د دوگړو ځان، شتمنی ، راغې ، کښت او بانډې او د هغوی نوم او پت په پرله پسې توگه د کډوالو زورواکو تر تیری او یرغل لاندې راغلی دی.
د دولت د رسمی مذهب په توگه د صفوی د واکمنۍ پرمهال ، د 'ٰ شېعه' مذهب له سیاسی ، مذهبی زیږوالی او زبېښاک او پراخ لمنو ټولوژنو سره تړلې یوه واکمنی وه. توکمیزې او غیر شیعه مذهبی ډلې ټپلې د ځورونو په اورونو کې سوځېدلې او ان په ټولېزه ډول وژل کېدلې او د ځورونې ، قهرژلۍ او د شتمنیو د مصادرې تر متروکو لاندې راتللې او اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او عقیدې څخه لاس پر سر او شیعه مذهب ته را واوړی.

احمد شاه بابا دزمان خان زوی ددولت خان لمسی دسرمست خان کړوسی و،دغه سرمست خان دشېرخان زوی او دخواجه خضر خان لمسی او دسدوخان کړوسی کیدی او دا هغه سدو خان دی چی داحمدشاه بابا قبیله دده له ټبره وه .سدوزی خودپوپلزو یوه پښه ده چی له سربڼو پښتنو څخه د اودل له پښته ګڼله کیږی (علامه حبیبی )

ایرانی پوه ډاکټرشـِفا لیکی : " د ټولو انسانی او اخلاقی دودیالو اصولو په تر پښو کولو سره د صفویانو دور له سره تر پایه په وینو تویولو ، سخت زړی توب، ورور وژنې ، تراڼه "فساد" درغلنې او بشپړې ځانمننې تیر شو .... زنده خوران شاه اسماعیل صفوی چې "قورچی " یې باله د ازبک شیبک خان مړی چې سنی مذهبه وو په غاښونو ټوټې ټوټې کړ ، ویې خوړ او د هغه ملگرو چارواکو د همدغه شیبک خاک ککرۍ د سرو زرو د کـُټوری په توگه جوړه کړه چې د شاه اسماعیل د شرابو پیاله وگرځی. د همدغه پاچا لمسی دویم شاه اسماعیل خپل شپږ وروڼه چې کوشنی یې لا شیدې رودلې ووژل او په یوه ورځ کې یې د پینځه سوه تنو سپیڅلو صوفیانو سرونه پرې کړل. لومړی شاه عباس خپل پلار د مرگ تر شېبې پورې په زندان کې وساته ، د خپل مشر زوی سریې پرې کړ او د دویم زوی سترگې یې ړندې کړې. د هغه ځای ناستی ، صفی شاه، د صفوی د کورنۍ ترټولو ستر وینې څښونکی ، خپله مور ، میرمن ، شیدې رودونکی زوی او ړوند اکا ووژل او د خپلې کورنۍ په لس گونو تنه نورخپلوان یې ړانده کړل. له وروستی پاچا څخه پرته د صفویانو د کورنۍ نورو ټولو پاچایانو ، د شرابو په څښلو کې دومره ښندیز 'افراط' وکړ چې څلور تنه یې یوازې د شراب څښلو له امله مړه شول. " (ډاکټرشجاع الدین شفا ، تولدی دیگر ، ۴۳۲ پاڼه)

احمد شاه بابا په (۱۱۳۵ ه ق - ۱۱۰۳ ه ش -۱۷۲۲ م)کال کی په هرات کی زیږېدلی دی پلار یې زمان خان ابدالی او موریې زرغونه انا د کندهارد ارغندابد کووک دسیمی د عبدالغنی خان الکوزی خور وه او د(۱۱۶۰ ه ق ـ۱۱۲۶ ه ش -۱۷۴۷م)داکتوبرپرڅوارلسمه په کندهارکی دافغانستان په پاچاهۍ ټاکل سوی اود(۱۱۸۶ ه ق - ۱۱۵۱ ه ش -۱۷۷۲ م )کال دلومړی خورپه دوهمه چی دجون ددریمی سره سمون خوریدپنجشنبې په ورځ څاښت دکندهار دتوبې غره په لمنه کی مړ اودکندهاردښار په هغه روضه باغ کی ښخ دی چی ده پخپله داسلام دستر پیغمبر د خرقې تر څنګ جوړ کړی و (استاد بېنوا )

د سلطان حسین صفوی په وخت کې د شیعه روحانیت د مذهبی تنگ الواکۍ لمنه دومره پراخه شوه چې د اتلسمې پیړۍ له پېله د ایران تر ولکې لاندې په گڼو ولایتونو کې مذهبی لږکیو اله گولې او پاڅونونو ته لاس واچاوه. پر ۱۶۹۹ ز کال بلوڅانو پر کرمان یرغل وکړ او پر ۱۷۰۱، ۱۷۰۳ او ۱۷۰۹ کلونو کې د کندهار وگړو پاڅون وکړ. پرکال ۱۷۱۲ د لزگیان، داغستان او ارمنیان ولایتونو پاڅون وکړ. پر ۱۷۱۵' ز' کال سنی کـُردانو پاڅون وکړ. پر کال ۱۷۱۶ د هرات ابدالیانو او د ختیز گرجستان وگړو اله گوله را وپاروله. پرکال ۱۷۲۲ ز د مسقط عربانو پاڅون وکړاو پرهمدغه کال په شیروان کې د سنیانو وینې په ځوښ راغلې او د حاجی محمد داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پرشماخی کرسی شیروان یرغل وکړ او په دې پېښه کې له څلورو تر پینځو زرو تنو شیعه گانو سرونه پرې شول او اله گوله کوونکو د عثمانی ترکیې پرپلوۍ شعار وکړ. په دغو کلونو کې په کرمان کې د میرزا داؤد لسمی سید احمد خان راپورته شو او په بلوڅستان او بنادر کې سلطان محمد چې خلکو "خرسوار" باله ،د پاڅون د ډگرمخکښ وو. (لکهارت ، د صفویانو د لړۍ ورکېدنه، ۱۳۶۴ او ۱۴۶ پاڼی)
د دوه نیمو پیړیو په اوږدو کې که د هیواد لوېدېځه برخه د صفوی کورنۍ د لړۍ تر ولکې لاندې د مذهبی تنگ الواکۍ په اورونو کې سوځېدله نو د بابریانو د ولکې پرسرترپایه مهال کې د هېواد ختیزه برخه هم د تیریو او جگړې د اورنو په لمنو کې وسوځېدله. د بابری کورنۍ بنسټ اېښودونکی ، بابر ، خپله هره بریا د خپلو مخالفانو د سرونو د پریکونو اود ماتې خوړلو توکمونو په لوټ او دهغوی له ککریو څخه د منارونو په جوړولو ولمانځله او د خپلو یادونو په یاددښت لېک کې یې ولېکل چې دغه له ویاوړنو ډک یاد خپلو ځای ناستو ته پریږدی . بابر دغه تگلاره له کابله تر ننگرهاره او له سواته تر باجوړ او دیره جاته ، له غزنی او کلاته تر مـُقـــُره په پښتون توکمو سیمو کې پرته له توپیره له یوې مخې پلې کړه او دغه تگلاره یې خپلو راتلونکو زوزاتو ته د دود په توگې پرېښودله. (رش : توزک بابری)
د بابر د ځای ناستو په دور کې که د توکمیزو ډلودریوو زوزاتونو د نوی کلونو په اوږدو کې له کابله تر پېښاوره له ۱۵۵۷ تر ۱۶۳۷ او وروسته له ۱۶۶۶ تر ۱۶۷۲ 'ز' پورې د بابری واکمنی پروړاندې تورې ووهلی او څه ناڅه سل زره تنه انسانان د دغوجگړو بلهاریان شول نو د بابری د واکمنۍ په بله برخه کې له کابله تر بدخشان او کندهاره بابری شهزادگی د خپلې واکمنۍ په ټول مهال کې د یو بل پر وړاندې درېدلی ، یوبل ته یې دروهې 'دسېسه 'جوړې کړی ، خپلو منځو کې یې درغلنې کړی او خپلې لښکرې یې د یو بل په وړاندې ځغلولې دی. په دغو لښکریزو جگړو کې هغو جنگیالیو چې د ده یا هغه شهزادگی په گټه تورې وهلې پرته له دې چې یو بل وپیژنی د همدغو شهزادگیو د څپڅپاندۍ او هوس بلهاریان کېدل.
د دغودوه نېمو پېړیو په اوږدو کې د افغانستان وگړو که په ختېزکې ول ، که په شـِمال کې ، که په سویل کې ول یا په لوېدېځ کې ټولو سره له دې چې دولتی پیاوړی ځواکونه په څو څو ځله د غیرپوځی وگړو په پرتله ښه په وسلو سمبال ول ، پاڅون وکړ او له بابری واکمنۍ سره لاس او گریوان شول. دغه پاڅونونه خپل سرېزه پاڅونونه ول او هېڅ ځانگړې تگلاره یې نه درلودله نو له دې امله د پاڅونونو لړۍ پرته له دې چې مخکښه لارښود او کړنلاره ولری ، یوازې د مذهبی او توکمیزو ډلو تر سیورې لاندې تر سره کېدل. له هغې ډلې څخه کولای شو د افغانستان په ختېز کې د پیرروښان تر مشرۍ لاندې غورځنگ د بېلگې په توگه را واخلو او د غورځنگ لړۍ تر دریو زوزاتونو "نسل" پورې وغځېدله چې د همدغه غورځنگ له منځه د هند د مغولی دولت پر وړاندې د خوشحال خان خټک ،ایمل خان مومند او دریا خان اپرېدی غورځنگونه راپاڅېدل او له ۱۶۶۷ تر ۱۷۷۲ پورې یې د غورځنگ لمنه توده وساتله او د غورځنگ ملا دومره پیاوړې شوه چې اورنگزیب په خپله دې ته اړ شو چې د خوشحال خټک پر وړاندې په خپله د جگړې ډگر ته را ودانگی او د دغه کار په کولو یې یوازې د غورځنگیانو پر ضد د خپل لښکر روحیه پیاوړې کړه. د پښتون توکمو د اله گوله کوونکو د پاڅون له غلی کولو او د سلو زرو دولتی او اله گوونکو له وژلو وروسته دهند مغولی دولت دې ته اړ شو چې د کابل، پېښاور او ننگرهار په ښارونو کې د اوضاع د څارنې او د یوه بل شونی پاڅون د ټکولو او مخنیوی لپاره خپل پوځی ځواکونه تیارسـﺊ ودروی.

احمدشاه بابا دلوی افغانستان هغه لوی نومیالی پاچا او دننی افغانستان بنسټ ایښودونکی و، چی افغان ولس خپل پلار بللی او د بابا ستر لقب ئې ورکړی دی او دا هغه لقب دی چی افغان ولس ئې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوی چی ددې ولس دخلګو په زړو کی ئې د پلار ګلوۍ ځای موندلی وی (استاد بېنوا )

د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوی کورنۍ د وروستنی پاچا سلطان حسین صفوی په وخت کې وو چې د کندهار وگړو د میرویس خان هوتکی تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او په کندهار کې یې د صفوی دیرش زره کسېزه لښکر تر وروستنی تن پورې له چړو تیر کړ او د فارس " ایران " له صفوی دولت څخه یې د خپلې خپلواکۍ بیرغ راپورته کړ.
د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوی کورنۍ د وروستنی پاچا سلطان حسین صفوی په وخت کې وو چې د هرات وگړو د ابدالیانو ترمشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د ایران له صفوی دولت څخه یې خپله سېمه یزه خپلواکی واخیستله (۱۷۳۱-۱۷۱۶) .
د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوی کورنۍ د وروستنی پاچا سلطان حسین صفوی په وخت کې وو چې د خراسان په تون کې ملک محمود سیستانی د ایران د صفوی دولت پر انگ "ضد" پاڅون وکړ او نه یوازې پیاوړی دولتی پوځی ځواک یې دړې وړې کړ بلکه مشهد یې هم ونیو او د خپلې راتلونکې واکمنۍ لپاره یې د پلازمېنې په توگه وټاکه او د ۲۵ تیرو پیړو د دود په ډول یې د پاچاهۍ تاج پر سر کښېښود او خپل ځان یې د خراسان پاچا وباله (۱۷۲۷-۱۷۲۲).
د دغودوه نېمو پېړیو د اورونو له تل څخه د صفوی کورنۍ د وروستنی پاچا سلطان حسین صفوی په وخت کې وو چې د کندهار وگړی د شاه محمود هوتکی تر مشرۍ لاندې د اصفهان تر زړه پورې وړاندې ولاړل او تورې یې تر هغه وخت په تېکی کې کښنښودلې چې د صفوی د پاچاهۍ کمبله یې د تل لپاره ورټوله کړه. (۱۷۲۹-۱۷۲۲).
په پاې کې د همدغو دوه نېمو پېړیو له تل څخه بیا هم د کندهار د وگړو له منځه ځوان او پوه لارښود احمد خان ابدالی سر راپورته کړ او د خراسان د شپږ نېمو پېړیو د ورانېو ، دوړو او خارو پرسر چې خپلې کرښې یې له لاسه ورکړې وې ، د افغانستان په نامه د یوه نوی هیواد بنسټ کښېښود او د هېواد وگړو پرخپلو برخلېکونو واک وموند اویو ځل بیا د له لاسه ورکړی پت او نوم خاوندان او د ملی پیژاند څښتنان شول. دا دی اوس له هغې ورځې ۲۶۰ کاله تېرېږی او افغانستان د خپلواکوهېوادونو په کتار کې ولاړ یوهېواد او د نړۍ پر ځمک انځوره یې ځای ځایگی د یوه پیاوړی پولادی موټی په توگه څرگند دﺉ.

دابدالی احمدشاه دظهور زمینه

د اتلسمې زېږېدېزې پېړۍ څلورمه او پینځمه لسېزې د نادرشاه افشار د واکمنۍ او پاچاهۍ له دور سره سمون خوری . دا هغه دور وو چې د ځمکوالۍ له شډل زبېښاک ، د وگړو له لوټ اوتالا ، د زیږغاړی تولباړې 'تشدید مالیه' جوړښت ، الغا او تلغا ، تاوترېخوالی ، زورمټی ، ټولوژنې ، اورلړۍ ورانۍ او له ککریو څخه د منارونو د جوړولو یو ناورین وهلی دور وو.

احمدشاه بابا په افغانستان کې یوازېنی پاچا وو چې تاج یې پرسر نه اېښوده او پگړې یې تړله او له خلکو سره په اړیکه کې وو. د پلاز 'تخت' پرځای به پر ځمکه کښېنسته او په ورین تندی به یې له خلکو سره خبرې اترې کولې. ..... خپله کورنۍ یې له دولت او واک څخه لیرې وساتله او یوازې تیمور یې د جهان خان پوپلزی تر لارښوونې لاندې دهېواد په لوېدېځو او ختیزو سیمو کې د سیاسی او پوځی روزنو په چارو کې بوخت وساته. د کورنۍ دغه بیلوالی تر دې کچې وو چې د هیواد تأریخ او وگړی پرته له تېمور او سلیمانه د بابا نور بچیان په بشپړه توگه نه پیژنی حال دا چې بابا اته زامن درلودل: [سلیمان ، تیمور، شهاب، سنجر، یزدان بخش ، سکندر ، داراب او پرویز]. (میرغلام محمد غبار)

د ۱۷۴۰ زېږدېز کال له پیله بیا تر کال ۱۷۴۷ د افغانستان د معاصر دولت تر جوړېدلو پورې د افغانستان د پښتنو ، تاجیکو، هزاره وو، چارایماقو ، ازبک او ترکمنو ډلو ټپلو د کابل د سیند پر ورڅېرمه راغو او بانډو، په بلخ او کندز ، اندخوی ، سرپل ، شبرغان ، هرات ، بادغیس او سیستان کې د نادر پر وړاندې د پاڅون بیرغونه را پورته کړل او سره له دې چې د نادر پو پنا کوونکی ځواک دغه پاڅونونه په وینو ولمبول مگر بیا یې هم و نه شوای کولای چې زموږ د وگړو د خپلواکۍ غوښتنې پیاوړی غږ په ستونی کې غلی کړی او هر ځل چې د هېواد په یوه گوټ کې یو پاڅون په زور او د شلگرو ، توپ او مردکو په مټ غلی کېده نو د هېواد له بل گوټ څخه به دغه غږ بیا را پورته شو او ځانمنونکو چارواکو ته به یې د سر په کاسه کې اوبه ورکولې. (د نادر افشار پروړاندې پاڅونونه د اعظم سیسانی لېکنه ، ۷ پاڼه).
په دغسې یوه بې ټیکاوه له اړدوړاو کړکېچه ډک چاپیریال کې د هیواد په میلیونونو وگړی د خپل سریزې ځمکوالې واکمنۍ د بدلون په لټه کې ول او په پای کې نادرشاه افشار د خپل د دربار د سرلارو پر لاس ووژل شو چې د سترگو په رپ کې یې حکومت هم دړې وړې کیږی او په سېمه کې د افغانستان وگړی لومړی وگړی دی چې د آزادۍ او خپلواکۍ د تمبلونو انگازې یې په هرگوت کې خپرې کړې او د کندهار په ښار کې په کال ۱۷۴۷ ' ز' کې یې د ابدالی احمد شاه  تر مشرۍ لاندې د یوه نوی هیواد "افغانستان " بنسټ کښېښود چې له هغه وروسته زموږ وگړی پرخپل برخلېک د واک څښتنان شول او خپل له لاسه تللی نوم ، برم او پت یې بیرته تر لاسه کړ.

احمدشاه ابدالی پر کال ۱۱۳۵ هجری کې چې له ۱۷۲۲ زېږدېز سره سمون خوری په هرات کې زېږېدلی دی. پلار یې زمان خان ابدالی او موریې زرغونه د کندهارله ارغندابه د عبدالغنی خان الکوزی خور وه. زمان خان کاروندی او پوه سړی وو. هغه د هرات ټول ملی ځواک یو موټی کړ او خپل ځان یې د صفوی لښکر د مخنیوی لپاره چمتو کړ. ترکمان صفی قلی خان چې لښکریې په توپچی ځواک او شوبلو هم سمبال وو د ابدالیانو د ټکولو لپاره د هرات پر لور را وخوځېد. د محمد زمان خان تر مشرۍ لاندې ابدالی ځواک د میرڅی د مخنیوی لپاره تر کافر کلا پورې راووت. کله چې فارسی "ایرانی" ځواک سیمې ته راورسید او جگړه پیل شوه نو کارپوه او زړه وروابدالی توپک لرونکی ځواک پر صفوی لښکر اورونه بل کړل او دروند تاوان یې ور ورساوه او له پیاوړی یرغل څخه وروسته یې د صفی قلی خان ځواک دړې وړې او مشهد ته یې د تېښتې لپاره اړ کړ. کله چې صفی قلی خان د خپل لښکر نه رغېدونکې ماته په سترگو ولېدله نو مرگ یې تر ژونده ښه وباله نو د باروتو پربگۍ کښېناست او ځان ته یې اور واچاوه او دړې وړې شو. دغه جگړه پر ۱۱۳۲ هجری (۱۷۱۹ ز) کال په کافرکلا کې (نن اسلام کلا) یادیږې تر سره شوه. (حبېبی ، د افغانستان لنډ تأریخ ، ۲۳۸ پاڼه) .
پرصفوی لښکر له دغې بریا وروسته محمد زمان خان تر دوه وو کالو او پېنځو مېاشتو پورې په هرات کې په برم او کرارۍ حکومت وکړ او پر کال ۱۱۳۵ هجری چې له ۱۷۲۲ سره سمون خوری سترگې له نړۍ پټې کړې. په دغه کال کې احمدشاه لا یو کلن نه وو شوی او له پلرنۍ مېنې بې برخې شو او د خپلې زړه سواندې مور او مشر ورور ذوالفقار خان تر سپیڅلی سیوری لاندې یې وده وکړه او یوازې یې دومره وکولای شول چې د جومات له ملا څخه د قران کریم لوستنه زده کړی او لمېسانده "باسواد" شی.

د ۱۱۸۲ه کال د محرم دمیاشتی په دیارلسمه احمد شاه بابا شاه ولی خان دبدخشان دوالی سلطان شاه له فساده دبدخشان سیمی دژوغورلو او دانحضرت محمد مصطفی (ص ) مبارکی خرقې چی په بدخشان کی وه دراوړلو په موخه بدخشان ته ولیږه او هغه بدخشان ونیوه او خرقه مطهره ئې دکابل له لاری کندهار ته یوړه (استاد بېنوا )

ذوالفقار خان پر هرات له ۹ کلن حکومت او د هرات د ساتنې لپاره له نادر سره له سختو نښتو او جگړو او د نادر له لاسه له ماتې وروسته له احمد شاه سره چې ۹ کلن وو کندهار ته راغی او له خپل ورور ذوالفقار خان سره یو ځای د شاه حسین هوتکی په زندان کې ولوېد. احمدشاه له ۱۷۳۱ تر ۱۷۳۸ پورې په زندان کې وو او په ۱۷۳۸ کال کې نادر کندهار ونیو او له ذوالفقار خان سره یو ځای له زندانه خلاص او مازندران ته په جلا وطنۍ اړ اېستل شو. وروسته له هغه چې نادر له هندوستانه په بریا راستون او په مشهد کې یې د خپلې بریا لمانځنه وکړه (۱۱۵۳ ق چې ۱۷۴۰ زېږدېز کال کیږی) نولس کلن احمد شاه د نادرشاه افشارپه لښکر کې گډون وکړ چې په ارمنستان ، داغستان ، آیروان ، آذربائیجان او نورو سېمو کې د نادر د جگړو او نښتو په بریاوو کې یې د خپلې کارندې ونډې له امله د نادرځانگړی پام ځانته را واړاوه او دغه پاملرنه دومره پیاوړې وه چې هغه یې د خپل ساتونکی ځواک د افسر او دافغانی لښکر د مرستیال په توگه و ټاکه. له دغه مهاله وروسته احمدشاه د نادر تر مړېنې (تر ۱۷۴۷ کال پورې) د واکمنۍ ، حکومت کولو او سترواکۍ جوړولو رموزونه زده کړل. په حقیقت کې د ایران په شمال اود لوېدېځ په گڼو سېموکې د نادر د لښکر پرمختگ او بریاوې د ابدالی احمدشاه لپاره د یوه پوځی پوهنتون په توگه ګڼل کېده ځکه چې په هغو وختونو کې په سېمې کې هیڅ ډول پوځی پوهنتونونه او ښوونځی نه ول چې د پوځی روزنې او د دفاعی چارو زده کړه په کې تر سره شی.
وروسته له دې چې نادر د خپل د دربار د سروالاوو (د محمدخان قاجار او ملگرو په گډون) په خبوشان کې ووژل شو ابدالی احمد خان او افغانی بولندویانو د نادر حرم د نادرد لښکر له تیری او لوټ څخه وژغوره او د نادر د حرم میرمن د دغه کار په درناوی کې د "کوه نور الماس" او د فخراج د محمد شاه بابری له خزانې څخه د یوه یاقوت نوم ؤ چې د نادر افشار لاس ته ورغلی ؤ دهخدا یوه گرانبیه دانه یې احمدخان ته ډالۍ کړه او احمد خان کندهار ته راستون شو. ( داکټر محمود افشار یزدی ، افغاننامه ، لومړۍ توگ ، ۱۸ پاڼه).

د۱۷۴۷ کال داکتوبرپه څورلسمه نیټه په کندهار کې دافغانی مشرانولخوا په هغه ملی جرګه کی چی دشېرسورخ په مزار کی جوړه شوې وه او  د اته ورځو پرلپسې غونډو ورسته واک د همدې زیارت ملنګ ته چی صابرشاه نومیده ورکول سو نو هغه پاڅید اود غنمو وږی ئې د ۲۵ کلن  احمد شاه ابدالی په پکړۍ کی وټومبه او هغه ئې دافغانستان دپاچا په توګه وټاکه  او ټولو افغانانوپه پاچا ومانه

په کندهار کې افغانی مشرانو د حاجی جمالخان بارکزی ، محبت خان پوپلزی ، موسی خان اسحق زی ، نورمحمد علیخان علیزی، نصرالله خان نورزی (تأریخ سلطانی ، ۱۲۲ پاڼه) په گډون د کندهار په مزار شیرسرخ کې د افغانانو له منځه د یوه ملی لارښود د غوره کولو په موخه یوه جرگه جوړه کړه. د خانانو هریو د واک د نیولو غوښتونکی وو او د یو بل ټاکنه یې غندله ، جرگه تر اتو وروځو پورې وغځېدله او له اوږدو خبرو اترو وروسته یوې منونکې پایلې ته و نه رسېدله. د جرگې په نهمې ورځې د جرگې غړیو د صابر شاه په نامه یو روحانی چې د مزارشیرسرخ مجاور وو د منځگړی په توگه وټاکه او ټولو ومنله چې هرڅوک دی وټاکی ، نو ټول به هغه ته بیعت وکړی . دغه سپیڅلی صوفی مشربه له خپله ځایه پاڅېده او له څیرمه سېمې څخه یې د غنمو یو وَږی را واخیست او بیرته جرگې ته راستون شو ، د جرگې ټولو غړو د هغه پرهر خوځښت سترگی نیغې کړې وې او لاره یې څارله چې څه کوی او سترگې په لار ول چې چا ته نېږدې کېږی . په جرگه کې صابر شاه لېدلې وو چې یوازېنی تن چې ډیرې خبرې نه کوی ، احمد خان دی ، صابر شاه احمدخان ته نېږدې کېږی او دغنمو وَږی د احمد خان په پگړۍ ورټومبی او وېې ویل : " دا ستا جېغه ده او ته د افغانانو پاچا یې! " د جرگې گډونوالو د احمد خان ټاکنه احمد خان ته مبارک وویله او له ټولو مخکې حاجی جمالخان بارکزی ورپسې نورمحمد علیزی او د توکمونو نورو مشرانو او سپین روبو له احمد شاه څخه خپل ملاتړ څر گندکړ او هغه ته یې ډاډ ورکړاو احمد خان په درناوی او مننې دغه ټاکنه ومنله. (۱۱۶۰ هجری ، د ۱۷۴۷ کال د اکتوبر مېاشت) . احمدخان په دغه وخت کې ۲۵ کلن وو. (سراج التواریخ ، لومړی ټوک ،۱۲ پاڼه ، بېنوا ، د غنمو وَږی) .
کله چې نامتو انگریزی څیړونکی الفنستون د افغانانو په اړه خپل پراخ اړخېزه کتاب لېکه نو د سویل لوېدېځو افغانانو د خبرو په څپرکۍ کې احمد شاه بابا  د اوسنی افغانستان د بنسټ اېښودونکی په توگه یادوی : " احمد شاه په پوهې او کاروندیۍ د یوې سترې سترواکۍ بنسټ کښېښود. د مړینې په وخت کې د هغه متصرفه سیمې د خراسان له لوېدېځه تر سرهند او له آمو د هند ترسېنده پورې و غځېدلې او دغه سېمې یې یا د تړون له مخې او یا په لاس (د تورې په زور) ترلاسه کړلې. (الفنستون ، افغانان ، ۴۹۴ پاڼه).

همدغه ستراحمدشاه بابا  وو چې موږ ته یې د ملی او سیاسی پیژندنې نوم را وبخښه ، که نه زموږ ملت د هند ، یا د ایران او یا د ماوراءالنهر د پردیو پاچایانو د خپلسریو او تیرغمالۍ تر سوک لاندې خپله ملی پیژندنه له لاسه ورکوله. د احمد شاه بابا ستره هېله د افغانستان د وگړو سمسورتیا ، سرلوړی او خپلواکی وه . د یوه سرتیری، د برخلېک جوړونکو ډگرونو د پرانېستونکی او د زړه ور ملی لارښود په توگه یې د اوږدو او ترخو سختوسفرونو ډول ډول غښکې"خطرونه" ومنلې او افغانانو ته یې ویاړونه وگټل . هېڅکه یې له هېواد سره دوکه او درغلنه ونه کړه او خپل هېوادوال یې سپک ونه گڼل. هېڅکله یې له خپلو هېوادوالو څخه ځان لوړ و نه گاڼه ، هېڅکله یې د هوساېنې او غورغوشتنې پرنالیچې ډه ډه ونه لگوله . هېڅکله یې له بهرنی ځواک څخه لارښونه وانه خېستله او هېڅکله یې خپله توره د هېوادوالو پروړاندې ونه چلوله. سره له دې چې احمدشاه له چا تاج اخیست او د چا پرسر یې تاج اېښود خو هیڅکله یې تاج پرسر نه کړ. لکه خپلو نورو هېوادوالو یې پگړۍ پر سره کوله او له هغو سره پر سپیرې ځمکې کښېنسته او د هغوی د زړونو دردونوته یې غوږ نیو او د بې وزلوغوښتونو ته یې وردانگل او لاس نیوی یې کاوه او دیوه زړه سواندی پلار په توگه یې له هیوادوالوسره چال چلند کاوه او له همدې امله وه چې هېوادوالو "بابا" باله.

د همدغه درنښت له کبله ده چې الفنستون لېکی : " که په رښتیا په آسیا کې یو پاچا د خپل ملت درښتونی درناوۍ وړ وی ، نو پرته له احمدشاه بل څوک نسته" (هماغه اثر ، ۳۸۱ پاڼه)
افغانان گروهن دی چې ستر احمدشاه بابا  د هېواد یوه ستره او نېکنومې ځلانده سیاسی څیره ده او د افغانستان په معاصر تأریخ کې د ستر درناوی وړ درېز او ځای لری او که څوک د هغه لوړ شخصیت ته په سپکه وگوری نو دهېواد د رښتونو بچیو د کرکې وړگرځی.
دهېواد گرانه بچیه ! دا ومنه چې د ستراحمدشاه بابا (ع) د پوهې او تورې له برکته ده چې نن د نړۍ د ځمک انځورې پرمخ د افغانستان ځای او نوم لېدل کېږی اوبې ځایه نه ده چې د هغه بچې پرې ویاړی . له همدې امله هیڅ د انصاف وړ تاریخ لېکونکی او لېکوال به نه وی چې افغانستان د ستر احمدشاه بابا د گرانبیه مېراث په توگه ونه منی او د هغه ملی خپلواکۍ او واکمنۍ ته درناوی ونه کړی او دداسې یوه کارپوه افغان پاچا یاد په درنښت یاد نه کړی.
راځـﺊ چې ستراحمدشاه بابا  په درنښت یاد کړو او دهغه د سترو اواړینو کارنامو منندوی اوسو او د هېواد بچېو ته د داسې سترو ملی شخصیتونو د کارنامو درسونه ورزده کړو. پای

ابدالیان څوک وو، څنگه او له کوم ځایه هرات ته راغلل؟

د ابدالیانو (یا درانیانیو چې نن ورځ پر همدغه نوم یادیږی ) پیاوړی ټـبـر خپل نوم د پښتانه توکم د نامتو نېکه له نوم ابدال یا اودال څخه اخیستی ، اودال د ترین زوی ، ترین د شرخبون زوی ، شرخبو ن د سربڼ زوی وو. پوهاند حبیبی د اپتل د نوم د ژورې پلټنې له لارې چې له هپتال سره برابر دی غواړی د ابدال او اودال ریښې ته ورسیږی. هغه لېکی چې د ابدال رېښه اپتل Aptal یا هپتالی ته رسیږی او دا د آریایانو له یوه توکمه یوه سپین پوټکی ټبر ته تر ۴۰۰ زیږدیز کال پورې ځغلی چې په باختر او تخارستان کې یې پیاوړی دولت جوړ کړ. (۱)

که څه هم د پوهاند حبیبی دغه هڅه یو شمیر سخت دریزو پښتـنو ته د منلو وړ نه ده ، خو افغان څېړونکی ښاغلی محمد معصوم هوتک د (اودل، ابدل، اپتل، هفتل) ترنوم لاندې د اروا ښاد حبیبی دغو اندونو ته په کتنې لېکی چې : د ابدالیانو رېښه د آریایی توکم د هغه سپین پوټکی ټـبر تر رېښې پورې ځغلی چې په تأریخ کې د اپتل Aptal یا هفتل پر نوم یادیږی . اروپایانو د آریایانو د غه هپتالیان د سپېنو هونانو تر نامه لاندې لیکلی او وایی چې (هون ، هان) په پښتو کې د (خان) اوښتلې بڼه ده ... عربانو دغه ټـبر ته [هیاطله] وَیـَـلـَی دی. تأریخی څېړنې څرگندوی چې افغانستان ته له راتگه وروسته دغه سپېن پوټکی آریایان له دوی څخه پـخوا - مېـشتو توکمونو (پکهت ، پښـت ) سره گډ شوی دی . د هفتالیانو ژبه هر څه چې وه ،وه به ، خو له پکتهانانو سره له یو ځای کېدلو وروسته له سره تر پایه په (پښتو) واوښتـلـه. د ۴۰۰ زیږدیز کال په شااو خوا کې د اپتـل ټـبـر په باختر او تخارستان کې یو پیاوړی دولت رامنځ ته کړ ، له ساسانیانو سره یې جگړې وکړې او د وخت او تأریخ د زړه پر سر لیکل شوې ډَبـر لېکې یې و موندل شوې)(۲)

په کندهار کی د اعلیحضرت احمدشاه بابا مقبره

باید ور غبرگه کړم چې په طبری (۳) کې یاده شوې (هېاطله) یا (هفتالی) چې عربی لېکونکو په تیر وَتـنـې د هېاطله او هېطال په بڼه لیکلی او سمه او نیږدې بڼه یې هماغه (چینی اپتل) ده ،د آریایانو د یوه نامتو ټـبـر نوم وو چې د خپل راتگ په هماغو لومړیو شپو ورځو کې یې د ایندوکـــَش (هندوکش) په شمال تخارستان کې استوگنه غوره کړه.هغوی په پېنځمه پېړۍ کې د هندوکش سویل ته را وا وښتل او خپله ژبه یې چې هر څه وه له خپلو پخوا- مېشتو ټـبرونو (د زابلستان له پکتهانانو) سره پر یوځای کېدنې ، هیره او پښتو یې را خپله کړه. د دغه ټـبـر د پاتې شونو ټولنیزې څانگې د افغانستان په بدخشان او تخارستان کې د یفتلیانو پر نامه پېژندل کېږی.

اکاډیمیسن ډاکټر جاوید لیکی چې :( په پخوا وختونو کې به هېاطله پاچایانو پر تخارستان حکومت کاوه او یبغو بلل کېدل. د لرغونو کوشانیانو لارښود مشران هم یبغو بلل کېدل. چېنی هپتل ، هپتال ، یپتل (yeptal) په پاړسی کې ابدال شوی دی. هفتالیانو بودایی گروهنه یا عقېده درلودله او د ساسانی لومړی شاپور پرمهال د ساسانیانو د واکمنۍ یوه برخه ول. شاپور د زرتشت د کعبه په ډبر لېکه کې نرسه یې د هند، سکستان او تخارستان د پاچا پر نامه پېژندلی دی )(۴)

خو د پوهاند حبیبی پر وینا ، هپتالیانو بودایی مذهبی تگلاره نه درلوده او په خپلو لومړنیوسوبو کې یې د بودایانو ډیری لمنځنځایونه را ونړول او د دغې گروهنې لاررویان یې ووژل. کله چې په (۹ هجری یا ۶۳۰ زیږدیز کال کې ) هیوان تسانگ افغانستان ته راغی نو د گندهاره په ولایت یې ډیری وگړی او شهزادگی ولېدل چې د خپلو لمنځنځاینو پر بیا ودانولو بوخت ول. د بودایی د لمنځنځایونو نړونه د هغه له را تگه مخکې تر سره شوې وه. په کابل او هډه کې د هپتالی پاچایانو له ترلاسه شویو سـِـکو څخه څرگندیږی چې هغوی د برهمنی یا لمرگورهنې دین درلود. په زمېندوَار کې [په ۳۳ هجری کال کې د عبدالرحمن ابن سمره ] پر لاس د زور یا زون د کنډ (بـُت) [نړونه] او په خیر خانه (خــُرخانه) [لمرکورگی] کې د سوریا د لمنځنځی موندنه د زنیبل شاه په وخت کې د هفتالی پاچایانو د لمر گروهنې د دین پر ټولنیز دود د منښتې گوته ږدی. (۵)
انگریزی نامتو څیړونکی بوسورت په تخارستان او د هرات په کرښو کې د اسلامی لښکرو پر وړاندی د هفتالیانو له پاتې شونو څخه د هپتالیانو د نامتو واکمن طره خان نیزک د نوم د یادولو په ترڅ کې زیاتوی چې : (نوموړی تر ډیرو کلونو پورې د هغوی هېلې ژوندۍ وساتلې او د هغه د ټېنگاراومقاومت غورځنک هغه مهال پای ته ورسیده چې په ۸۶ قمری (۷۰۵ زېږدیز کال کې) قـتېـبه مسلم په دوکې او درغلنې د هغه کور کلابندی کړ او و یې واژه. (۶). ) په ۸۶ هجری کال کې په خـُـلـُـم ، بغلان ، سـَمـنگان ، بادغیس او مـَروَ کې د قـتېـبه د لښکرو پروړاندې د باغیسی نیزک د تورو او زړورتیاوو انگازې زموږ د هیواد د وگړو د مقاومت د غورځنگ په پاڼو کې یوه ځلانده پاڼه ده.

د پوهاند حبیبی د څېړنو پربنسټ سپین پوټکی آریایان چې چینایانو " یی تی لی دو" ، رومیانو "افتهالیت Ephthalites" یا "خیونیت Chionites" او پاړسیانو هون Hon" او"هون Hun" او په پـهلوی ، عربی او دری ژبو کې هېتال یا هېطل یا هېاطله یاد کړی دی له منځنـۍ اسیا او آمو څخه په تېرېدنې د هندوکش (اېندوکش) شمالی رغیاڼو ته را واوښتل ... دغو وگړو کله چې په ۳۶۰ زیږدیز کال کې په خوځېدلو پیل وکړ او د کوشانی کېداریانو غوږغونه د هغوی د یرغل وېرې ته بوڅ شول ،نو له ساسانیانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه ، خو دوی په خپله مقاومت و نشو کولای او د گندهاره رغیاڼې ته په شا شول. خو هپتالیانو ( چې نوم یې د بدخشان په یفتل کې لا تر اوسه ژوندی دی) تر ۴۲۵ زیږدیز کال پورې یې ټول ختیز یا باخترپه بشپړه توگه ونیو او له همدغه ځایه یې د لوېدېځ په لور د ساسانیانو دولت له غښکې 'خطر' سره مخامخ کړ. په سویلی لور کې یې د کابل او گندهاره رغیاڼې تر ولکې لاندې راوستلې او د هپتالی افغانستان پیاوړی دولت یې رامنځ ته کړ. هفتالیان هم د کوشانیانو ، کېدارانو او ساکهانو په ډول د دغه هیواد له کره او بومی آریایانو او پښتـنـو سره یو ځای شول. څرنگه چې په خپله آریایی توکمه او له آریایی دود څخه راپاڅېدلی ټبر وو نو په افغانستان کې یې پیاوړی توکم رامنځ ته کړ او د لوړې پزې په لرلو انگی یا څېرې یې کټ مټ د غلجیو او ابدالی افغان توکمونو ځوانانو ته وَرته او د ابدالی د ټـبـر نوم هم له همدغې رېښی ښکاری....
په ۴۲۷ زیږدېز کال کې د هفتالی د لښکر لومړۍ نښته د ساسانی پاچا بهرام گور له لښکر سره د مرغاب او مرو روډ په سېمې کې رامنځ ته شوه او پایله یې د هفتالی پاچا پرمړېنې را ووښتله ؛ بهرام گور د هغه جړاوول شوی (مـُرَصع) تاج د آذربائیجان اوریز لمنځنځی (اتشکده) ته ډالۍ او خپل وراره یې د هفتالیانو پر ځمکه د استازی پاچا یا نایب السطلنه په توگه وټاکه. له بهرام گور وروسته په ۴۳۸ زیږدېزکال کې د هغه زوی دویم یزگـُرد له هفتالیانو سره چې په طالقان (۷) کې میشت ول لاس او گریوان شو خو ماتې یې وخوړه او له هغه وروسته له (۴۵۷-۴۸۴ زیږدیزپورې) لومړی پیروز یې ځای ناستی شو او په همدغه وخت کې د هفتالیانو توکمیزه مشری د اشخونواز (خوشنواز) په غاړه وه. اشخونواز له پیروز ساسانی سره جگړه پیل کړه اوپه پای کې ساسانی پاچا ماتې وخوړه او ژمن شو چې په طالقانو کې د هپتالیانو اوېجې (قلمرو) ته په درنه سترگه وگوری او هم یې تر دوه وو کالو هیپتالی دولت ته دروند باج ورکاوه او خپل زوی قباد یې د خوشنواز دربار ته د یرغمل په توگه لېږلی وو. ساسانی پیروز له مخکنیو ژمنو سره سره یو ځل بیا پر هپتالیانو لښکرې را وڅرخولې او په (۴۸۴ زیږدېز کال کې) د خراسان د دښتو په جگړو کې دی او دهغه لښکرې سټ وټ او تباه شولې او دهغه لور د اشخونواز منگولو ته ورغله چې بیا یې ورسره واده وکړ. له هغه وروسته له مرو روډه تر هراته د هپتالیانو د واک لمنه وغځېدله او د ساسانی دولت به ورته باج ورکاوه.
ارواښاد پوهاند حبیبی زیاتوی : هغه مهال چې د هفتالیانو پاچاهۍ د آریانا په هر گوټ کې خپور شو نو د هغوی ټبرونه د زابل (د غزنی او سیستان ترمنځ ) په سیمو کې مېشت شول. په موندل شویو ډبرلېکو کې هفتالی (یا یفتلی) پاچایانو ځانونو جابوله (Jabula) یا جیوله (Jauvla) یعنی زابلی بللی دی. د ستر هپتالی اخشنوان د واکمنۍ سیوری له (۴۶۰ تر ۵۰۰ زپورې) تر څلوېښتو کالو له پاړسه نېولې تر خــُـتــَـنـه چین او هنده پریوی پراخې ځمکې خپور وو او له هغه وروسته د دغه ټـبـر پاچا چې تورامانا Turama نومېده په ۵۰۰ زکال کې یې د واک پر گدۍ ډه ډه ولگوله. هغه خپل پام هند ته ور واړاوه او د سیالکوټ ښار یې د خپلې واکمنۍ پلازمېنه و ټاکه چې د هندی گوپتای دولت ملا یې ور و لړزوله . په هند کې له نوموړی هپتالی تورامانا څخه دوې ډبر لېکلی راپاتې دې چې یوه یې په سکهر او بله یې په اکوراسټ کې ده او دهغه نوم د 'مهاراجه توره منه ساه جاولی' (زاولی توره من شاه سترواک) په توگه لېکل شوی دی. له تورامانا وروسته مهیراکولا Mahirakula تر ۵۴۲ یا ۵۴۴ ز پورې د هپتالیانو د پاچاهۍ پر پلاز کښېناست اونوم یې د هند د گوالیار په ډبر لېکه کې په ۵۱۷ ز کال کې لیکل شوی دی . د مهیرا کولا پاچاهی له خونړیو نښتو او جگړو سره ملگری وو چې پکې ماته یې وخوړه او د هغه له مړېنې سره د هپتالی دولت بې وسې او د خسرو انوشیروان(له ۵۳۱ تر ۵۷۹ ز) په وخت کې له منځه ولاړ (۸)
پوهاند حبېبی د 'زابـُـل' د وییکی په اړه لېکی : ( که څه هم اوسنیو څېړونکو زاول یې د هفتالی د توکم یو ټــَبـَر بللی چې ځمکواله نوم یې د دغې سېمې نوم د (زابلستان ) په ډول ددوی له نوم سره تړل شوی او دا باید د (۴۰۰ز) کال په شااو خوا کې چې له سېمې څخه د هفتالیانو د وتلو کال دی سمونه وخوری خو زه یو توسن اودلیل لرم چې د 'زاول' وییکی له زیږدېزې پیړۍ څخه لا هم لرغونی دی . حبیبی وایی چې په پهلوی لېکدود کې د 'زاول د پاچایانو نوم' ، ' زوب ملکا' وو چې آرامی ملکاهوزوارش باید 'زاب شاه ' یا ' زابل خدای' وی. (۹) خو اروا ښاد حبیبی تر دې مخکې ندی تللی چې څرگنده شی آیا دغه لېکدود له پهلوی پارتی یا له زیږدیزې پیړۍ مخکې د اشکانی پارتی او یا د دریمې زیږدیزې پیړۍ له پهلوی ساسانی سره تړاو لری؟ خو د ایران پوه ارواښاد سعید نفیسی له یاددښت څخه څرگندیږی چې د پهلوی د لېکدود په یادولو د ارواښاد حبیبی موخه له ساسانی پهلوی څخه وه. نفیسی زیاتوی : د دغې سېمې په سـِکو کې په تـُخاری ژبې او لېکدود کې چې له یونانی څخه یې را ایستلې د دغې سېمې د پاچایانو نومونه او سر نومونه ،"شاهوزابولا Shaho-Zabula ' لېکل شوی او په پهلوی ژبې او لېکدود کې 'زاب ملکا' راغلی او څرگنده ده چې د 'ملکا' وییکی هوزارش او له آرامی ژبې راغلی او په ایرانی ژبو کې 'زاب شاه' ویل شوی دی . باید ووایم چې په دې تړاو هیڅ شک او شوپیان نسته چې په پهلوی کې د زابل کره نوم ' زاب' وو او 'زابل' د دغه وییکی تخاری لېکلې بڼه ده (۱۰)
له دې امله کله چې زابلستان وایو ،ایا کولای شو زابلستان د 'زاب ملکا' ټاټوبې یا د پاچایانو ټاټوبی و انگیرو؟ خو منطقی به دا وی چې 'زابل' یا 'زاول' د تخاری هفتالی له ټــَـبـرونو څخه یو ټبر وگڼو او په ترڅ کی یې زابلستان د دغه توکم ټاټوبی وبـَلو، د بېلگې په توگه د بلوڅانو ټاټوبی ته بلوڅستان وایو ، د تاجېکانو ته تاجکستان ، د ازبکانو ته ازبکستان ، د ترکمنانو ته ترکمنستان او د افغانانو ته افغانستان او نور.

د احمد شاه بابا د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان په ولایتونو کې دیو شمیر پیاوړو والیانو نومونه : : هرات -درویش علیخان هزاره ، نیشاپور- عباس قلی خان بیات، قلات- اشرف خان غلجی ، شکارپور -دوست محمد خان کاکړ، مشهد- شهرخ افشار، کشمیر -خواجه عبدالله خواجه زاده، پتیاله- امیر سینگهه، بلوڅستان- نصیر خان بلوڅ، پنجاب -زین خان مومند، سندهه- نورمحمد چې په شهنواز خان سندهی پیژندل کېده، دیرهء اسماعیل خان -موسی خان، ملتان-شجاع خان ابدالی ، په پلازمېنه کندهار کې د احمدشاه بابا د دارالانشأ رﺋـیس میرزا هادی خان قزلباش ، د اعلی دیوان مستوفی میرزا علی رضاخان قزلباش او د مالېې و زیر یو هندی وو چې یوسف علی خان نومېده او د التفات خان نوم ورکړ شوی وو.، د احمدشاه بابا د وخت په پیسو کې د تورې ، ستوری او د غنمو د وَږیو انځورونه کښل شوی وو. پیسې له ژړو "مِـسو" او سپېنو زرو چې (کندهاری روپۍ ) نومېدلې جوړې او احمدشاهی بلل کېدلې. د افغانستان پیسې د کابل ، کندهار ، هرات ،مشهد ، اټک ، پېښاور ، ډیره جات ، بکهر ، سندهه ، کشمیر ، انواله ، روهل کنډ، لاهور ، ملتان او سرهند کې جوړېدلې. (میرغلام محمدغبار)

هرگوره د حبیبی پروینا د عربانو تر راتگ او د اسلام تر خپرېدلو پورې د هپتالیانو (یا ابدالیانو) پاتې شونې په زابلستان کې وې او ډبر لېکې یې لا تر اوسه په اروزگان او د قندهار په شمال کې شته. د یوې سترې کېندل شوې ډبرې پرمخ د هپتالی پاچا نوم د 'بگوس شاه زاول مهرزی' چې (بزرگ شاه زاول مهرزی) لوستل کېږی ډیره شونی ښکاری چې هماغه مهیراکولا وی (۱۱)
د هندوکش په سویل کې د هفتالیانو د ځواک او واک په تړاو بوسورت وایی : افغانستان ته د اسلام له راتگه لږ تر لږه یوه پیړۍ وروسته د سویلی هندوکش هپتالی واکمنانو د بیلگې په توگه تورامانا (څه نا څه له ۴۹۰ تز ۵۱۵ ز پورې) او مهیراکولا (څه نا څه له ۵۱۵ تر ۵۴۴ ز پورې) د هند په شمال کې لویه سترواکی جوړه کړې وه. د وخت په تېرېدلو د هند شمال ته د لاس اچـَونو لړۍ سسته شوه او واک یې د لوېدنې کندې ته نېږدې شو خو د هندوکش په سویل او ختېز کې هپتالی واکمنو د سېمه ییزو چارواکو په توگه خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ او په یاد به مو وی چې دغو واکمنو چارواکو د زنبیل (یا رتیبل) درناو نوم درلود. د معاویه له خلافته نیولې تر هارون الرشېده او د صفاری د لومړنیو واکمنانو تر مهاله په دغې اوږد مهالې دورې کې د دغه درناو نوم را منځ ته کېدنه څرگندوی چې 'زنبیل' یا ' رتبیل' په چورلټ ډول د پاچایانو د لړۍ یو درناو نوم وو نه د کوم ځانگړی سړی نوم (۱۲). د بوسورت له دغونغوتو داسې انگیرل کېږی چې زنبیل شاهان پر 'هفتالی ' یا 'یفتالی' توکمونو پورې تړلی پاچایان ول چې له اسلامی لښکرو سره یې له دوه سوه کالو څخه زیاته دوره کې د بـُست کابل د سیمو په لمنو کې نښتې او جگړې کړی او کله یې عرب مشرانو ته د سولې د حق تر نامه لاندې د باج په ورکړی د کابل د وگړو له سرونو د هغوی د اورگډۍ اوغوبل مخه نیولې او تر ۲۵۸ هجری پورې یې (کله چې یعقوب لیث د کابل پر نیونې بریالی او د اسلام دین یې خپور کړ) خپله خپلواکی ساتلې وه (۱۳).
پوهاند حبیبی د افغانستان په لنډ تاریخ (تأریخ مختصر افغانستان) کې د ابدالیانو په اړه په لنډیز یوه کوشنۍ خو بډایه څیړنه کړی او لیکی : په اسلامی دوره کې لومړی نامتو سړی د (ابدال = اودال) د ترین زوی د شرخبون لمسی د سربڼ کړوسې او د درانی ټـبر نامتو نېکه دی چې په ۴۴۰ هجری یا ۱۰۴۸ زیږدیز کی یې د سلیمان د غره په لمنوکې د پښتـنو ټـبرونه تر ځان را ټول کړی ول. د هغه له زوزات یا نسله ملک سلیمان چې د زیرک په نامتو نوم پیژندل کېده ، افغانی توکمونه د سلیمان له غره څخه د کندهار سیمې ته راوستل او هلته یې مېشت کړل او د خپل ژوند په وروستیو کې ملک بارک خپل زوی په یوې توکمیزې جرگې کې خپل ځای ناستی کړ او له بارکه وروسته ، د زیرک بل زوی پوپل د توکم مشری پر غاړه واخیستله او له ۶۵ کلنې مشرۍ او له ۸۹ کالو ژوند وروسته سترگې یې له نړۍ پټې کړې. وروسته د پوپل زوی ملک حبیب د پلار ځای ناستی شو او تر هغه وروسته ملک بامی (بامی زی پر هغه اړه لری) د کندهار د افغانی توکم مشر سو چې له سلطان سکندر لودی ( له ۸۵۵ تر ۹۰۰ قمری = ۱۴۵۱ تر ۱۴۸۸ ز پورې) سره یې د دوستۍ نیږدې اړیکې درلودلې. له ملک بامی وروسته د کانی زوی د بامی لمسی ملک بهلول او له هغه وروسته د ملک بهلول نامتو زوی ملک صالح د افغانی توکمونو مشران شول. صالح له شیرشاه سوری (له ۹۴۷ تر ۹۶۰ هجری ) (۱۵۳۹ تر ۱۵۵۴ ز) سره د دوستۍ اړیکې درلودلې. له ملک صالح وروسته د هغه ورور ملک سدو (دسدوزیو ستر نېکه) په کندهار کې په یوې توکمیزې جرگې کې د افغانی توکمونو مشری پر غاړه واخیستله. ملک سدو د سید جماالدین افغانی او لکهارت د وینا پر بنسټ لومړی صفوی عباس په کندهار کې د ابدالی توکم د لوی مشر په توگه په رسمیت پیژندلی وو (۱۴) ملک سدو (په ۹۴۵ هجری /۱۵۳۸ ز کال کې زیږېدلی ) خپله پلازمېنه د کندهار ارغسان غوره کړه. کله چې ملک سدو ۷۵ کلنۍ ته ورسېده په یوې توکمیزې جرگې کې د خپلو پینځو زامنو: (خضرخان مغدود یا (مودود) ، زعفران خان ، کامران خان ، بهادر خان) له منځه یې خپل مشر زوی خضر خان خپل ځای ناستی وټاکه. په ۱۰۳۶ هجری/ ۱۶۲۶ ز کال کې خضر خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د هغه پرځای ملک مغدود یا مودود کښیناسته. ملک مودود د خپل پلار ملک سدو د سیاست برخلاف چې له لومړی شاه عباس سره یې د دوستۍ اړیکې درلودلې د هند د ستر واک شاه جهان پاچا په ملاتړ را پورته سو او له خپلو ټبرونو سره یې یوځای پر کال ۱۰۴۷ هجری = ۱۶۳۷ ز د کندهار په سوبې کې له شاه جهان سره مرسته وکړه او له دې امله دغه ورونه د شاه جهان له پلوه د کندهار د کرښو د ساتونکو په توگه وپیژندل شول. ملک مغدود او ورو یې کامران (د کلېد کامرانی = د بریا کونجی لیکوال) پر کال ۱۷۴۰ ز کې ډیلی ته ولاړ او شاه جهان ورته د تودو ولولو په ترڅ کې ښه راغلاست وویل (۱۵).
د هند او ایران دولتونه د کندهار د ښار او ولایت د نیولو لپاره تل د افغانی توکمونو همکارۍ او همغږۍ ته اړ ول او شک او شوپیان نشته چې خپلو موخو ته د رسېدلو په پار د افغانی توکمونو د را خپلولو لپاره د هغوی مشرانو ته د وړیا ځمکو (ډالۍ شوې او شرطی ځمکې) په ورکړه او یا د درناو نومونو اونورو امتیازونو د ورکړې له لارې په درغلنې هغوی پر ځان را تاوول او بیا به یې لښکرې پرې را وڅرخولې. په دې منځ کې د دغې غولوونکې تگلارې پربنسټ د واک تــَلـه د دواړسیالو غاړو په گټه تاویدله او سوبمن دولت به د خپلې خوښې او ملاتړ توکمیز مشر ته پالنه ورکوله او د هغه ملاتړ به یې کاوه او مخالف توکمونه به یې تر دې کچې و ټکول او یا به یې دومره و زپیښل چې له خپل پلرنی ټاټوبی څخه به شړونی ته اړ شول. او له دې لارې یې د خپل واک د ټېنگولو لپاره د افغانی توکمونو په منځ کې د دښمنې د رېښو غځولو ته لاره پرانیستله. په خواشینۍ کله چې د افغانی توکمونو مشران د یوه پیاوړی گاونډوی هېواد (هند یا ایران) تر پالنې لاندې راتلل پرته له دې چې پوه شی نو خپلې رېښې به یې په خپل لاس را ورېبلې او مخکې لدې چې د میرڅی پښې ور لنډې کړی د خپلو سیالو مشرانو او یا هم د خپل خیل او خټک او یا د ټبر چاڼـَولو ته به یې ملا را وتړله.
فرهنگ په دې تړاو لېکی : د ابدالی او غلزایی په ټولنیز جوړښت کې چې ځمکواله او توکمیزه بېلگه یې درلودله له پردې واکمنۍ سره سره د دغو توکمونو غړو بیا هم خپلو خانانو او ملکانو ته غاړه ایښودله او د هغوی له لارې به یې له پردې دولت سره اړېکه ټېنگوله. د نیغ پرنیغې واکمنې لپاره د ایران د دولت هڅې د توکمونو له جوړښت سره ټکر خوړ او ټولې منډې ترړې به نېمگړې پاتې شوې ، نو له دې امله صفوی شاه عباس و پتېېله چې ایرانی چارواکی دې خپلې کړنې د توکمونو د مشرانو له لارې چې بیا یې لوی راهیټ (کلانتر) وبلل ، تر سره کړی. د ابدالی د توکم لومړی لوی راهیټ چې نوم یې په تأریخ کې لېکل شوی د پوپلزی له توکمه ملک سدو دی. نوموړی په ۱۶۲۲ ز کال کې د ډیلی د واکمنو له لاسه د کندهار د ښار په نیولوکې له ایرانی واکمنو سره مرسته وکړه او د صفوی (لومړی شاه عباس) له پلوه د ابدالی توکم د مشر په توگه و پېژاندل شو. وروسته د ډیلی واکمن د صفوی واکمن علیمردان خان په مرسته چې د ایران له صفوی دولت څخه یې مخ اړولی وو د علیزیو او د ملک سدو د پوپلزیو سیالو ټبرونو په ملاتړیو ځل بیا پر کندهار منگولې ښخې کړې .په ۱۶۳۹ ز کال کې صفویان بیا پر ښار را وکټېدل او هغوی د صفویانو له ویرې هند ته په شا شول او د اورنگ زیب له پلوه په ملتان کې مېشت شول (۱۶).
د صفویانو او نادرشاه افشار د تأریخ نامتو لېکوال لکهارت د صفوی د لړۍ د پای په خپل کتاب کې لېکې چې : (غلزیو د لومړی ځل لپاره د لومړی شاه عباس د پاچاهۍ (د اولسمې پیړۍ نېمایی) پر مهال ارزښتمنتوب ترلاسه کړ او وروسته له هغې چې د ابدالیانو د زور او تیریو له امله له کندهاره هرات ته د سېمې د بدلولو لپاره اړ شول نو د غلزیو دویم ټبر په کندهار او زمېنداوَر کې څه ناڅه ارزښت وموند ځکه چې غلزیو خپل دود ته له ټېنگې گروهنې سره سره پرکندهار یې د هندی مغولانو د واکمنۍ پرځای ،صفوی واکمنی او واکمن ته د لومړیتوب په سترگه کتل او لامل یې د لومړی شاه عباس ښه او خپلواک چال چلند وو)(۱۷)
د دغې لېکنې د شالېد پربنسټ ، د صفوی د دولت د بیلتون پالنې او د بَـډې د ورکړې تگلارې او د غلزیو په ملاتړ د شاه عباس ډیرې لیوالتیا پرابدالیانو د غلزیو د پخور یا فشار لامل وو او دغه چاره د دې لامل شوه چې ملک مودود او ټبر یې د شاه جهان په ملاتړ راپاڅېدل او د کندهار د نیولو لپاره یې د مغولی لښکر ملا ور وتړله او کله چې بیا هم صفوی دولت کندهار په خپله ولکه کې راووست نو یو ځل بیا ابدالیان د خپلو سیالو افغانی ټبرونو تر پخور او د صفوی واکمنو د زورواکۍ تر سټک لاندې راغلل چې یو شمیر یې هند ته په کډوال کېدلو یا فراه او هرات ته په تېښتې اړ شول. د لکهارت پر وینا لومړی شاه عباس دغه تگلاره کټ مټ په سُـنی کردانو کې پلې کړه او له هغوی سره یې وَرته چلند وکړ او یو شمیر کـُردی ټبرونه او توکمیزې ډلې یې د خراسان قوچان ته په شړونې اړ کړلې.
د لکهارت پروینا دهغو ابدالیانو شمیر چې د اتلسمې پیړې په پیلیزو شیبو کې په هرات او فراه کې یې استوگنه درلودله ۶۰ زرو کورنېو ته رسېدله. (۱۸) د دغسې یوې غټی بشری ډلې کډ والېدنه په خپله د صفوی رژیم ناتار او تیرغمالی ته نغوته کوی چې په کندهار کې د ناتارگرو واکمنو لکه گورگین (۱۷۰۴ ۱۷۰۹)، او پرابدالیانو له برمانټه گرۍ اووحشت څخه د ډک تیری له لارو تر سره شوې وه. او څرنگه چې د لکهارت وینا ته مو نغوته وکړه د لومړی شاه عباس په وخت کې یو شمیر ابدالیان د هرات څیرمو سیمو ته په گډوالی اړ شوی ول.
افغانی څیړونکی عبدالباری جهانی د مجمع التواریخ له وینا لېکی چې : د ۱۰۰۰ هجری قمری په شا او خوا کې ابدالیان د کابل له کوهستانه چې د هغوی پلرنی ټاټوبی وو د یوشمیر لاملونو له امله را ووتل او د هرات په څیرمو سېمو کې مېشت شول. هغوی په دوبیو کې په بادغیس او په ژمیو کې به په اوبــِه او شافلان کې د هرات په ختېز کې بوختېدل. ویل کیږی چې د شاه سلیمان او د هغه د زوی سلطان حسین صفوی (۱۶۹۴ ۱۷۲۲ ز) د واکمنۍ پر مهال د هرات په شا او خوا کې د هغوی شمیره ۶۰ کورنېو ته رسېدله. صفوی واکمنو هغوی ته په درناوی کتل او د دغه ټـبر مشرانو ته به یې درناو نومونه ورکول. صفوی پاچایانو وَرته چال چلند له غلزیو سره هم کاوه او د هغوی مشر به یې پاچا یا سلطان باله.
ښاغلی جهانی د مجمع التواریخ له وینا لېکی او زیاتوی چې د صفوی شاه سلیمان د پاچاهۍ په وروستیو کې د ابدالی توکم سروال حیات سلطان د هرات د واکمن له یوه مالېه ټولونکی سره شخړه وکړه او په پای کې مالیه ټولونکی و وژل سو. حیات سلطان او ورور یې لښکر خان د صفوی واکمن له ویرې د خپل د ټبر له پېنځو یا شپږ زرو تنو سره ملتان ته و خوځېد. (۱۹).
د مجمع التواریخ په دغه لېږد یا روایت کې دوه ټکی د غور اوڅېړنې وړ دی .
لومړی په هېڅ افغانی لېکل شویو سرچینو کې داسې نغوته نه ده شوی چې گڼې د تاریخ په اوږدو کې دې مخکې او یا وروسته له اسلامه د کابل کوهستان د ابدالیانو د پلرنی یا څېرمه ییز ټاټوبې په توگه را په گوته کړی. یو شمېر افغانی تأریخ لېکونکی لکه : فیض محمد کاتب ، کهزاد ، حبیبی ، غبار ، فرهنگ ، پوهاند میرحسین شاه ، پوهاند محمد علی زُ هـَما او پوهاند کاکړ یو یې هم په خپلو لېکنو کې دغسې یوه ټکی ته نغوته نده کړې. نو لدې څرگندیږی چې د مجمع التواریخ د لېکوال دغه انگېرنه او ادعا بې بنسټه او د منلو وړ نده. د پوهاند حبیبی وینا چې د تأریخی لاسوندو پر بنسټ ولاړه ده ، ۱۰۰۰ هجری قمری کال چې له ۱۵۹۳ زېږدېز سره سمون خوری د لومړی شاه عباس د واکمنی کال دی او د لومړی شاه عباس د واکمنی پرمهال ابدالیانو د کندهار په ارغسان کې د ملک سدو تر مشرۍ لاندې ژوند کاوه. څرنگه چې پورته مو وویل ملک سدو د صفوی شاه عباس له پلوه د ابدالیانو د مشر او د راهېټ (کلانتر) په توگه او له ملک سدو وروسته زوی یې ملک خضر خان په همدغه نامه پېژاندل کېده .
دویم : د سلطان خدا داد زوی حیات سلطان د دویم شاه عباس ، شاه سلیمان او صفوی سلطان حسین شاه هممهالی او د پوهاند حبیبی د لیکنې پر بنسټ د کندهار استوگن وو نه د هرات چې گڼې د هرات واکمن دې ورپسې مالیه ټولوونکی ولېږی او په پای کې دې ووژل سی. وروسته به وگورو حیات سلطان د خپل د اکا د زوی دولت خان چې د دویم شاه عباس او صفوی سلطان حیسن د واکمنۍ پر مهال یو پیاوړی او مخور سړی وو، ترزبېښاک او بې پېرزوېنې لاندې راځی او له خپل ورور او اړوندو کسانو سره اړایستل کېږی چې له خپل ټاټوبې شهرصفا او کورڅخه ملتان ته کډه شی.

د حیات سلطان پلار ، سلطان خدا داد او ورور یې شیرخان چې د خضرخان زامن ول د خپل تره ملک مودود له وژل کېدلو وروسته ( په ۱۶۴۳ ز کې د هند له بابری واکمن سره په جگړه کې ) د ابدالی ټـبر مشری په لاس کې ونېوله. سلطان خدا داد هغه سړی دی چې د توکمیزو جرگو د جوړولو او د دوستۍ د اړیکو د ټېنگولو له لارې یې په کلات (زابل) کې له مېشتو غلجیو ټبرونو سره د ابدالی ټبر تاو تریخوالی ، زړه بډواله او اختلاف اوار کړل. په پای کې هغه له سلطان ملخی توخی ( د غلجیو د ټبر له مشر) سره په دغو جرگو کې دوه اړخیزه پوهاوی ته ورسېد او تړون یې وکړ چې د دواړو اړخونو د واکمنۍ لمن دې د کندهار د لوېدېځ په پینځوس مایلی واټن کې د جلدک سېمه او د گرماب پل سنگی (ډبرین پـُِل) وی. له دغه تړون او پوهاوی وروسته دوی د خپلې واکمنۍ لمنه د ژوب او بوری او د سلیمان د غره تر لمنو و غځوله. په دغه وخت کې د سدوزیو وروڼو پلازمېنه په ټولېز ډول د کندهار ختېز ته د ۳۰ مایلو په واټن کې د شهر صفا په سېمه کې وه.
پوهاند حبېبی وایی چې : د ډیلی له درباره شیرخان ته چې سلطان خدا داد ورور او د خضرخان زوی وو د شهزادگی درناو نوم ورکړل شو حال دا چې د صفوی دربار هم هغوی د میرزا (شهزادگی) په درناو نوم پیژندل. یوځل شیرخان د کندهار له صفوی واکمن سره و نښته او نه یوازې صفوی ځواک یې د 'کوژک' په غاښی کې دړې وړې کړ بلکه هغه خپل د اکا زوی حسین خان (د مغدود زوی) هم په گونډو کړ او اړ شو چې ملتان ته په شا شی او د هند د مغولی سترواک اورنگ زېب (عالمگېر) له پلوه هغوی ته په ملتان کې ځایونه او آړوتی (شرطیه) ځمکې ورکړل شوې. د احمدشاه بابا په وخت کې ابدالی شجاع خان او د تېمورشاه په وخت کې ابدالی شریف خان او رکن الدوله مظفرخان د ملتان سمبالوونکی یا ناظمان (واکمنان) ټاکل شوی ول چې ټول یې د همدغه سدوزی حسین خان له پښته ول (۲۰)
له شیرخانه وروسته سرمست خان او له سرمست خانه وروسته زوی یې دولت خان د کندهار د کرښو د ساتونکو پر نامه وپیژندل شول. مخکې وویل شوی چې د پارس او هند دولتونو د افغانی توکمونو دواړه مشران د درناو نومونو ،درغلنې ، ډالیو او د دریز او رتبو د ژمنو، د ځمکو او آړوتو ځمکنیو شتمنیو له لارې خپل ځان ته لیواله کول. د بېلگې په توگه صفوی دویم عباس د ۱۰۵۹ هجری / ۱۶۴۹ ز کال په لومړیو کې د یوه لېک په ترڅ کې دولت خان ته لېکلی ول چې دې یې د کندهار د کوټوالۍ ایالت پناه کوټوال بللی او د حکومت له پلوه یې ورته په ولکې لاندې هېوادونو کې د یوه لوی ولایت د ورکړې ژمنه کړې وه چې ساری به یې په ایران او هندوستان کې نه وی. (۲۱) د ډیلی دربار هم د افغانی خانانو په تړاو وَرته چال چلند درلود د بېلگې په ډول سلطان محمد درانی (د تأریخ سلطانی څښتن) د هند د سترواک اورنگزیب د شاه جهان زوی آرلېک یا منشور د سلطان ملخی توخی په کور کې لوستلی وو. (۲۲) او دا هماغه کورنۍ ده چې د واکمنۍ او مخورتوب لمنه یې د زابل له کلاته تر غزنی غحېدلې وه.
همدا چې سدوزی دولت خپل ځان تر ډیرې کچې پیاوړی ولید نو د خپلې واکمنۍ او مخورتوب لمنه یې (د سلطان ملخی د کورنۍ د واکمنۍ لمنې ته په لاس اَ چـَولو) تر غزنی او د سلیمان تر غرونو خپره کړه. که څه هم اروا ښاد پوهاند حبیبی د غلزیو د ځمکو پر سر د سدوزی دولت خان او د سلطان ملخی د ځای ناستو تر منځ د نښتو په تړاو څه نه وایی، خو د غزنی تر کرښو او د سلیمان تر غرونو پورې د دولت خان د واکمنۍ د پراخولو په اړه خبرې کوی او دغه کار د ځمکوالې توکمیزې ټولنې په منځ کې له یوې خوا او د گاونډیو هېوادونو د سیالیو د لوخړو او اورونو په منځ کې له بلې خوا له خونړیو جگړو پرته چورلټ ناشونی کار دی. شک او شوپیان نشته چې دولت خان د تورو او شلگرو یا نېزوپه مټ و کولای شول خپله واکمنی د سلطان ملخی په ځمکنۍ واکمنۍ کې پراخه کړی، دې ته کټ مټ د لومړی شاه عباس د واکمنۍ په وروستیو وختونو کې غلزیو د ابدالیو پر سېمې یرغل وکړ او هغوی یې هرات ته په کډوال کېدلو اړ کړل.

دولت خان چې له دغوسوبو او بریاوو وروسته د واکمنۍ په خوبونو کې مسېدلې او نشه وو ، له یوې خوا یې د کندهار د صفوی واکمن پر وړاندې د سرغړاوی او بلوا پاڅون را پورته کړ او د کورواکۍ او خپلواکۍ نغارې یې ودربولې او له بلې خوا یې خپل تربرونه (حیات سلطان او ورور یې لښکر خان او د سلطان خدا داد زامن) دومره وزبېښل چې هغوی ټول یې اړ ایستل چې له خپلو ټولو پلرنیو شتمنیو او ځمکو څخه لاس پر سر شی او په دې ترڅ کې څه نا څه شپږ زره ابدالی کورنۍ ملتان ته کډوالې شوې. حبیبی وایی چې ، سدوزی دولت خان د پـنځوسو کالو په اوږدو کې له کندهاره تر غزنی پورې واکمنی وکړه او د صفوی دولت د بیگلر بیگی (والی) او محمد زمانخان د واکمنۍ لاس یې یوازې د کندهار د کوټوالۍ په د یوالونو کې ور لنډ کړې وو. (۲۳)
فرهنگ هم د سدوزی دولت له ځواکمنوالی څخه خبره کوی او په کندهار کې د یې د ترېنگلی اکر او حالت لامل د دولت خان پاڅون گڼلی او وایی : د سدو خان له پښته د سدوزیو د ټـبـر راهېټ یا کلانتر دولت خان د خپل توکمیز مخورتوب په ملاتړ په کندهار کې له صفوی والی څخه سرغړاونه وکړه او په دغې سیمې اکر او حالت کړکېچن کړ. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والی و ټاکی او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گئورگى و ختنک په نامه تن نوی گـُرجی مسلمان شوی چې په تاوتریخوالی ،پرغزناکۍ او قهر او بد چال چلند کې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان او بیگلر بیگی یا حاکم اعلی د درناو نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدی او په کندهار کې د مرکزتر نېغ څار لاندې یوه اداره رامنځ ته کړی. خو دغه سړی له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلن سړی هم وو او په لومړی سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالی مشرانو د مېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیرخان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږی د پاموړ و گرځاوه (۲۴)
گرگین چې درغلن او دوه مخی سړی وو کله چې کندهار ته را ورسېد ، نو د کندهار د ټبرونو په ځانگړې توگه د غلېزیو په منځ کې یې مخوراو نامتو میرویس خان چې د خپل ښه چال چلند له امله وگړو ورته په ټېنگ درناوی درلود د پاموړ وگرځاوه او خپله پاملرنه یې د دولت خان او د هغه د ټـبر پر پرزبېښلو او ځورلو نېغه کړه. هغه د ابدالی د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوی څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (غزتخان او اتل خان سدوزی) د یوې تورې شپې په نېمایی تور تم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا (د کندهارد ختېزپه ۳۰ مایلی واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا ور یې ور مات کړ او کلا ته ور ننوتل. گرگین د سترگو په رپ کې دولت خان وواژه او وروسته د هغه زوی نظر محمد خان د گرجی لښکر په غیشواو شلگرو مړکړ. او د دولت دوه نور زامن ، رستم خان او محمد زمان خان د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالی شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې له خبرېدا سره سم د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېده او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولت خان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالی ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه ، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې واوسی. گرگین څلور کله وروسته یې رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ . او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زور د ارغسان له سېمې څخه یې ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او د فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوی بوخت شی او یوه برخه یې هم د هرات د ولایت او د اسفزار په څېرمو سیمو کې خوره وره شوه. په بل اړخ کې گرگین له غلجیو سره ښه چال چلند وکړ او د غلزیو د دوستۍ د راخپلولو لپاره یې د ابدالیو یبره ورې (حاصلخیزه ) ځمکې د غلزیو د ټـبر مشرانو ته ورکړې (۱۷۰۷ ز) (۲۵) او له دې لارې یې د افغانی توکمونو ترمنځ د دښمنۍ او بیلتون پالنې زړی وکرل او هر څومره یې چې کولای سوای د ابدالیو او غلزیو ترمنځ سیالۍ کې اورلړونی وواهه او غوړی یې پرې ور توی کړل.
په دغو وختونو کې د هغو ابدالیانو شمېره چې د صفوی دولت د زبر ځواکې واکمنۍ له امله له خپل پلرنی ټاټوبی (ارغسان او شهر صفا ) څخه بې برخې شوی ول او د هرات او سبزوار (شېنډنډ) په سېمې کې کډوال ول تر ۶۰ زرو کورنیو ته رسېدله.
د شاه سلیمان او سلطان شاه حسین په وختونو کې په هرات کې د ۶۰ زرو ابدالی کورنېو له شتون څخه ښاغلی باری جهانی په هـَک پـَک والی زیاتوی چې : د یوه توکم په غټ شمېر کډه کېدنه یا د اوږده مهال په اوږدو کې تر سره شوې او یا داچې کومه ستره ویرلړلې او خونړۍ پېښه رامنځ ته شوی چې دومره پښتانه دې له خپل پلرنی ټاټوبی او کور څخه دغه ځای ته را کډه شوی وی (۲۶).
د دغې لېکنې پر گروهنې د اتلسمې پیړۍ په پیل کې په هرات کې د ۶۰ زرو ابدالی کورنېو شته والی یوه لویه شمېره ده او هر پوه او ځیر سړی هک پک کولو او گومان کولو ته اړ باسی چې د دغسې یوې ډله ییزې کډه کېدنې په تړاو په سوچونو او انگیرنو کې ډوب شی. له همدې امله ماته د انگریز ی څېړونکی او د نظر خاوند پوه بوسورت خبرې په یاد راځی چې د هرات او تخارستان په کرښو کې د قتیبه پر نامه د یوه عربی اورگډی وینې بهوونکی سروال د تورو وهلو په تړاو یې کړې او هپتالیانو د وروستنی ستر لارښود نیزک له ښاد نامو څخه په یادونې وایی : د هغه مقاومت هغه وخت پای ته ورسېده کله چې په ۸۷ قمری (۷۰۵ ز) کې قیبه مسلم پر قرآن د سوگند او د پناه وړنې او خوندیتوب د ژمنې په کولو په درغلنې نېزک ونیو او ویې واژه. د نیزک جنگیالی چې د هغه له اړوندو ټـبرونو څخه ول د خپل لارښود مشر له پوپناکېدنې وروسته پرته له شک او شوپیانه د هرات په شمال یعنی په بادغیس او د بالامرغاب او د هرات په نورو شنو رغیاڼو کې په خپل کلیوالی او پوندگلوی ژوند بوخت شول او شمیر یې په اتلسمې پیړۍ کې چې له نورو ابدالیانو سره د هرات څېرمه سېمو ته په شړونی اړایستل شوی ول تر ۶۰ زرو کورنېو پورې رسېده.
کله چې هغوی ولېدل او و یې اورېدل چې کندهارمیشتو غلزیو ټـبرونو و کولای شول د صفوی واکمنۍ منگولې له خپله سره لېری کړی او خپله کوراکی تر لاسه کړی نو په ملتان کې د سلطان حیات خان زوی عبدالله خان ته یې خبر ور کړ او له هغه یې وغوښتل چې هرات ته ورشی او د هغوی مشری په غاړه واخلی چې د صفوی د تنگ لېدې ، متعصبې او ناتارگرې واکمنۍ منگولې دې د خپلواکۍ د څپو په پاڅون کې د هغوی له غاړې ورلنډ کړی اوهمداسې یې وکړل. په راتلونکی برخه کې به د صفوی واکمنۍ پروړاندې د ابدالیانو له پاڅون او یون څخه خبری وکړو
پای
۲۰۰۸/۷/۲۲

اخځ او سرچینې

١- پوهاندحبیبى، تاریخ مختصرا فغانستان، نجمن تاریخ خپرونه، کابل، ١٣٤٩ش، پ ٢٣٤
۲- معصوم هوتک، پښتنی قبیلې او روایتی شجرې، پ ٤٤
۳-تاریخ طبرى، د ابوالقاسم پاینده ژباړه، ۵ ټوک ، پ٢١٥١
۴- اکادمیسین داکترجاوید، اوستا، سوئد ١٩٩٩، پ ٥٨
۵- پوهاند حبیبی،تاریخ مختصر افغانستان،پ ۷۹- ۸۰
۶-ادموندکلیفوردبوسورت،تاریخ سیستان( ازآمدن اعراب تا برآمدن صفاریان)، د حسن انوشه ژباړه، د تهران ١٣٧٤ چاپ، پ ٣٩-٤٠
۷- دغه طالقان د تخارستان له طالقانه جلا د جوزجان یا گوزگان له اړوندو سېمو د اندخوی په لوېدېځ کې مرو رود (مرغاب) ته نېږدې چیچکو ته څېرمه وو ( سرزمین های خلافت شرقی پ ۴۴۹ )
۸-حبیبی، هماغه اثر، پ ۷۹-۷۷
۹-پوهاندحبیبی، هفت کتیبه قدیم، پ۷
۱۰- تعلیقات تاریخ بیهقی،ج۳، پ ۱۱۵۱، د سعید نفیسی چاپ ،نیزرک: سیستان، سرزمین ماسه ها وحماسه ها، ټوک۲، پ ۱۴۶،د افغانستان د علومو د اکاډمۍ چاپ ،غوایی ۱۳۶۷ش
۱۱- حبیبی، تاریخ مختصر افغانستان، پ ٢٣٤،۷۹
۱۲- بوسورت ،تاریخ سیستان، پ۷۸ ،۷۹
۱۳- د زنبیل شاهانو او د کابل د وگړو د پاڅون او مقاومت په اړه د نورو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره وگورﺉ ، حماسه قیامها اتمه څپرکۍ له همدغې لېکنې (ا. سیستانی ژ)
۱۴- حبیبی، هماغه اثر، پ ۲۳۴، لکهارت، انقراض سلسله صفویهد مصطفى قلى عماد ژباړه، چاپ ١٣٦٤،تهران، پ ١١٠
۱۵- حبیبی،تاریخ مختصر افغانستان،پ ۲٣۵
۱۶-فرهنگ، افغانستان درپنج قرن اخیر،ټوک ۱، پ۷۴- ۷۵
۱۷- لکهارت، انقراض سلسله صفویه، پ ۱۶۳- ۱۶۴
۱۸- لهارت، هماغه اثر، هماغلته
۱۹-باری جهانی، هرات، پښتانه او لویه لوبه، پ ۱۳۹
۲۰- حبیبی ، هماغه، پ ۲۳۶
۲۱- حبیبی، هماغه، پ ۲۳۶، لکهارت، هماغه اثر،پ ١١١
۲۲-غبار،حبیبی، مختصر، پ۲۳۲
۲۳- حبیبى ، تاریخ مختصر افغانستان، ابدالیان پ٢٣٤
۲۴ - فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ١، پ ٧٥
۲۵- غبار، افغانستان درمسیرتاریخ، ټوک۱،پ ۳۱۷
۲۶- باری جهانی، هرات، پښتانه او لویه لوبه، پ ۱۳۹T
نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد